
د بن په لومړي کنفرانس کې ظاهري ټاکلو موخو ته د رسېدلو په چار کې د کابل رژیم او نړیوالې ټلوالې ماتې خوړلې ده، پرته د یو ناکام دولت او د داسې یو سرټیټي هېواد څخه چې آزادي او خپلواکي نلري، نورڅه پاتې نه دي او یا زموږ په واک کې ندي.
امریکا او ورسره راغلو ملګرو يې په تیرو دیارلسو کلونو کې په افغانستان کې خورا ډېرې پیسې مصرف کړې. خو اوس په خپله امریکا پر دې نه پوهیږې چې دغه پیسې چیرې او په څه شي لګول شوي دي. دغه پیسې د هغوکسانو جیبونو ته لویدلي چې اوس یې امریکا هم په کابو کولو کې وس نه لري. د بلخ سرپرست والي او د ولسمشر دویم مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، دغه دواړه کسانه هغه دي چې په تېرو ۱۳ کلونو کې یې د حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا مرسته شوې پیسې وخوړي زرګونه جریبه دولتي او ملکي ځمکې غضب کړي دي.
نیږدي ۱۴ کال کېږي چې په افغانستان کې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده، او ډیر وخت دغه جګړه د هېواد په جنوب او ختیځ کې ترسره شوي چې ډيری قربانیان یې هم مشخص د یوه قوم پورې تړاو لري. په سویلي او ختیځو ولایتونو کې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو کلکه مبارزه ددې لامل شوه، چې په دې سیمو کې جګړه نسبتا ارامه شي او وسلوال بل لوري ته مخه کړي.
داسې هم نه ده چې اوس په قصدي توګه جګړه د هېواد شمالي ولایتونو ته لیږدول شوې ده او یاهم افغان حکومت په شمال کې د وسلوالو په لمنځه وړلو کولو کې رغنده ګام نه دی اخیستی. کندز او بدخشان هغه ولایتونو دي چې نیږدي ۱۳ کاله په دغو سیمو کې جګړې روانې دي، اوس چې په دغو دوه ولایتونو کې د پخوا په پرتله جګړې لږ زور اخیستی د بلخ والي او د جمیعت اسلامي ګوند اجراییوي مشر د ولسمشر د لومړي مرستیال سره په ګډه د افغانستان په شمال کې قومي ملیشې جوړې کړې او غواړي چې د طالبانو په مقابل کې خپل نفوذ زیات کړي.
د افغانستان په شمال کې حکومتي چارواکي قومي ملیشې جوړه وي. او د دې ملیشو د غیرو پښتنو قومونو څخه جوړیږي، د تاجک او ازبک قومونو ملیشې د سیمه ایزو پښتنو لپاره چې په افغانستان کې اکثریت دي او په شمال کې اقلیت، اندېښنې زیاتې کړي دي.
په داسي حال کې چې افغان ملي امنیتي ځواکونه او ناټو هڅه کوي چې د افغانستان خطرناکو سیمو ته خپله پاملرنه ورواړوي، طالبانو د تیرکال په ترڅ کې د شمال په بیلابیلو سیمیو کې ځانونو ته مرکزونه جوړ کړي دي. د طالبانو د راپورته کیدو سره سم دغه قومي سیمه ییزې ملیشې هم راپیدا شوې. د ملیشو د جوړښت مفکوره د ۹۰ کلیزې کورنۍ جګړې نه سرچینه اخلي. چې هغه مهال هم جمیعت او جنبش یې ستر لوبغاړي وو.
د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور او جنرال عبدالرشید دوستم چې پخواني جنګ سالاران دی، او په تیرو ۱۳ کلونو کې یې ملي شمتنۍ هم لوټ کړې دوی دغلته ملیشي لري چې له ډير پخوا خلک زوروي او د دوی په ګډون ټول ملګري یې په بشري سرغړونوهم تورن دي. دغه ملیشې چې اوس یې نور او دوستم مشري کوي د هغو سیمه ایزو پولیسو نه بیلې دي چې امریکا یې ملاتړ کوي او د افغان سیمه ییزو پولیسو په نامه یادېږي.
په شمال کې د پخوانیو جنګسالارانو له لوري ملیشه فعالول په لوی لاس بل شوي اور ته لمن وهل دي او دغه څېرې د خلکو د ګټو پر ځای د شخصي ګټو لپاره ډېرې هڅې کوي، ځکه خو به يې ملیشه ځواک هم تر ګټې تاوان ډېر ولري.
افغانان او ځایي اوسیدونکي ویره لري چې هسې نه د پخوانیو قومندانانو او زورواکو بیا مسلح کول به د نوویمې لسیزې د کورنۍ جګړې خطرونه پیدا کړي. د سیمه ییزو ملیشو جوړول ښايي ناوړه پایلې ولري او که دا وسله وال له حکومتي کنټرول څخه ووځي نو دا به د محلي زورواکو ترمنځ د شخړو او د نویو امنیتي ستونزو د پیدا کیدو سبب شي. د سیمه ییزو ملیشو جوړیدل او د سیمه ییزو زورواکو بیا مسلح کول به د خپل منځي جګړو اور کلي په کلي او کور په کور ورسوي.د افغانستان خلکو د محلي ځواکونو ناکامه تجربه لیدلی ده او د غیرمسولو وسله والو ډلو جوړیدل به نورې ستونزې وزیږوي.