
په دې وروستيو کې د ننګرهار ځينې ولسوالۍ په ځانګړې توګه سرحدي او له پخوا نا امنه ولسوالۍ کې د داعش تر نامه لاندې ځينې فعاليتونه پيل شوي ، چې په پايله کې يي په ځينو ولسواليو کې د طالب په نامه حرکتونه ځپل شوي او او په ځينو ځایونو کې خو بيخي له منځه تللي داسې ويل کيږي کله چې د دننګرهار د کوټ په ولسوالۍ کې داعش راڅرګند شو نو حتی ځايي ملايانو ته يي اجازه ورکړه چې افغان امنيتي ځواکونو جنازې وکړي ، دا يي هم اعلان کړ چې له هغه چا سره کار نه لري چې له دوی سره کار ونه لري که هغه د حکومت د هرې کچې مامور هم وي دوی په ډاګه کړه چې اوسمهال يي ستر دښمن امارت اړوند کسان دي . د داعش په راتګ سره په ناامنه ولسواليو کې امنيت ټينګ شوی څوک له چا سره کار نه لري د ګونګو وژنو لړۍ هم دريدلې ، حتې د کوکنارو په کرلو يي هم بنديز لګولي ..
خو له ځايي خلکو او کار پوهانو سره ځينې پوښتنې راپيدا شوي :داعش څوک دي ؟ ایا دا داعش په عربي نړۍ کې له داعش سره اړيکې لري ؟ ولې له حکومت سره ستونزه نه لري ؟
که داعش په سيمه کې حاکميږي نو هغوی چې سلفي عقیده لري له حنفي مذهبه ولسونو سره به يي اړيکې څنکه پاتې کيږي .؟
بالاخره به حکومت له داعش سره څه کوي؟
دا چې دا عش څوک دي فکر کوم په اړه يي بحث ته اړتيا نه شته خو د افغاني داعش په اړه ويل کيږي چې دوی حقیقي داعش ځکه نه دي چې د عربي نړۍ داعش اوس ځانته داعش نه بلکې الدوله الاسلاميه وايي هغه چې د يوې ډلې له نامه په دقيقه توګه خبر ونه لري نو د اړيکو پاللو په اړه فکر هم نه پيدا کيږي بل لوري ته هغوی چې په عربي نړۍ کې په څو جبهو کې جنګيږي په افغانستان کې د نوې جبهې پالل به د سيمې هيوادونو له ملاتړ څنګه ممکن وي ، دا پوښتنې لا په خپل ځای دي چې په سيمه کې د داعش شتون د چا په ګټه دی ؟ خو دلته اوس داعش هغه پخواني طالب جنګيالي دي چې عملا د افغاني سولې سره لیوالتيا نه لري او خپل ژوند او ګټې په جګړه کې لټوي ، دوی هڅه کوي لکه د کورنيو چارو وزير چې وايي : دوی ځان ته خريدار پيدا کولو په لټه کې دي ،ځکه د طالب تر نامه لاندې څوک نه غواړي د دوی نور د دوی حمايت ته دوام ورکړي بل لوري ته داسې فکر هم کيږي بلکې داسې نښې نښانې شته چې د طالب پروژه نوره په ختميدو ده، او که د داعش فعاليتونو ته ځير شو نو د خپل فعاليتونو لپاره يي د ننګرهار سرحدي جغرافيه ټاکلې ده دا د سوريا او عراق د پولو ته څيرمه سيموو کې د الدوله الاسلاميه فعاليتونو د نسخې کټ مټ کاپي ده دلته هم داعش فکر کوي چې په لومړي قدم کې بايد د پاکستان او افغانستان تر منځ شته پولې ونړه وي او داسې ويل کيږي چې دوی د خپل فعاليتونو لپاره ننګرهار مرکزيت هم ټاکلی
دويمه پوښتنه ولې داعش اوسمهال له حکومت سره ستونزه نه لري او يوازې طالب جنګيالي په ګوته کوي ، دا به ښا يي يو دليل وي چې نه غواړي ځانته څو جبهې په يو وخت کې پرانيزي خو اوس مهال د ننګرهار د شينوارو سرحدي ولسوالۍ ، کوټ پچير اګام چپرهار او د خوګياڼو ځينې ولسوالۍ د د اعش په واسطه له طالب جنګياليو پاکې شوي تيره اونۍ چې کله د چپرهار د سپين جومات په سيمه کې ځينې پخواني طالب قوماندانان چې اوس له داعش سره دي د شينوارو د نرۍ اوبو په سيمه کې له ناستې وروسته چپرهار ته د راتګ پر مهال د جټ الوتکو د بريد لاندې راغلي چې شا او خوا پنځه کسان په کې وژل شوي چې يو يي هم د ننګرهار د کانال د ريس زيارت راحل ورور و ، کله چې په چپرهار کې د يادو کسانو جنازه کيدله نو داعش پلو ګروپونو په ښکاره اعلان وکړ چې د طالب ټغر ټول دی دلته نور څوک بي ځایه څوک نه شي ځورولی او له نن وروسته د امارات په نامه په چپرهار کې څه نه شته ، که څه هم ياد کسان د نړيوالو ځواکونو له خوا په نښه شوي وو خو په ياده جنازه کې داعش پلويانو د طالبانو پرضد خبرې کولې نه د حکومت او نړيوالې ټولنې ! بل لوري ته په يادو ولسواليو کې د طالب د ختميدو او داعش د پيدا کيدو وروسته امنيت ښه شوی حتی حکومتي ځواکونه هم وخت ناوخته د سيمې دورې کوي ، د چپرهار يو اوسيدونکی وايي چې اوس مهال په چپرهار کې افغان حکومت د سړک ويجاړ ځایونه رغوي دوی اوس د هيڅ ډول خطر احساس نه کوي ، همدارنګه د روداتو د بړو په سيمه کې افغان ځانګړي ځواکونه وخت ناوخت ګزمې کوي د بړو يو اوسيدونکي وايي چې که داعش څومره هم غښتلی وي خو د افغان ځواکونو د تاب نه دي او دوی نه غواړي چې له افغان ځواکونو سره په ټکر کې واقع شي او له دوی ډير ډاريږي دی وايي چې د تير حکومت په پرتله يو څه چې دوی احساس کړي هغه دا چې په تير کې به افغان امنيتي ځواکونه په دفاعي حالت کې سيمو ته راتلل خو اوس دوی په تعرضي حالت کې دي دا هغه څه دي چې مخالفين يي هم ورخطا کړي دي
د دې فعاليتونو په اړه په لرې پرتو ولسواليو کې خلک نه پوهيږي د دوی سره ډول ډول پوښتنې پيدا کيږي
ايا د اعش حکومتي خلک دي ؟
حقیقی داعش دی ؟ که هو نو ولې له حکومت سره ستونزه نه لري؟
خپله د ولسونو نامعلوم برخليک هم د انديښنې وړ دی ! دوی وايي چې دا نوی لوبه به يي څومره نور د اور او جګړو په تنور کې وريت کړي
همدارنګه په ولس کې دا ويره هم ده چې د داعش په غښتلي کيدو سره د دوی مقدسات په خطر کې دي د دوی مذهب هم په خطر کې دی ځکه د داعش په اړه مشهوره ده چې سلفي عقيدې خلک دی دوی زيارتونه ورانوي او احنافو او پيرانو ته د بدعتيانو په نظر ګوري ځينې سخت دريځه خو يي د پيرانو مرګ هم روا بولي ، خو بل لوري ته خلک دا هم وايي چې داعش په افغانستان کې ځکه بريالۍ نسخه نه ده چې افغانان اکثره حنفيان دي او دوی به د خپل مذهب د ساتنې لپاره هم له داعش سره همکاري ونه کړي