د چپړوسانو ښکار مفکر

 
ښه مې یاد شي کله چې ولسمشر غني ارګ ته ورسید له یو څو ورځو نه وروسته په رسنیو کې راڅرګند شو او یې ویل(مامه پریږدۍ چې په ارګ کې حصارشم او د چپړوسانو ښکارشم) زموږ هیلې هغه وخت غني ته نورې هم زیاتې شوې له موږ سره یوه ویره چې له پیل نه موجوده  وه هغه د همدې چپړوسانو ویره وه ځکه، چې چپړوسان هم یوډول مافیاته ورته یو شی دی، دو خت په تېردوسره زموږ هېلې له خاورو سره خاورې شوې د غني دا خبره یوه نمایشي خبره وه د خلکو تېرویستنې په خاطریې داخبره کړې وه ځکه چپړوسان غوړه ماران پرون او نن ښه په درځ کې دي او په خپل وار سره یو یو د غني لوستوڼي ته لار پيدا کوي چې يو وخت به په مارانو او ښامارانو بدلیږي بیا به غني ورنه رپ نشي وهلی بیا به دی ګواښي.
داسې هم نه ده چې چپړوسان ډېر ماهران دي او غني یې یرغمل کړی دی ماران په داسې ځينوکې اوسي چې هلته یې چاره کیږي که غني په رښتیا سره له چپړوسانو څخه نفرت لرلی دومره چپړوسانو هلته کله ګوزاره کولی شوی خو مشکل په غني کې هم دی چپړوسان یې خوښيږي ځکه یې له ځانه راتاو  کړي دي.
ددې پرځای چې غني په ارګ کې د کار خلک په ځان راټول کړي د کار خلکونه د کار ټیم جوړ کړي ښاغلي برعکس چپړوسان او غوړه ماران په ځان راټول کړل .
دا به له وخت نه  وړاندې خبره وي چې موږ  ووایو دا چپړوسان او  غواړه ماران به غني ته کوم  ګلان کري خو دا ویلی شو چې غني نن خپل ټول ټیم خپل ټول خواخوږي خپل ټول مخلصین له  همدې چپړوسانو په وجه خفه  کړي دي چپړوسان د ځان په خاطر په ځان هرډول کانې کوي اروا پوهان وايي په  چا کې چې کوم تکلیف وي هغه په هرچاکې ګوري، دغه چپړوسان د ځان له ویرې تل کوښښ کوي او غني ته داسې مشوره ورکوي چې داسې څوک ارګ ته لار پيدا نه کړي چې دوی یې ترسیوري لاندې راشي دوی داسې فکر کوي چې هسې نه  ددوی ځای بل څوک ونیسي، همدا حال د ولسمشر کرزي هم  و په پيل کې یې په خپلو لوستوڼو کې چپړوسانو غوړه مارانو ته ځای ورکړ چې وخت یې راغی بیا هریوه ورته له لوستوڼی سر رایستی و او ګواښه یې.
چپړوسان نه خپل فکر لري او نه فکري خپلواکي هغوی ته چې هرڅوک او هرډول ډول وهي هغه شان ګډا ورته  کوي، موږ وایو چې هرڅه په  اندازه یونیم چپړوسان دې هم دربار کې وي د نمایش لپاره ښه وي خو داسې نه چې د سلطان محمود د لټانو میلمستون دې ورته جوړ شي.
هېڅوک نظام نشي ګواښلی هېڅوک دنظام په  وړاندې نشي دریدلی هېڅوک نه  غواړي چې نظام دې ړنګ شي خو دارګ واکمنان هم باید داسې فکر ونه کړي چې دوی هرڅه کوي ښه کوي د کړنو مخالفت د نظام مخالفت نه دی دشخص مخالفت د نظام مخالفت نه دی دا مخالف خو موږ د کرزي هم کو ټول ولس په دې پوهیږي چې دا سهامي شرکت دی  اوسهامي شرکت موږ مخکې هم  درلود موږ د سهامي شرکت خوند مخکې هم  تجربه  کړی دی زموږ  نیوکې سالیمې نیوکې دي عقدوي نه دي د نظام د سمون او د اصلاح لپاره دي جالبه داده چې اوسنې دوسری حکومت هېڅ ډول نیوکې ته غوږ نه نیسي چپړوسان یې لکه خیاطان په ارګ کې کینولي دي بس ګنډل کړي اوبس.
موږ وایو جناب ریس صاحب همدا دې وخت دی ورځ تربله درنه د خلکو زړونه توریږي نه دې چیغې اوس د خلکو پام ځان ته  اړولی شي او نه دې وعدې ځکه چې ته هرکار شروع کړې بیا هغه په نیمه کې پریږدې بیا بل شروع کړې هغه په نیمه کې پریږدې بیا بل شروع کړې خپل لومړیتوبونه لومړی ځانه وټاکه  د کابل بانک موضوع دې شروع کړه پای ته ورسېده؟ سوله دې راوسته؟ فساد دې ورک کړ؟ یو افغان دې له بل افغان نه کم نه  باله همداسې دې وکړه؟ کار دې اهل کار ته وسپاره ؟ د تېرې دورې والیان به بیا نه والیان کیږي همداسې دې وکړه؟  امنیت دې راوسته ؟کومه ژمنه دې عملي کړې ترننه ؟