
دښمن مې درلود او نه تسلیمیدونکې هڅې مې وکړې تر څو نقاب یې له مخې لرې کړم، هر چیرته چې تلم، د سیورې په شان به راپسې وو او ټول پلانونه به یې راته له منځه وړل، موخې به رانه پاتې شوې او لاره کې به مې لوی خنډ شو، کله به مې چې د لوړو موخو لپاره هڅې پیل کړې، پر ما به یې ملنډې وهلې او ویل به یې: ((نه کیږي)) یوه شپه مې ګیر کړ، کلک مې ونیو او نقاب مې یې له مخې لرې کړ، په پای کې یې څیرې ته ښه ځیر شوم او….. ځان مې ولید.
کله چې ناپوه یو، غواړو له نړۍ سره وجنګیږو او کله چې هوښیار یو، غواړو له ځان سره وجنګیږو!
له ځانه پیل وکړئ!
خبریال د مسیحیانو له لوی مبلغ، دی آل مودی، څخه وپوښتل: آیا خلک دې ډیر ځوروي؟ هغه سمدلاسه ځواب ورک: زه خپله د هر چانه ډیر د دی آل مودی د ځورولو لامل کیږم. ساموئل هوفنستاین فقید ویلي: هر چیرته چې ځم خپل نفس مې راسره ځي او هر څه راته له منځه وړي. په دې اړه د جک پار پخوانۍ وینا هم بسنه کوي چې وایی: تیر ژوند ته کاته، یو لوی خنډ ښکاري او دې همدې خنډ جوړونکی خپله زه یم.
زما په اند، د پټ قوت ډیر مشران د باندني اعتراضونو څخه ډیر د خپلو نني اعتراضونو په وجه له ماتې سره مخ کيږي.
زه هره میاشت خپلو ټولو کارکوونکو ته یو ځل د مشري درس ورښایم، خبرې مې ثبتوي او په امریکا کې یې ټولو مشرانو ته لیږي، چې د نیږدو کې مې موضوع دا وه: څنګه له خپلې لارې څخه څنګ ته شو؟ د ډیرو اوریدونکو ډیر ځوابونه مې تر لاسه کړل چې ویلي یې وو: دا درس زما په ژوند کې اړین وو، زه پخپله د خپل ځان لویه ستونزه یم.
په دفتر کې یو انځور راځوړند دی، چې د ډیرو په اړه بسنه کوي: که کولی مو شوی چې د ټولو رنځونو د ملامتیا څخه شکایت وکړی، نشوای مو کولای چې په اونیو کښینی او وژاړی.!)
لیکوال: جی سی ماکسول
ژباړه: مصطفی نور