سیاسي ثبات د اقتصادي ثبات اصلي مهره

 
له کله چې ښاغلی محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه ټاکل شوی، د ډېرو او تقریباً ټولو کمیو او ناکامیو تر څنګ یې یوازې یوې برخې (اقتصادي پرمختګ) ته ډېره پاملرنه کړې ده. سره له دې چې ولسمشر محمد اشرف غني په پیل کې د ناامنیو د ورکولو او د سولې د راتګ خبرې کولې، خو له وسه یې پورته وه او مجبور شو چې په خپله مسلکي برخه (اقتصاد) کې خپلې مټې ورونغاړي. د دې تر څنګ چې ولسمشر محمد اشرف غني په اقتصادي برخه کې ډېرې زیاتې لاسته راوړنې لري؛ د خلکو په وینا چې هره میاشت په میلیونو ډالر د تدارکاتو کمېټې په واسطه سپموي، په ارګ کې یې د بېځایه لګښتونو مخه نیولې، په ښار جوړولو او ټولنیزو چارو وزارت کې یې د لوی فساد مخه ونیوه، د کابل بانک قضیه یې وپلټله او... ، خو د سیاسي ثبات د نشتوالي له کبله یې هر څه له صفر سره مساوي دي.
مخکې له دې چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي حالات وارزوو، لومړی به د نړۍ د هېوادو یوه بېلګه وړاندې کړو، څو څرګنده شي چې اقتصادي ثبات تر کومه بریده په سیاسي ثبات پورې تړلی.
روسیه چې د نړۍ له پیاوړو او مخ پر ودې هېوادو څخه شمېرل کېږي، د پوځي او نظامي قدرت تر څنګ یې په دې وروستیو کې اقتصادي زور هم له هېچا کم نه و، د دوی د عایداتو ډېره برخه د اروپا بازارونو ته د خپلو تولیداتو له صادرولو په لاس راوړله. خپل اقتصادي او نظامي ځواک ته په کتو سره یې وغوښتل چې د کریمیا موضوع را برسېره کړي. روسیې د کریمیا په موضوع کې ځان ډېر بریالی لیده او تر ډېره یې د زور لاره غوره کړې وه، خو دوی سیاسي قوت او ځواک په بشپړه توګه له پامه غورځولي و، هماغه وو چې د شین کفر (امریکا) سره مخ شول. کله یې چې له امریکا سره سیاسي اړیکې خرابې شوې، امریکا سملاسي د اروپا او امریکا تر منځ د شته هوکړه لیک پر بنسټ له اروپا وغوښتل چې له روسیې څخه په ټولو وارېدېدونکو توکو بندیز ولګوي. له دې پرېکړې وروسته د روسیې اقتصاد ته لوی زیان واوښت او روبل (د روسیې پولي واحد) له نیمایي څخه ډېر ارزښت له لاسه ورکړ. روسیې له یادې پېښې وروسته خپل ټول حیثیت له لاسه ورکړ او ځای په ځای د کریمیا له موضوع لاس په سر شوه.
ولسمشر تر ډېره بریده هڅه کوله چې یوازې له پاکستان سره سیاست وکړي، نوره ټوله نړۍ یې تر شا کړې وه، خو په همدې یوه پاکستان کې هم پاتې راغئ. یو ځل یې سیاسي مخالف یاد کړ، بیا یې د دواړو هېوادو دښمن ګډ وباله، ورپسې یې تفاهملیک!؟ ورسره لاسلیک کړ، له هغې وروسته یې وویل چې تفاهملیک نه دی لاسلیک شوی، بلکې یوازې د سپین کاغذ پر مخ خبرې شوې دي؛ خو وروسته یې یو ډېر توند لیک اسلام آباد ته ولېږلو او پکې ویل شوي وو چې پاکستان ولې تفاهملیک ته ژمن نه دی او له هغې څو ورځې وروسته بېرته پاکستانیو چارواکو څرګنده کړه چې دوی ته هېڅ ډول لیک نه دی لېږل شوی.
دا یوازې د پاکستان په وړاندې د ولسمشر بې ثباتي وه. همداسې که له هندوستان سره یې اړیکې وڅېړو؛ له پاکستان سره تر وروستیو کرغېړنو خبرو اترو یوازې یوه اونۍ وړاندې یې هندوستان ته سفر وکړ. هندوستان د ولسمشر اشرف غني او ورسره مل پلاوي تر ټولو ښه مېلمه پالنه وکړه، د مېلمه پالنې تر څنګ یې په ټولو رغنیزو، پروژوي، صنعتي، روزنیزو، نظامي او ... برخو کې د کلکو او رښتینو همکاریو ژمنه وکړه، خو له پاکستان سره وروستیو بابولالو نه یوازې کړې ژمنې له بېخه زیانمنې کړې، بلکې د هندوستان له خوا روانې تر کار لاندې پروژې هم په ټپه ودرېدې. همداسې که د ولسمشر سیاسي اړیکې له نورې نړۍ سره وڅېړو؛ ولسمشر امریکا ته له سفر وروسته هوډ وکړ چې د اقتصادي مرستو د راجلبولو په موخه کاناډا ته هم سفر وکړي، خو دا چې کاناډا افغانستان ته د یوه کمزوري سیاسي طرف په توګه کتل، له ولسمشر سره د مل پلاوي د ډېرښت په پلمه یې د افغان ولسمشر بلنه رد کړه، چې د مل پلاوي د ډېرښت پلمه هم د افغانستان لپاره د سیاست په ډګر کې بل لوی ګوزار و.
د روسیې او امریکا تر منځ اړیکو ته په کتو او د افغانستان د پورتني سیاسي وضیعت په پام کې نیولو سره په زغرده ویلی شو چې د هېواد د اوسنیو سیاسي شرایطو په پام کې نیولو سره اقتصادي هلې ځلې ډېر ځای نه نیسي. که اوسنۍ اقتصادي هلې ځلې له دوو هيوادو امریکا او پاکستان سره د سیاسي اړیکو په قالب کې واچوو، داسې تحلیل کولی شو: که له امریکا سره مو سیاسي اړیکې ترینګلې شي، افغانۍ مو په خوله لګي، ښایي یوه پاکستانۍ کلداره له افغانۍ څخه دری برابره زیات ارزښت ولري؛ که له پاکستان سره مو په همدې ډول سیاسي اړیکې بې ثباته وي، له پاکستان څخه په ټولو واریدیدونکو توکو بندیز لګوي، او افغانستان خو ۳۰ کاله نور هم نشي کولی چې د پاکستان له وارداتو پرته خپلو ورځنیو چارو ته په عادي توګه دوام ورکړي.
افغان ولسمشر او په ټوله کې افغان دولت ته په کار دي چې لومړی د هېواد سیاسي چارو ته کلکه پاملرنه وکړي او له نورو هېوادو سره سیاسي اړیکې پیاوړې کړي، ځکه سیاسي ثبات د اقتصادي ثبات اصلي مهره دی. د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ولسمشر د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال جوړه شوې طرحه ډېره بریالۍ ښکاري او باید چې پلې یې کړي. ښاغلي غني د ټاکنیزو کمپاینو پر مهال وویل چې د هېواد په کچه به سیاسي کمېټه وټاکي، چې په دې کمېټه کې به د ښاغلي حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د هېواد مخکښې سیاسي څېرې راټولې کړي او د هېواد ټول سیاسي واک به ور وسپاري. که ولسمشر غني دا کار وکړي او د یادې کمېټې په مرسته له پاکستان، هندوستان، روسیې، ایران، امریکا او نورو هېوادو سره ښې اړیکې جوړې کړي، ژر ده چې د غني ټولې اقتصادي هلې ځلې به ځای ونیسي او پروژوي افغانستان به په صنعتي افغانستان بدل شي.