ولسمشر غني دې پښتانه مشران د سلاکار وزیرانو په توګه په تیاره کې نه ساتي

 
که د پښتنو حق غوښتل غداري وي نو ویاړم چې غدار یم.
د بن له لومړي کنفرانس څخه چې په پایله کې یې لنډ مهالی حکومت رامنځته شو، بیا انتقالي دوره او بلاخره په افغانستان کې په لومړي ځل د ټاکنو له لارې انتخابي دوره پیل شوه او دا ټاکنیزه برخو مو درې ځلې تجربه کړه.
دوه ځلي افغانانو په غوڅ اکثریت پخواني ولسمشر حامد کرزي ته رایه ورکړه. حامد کرزی د بن له کنفرانسه تر اوسه د پښتنو د غوڅ او قاطع ملاتړ څخه برخمن و، افغانانو او په ځانګړې توګه پښتنو په ټولو سیاسي بهیرنو کې د حامد کرزي کلک ملاتړ وکړ او پر کرزي یې تر ټولو پښتنو مشرانو زیات اعتبار او باور درلود، چې ګڼې دی به د پښتو پر وړاندې اوږدمهال شته ننګونې لمنځنه یوسي، خو له بدمرغه چې داسې ونه شول او د پښتنو پر وړاندې شته ننګونې کمې نه شوې بلکې ورځ تر بلې ډېرې شوې، اند دا چې په تیرو ۱۳ کلونو کې تر ۲ زرو ډېر پښتانه قومي مشران ووژل شول، پښتانه د تروریزم قرباني او کوربانه شول، پښتون د حامد کرزي په دوره کې هم مړ و او هم پړ شو، خو پښتنو بیا هم د ولسمشر حامد کرزي لاسنیو وکړ او د واک تر وروستی ورځې یې د یو وفادار او واکدار پښتون په توګه ملګرتیا وکړه.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واک پرمهال سره له دې چې پښتانه یې ملاتړي و، خو په حکومت کې يې رنګ پيکه او کمزوری و، کرزي پښتانه داسې وځپل چې د افغانستان تاریخ به يې د لیک او ثبت توان هم ونه لري. د حامد کرزي له خوا د ناوړه سیاسي مصلحتونو له امله وخت پر وخت داسي مقرري شوې چې په هغو کې د افغانستان د ملی ګټو خیال نه ساتل کیده.
حامدکرزی په خټه پښتون او له ډېرې درنې او قدرمنې کورنۍ څخه دی، ولې د حامدکرزي بې کاره مديريت، په کابينه کې د پښتونو ضد اشخاصو ته ځای ورکول، له هغویی څخه مطرحې څېرې جوړول، ورځ تر بلې پښتون ضد څېرو ته ارتقا ورکول، د همدوی بې ځایه مشورې منل، او په هره برخه کې له پښتون ضد اشخاصو څخه سلا مشورې اخيستل لامل شول، چې د حامدکرزي په ۱۳ کلنه دوره کې د پښتنو غرور، دبدبه، شلمه، ننګ او ګټلی زرين تاريخ مات شي. هغه مهال ولسمشر ځینې پښتنه خپل سلاکاران ټاکلي، خو ددې سلاکارانو په وینا ډیرو یې په پنڅو کلونو کې  یې ولسمشر و نه لیده.  که هغه مهال کوم پښتون مشر د ولسمشر تر څنګ و، خو رول یې سمبولیک درلود او دې ته نه پریښودل کیده چې د پښتنو پر وړاندې د شتو ستونزو د اوارۍ لپاره ولسمشر ته مشورې ورکړي.
خو اوسني ولسمشر اشرف غني په یوه بې ساري ګام اخیستو د خپل ځان لپاره په امنيتي، سولې، سیاسي او کورنيو چارو کې څلور ستر سلاکاران ټاکلي دي او ټول پښتانه دي. دغه کسان د ولسمشر د ځانګړي حکم له مخې ټاکل شوي دي.
جمعه خان همدرد په امنيتي چارو کې ستر سلاکار، قطب الدين هلال د سولې په چارو کې ستر سلاکار، ډاکټر اکرم خپلواک په  سیاسي چارو کې د ولسمشر ځآنګړی استازی  او خالد فاروقي په کورنيو چارو کې ستر سلاکار غوره شوي دي.
د يادونې وړ ده چې په نويو ټاکل شويو سلاکارانو کې يې درې تنه د حزب اسلامي غړي دي، خو اوس جلا جلا ډلې لري، جمعه خان همدرد د حزب اسلامي د شوراګانو غړى دى او په تيرو ټاکنو کې يې د ولسمشر غني ملاتړ کړى و، هغه تر دې مخکې د پکتيا د والي په توګه دنده ترسره کوله.
قطب الدين هلال چې هم د حزب اسلامي غړى دى، په تېرو ټاکنو کې د ولسمشرۍ کانديد و، خو په دويم پړاو کې ټاکنو کې يې د ولسمشر د ملاتړ اعلان وکړ. خالد فاروقي هم د حزب اسلامي غړى دى او تر اوسه يې يواځې سياسي فعاليتونه کول. ډاکتر اکرم خپلواک هم سياسي شخصيت دى.       
خو سپارښتنه داده چې ولسمشر غني دې پښتانه مشران د سلاکار وزیرانو په توګه په تیاره کې نه ساتي. لکه څرنګه چې ولسمشر کرزي ټیک ۱۳ کاله پښتانه له مصلحت لري ساتلي و او لامل دا شو چې پښتون ولس ورځ تر بلې وځپل شي.
ستر جنرال جمعه خان همدرد، قطب الدین هلال، خالدفاروقي او ډاکټر اکرم خپلواک څلور واړه په ولس کې وتلې او منلې څېرې دي. دوی د افغانانو د کورنیو او بهرنیو دوښمنانو پر وړاندې د کلکې مبارزې هوډ لري او کولای شي د هر ډول زوراکۍ پر وړاندې نیغ شي.
خو ولسمشر دې داسې نه کوي لکه د پخواني ولسمشر حامد کرزې په څېر چې ددوی په خوله لاس کېږدي او نورو ته ووايي، چې واخلئ، وخورئ، خو بهر ته یې مه وړئ. د حامد کرزې دغه پیغام هغو خلکو ته واضح کړه چې څرنګه مو زړه وي هغسې وکړئ، خو نوی ولسمشر دې په پوره دقت او غور سره پښتانه مشران په سیاسي جریانونو کې ښکلیل کړي تر څو ورسره په ګډه او غوره مشورو د هېواد روان حالات کنترول کړي.
که څه هم د سلاکار په توګه د جمعه خان همدرد په ګډون د ټولو مشرانو شخصیت لوړ او پورته دی خو د ولسمشر سره د ښیې حکومتولۍ د رامنځته کیدو لپاره یې نیک ګڼو خو بیا موهم ټینګار پر دې دی چې پښتانه مشران دې د سلاکار وزیرانو په توګه په تیاره کې نه ساتل کېږي. او نه دې د یو تش سلاکار په توګه زمونږ مشران له نورو سیاسي او ولسي فعالیتونو منع کړي. مونږ خپلو مشرانو ته د هغوی د ښو خدمتونو او د ولس د ژغورلو تمه لرو، خو داسې نه شي چې د سلاکار په نوم یې له هر کاره وباسي او اوبه پرې له ویالې تېرې کړي.
زمونږ هیله او غوښتنه داده چې د هېواد د ملي مسایلو په برخه کې دې پښتنو مشرانو ته غوڅ اکثریت برخه ورکړل شي، مونږ باور، ایمان او ډاد لرو چې ټول پښتانه مشران د خپلو ګټو پر وړاندې ملي ګټې مهمې بولي او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او دایې له اوله تر دې دمه ثابته کړې هم ده.
په پای کې ستر جنرال جمعه خان همدرد، انجنیر قطب الدین هلال، خالد فاروقي او ډاکټر اکرم خپلواک ته د ولسمشر د سلاکار وزیرانو په توګه مبارکي وایم، خو هیله مند یم چې د هېواد په چارو کې ملي ګټو ته په پام ولسمشر ته ښیې او غوره مشورې ورکړي.
ژوندی دې وي افغان ملت
تل دې وي افغانستان
مړه سپیره او څټلي دې وي د افغانانو دښمنان