
لیک: سکندر یوسفزی
تاسو به د مشرانو ژړا د سټیج په سر لیدلې وي، خو ډېر ځله داسې ژړاګانې له مکره ډکې او یا هم کله کله له پاک احساس سره ملې وي. خو داسې ژړا به مو نه ولې لېدلې، چې په ښکاره به ځان ډېر نورمال او قهرمان معرفي کوي، په حقیقت کې په رښتیني ډول له زړه نه پر خپل حال ژاړي، چې په نا عادي ډول يې له خبرو او حرکاتو څرګندیږي. د اوسني نړۍ سیاست ټول پر اقتصادي او شخصي ګټو راڅرخي، مګر په دې توپیر چې د نړۍ په ډیری هیوادونو کې دغه اقتصادي او شخصي ګټي د نورو هېوادونو سره په تعامل کې د ملي ګټو پر محور راڅرخي. د شخصي ګټو او ملي هغو تر منځ سره کرښه معلومه وي. له بده مرغه، زموږ مشرانو تل خپلې شخصي ګټې په داسې یو پکیج(کڅوړه) کې پر موږ خرڅې کړي، چې خوار ملت هر ځل د ملي ګټو په نامه ترې په ډېر لوړ قیمت اخیستي دي؛ بیا نو کله چې کیسه يې د رسواکېدلو خواته روانه وي، په ژړا سر شي، لکه په دې وروستیو کې د پاکستان سره د استخباراتي تفاهم پر سر، چې حامد کرزی، شمالي ټلوالې- په ځانګړې توګه امرالله خان صالح- او یو شمیر نور د پاکستان پخواني میشتکیان په ژړا دي. وايي د غل په غره کې هم ځای نه کیږي، دا تړون کیدای شي د افغانستان د امنیت او سولې راوستلو په ګټه وي؛ دا هم امکان لري، چې له آی ایس آی سره د کرزي د واکمنۍ د چارواکو د پټو معاملو او جاسوسانو هیڅ کوم راز هم افشآ او د دواړو لورو تر منیځ تبادله نه شي، خو د ملت خاینان لا وار د مخه په ځان پوه دي، هسي نه چې زمونږ رازونه رسوا نه شي.
حامد کرزی کوشش کوي، چې اوسنۍ نظام ناکام ثابت کړي او ځان د خلکو په منځ کې د یو رښتیني قهرامان په توګه راڅرګند کړي. دی غواړي خلکو ته دا احساس ورکړي، چې پرته له ما بل څوک نشی کولای، چې افغانستان رهبري کړي. دی، ولي د اي ایس آي د استخباراتي تفاهم لیک خلاف دی؟ ولې دومره نارې او ډنډورې ېې جوړې کړي دي. لومړۍ خبره خو داده، چې، د دده د حکومت په موده کې د دده یو ډیر شمیر چارواکي- چې ښه ورته معلوم ؤ- د آي آیس آی تنخواه خواره ؤ، له بده مرغه ده يې پر وړاندې هیڅ ډول غبرګون- په پټه یا ښکاره- ونه وښوده. هماغه و، چې انتحاريان په د جنابانو له کورونو راوتل او په دولتي ودانیو به يې بریدونه کول. بله دا، چې د حامد کرزي یو خاص کس، دده د فتر رییس او د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داود زی، د پاکستان خاص استازی ؤ، چې دده او د پاکستان تر منځ په اکثرو پټو تعاملونوکې يې د کتلست رول لوبولی دی. دا خبره ټولو ته څرګنده ده. ښاغلي کرزی اوس غریو نیولی که چیرته دغه سند لاسلیک او پلی شي، دده حکومت ټوله ګندګي به راڅرګنده شي. سره ددې، چې پخواني ولسمشر، تل پاکستان ته د ورورۍ لاس اوږد کړی و، خو پاکستان تل پرې ریشخند وهلی ان یو ځلي خو مشرف ورته “شترمرغ لقب”ورکړ «سر دې ځمکې ته نیولی او پښې دې پاس هر څه، چې دې خولې ته راشې وايي،». خو نن اشرف غني په همدغه ضعیف حالت کې، چې تاسو ټولو پسې راخیستې ده، پاکستان ته ضرب العجل ټاکي. تا ټول عمر زارۍ کړي، ولې اشرف غني سیاست کوي، ځکه دی د سیمي په سیاسي او اقتصادي حالت پوه دی، چې څنګه او په څه ډول سیاسي اجنډا مخ ته بوزي. ستا په حکومت کې چوکۍ د رهبرانو ترمنځ ویشل شوې وې، ان دا چې که حضرت صیب به درته په غوصه شو، نو بیا به دې له ډاره لاسونه ورته ښکولول. دا منم، چې د ملي وحدت حکومت هغه څه نه دی، چې زموږ د افغانانو تمه وه. خو دومره هم بد ندی، لکه ستا د نظام مفسدو کړیو، چې اوس پسې راخیستې ده. تا ته موږ دیارلس کاله صبر وکړ، هر ځل به مو ویل، چې ځه! دا ځل به سم شي، خو دا ارمان ډیرو ځوانانو او سپین ږیرو له ځانه سره ګور ته یوړ.نو کاکا ته خو هم یو کال صبر وکړه. هاغه وخت، چیرته وي، چې ګل اغان خان شیرزی- د آی ایس آی جاسوس- دې د ننګرهار والي کړ او پوره لس کاله یې دغه ولایت وزبیښه. د شیرزي له برکته نن د ننګرهار ډیری ولسوالۍ د طالبانو په مرکزونو بدلې شوې. هاغه وخت چیرته وې، چې ژړلي دې وای. نن چې ګورې د " سولې" په برخه کې یو څه پرمختګ روان دی، مراندې دې سستي شوي، هسې نه چې ِ تاته به بیا خلک ښکنځلې کوي. غني به ورو روان وي، خو لږ تر لږه ، دوه درې داسې قوې اقتصادي پروژې يې روانې کړي دي، چې په اوږده مهال کې به د افغانستان په ګټه وي او خلک به ورته دعا کوي، خو ته دا نه غواړي، ته غواړي، چې د کفن کش د ځوي کیسه شي، چې تاته خلک دعا وکړي. ته په دې هم ژاړې، چې ستا د ځینو وزیرانو دوسيې به هم افشآ شي. داسې وزیران دې هم درلودل، چې د کابینې له غونډې نه به یې نیغ په نیغه خپل بادار-آی آیس آی – ریپوټ ورکاوه، ته په دې ښه خبر وي. تا څه نشو کړای ، ځکه تا خپله هم په کڅوړه کې اخیستې. ژړا دې بس که او په ریښتوني ماناد اپوزیسیون په توګه د نظام د اصلاح په توګه نیوکې او وړانېزونه کوه. تر اوسه له هر مردارۍ ستا د نطام بوی راځي. .
امرالله خان صالح هم په زګیرویو دي. ده خو ځان نه د هاغه هنري فلمونو هیرو جوړ کړی، د پردې پر مخ به داسې ځلیږي، چې ته به وايې په ریښتیا هم همدومره تکړه، چې په یو وار شل دیرش کسه دربوي، خو د شوتنګ صحنې، چې وګورې، یو ټوپ اچول ځلې تکراروي. جناب صالح ستا د شوټنګ صحنې لا وختې خلکو ته څرګندې شوې. ته په ظاهره د پاکستان خلاف يې، ولې داسې لاسوندونه شته، چې ستا په امر د آی آیس آی په مرسته، د پښتنو ۷۰۰ سوه مشران په شمال او جنوب کې وژل شوي دي. ته به خامخا ددې سند خلاف وي او تاته به یو ستر ملي خیانت ښکاري، ځکه چې ستا کارنامې به ولس ته څرګندې شي. ته اوس غواړي، چې نبیل بدنام کړي، هغه څوګ، چې له تا نه وروسته د امنیت رییس شو او نن، چې د افغانستان ملي امنیت په کوم حالت کې د نبیل له برکته دی. که څه هم ډېر فشارونه او تحدیدونه، د کرزي په نظام کې د آی آیس ای د لاسبوڅو لخوا ورته متوجه ؤ. خو بیا هم ټول کریډت باید رحمت الله نبیل ته ولاړ شی. ستا په وخت د ملي امنیت کار کوونکي یوازې د ددو ولایتونو څخه ؤ؛ نن هم تر ډېرې کچې هماغه خلک په ډیر غټ کمیت لا پر ځای دي، خو کله چې یو څو کسه پښتانه پکې مقرر شول، نو ستا په اصطلاح فاشیزم د یو قوم پر وړاندې پیل شو. که دا فاشیزم نو تاته باید د فاشیزم نړیوال ایوارد درکړل شي او نوم دې د ګنیز بوک په کتاب کې ثبت شي، ځکه دا خو دملي امنیت اداره ټوله د پنجشیر او بدخشان په نا لوستو ډکه کړې ده. د رحمن بابا وینا ده:
که څوګ تله د انصاف په لاس کې درکړي
خپل ټټو او د بل اس به برابر کړي
تو لعنت دې په دا هسې منصفۍ شي
چې له حق نه وباطل ته ګوزر کړې.
عجیبه انصاف دی، تاسو چې په برلین کې سره په دیره سپین سترګۍ راغونډ شوئ او غوښتل مو افغانستان تجزیه کړئ، دغه راز د ډیورند له داعې څخه د پاکستان په ګټه ټېرشئ، په هغه وخت کې ستاسو دا چاره ملي خیانت نه ؤ ، ځکه تاسو د ځان ډیموکراتیک حق باله ، ډیموکراسي خو هم ځانته حیرانه ده، چې هر ناروا عمل ته زما جامې اغوندې او بیا بیا وايي دا دیموکراسي ده. خو که همدغه ورته عمل بل چا وکړ، بیا يې تاسو فاشیزم او ملي خیانت بولئ. ستا وزیر صیب یا د ولسمشر مرستیالان به ټکی پښتو نه وايي-که زده یې هم وي - ان که د پښتنو یوه لویه غونډه وي، هغه تعصب نه دی، خو بیا کله چې یو پښتون لکه ضیاالحق امرخیل، چې په رښتیا هم په پاړسي ژبه نه اوړي، پښتو ووايي، نو د تعصب او فاشیزم ټاپې له جیبونو راوباسئ او پر سر يې لګوئ: "چرا درې صحبت نه ميکنه".
نن چې ولسمشر غني غواړي، په ریښتیني مانا سوله راولي- نه د کرزي د سولې د پروژې په څېر- په چوتره مو د غم ټغر خپور دی او ځان سره همدا اوږې دموئ که سوله راشي،"موږ په څه کوو". ستاسې منافع په جګړه کې وې، ستا برنامه د امنیت د رییس په توګه د افغانستان بې ثباته کول و؛ ستا برنامه د مشرانو، ملکانو او د کار سړیو وژل و، ځکه همدغه ستا پروژه وه. نن چې په دې پوهیږي، ستا رازونه به هم لوڅ شي، نو سر په ژړا يې. لکه طالب جان، هرهغه څوک، چې ددوی د ګټو خلاف څه ووايي، نو سمدستي د جاسوس او مرتد ټاپه پرې ووهي، دغه شان هر هغه عمل ان که د ملت په ګټه هم وي، خو چې ستاسو د موخو خلاف وي، ته ِيېملي خیانت بولي. که تانه څوک پوښتنه وکړې، چې امرالله خانه، ملي خیانت تعریف کړه، نو لکه بلبل به ورته ګویان شي او یو غر به پل ولي. ایا له ځانه دې کله پوښتنه کړې، چې تا او ستا ټلوالي له آي ایس آی سره څومره پټ مروداد درلودل؟ ایا دا ملي خیانت نه دی؟
د شمالي ټلوالې یو شمیر نور جګپوړي چارواکي او د ملي شورا ځیني غړي، له آي ایس آی سره د ددې تړون کلک مخالفین دي. په تېرو دیارلسو کلونو کې دوی د خپل مال او ځان د محافظت په پار په منظم ډول طالبانو ته باج ورکاوه. دوی له آی آیس آی سره ناستې پاستې درلودې. کورني تحایف یې سره تبادله کول، لکه د دفاع پخواني وزیر، چې د آیس آی آي د پخواني رییس د ځوی واده لپاره افغاني جامې(کندهارۍ غاړه) او ځینې نورې تحفې لیږلې وې. دا څنګه دښمن و، چې د دښمن د ځوی واده ته ډالۍ استوي. دغه راز هاغه د محقق کیسه خو به مو نه وې هیره، چې دده د ډلې یو پاکستانی اصله هزاره د (یاسا) په نامه-چې ورور یې د پاکستان د پوځ یو جنرال دی- د ملي امنیت له خوا آی آیس آی ته د جاسوسۍ په تور ونیول شو، له محققه، چې لاره ورکه شوه، د پاکستان سفیر ته يې لیک واستوه، چې تاسې مداخله وکړئ او د محقق له بده مرغه دغه لیک هم رسوا شو. د یاد جاسوس ورور هغه کس دی، چې د محقق اړیکې له آی ایس آی سره تنظیموي. دوی به ولې نه ژاړې، خامخا به ژاړي.
داسې ښکاري، چې د جګړې جغرافیه له جنوبه د شمال خواته د بدلېدا په حال کې ده. په تېرو دیارلسوکلونوکې، چې د پښتنو په سیموکې اور بل و او جګړه لا اوس هم روانه ده، نو دوی ټول پښتانه ترورستان او القاعده بلل. د پښتنو سره هر ظلم او زیاتی، ددوی له نظره روا و، ځکه ددوی په اند پښتانه ددې ټولو بدبختیو لامل دي. شمالي ټلوالې د پښتنو پر وړاندې د نړیوالې دسیسې، کورنۍ اړخ و. څومره مکتبونه او پلونه، چې د پښتنو په سیمه کې سوزېدلي، که نیمايي طالبانو د خپلې اجنډا له مخې سوزلولې یا وران کړي دي، نیمايي بیا د امرالله خان او دده د ټلوالې په فرمایش، د آی ایس آی په مرسته ترسره شوي دي. اوس، چې جګړې د نړیوالې سټراټیژۍ له مخې خپل لوری واړاوه او ددوی د کورونو ورونه ټکوي، نو نارې سورې یې خیژي. حکومت په ناغیړۍ تورنوي، چې ولې يې مخه نه نیسي. معلم عطا له یوې خوا حکومت ته اخطارونه ورکوي، د ټلوالې وکیلان به پارلمان کې ډول ډنګوي. ظالمانو دا دیارلس کاله چې زما په کور اور بل و، ښه خوشحاله وي، زه دې د بومې قوم، پس مانده په نوم یادولم، هلته چیرته وي؟ ستا همدردې چیرته وه؟ تا چې د پښتنو پر وړاندې د نړیوال ایتلاف ملګرتیا کوله او د ډالرو په مټ يې په ډېره بې شرمۍ د یوې وسیلې په توګه کارولې؛ نن چې اور ستا لمنې ته در ورسېده اوس ژاړې ناځوانه.
حامد کرزی او د واکمنۍ د مهال یو شمیر مفسدې څېرې، د شمالي ټلواله، ځېنې جهادي زورواکان(رهبران) په دې هڅه کې دي، چې موجوده حکومت کمزوری کړي؛ دوی غواړي خلکو ته دا احساس ورکړي، چې دا نظام ناکام دی. پخوانۍ ولسمشر د هرې یوې وړې موضوع نه اوس د ځان په ګټه او د حکومت د پرزولو په پار ګټنه کوي. دومره وړې مسلې خو لا پر ځای پریږده که په دا غټو ِغټو مسلو درسره حساب وشي، نو ته او ستا ټیم د ملي خیانت په نوم باید په سلهاو ځلې باید اعدام شئ.که چیرته دا خوب ویني، چې اوبه بیرته ستا په ګټه خړې شي، نو د معنوي په اصطلاح« خواب است و خیال است و مهال است».
د ملي وحدت حکومت خو لا شپږ میاشتې هم نه دې وتي، په شپږو میاشتو کې معجزه غواړۍ. بس دی د خدای په خاطر په دې مظلوم ملت ورحمیږۍ، نور ېې له دې نه زیات د خپلو شخصي ګټو لپاره مه حلالوئ. ژړاګاني مو پریږدئ، حکومت ته لاس ورکړئ، چې پر خپلو پښو ودریږي.