
ویل ډیورنټ ویلي و ، ځيني خلک تاریخ جوړوي او ځینې هغه په تاریخ ځان جوړوي.
د یوې عادي مجلې د مفکر شل چغې ،چغې نه وې سم د توپ ډزونه وو . د ویکتور هوګو خبره رایادیږي ، وايي : که فرصتونه وپېژنو او په دې پوهه شو ،چې ددې خبرې وار راغلی دی،ممکن یوه خبره مو له اتلس زره توپونو نه ډېر اثر وښندي.
د ولسمشر غني د کمپاېن د دور شل چغې تر نورو هغو مشهورې وې ، کنه نو ده خو تر دې ډېر ماران په بیم ګډول او ډېرمنترونه ورته د موسی د زمانې ساحرانو په خوب کې ور زده کړي و.
افغان انسان چې د نړۍ په کچه محروم انسان دی ، په وېره او اظطراب محکوم شوی و.دغه وخت و،چې د مجلې غني ته د فېلسوف اعظم حضرت غني خان( رح )شعر وریاد شو :
دغه وخت کې د خدای رحم او رحمت په جوش کې راشي
چرته غلی د چا کور کې یو حسین پکې پېدا شي
دغه و چې مفکر صېب ته ځان د خدای رحمت ښکاره شو او دعوې یې کولی ،چې زما ذات د دې دومره ماشوړو حل دی ، کنه نو افغان انسانه!زه بیا نه تکرارېږم او شاید د پلاسټېک معده تر بیا ټاکڼو وفا ونکړي.
ستړی،تږی او خوږ ولس دهوکه شو .او دهوکه کېدو به ځکه چې د جادو اثر ثابت دی.
ولسمشر اورېدلي،چې هټلر دا ګڼلې وه، چې نیم جنګ په تبلیغ کټم.نو ځکه لګیا دی اسناد په لاس ورکوي او کرايي ځوانان پرې لیکل کوي. چې د غني تور مخې چارې ددغو ځوانانو په مټ ارایش او بیا نمایش ته وړاندې کړي. افغان انسان چې اوس له لېوه نه په قصاب پسې تلی دی .فکر کاوه چې (من اوسلوا)به راځي او دوی به خوري سکي او حساب به نه مني،خو حکومت لا تراوسه په اراېش او نماېش لګیا دی.
ایا د غني حکومت مشروع حکومت دی، او کوم قانوني جواز خو څه چې قانوني حله هم ورته برابرېدای شي؟
دحکومت د وېش په اړه چې د غني او واشنګټن په خوښه شوی و.ډاکټر عبدالله ته یې وفرمایل: نصف الی ونصف الک هذا من قوم جاهلون.
له اي ایس اي سره تفاهملیک ،چې ویل کیږي په اصل کې تړون لیک دی وشو.ددغې نوې ښېښۍ ثمره د اراېش او نماېش لیکوال په کونړ باندې د راکټونو بندېدل ښايي او بس! له نور پس منظر نه نه دی خبر،چې څه دي .ایا زما په خاوره د بريد لپاره زه باید له ځانه دفاع وکړم او که دښمن ته په کوم امتیاز قایل شم؟
ډیورېنډ لاېن چې پخوانو حکومتونو دومره خپل ګڼلی و،داسې سیاست یې غوره کړی و، چې حتی په دې اړه یې چا سره بحث قدرې نه کاوه .نن د باچا خان په عظمت، د صمد خان په وینه او دلوی افغانستان د وژل شویو داعیانو په مبارزې پورې خندا کیږي او مفکر د لر، بر حد ټاکي او له اي ایس اي نه د دې په بدل کې سوله شریفه په ډېر شرافت غواړي.
حکومت ټاېپي غلطۍ هم لري.
له امریکا سره دامنیتي تړون پخوانی مخالف ولسمشر همدا یوه خبره تکراروله چې سوله دامریکاپه لاس کې ده او تر څوچې یې دصادقانه عمل ټټر نه وي وهلی ،دسولې تضمین یې نه وي کړی.تر هغې یې نه امضا کوم .په فشار پسې فشار و،خو ولسمشر دسیاست په لوبه کې لوبېدلی و.صحت یې روغ و ،لرې لیدل یې هم کولی شو.
خو غني دواک په دویمه ورځ له امریکا سره امنیتي تړون چې په اصل کې یې ده ته دیوې بانکي کتابچې د چکونو حېثیت لاره،لاسلیک کړ.
زه ولسمشر ته څه نه وریادوم، صرف دومره ورته وایم ،چې:
فی الحال له یو میلیون کارونو تېرشه .د کابل په ښار کې لس زره دیګي پاخه کړه چې ولس له لوږې وغپېده!
او دادې یاد ساتي،چې افغان انسان حافظه لري او بس!