
اردوغان د ترکیي ولسمشر دي، چی د یو لړ سیاستونو له امله په دی وروستیو کې په اسلامی نړۍ کې د یوه اتل په توګه راپورته شوی. اردوغان په یوې ډیری نادرې کورنۍ کی لوی شوی. ماشومتوب کی یې د استانبول کوڅو کې ډوډۍ او لیمو خرڅول.
د اردوغان په زړه پوری ویناوو او اقداماتو نړۍ یي ځانته را جلب کړه.
ولسمشر رجب طیب اردوغان چی په رسمي لیدنو په موخه د بوسنیا هیواد ته تللی وو. په یوه خبري غونډه کی د یو خبریال پوښتنی ته ځواب ووایو،
اردوغان وویل: چی زما لپاره د مصر د ولسمشر محمد مرسی دی، نه کودتاچي سیسي. چی دی سره یي د مصر د ولس او اخوان المسلمین د مشرانو په منځ که خاص مقام تر لاسه کړو.
اردوغان په هلو ځلو کیوبا ۵۶ کاله وروسته د جومات جوړولو اجازه ورکړه.
د ترکیي ولسمشر اردوغان د کیوبا د لیدنی پر مهال د نوموړی ولسمشر راول کاسترو سره په کیوبا کی د جومات جوړولو په مسلی خبری کړی وی. د کیوبا ولسمشر هم د مسلی اړوند مثبت نظر ښودلی وو.
د اردوغان دغو هلو ځلو د نړۍ او کیوبا مسلمانانو د تود هرکلی سره مخ شوه.
د برما په وړاندی د اردوغان سیاست.
د ترکیی ولسمشر اردوغان ویلی، چی د ترکیی بهرني سیاست په دی ولاړ دی، چی د ظالم په مقابل کی د مظلوم مرسته کول دي او اوس د برما د مسلمانانو نوبت چې باید موږ یی مرسته وکړو. او ترکیی وړاندې خپلی مرستی او سمندري جنګي بیړۍ د برما پولو ته رسولی دي.
خپله اردوغان او میرمن یي د برما د مسلمانانو نه یي لیدنه وکړه، چی د برما د مسلمانانو او د نړۍ نورو مسلمانانو حتی د غیر مسلمانانو په زړونو کی یي ځای پیدا کړو.
د ترکیي اقتصادی پرمختګ.
د اردوغان د واکمنۍ پر مهال د ترکیی د اقتصادی ودې په نتیجه کی له منځني ختیځ سره د سوداګري کچه ۳،۹ میلیارده ډالره څخه ۲۳،۶ میلیاردو ته لوړه شوه. اوس مهال ترکیه د نړې اوولسم اقتصادی ځواک ګنل شوی او د ترکیي کورني ناخالصه تولیدات ۲۳۲ میلیارده ډالر و، خو په ۲۰۱۳ کی یی کچه ۸۲۰ میلیاردو ته ورسیده او نړیوال بانک ددې پرمختګ پخلی کوي. چی او اردوغان په اسلامی نړۍ کی قویترینو او غښتلو ولسمشرونو په منځ کی لومړي مقام ترلاسه کړو.