د ننګرهار د ولايتي شورا ټاکنې او د ټوپکواکو او جنايتکارانو د بيا واکمنۍ وېره!

هسې خو د دې وطن په نوم هره ښکاره ښه او پټه ناښه سياسي او نورو لوبو کې دې بې څوکو او بې پوښتنې افغانانو زيان کړى خو اوسنۍ بله کېدونکې روانه او پاى ته نېږدې هغه کې چې د ټاکنو په نامه پيل شوې تر نورو په دې ډېره ژړونکې او دردونکې ده چې دې کې د ولس د خوښې په نامه داسې خلک د ولس د استازو په توګه ټاکل کېږي چې تل يې د دې ولس وينې څښلي،بچي يې وژلي،کورونه يې وران کړي او......د دې لوبې نورې خواوې که پرېږدو او يوازې په ننګرهار کې د ولايتي شورا ګانو د ټاکنو پر بهير لږه شېبه وغږيږو نو وبه وايو چې:
_په دې ټاکنو کې تر پخوانيو هغو ډېر ټوپکوال يا د ټوپکواکو استازي نوماندان دي او په ډېر اټکل سره د همدې ډلې تر ټولو ډېر مخکښان د بري چانس هم لري.هغه په دې چې:دا ټوپکوال ښاغلي لا هم ښه ډېر دولتي،وسله وال،اقتصادي او....امکانات لري او د ولس لوټونې پر مهال يې دومره پيسې ګټلي چې د ولايتي شورا يوه څوکۍ لا څه چې ډېرې نورې چارې هم له ناقانونو لارو پرې ګټلاى شي.
د بېلګې په شان:د ننګرهار ولايتي شورا ټاکنو ته د ننګرهار د پخواني والي او وژل شوي وزير(حاجي عبدالقدير))زوى حاجي جمال قدير (چې په بدماشۍ او ډېرو د نه کېدو چارو کې په لاس لرلو تورن دى)،(حاجي نصرت الله))د ننګرهار او کابل د پخواني والي او کرزي د کمپاين دمشر حاجي دين محمد،عبدالرحمان معاون(د جلال اباد ښار د امنيت پخوانى مرستيال او پر ننګرهار د حضرت علي نومي پشه يي قامي ټوپکوال د واکمنۍ مخکښ)حاجي جاويدزمان  (د يوه بل ټوپکوال او خپله واکمنۍ کې د غلا پېښو کې د تورن لاس لرونکي حاجي زمان زوى) او په لسګونه ورته نور کسان چې يا خپله او يا يې پلرونه او کورنۍ په ټوپکوالۍ،غلاوو،شوکمارۍ او ګڼو نورو ناقانونه چارو په ترسراوي تورن دي نوماندان دي او ښه په سړه سېنه داسې پر ټاکنيزو کمپاينونو لګيا دي چې ګوندې تر دوى د اصولو او آرونو نور مخکښ ملاتړي نشته.د دوى او هم شانو نوماندانو په کورونو،دېرو او حجرو کې يې هر سهار،هره غرمه او هرماښام دومره وړيا ډوډۍ خوړونکي خلک ليدل کېږي چې ته به وايې دلته هر،سهار،هره غرمه او هر ماښام يو مړى کېږي او يا واده وي،دې سره خوا کې ځينې تش په نامه مطبوعاتيان او ژونالېستان هم د داسې هر يوه ښاغلي په دېره او حجره کې د سر ښکاره کولو ترڅنګ په بېلا،بېلو نومونو له دوى  پيسې شلوي او ورته کمپاين کوي.په دې برخه کې يوه بله يادونه هم چې اړينه ده دا ده چې د يو شمېر تصويري،غږيزو،اخباري او....رسنيو خبريالانو يو شمېر کانديدانو سره د ټاکنيزو غونډو او کمپاينونو د خبر خپراوي لپاره يې ځانګړي تړونونه هم کړي او که ننګرهار ملي ټلوېزون او د يو شمېر نورو داسې رسنيو خبرونه واورئ نو خامخا به پکې د څو ځانګړو کانديدانو په پلوۍ د غونډو او کمپاينونو د ترسراوي خبرونه واورئ.
راځو خپلې اصلي موضوع ته !لکه چې وينو د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر کانديدان لا هم له پلرونو او کورنيو ورپاتې ميراث کې د ټوپک له شپېلۍ د يو شمېر نورو کانديدانو د وېرولو لپاره کار اخلي،هره شپه د خپلوکسانو په مټ د نورو کانديدانو تبليغاتي پاڼې او پوسټرونه شلوي،د نورو کانديدانو پلويان په يو،نه يو ډول ګواښي،د خپلو کمپاين غونډو لپاره ښه په ښکاره د چا له کوم غبرګون پرته لويې لارې،واټونه او سړکونه بندوي.دې پورې يوه اړونده کيسه راته چا وکړه ويل يې د پخواني ننګرهار واکمني حاجي قدير زوى او د يوه نادولتي دولتوال حاجي ظاهر د ورور جمال قدير ((چې په غلاوو،شوکو او ورته نورو جنايتونو کې په لاس لرلو تورن دى ))يوه ملاتړي د جلال اباد يو ترافيک له دې امله وښکنځه چې ولې يې پر يوې ترافيکي نښې د جمال قدير لګېدلى تصوير راشولى،د کيسه کوونکي په خبره ترافيک خوارکي ورته د خپل دې کار لامل د قانوني اصولو پلي کول وګڼل خو ده ورته وويل چې که دومره قانون درباندې ګران وي نو لږه شېبه صبر وکړه،کيسه کوونکي راته دا هم وويل چې د جمال قدير کمپاينر تر دې لفظي شخړې وروسته جمال قدير ته ټلېفون وکړ چې هغه د دې لفظي شخړې سيمې ته د څو موټرو په بدرګه تر رارسېدو وروسته ترافيک ته تر خپل کمپاينر لا ډېر ګواښونه وکړل.
ښه نو درنو لوستونکيو!داقضاوت تاسې وکړئ چې تر وکالت وړاندې چې يو ټوپکوال کانديد خپلو خلکو سره داسې چلن کوي نو د وکالت پر مهال به يې لا ډېر ښه وکالت وکړي!!!
جمال قدير،عبدالرحمان معاون او....په لسګونه نور کسان يوازينۍ بېلګې نه شي کېداى چې سړى ووايي دوى ټوپکوال،جنايتکاران او د دې ولس پر وينو،حيثيت،شخصيت او حرمت لوبه کوونکي دي،که لږ سړى له ننګرهاره سر رابهر او په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازو ته پام وکړي نو وبه وايي چې دا ښاغلي خو سل په سلو کې دې څوکيو ته لا څه چې تر دې برو څوکيو ته کانديداى شي ځکه د حضرت علي په شان د يوه پياوړي ټوپکوال ورته ولسي جرګې ته هغه هم د ننګرهار د خلکو په رايو سړى بېخي اريان کړي او وايي به چې دا اوسني ښاغلي خو هغومره جنايتکاره،وطن پلورونکي او سپک خلک نه وي لکه هغه ښاغلى!!!
لږ که سړى په دې هم وغږيږي چې دا ښاغلي   دې څوکۍ ګټلو ته نه خو نيولو ته ولې لېواله دي؟څرګند ځواب يې زما په اند د واکمنۍ ولايتي شورا د غړو له لورې د ولس پر سر له ولايتي ادارې سره سوداوې،د لوکسو کورونو او ډېرو شتمنيو څښتن کېدل او.....دي.
دې ټکيو ته په پام سره زما په اند لسګونه ټوپکوال ،نالوستي،او ځان غوښتونکي ښاغلي د دې لېواله شوي چې د ننګرهار د ولايتي شورا د غړيتوب اخېستو هڅې ته پايڅې بډوهي.
يوه بله خبره چې دا ښاغلي څنګه د دومره بدنوميو له لرلو سره،سره خپلو بريو ته لېواله او هيله من دي دا ده چې د ټاکنو پر رايو تر دا اوسمهاله څوک دومره حساب نه کوي،ډېرى ښاغلي چې دې څوکۍ ته کانديدان شوي په شخصي بنډارونو کې يې يا د ټاکنو کمېسون د يوه چارواکي،يا يوه دولتي چارواکي او يا هم د ولسمشرۍ د يوه کانديد نوم اخېستى او ښه په ډاډه زړه يې ويلي چې له هغه او دغه ښاغلي سره د اړيکو په مټ کړاى شي په پټو سترګو سره دا څوکۍ خپله کړي!
نور نو خپلې خبرې نه اوږدوم د وروستۍ خبرې په توګه يو ځل بيا د دې ليکنې له لارې له نورو هېوادوالو سره د ننګرهاريانو خوارانو دا اندېښنه شريکوم چې موږ خپل ولايت کې يو ځل بيا د تېر ځل په شان د ولايتي شورا څښتن کېدونکي يو او سر له اوسه وايو چې که دا جنايتکار ښاغلي مو د ولايتي شورا د غړيتوب د څوکۍ لرونکي شي نو دا ټاکنې به هېڅ ډول،شفافيت،کره والى او بې طرفۍ کې ترسره شوې نه وي همدا شان د ټاکنو تش په نوم خپلواک او بې واکه کمېسون ته غږ کوم چې د خپلواکۍ او نا پېيلتوب دعوې لرئ نو همدا شېبه د ننګرهار ټاکنيزو کمپاينونو کې د روان ناورين او بې عدالتيو مخه ونيسئ.
د ناعدالتيو او ناقانونيو د پاى په هيله
چټک غبرګون___ننګرهار