دهیوادنو کورنیو وسله والو شخړو  ته  لنډه کتنه

 
    نړیوال بشرپالنه  حقوق «international humanitarian law»  هغه نړیوال منل شوی  اصول ومقرارات دي، چې   په شخړه کی د دواړو ښکیلو خواوو اړیکی عیاروي.  دیادونی وړ دی  چې نړیوال بشر پالنی حقوق او حقوق النسان پرته له دېچې دوی شریکه اهداف لری،دیوبل سره توپیر هم لری په دی معنا چې حقوق النسان د صلح وسوکالۍ  او نړیوال بشر پالنه حقوق د جګړی په وخت کښی اعتبار لری  او د  نړیوال حقوق ( بین المللی حقوق)  دوه مهمی برخی ګنل کیږی.
      غیر نړیوالی جګړی  (کورنی شخړی)  په اوسنیو شرایطو کښی  مخ په زیاتوالی دی،په دی دلیل  دنړیوالو اړیکو څیړونکی او حقوق پوهان کورنیو شخړو ته  خاصه پاملرنه  راګرځولې ده. دا ځکه چې نامتو حقوق دان« Fedor Fedorovich Martens » ف.ف. مارتنس   ویلی ؤ چې «دهیوادونو کورنی شخړی  دنورو  شخړو څخه ځانوره،  دمصیبت او رنجو څخه ډکه شخړی دی  اوبشریت  ته یی ډیر زیات رنجونی او زیان رسولی دی»۱،مصداق د دغی ادعا ،  په افغانستان کښی جګړه  او همدا رنګه دنړۍ په نورو ځایونو کښی لکه ( الجزایر،لبنان،سومالیا،عراق، سوریه،لیبی او اوکراین کښی د یاد شوی حقوق دان خبری   تصدیق کوی.
   په  نړیوال بشر پالنی حقوق کښی تراوسه پوری کوم  مشخص وړاندیز  د کورنیو شخړو د تعریف په هکله چا ندی لیکلی ولی په دی موضوع باند قیاس شبه تعریفونه  وړاندی شوی دی، اما غوڅ ډیر حقوق دانان او همدا رنګه  د۱۹۷۷ کال  د ژینو څلورو کنوانسیونو   ۱۹۴۹  ته  الحاق شوی پرتوکول، دغه ډول شخړی، د غیر نړیوالو وسله والو شخړو « non international military conflict»  په نامه یاده وی.
    نړیوال بشرپالنه حقوق «international humanitarian law» کورنی  شخړی په  دوه ډوله لکه نړیلوالی  وسله والی  شخړی او غیرنړیوالی وسله والی شخړی ویش کړی دی .بحث او توضیحات د نړیوال بشرپالنی حقوق په هکله خورا زیات وږد دی ،زه تش غواړم ډیر په چڼ  شوی  ډول سره  د غیرنړیوال وسله والو شخړو ( کورنیو شخړو)  ته نظر وړاندی کړم:
       ځنی روسی څیړونکی لکه ( ی.پ.بلیشنکو،ی.ن.ارڅیباسوف، س.ا. ایگورف  او  م.مباتنا)  دهیوادنو کورنی وسله واله شخړی د «کورنی شخړی-  Civil War»   سره په یو ردیف کښی برابره څیړندوی  وی .۲
    امریکایی حقوق دان چالز هاید د مترادفو کلماتو څخه لکه پاڅون اویا شورش څخه د کورنیو شخړو په بدل کښی ځنی کار اخلی .د نوموړی  په اند،« پاڅون په یو هیوادکښی داس حالت ته وایی چه په هغه کښی  وسله وال خلک دخپل ظالم حکومت او یا دکوم خاص حکومتی مقامات پرضد او په منظور  راپورته کیږی او په نتیجه کښی د حکومت نظامی قوتونو  او دغیرقانونی وسله وال ډلو  ترمنځ کورنی شخړه رامنځ ته  کیږی»۳ اودا ډول دوامداره نښتی چې دیوهیواد دننه  په خاوره کښی پیښیږی ، ځنی  حقوق دانان  د غیرنړیوالو جګړو  په نامه یاده وی.
     دهیوادوکورنیو شخړو اساسی خصوصیات چې دنړیوالو جګړو څخه فرق لری په لاندی ډول توضیح کولای شو:
۱.کورنی شخړی د خپل واک هیواد د ننه په خاوره کښی منځ ته راځی او دهغه دخاوری څخه بهر ته نه ځی؛
۲.دجګړی ګډونکی لی یوخوا حکومت اودهغه نظامی پوځونه  اودبل خوا غیرقانونی مسلح ډلی شاملی دی اویا کله چې مرکزی حکومت ضعیف وی د و غیرقانونی واسله والو ډلو ترمنځ نښتی،
۳.واسله مخالفه ډلی  باید نظامی ځواکمنی چې   دیو مرکزی اداری څخه  رهبری کیږی  حد اقل دیو کال او یا زیات وخت لپاره  د جکړه بولو پیاوړتیا ولری.۴
      د پورتنی ملاحظاتو   په پام نیولو سره کولای شو د کورنیو شخړو په هکله  یو داسی تعریف وټاکو:  
      کورنی شخړه د نړیوال حقوق وګړی  ننه  په خاوره کښی  دحکومتی پوځونو او مسلح اپوزسیون ترمنځ په مختلفو دلایلو لکه: سیاسی، اقتصادی،اجتماعی. نژدای اومذهبی رامنځ ته کیږی  اویا د دولت  د نه پیاوړتیاو  لی امله  د مختلفو واسله والو غیرقانوی ډلو ترمنځ نه شلیدونکی دوامداره  نښتو ته  هم  کورنی شخړی ویلی شو، دبیلگی  په ټوګه  په افغانستان کښی دکورنی شخړو پیلول  وروسته لی  دجمهوری دموکراتیک نظام نسکوریدو  څخه ( ۱۳۷۱ تر   ۱۳۷۵لمریزکال) ( ۱۹۹۲-۱۹۹۶م). پردی پاسه  دکورنیو شخړه  اساسی خصوصیات قومی بی اتفاقی او دزور څخه د هغه د حل لپار کار اخستل دی.
       دکورنیو شخړو اساسی عوامل:  قومی بی اتفاقی،د دریم ګړی هیوادونو  لاس وهنه،دحکومت نه پیاوړتیا،حقوق النسان ته درناوی نه کول، په سیاسی او اجتماعی برخوکښی بی عدالتی ،د دولتی واکمنانو لخوا دخپلو وگړو پر ضد  خطرناک جرایم ترسره کول  او په سیاسی اواجتماعی برخو کښی قومی تعادل نه رعایت کول په ګوته کولی شو.
      لکه څرنګه چې پوهیږی په اوسنی شرایطو کښی دکورنیو شخړو اساسی عامل د دریمو هیوادنو دبل په لاس په بله خاوره کښی   دخپلو ګتو په مقصد جګړه کول دی اودا ډول جګړه هرورځ پراختیا مومی . د بل په لاس  جګړی کولو نښی په واضح ډول دسوریه اویمن په جګړو کښی په واضح ډول لیدلی شو او دغه ډول جګړه ته په ادبیاتو کښی په انګریزی ژبه  proxy war)  )  چه په هغه کښی اصلی ګدونکی  په بل هیواد کښی دنورو ډلو غیرقانونی نظامی او مالی مرستو په چمتوکولو  سره جګړه ته ادامه ورکوی، ترڅو سیاسی واک ترلاسه کړی. باید اویل شی چه په دغه ډول پروکسی  جګړو کښی  ملی روغه جوړه په دی دلیل چې د جګړه ښکیل خوا  بلخاصه غیرقانوی واسله واله ډلی  د مخامخ خبرو اترو څخه ډده کوی اویاد مخامخ  خبرواترو  واک نه لری ، په دی لحاظ کورنی شخړو ته د پای ټکی یښودل خورا زیات مشکل کار دی.
بسم الله منګل  د مسکو دبهرنیو اړیکو پوهنتون څیړونکی.
ماخذ:
[1].Мартенс Ф.Ф. Современное международное право цивилизованных народов. Т.1. СПб, 1898.
[2].Блищенко И.П. Немеждународный вооруженный конфликт и международное право // Советское государство и право. 1973. № 11.
[3].Алешин В.В. Международное право вооруженных конфликтов. — М.
[4]. Давид Э. Принципы права вооруженных конфликтов. — М: МККК, 2000.