د خوست دوديز خواړه

بسم الله الرحمن الرحيم
 
 د خوست دودیز خواړه نه یوازې په لویه پکتیا کې مشهور دي بلکي په ټول افغانستان او کوزه پښتونخوا کې شهرت لري او خلک یې پخوي. د خوست په دودیزو خوړو کې تر ټولو مشهور یې د میو وریژې یا غټې وریژې چې د نورو ولایاتو خلک یې ډنډکی بولي، له پوره خونده ډک او په خوست کې ترټولو زیات قدرمن خواړه بلل کیږي.
 
په مخکنیو وختونو کې به چې هر کله د یو خوستوال کور ته کوم  قدرمن مېلمه راغی نو د میو وریژې به یې ورته پخولې  چې تر اوسه هم دا دود پاتې دی.  همدا شان د میو وریژې په خوست کې د اخترونو په شپو او ورځو کې هم د پخولو دود لري، چې د اختر په لومړی، دوهمه او دریمه ورځ یې خلک په خوست کې پخوي.
 د میو وریژو ته لومړی مۍ په اوبو کې خوټوي، چې هغه کله ښې نرمې شي نو بیا وریژې وراچوي د یو څه وخت لپاره یې په اور ږدي کله چې پخې شي نو بیا یې له نغري څخه راکوزوي چې یو ډول سریښناکه غوندې  ماده وي او بیا یې په منجمه (لګن) کې اچوي، له هغې وروسته بیا زیړ غوړي ورته سره کوي او له هغې مخکې یې کورت یا مستې ورته تیارې کړي وي نو غوړي چې ښه ګرم شي بیا کونډول ورته جوړوي او په کونډوله کې ورته ښوزۍ  جوړه کړي یاده دې وي چې ښوزۍ یو ډول دایروي شکل لري چې د کورتو او غوړیو لپاره د وریجو په مینځ کې  ژوره جوړیږي او بیا وروسته کورت او غوړي پرې  اچوي.
یاد خواړه په  ډله ییز ډول خوړل کیږي یعنې له دریو څخه نیولي تر اوو نفرو پورې په کونډول باندې کېني او په ګډه یې سره خوري نو کله چې په خوزۍ کې غوړي کم یا ختم شي نو بیا  کوربه  نور پرې ورواچوي چې په دې اړه په خوست کې ډېر متلونه هم شوي دي. په پخوا وختونو کې به خلکو د میو وریژې په ودونو او خیراتونو کې هم پخولې خو اوس یاد دود تر ډېره له مینځه تللی دی ځکه چې ډېر ګران بیه تمامیږي.
شیدې غوړي: دغه خواړه هم د خوست له قدرمنو او مهمو خوړو له جملې څخه شمیرل کیږي، چې له پخوا وختونو څخه تر اوسه پورې په خوست کې رواج لري. نوموړي خواړه ډېر قوي خواړه دي چې د غوا د شیدو او د غوا له غوړيو څخه جوړيږي. له شیدو غوړیو څخه به پخوا د درملو پر ځای هم ګټه اخیستل کېده.
پخوا وختونو کې به چې کله چې یو څوک په جنګ کې ټپي شو، یا به یې کوم هډوکی مات شو نو شیدې غوړي به یې ورکول. شیدو غوړیو ته خوستوال لومړی ډوډۍ په یوه کاسه کې وړوي (ټوټې) کوي، بیا شیدې او غوړي ورته ګرموي او پرې اچوي یې.
روټه: روټه د خوست د پخوانیو خوړو څخه شمېرل کیږي، چې پخوا وختونو کې به خلکو د ډوډی په څېر ترې ګټه اخیستله، خو اوس یې د پخولو دود له مینځه تللی دی. روټه به یې د وربشو له اوړو څخه پخوله، لومړی به یې وربشې ټکولې تر هغې چې اوړه به ترې جوړ شول بیا به یې د اوړو په شان لمدول او وروسته به یې په تبی باندې وړې وړې څیکۍ یا ډوډی اچولې. نوموړي خواړه که څه هم چې کوم خاص خوند نه لري خو په مخکنیو وختونو کې به خلکو دغریبۍ او  مجبورۍ له وجې د سهار د چای سره یو ځای خوړله.