پرمختګ د زیار په بیه

 
وګړي د ګټورو کارونو ترسره کولو وړتیا لري. اړینه ده، چې تل د کار کولو فکر ولرو. که وتوانیدو چې په ټولنه کې ګټور ثابت شو؛ نو له دې حالته خوند اخیستی شو. کار څه شی دی او ولې کار کوو؟
هغه کړنه چې زیار او کوښښ ته اړتیا او مثبته پایله ولري کار بلل کېږي. کار کول ډېرې ګټې لري، چې دغه ګټې د انسانانو له بېلا بېلو ارزښتونو سره غښتلې اړیکې لري. د ارزښتونو پېژندل او لاسته راوړل یې د کار په کولو سره ترسره کیږي. کار کول مو په ټولنه کې ښاغلي او خوښ ساتي. کار کول مو يووالي او بریالیتوب ته رسوي. کار کول مو اقتصاد لوړوي، ځکه خو کار کوو.
د پرمختګ لپاره د سخت کار کولو ژمنتیا اړینه ده، ځکه چې پرته له سخت کاره پرمختګ نه کیږي. کار سره مینه د پرمختګ ضمانت کوي. هېڅ انسان او ملت د سخت کار له کولو پرته لوړو څوکو او حالت ته نه دی رسیدلی. که غواړو چې پرمختللی او بریالی ژوند وکړو نو اړینه ده، چې د سخت کار کولو زغم ومنو. د سخت کار کولو کلتور د بریالیتوب نښې دي. په اړه یې د پوهانو ځينې داسې څرګندونې شته:« که پياوړی ژوند غواړی، سخت کار کول یې لار نه؛ بلکې لویه اړتیا ده.»
« ژوند هغو ته انعام ورکوي، څوک چې سخت کار کوي» یا وايي « خوب لیدل کار نه کوي؛ ترڅو چې یې عملي پيل نه کړئ» او یا هم « د سخت کار کولو هېڅ بدیل نشته؛ پرته له سخت کاره».
نن د نړۍ روغتیایي پرمختګونه تر دې کچې رسیدلي، چې د انسانانو د یو د بل غړي سره کوشیروي. د ټکنالوژۍ پر مټ داسې ماشیني ډوله سړي (Robots) جوړیږي، چې پرته له انسانه سپوږمکۍ ته د ځانګړي دوه کلن ماموریت (Mission) لپاره لیږل کیږي. ماموریت د پلان مطابق بشپړوي او راپور یې له ځانه سره راټولوي. یادونه کوو، چې د یاد ماشین دنده د ارزښتونو په تړاو څېړنې کول وي. نو دې ته ورته ټول پرمختګونه د سخت زیار ایستلو په پایله کې راتللی شي.
هېڅ انسان او ټولنه د ناوړه حالتو څخه تر پياوړي حالتو پورې نه شي ناکامېدای، هرو مرو به د سخت کارکولو په پایله کې د بریالیتوب پړاو ته رسیږي. مه ناهیلي کیږي همدا شېبه مو خپل سخت کار او زیار پيل کړئ، ترڅو لوړې هیلې دې خپلې شي.
که فکر وشي، په هره ټولنه کې بریالي او پرمختللي وګړي د سخت کار کولو ریاضت کوي. دا په یاد لرل اړین دي، چې د لوړو خیالاتو او خوبونو ریښتیا کول د سخت کار کولو له پيل سره تړلي دي.
تر هر څه د وړاندې پر دې باور په کار دی چې د سخت کار کولو نیت مو د بریالیتوب پړاو ته په داسې حل کې رسولی شي؛ که څه هم چې هېڅ ډول امکانات په لاس ونه لرو.
که يوه ټولنه یا ملت د سولې نشتوالی، د بیان ازادۍ نشتوالی، د برېښنا او سړکونو نشتوالی، بشري حقونو ته بې احترامي او تر پښو لاندې کولو، د فقر شتون، د بهرنیو هیوادونو لاس وهنې، د نشه يي توکو زیات استعمال، خراب انتخابات، بې عدالتي، بې کیفیته زده کړې، قومي تعصبات، اداري فساد، د جرمونو شتون، بېسوادي، د کرنې دودیزه بڼه، د څښاک اوبو نه شتون، بېکاري، لوړې بیې، د ژوند ټيټ معیارونه، د روغیتايي خدمتونو نه شتون او د کافي بیا رغونې له نشتوالي سره مخامخ وي؛ بیا هم د یادو ستونزو د حل لاره یوازې او یوازې سخت کار کول او لوی زیار ایستل دي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.