حب الوطن، کار ي وړتیا او که  سمت پالنه؟

 
په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د پېښې وروسته په نړۍ کې بیا په ځانګړي ډول په افغانستان کې  یو لړ بدلونونه رامینځ ته شول. د ملګرو ملتونو په وړاندیز دملګرو ملتونو د امنیت شورا په چوکاټ کې هېواد ته نړیوال ځواکونه راولیږل شول څو په افغانستان کې د امنیت ، سولې او ثبات او د ټولو افغانانو لپاره داسې یو نظام رامینځ ته کړي چې  په هره برخه کې یې تعادل ساتلی وي او هر وګړی وکولای شي چې  د ولسواکۍ تر سیوري لاندې  د خپل مسلم حق  چې  د سولې او امن په فضا کې ژوند دی  او د هېواد د نافظه قوانینو په رڼاکې کې  تجارت او یا هم هر هغه فعالیت چې کولای شي د خپلې کورنۍ عادي ژوند په مخ بوځي، ترسره کړي. هېواد ته نړیواله ټولنه راغله. د نظام بنسټ کېښودل شو،  دری واړه قواوې رامنّځ ته شوې، د امنیتي ځواکونود روزنې او تجهیز لپاره چوکاټ جوړ شو، د ولسمشرۍ او پارلمان لپاره دوه  ځلې ټول ټاکنې ترسره شوې خو که رالنډه یې کړو، د نظام د جوړیدو لپاره مو بنسټ کېښودل شو. د حامد کرزي په مشرۍ او د ځینو نړیوالو په غوښتنه اوطرح باندې په نظام کې د افغانانو استخدام  ددې په ځای چې حب الوطن، کاري وړتیا او تجربه په نظر کې ونیول شي، د اټکل شوې سلنې، ولایت او بیا په وروستیو کې د سمت  پالنې په بنیاد ترسره کیده.  د هېواد لپاره انکشافي او مصرفي بودیجه هم د لومړی، دوهمې او دریمې کچې  ولایتونه په انډول ورکول  کیده، هغه ولایتونه چې  ټوپکسالاران په کې  ډیر  فعال ول او کولای یې شول چې خپل ګواښ د کرزي تر غوږو وروسوي، هروخت د لومړی درجه ولایتونو په نوملړ کې  شامل ول. همدارنګه ملي پریکړې هم  د ادارې د طرزالعمل په نظر کې نیولو پرځای په عنعنوي  او په نظام کې د زور لرونکو د زور د سلنې  په پام کې نیولو سره د هغوی د مشورو تر اغیز لاندې راتللې. په داسې وخت کې چې فساد هم   تر وروستۍکچې  رسېدلای وي، په نظام کې  ټول استخدام په سمتي او د ټوپکسلارانو له لوري  په نظام باندې د زور په تناسب سره ترسره شوی وي، طبیعي ده چې ملت مو  د یوه مسلکي او ملی فکر لرونکي چارواکي په ځای د سمت او اړیکو پلوی کوي.  په یوه ملت کې یوازې د ملت په کچه نشلستي ګټوره  ده نه  په یوه ملت کې د قومونو په کچه.  د قوم په کچه نشلستي د تبعیض او کرکې سبب کیږي چې پایله یې کرکه، بیلتون او د نظام او خلکو ترمنځ  د فاصلې او همدارنګه  د کاري وړتیا او  حب الوطن ، او سپیڅلتیا په ځای  سمت او روابطو ته لومړیتوب ورکول کیږي چې په پایله کې په نظام  کې غیر مسلکي ، فاسد او معتصب چارواکو شتون ډیریږي چې دا په خپل وخت سره کولی  شي چې هېواد مو د بدبختۍ په لوري بوځي.  په ټولنیزه رسنیو کې وینم چې ډیری ځوانان په حکومت او دولت کې د چارواکو د کاري وړتیا، نظام او هېواد ته د سپیڅلتیا په ځای  د سمت، ژبې او د ولایت د حق نعارې وهي.  ښه خو داسې وه چې د هېواد په کچه وړتیاوې لټول شوې وای او د یوې شفافه پروسې  له تیریدا وروسته یې په حکومت کې  په اړینو چوکیو ګومارلي وای. زه خو چې اوس هم د اځینې  پریکړې ګورم، ملت مو نور هم توکم پالنې ته رابولي او هڅوي.  هیله ده چې  نور مو ا د ملت له سپیڅلو احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته نه شي او د خاورو او لوټو په مینځ کې  راڅرګند شوی لعل پریږدي چې دا ملت ته په ډاډه زړه کار وکړي.