د چین  لوی تاریخی دیوال

 
د چین د لوی دیوال تاریخ  له میلاده مخکی  له پنځمی تر اتمی  پيړۍ پوری رسیږی چی د شمال له لوری دپرتو ملیتونوله هغو جملی نه د مغولو  د حملو د مخنیوی  په مقابل کی جوړ شوی. دا دیوال  د اور لپاره برجونه  لری  چی دخبررسولو لپاره  ورڅخه کار خیستل کیده او ورڅیرمه کلاګانی  چی د دښمنانو  اطلاعات به یی حاصلول. د دی دیوالو کار د هغه وخت امپراطور  چین شی هوان په واسطه  له میلاده مخکی  تر 221  کال پوری تکمیل شو.
په هغه وخت کی د چین  د دیوال اوږدوالی  5000 کیلومترو پوری رسیده چی وروسته د خان د سلسلی امپراطورانو په دوره کی  د پورته یادشوی دیوال اوږدوالی  لسو زرو کیلومترو پوری  اوږد شو. له هغه وروسته د دی دیوال اوږدوالی  50 زرو کیلومترو پوری ورسید چی  د مځکی په شاوخوا  د ګرځیدو سره معادل دی.

تصویر: د چین لوی دیوال  په 1907 میلادی کال کی
کوم دیوال  چی اوس  موجود دی  د 1368 -1644 زیږدیزو کلونو په منځ کی د چینیانو د مینګ سلسلی  په وخت کی جوړ شوی دی چی اوږدوالی یی  7300 کیلومترو پوری رسیږی او د چین  9 ولایتونو منځ کی پروت دی . دا دیوال په ډیر مهارت سره جوړ شوی دی  چی غر او دیوالونه یو بل سره پیوند موندلی دی او په هغه وخت کی دښمن په هیڅ صورت کی له دیواله د باندی خوانه  منځ خواته نفوذ نشو کولی.  دیوال معمولا له خښتو او مستطیل شکلو تیږو  نه جوړ شوی  .  د دیوال په منځ کی  خاوری او شګی اچول شوی دی او لوړوالی یی10 مترو پوری رسیږی . د دیوال بر یا عرض  باندی څلور آسونه غبرګ تیریدلای شی په ځینو ځایونو کی د دیوال بر  4-5 مترو پوری رسیږی د سلاح او غلو رسولو لپاره  د یوال  داخل کی  زینی پورته شوی دی او د سرتیرو لپاره  کوټی ، سلاح کوټونه او  د غلو ګدامونه  او د دښمن په  باب  د خبر رسولو  برجونه  هم ورته جوړ شوی دی .  البته د دی دیوالونو  مقاومت په اوس وخت کی د دښمن  د مخنیوی لپاره  له منځه تللی خو خپل تاریخی ، معماری  او توریستی ارزښت یی ساتلی دی.  د دی دیوالونو جوړښت ځانته ابهت او خپل عظمت لری. چی دغرونو ترمنځ لکه  یو ژوندی ښامار کوږ وږ غزیدلی دی او یوه زړه وړونکی صحنه یی ترسیم کړیده .
چینایان وایی : « هغوی  چی د چین  دیوال ته نه دی ختلی  ، هغوی اتلان نه دی .»
 د چینایانو یو پاچا هم خپل هدف ته ونه رسید  ، ځکه چی په ډیرو ځایونو کی  دیوال شکست  کړی او مغولانو پر دوی حملی کولی.
هرکال  زرګونه ګرځندویان  یا توریستان  او د نړۍ مشران  د دی دیوال لیدلو ته ورځی . چینایان  د خپلو نیکونو په دی تاریخی یادګار باندی ویاړی . د دی دیوال ځینی برخی ډیری ښی ساتل شوی دی له هغی جملی  نه د « بادلینګ » دیوال چی بیجینګ ته نژدی ولاړ دی  د « سی  ما تای » دیوال او  د « موتیان یو  » دیوال  چی د چین د دیوال ختیزه برخه ده  او لومړنی دروازه نومیږی.  د « جایوګوان » دروازه  د دیوال په لویدیزه برخه کی موقعیت  لری   چی د ګرځندویانو لپاره ډیره په زړه پوری دی او هر وخت له دی برخو نه لیدنه کوی.
د چین دیوال   په پخوا وختونو کی  د میلیونونو چینایانو رنج ، زحمت او هوښیاری تجسم کوی چی  د زرګونو کلونو په تیریدو لا له منځه ندی تللی او خپل  زړه وړونکی ښایست  یی ساتلی دی. په 1987 میلادی کال کی  د چین دیوال   دنړیوال فرهنګی میراث په جمله کی ثبت او د  « چین  د ملت سمبول » په حیث وپيژندل شو.

له سپوږمکی نه د چین  د دیوال یو اخیستل شوی  تصویر.