نړۍ په هیڅ سهامي یا ګډ شرکت کې دومره نه همغږي، خپل سري، قدرت غوښتنه او په ټوله کې انارشیزم شتون نه لري لکه چې د افغانستان په سهامي ملي یووالي شرکت کې شتون لري. هغه تېره ورځ د ملي یووالي د سهامي شرکت یو برخه وال د افغانستان دپانګه اچوونې یا (آیسا) ادارې لپاره درې مرستیالان ور و پېژندل اما دوه نیمه ساعته وروسته بل برخه وال درې واړه منفک کړل او درې واړه یي د ټوپک په زور له یادې ادارې څخه وویستل حال داچې دا درې مرستیالان هم له لسګونو غیر مسولو وسله والو ډلو سره راغلل او په څوکیو په زور کیناستل، ته به وایي چې دا څوکۍ دوی اخیستي او یا دوی ته په میراث پاتې دي یا هم چور او چپاول اعلان شوی، دې ته وایي بې عزتي، بې احترامي، بې شرمي، بې حیايي نا همغږي، خپل سري، قدرت غوښتنه ،په واک شخړه، ګډوډې او په ټوله کې انارشیزم.
دې ته ورته کله چې یاد سهامي ملي یووالي شرکت په کار پیل کړې اصلآ د لومړۍ ورځې څخه ددغه ګډ شرکت د اوو برخه والو تر منځ دڅوکیو، پیسو او واک د ویش په سر اختلاف او نه همغږي شتون درلود او تراوسه پورې شتون لري، تاسو ولیدل چې ددې شرکت یو برخه وال بیګاه د دفاع وزیر وټاکه اما ددې شرکت بل برخه وال خپل غږ پورته کړه چې زه يي نه منم !!!!
او له دندۍ ګوښه شو همداسې دغه شرکت د ټاکنود کمیسیون د اصلاح لپاره مشره وټاکله اما بیا څو ورځې وروسته بل په خپل سر باندې له دندۍ ګوښه کړه، اول خو سړی لویه اشتباه او خطا کوي چې خپل غرور، حیثیت، عزت، ابرو او خپل هر څه له خاورو سره لاهو کوي او دې ته حاضر شي چې له دغه شرکت سره کار وکړي ځکه دغه شرکت مونږ ولید چې د انسانانو له غرور ، عزت او حیثیت سره یي لوبې وکړې او لوبې کوي دا څه مانا لري چې بیګاه یو کس په دنده وګماره او بیا سهار وختي یي له دندې ګوښه کړه، نوي چارواکې اداراتو ته وروپیژنه اما څو ساعته وروسته یي له دندې ګوښه کړه. لومړی په خپلو کې جوړ راشې او په یو کس دعا وکړې او بیا یي اداراتو ته وروپيژنۍ، لومړی پخواني کسان له دندو ګوښه او بیا نوي کسان چې ستاسو ټولوبرخه والو خوښه په کې وي اداراتو ته وروپيژنۍ، که چیرې غواړې ستاسو ګډ شرکت په همدغه انارشیکه فضا کې دوام وکړي نو همغږۍ ولرۍ، سالم مدیریت رامنځ ته کړۍ، په تخصص او تجربې ټینګار وکړۍ،په تعهد او زړه سوي ټینګار وکړۍ، په رڼا ورځ په اداراتو باندي د ټوپک په زور مه ننوځۍ او څوکۍ مه اشغالوۍ او حد اقل ددغه ګډ شرکت سیاسي تفاهم لیک ته احترام وکړۍ د یو بل امضا ومنۍ او احترام ورته وکړۍ، کله چې یو څوک په دنده ګمارۍ نو یو بل خبر کړۍ، د هغه کسانو په عزت، غرور، ابرو او حثییت لوبې مه کوۍ کوم چې غواړي په دغسې حالاتو کې له تاسو سره کار وکړي، او که چیرې داسې ونه کړۍ نو ستاسو ګډ شرکت به هم لکه د لبنان او سویلي سوډان ګډ شرکتونو غوندې د یو کال نه زیات دوام ونه کړي او ټغر به يي ټول شي.