
د بريالى الكوزى ليكنه
څه موده مخكې مې تيليفون ته يو مسيج يا پيغام راغى، كه څه هم چې د مخابراتي كمپنيو وړيا مسيجونو لوستلو ته وخت نه لرم، خو د نا اشنا سرټكوپه ليدو مې په لوستلو پيل وكړ. په پيغام كې ليكل شوي و چې زموږ پو ښتنوته ځواب ووايي او يو ميليون وړيا كريډيټ وګټۍ. د مسيج له لوستو وروسته مې دروشن مخابراتي كمپنۍ شبكې 235 شمېرې ته زنګ وواهه، ما وې كه بخت مې بېدار شي نوڅه موده به د كريډيټ كارت له اخيستلو نه بې غمه شم. خو كاش چې له سره مې زنګ نه واى وهلى.
مخابراتي كمپنۍرخ شوه، تر لنډې لارښونې ورورسته يې لمړۍ پوښتنه رانه وكړه چې د افغانستان پخوانۍ پلازمينه څه نومېږي؟
بې له ځنده مې ورته وويل چې كندهار.
له لږ ځنډ وروسته يې راته وويل چې ځواب مو سم دى. بله پوښتنه يې وكړه، چې د افغانستان لومړنۍ او رسمي ژبه كومه يوه ده؟ ما ورته له واره وويل چې پښتو. خو كمپنۍ راته وويل چې ستاسو ځواب سم نه دى، د افغانستان رسمي ژبه پاړسي ده. له دې ځواب سره مې سخت ټكان وخوړ، خو هېڅ مې هم نه شواى كولى ،ځكه چې كمپيوټرځواب راكاو. زه لا په سوچونو كې تللى وم چې بله پوښتنه يې رانه وكړه، چې پېښور د كوم هېواد ښار دى؟ خو دا ځل مخكې له ځواب وركولو نه پوه شوم چې ددوئ موخه څه ده. په څلور ځوابه سوالو كې مې افغانستان انتخاب كړ، چې پېښور د افغانستان سيمه ده. خو زما وړاندوېنه سمه شوه. هغوى راته وويل چې ځواب دې غلط دى، پېښور دپاكستان سيمه ده. حوصله پاى ته ورسېده، تيليفون مې بند كړ، قلم مې راواخسيت او دا څو ټكي مې ځكه وليكل چې د مخابراتو ښاغلى بې خبره وزير صاحب چې ددې پوست لپاره يې ان په جنرالانو هم اټڼونه وكړل او رسنيو ورباندې ښې ملنډې ووهلې خبر شي. خو اوس د ولسي جرګي هغه پرېكړه راته سمه ښكاره شوه چې رايې نه وې وركړې .
د مصلحت حكومت همداسۍ وي، چې د هوټل شاګردان زموږ د هېواد واګي په لاس كۍ اخلي. خو هيڅوك هم نشته چې د روشن مردارې او شر اچونكې كمپنې نه وپوښتي چې ته په كوم حق اوپه كوم صلاحيت وايي چې د افغانستان لمړۍ ژبه درى ده اوته څوك يې چې پېښـورپاكستان ته وركوې. خو څوك نشته او كه شته نو خرڅ شوي او پاړسو شوي دي .پښتون چې غريب او بې كاره وي پښتو وايي، خو كله چې مقام ته ورسيږي بيا پاړسو وايي او پاړسي وان شي. چې انتخابات پيل شي پټكۍ وتړي او پښتووايي، خو كله چې موخې ته ورسيږي بيا پاړسو. يوه بېلګه يې ښاغلى فاروق وردك صاحب دى، له هغې ورځې چې د پوهنې وزارت پرڅوكۍ ناست دى، د ثواب لپاره يې يوه ټكى پښتو نه ده ويلې. په يو خبري كنفرانس كې زما په شمول په لسګونو ژورنالستان ناست و، چې يوې ژورنالستې خورترې په پښتو ژبه يوه پوښتنه وكړه، خو ښاغلي وردك ورته به نېمګړې فارسي خبرې پيل كړې. چې دې وخت كې هغې ژورنالستې خور وته وويل چې ما ته په پښتو ژبه ځواب راكړه ځكه چې زما خپرونه په ښتو ده. له دې خبرې سره وزير صيب داسې په قهر شو لكه چا چې ورته ښکنځلې كړي وي. هغې خور ته يې ډېرې ترخې خبرې وكړې ويل يې تاسو نشنليستان تاسو متعصيبين.
بله بېلګه يې د مالې اوسنى وزيرښاغلى عمرزاخيل وال دى. له كومې ورځې نه چې په دې مباركه څوكۍ ناست دى ددې لپاره چې ناغه نه شي يو ټكى پښتو يې هم نه ده ويلې. په دفتركې ناست وم چې زاخيل وال په تلويزيون راښكاره شو اوپاړسو باندې يې خبرې پيل كړې. زما پاړسي ژبو همكارانو پرې ملنډې پيل كړې، چې پاړسي نه شې ويلى مه يې وايه، خپله ژبه باندې خبرې وكړه. له دې خبرې سره نيم په ځمكه ننوتم .عجيبه ده، يو وخت پاړوسو د ډوډۍ او دربار ژبه وه ځكه خو هر چا ويله او ځان به ورته مترقي ښكاريدۀ، حال دا چې اوس دا ژبه نه د ډوډۍ ژبه ده او نه هم د دربار. بيا نو ولې هر پښتون تاجك شي او وړياړې پرې هم. ايا داسې پاړسيوان تر اوسه تاسو ليدلى چې پښتو دې ووايي؟ داسې نه ده چې نه پوهيږي او يا يې نه شي زده كولى. نه، نه يې وايي او نه يې زده كوي. يو ځان شرموي بل ټول قام. لږ شرم پكار دى.