
ع.څرګند
پرون د دوشنبې ورځ د سرطان په ٢٢مه نيټه د کابل ښار له کارتې سخي څخه تر دهبوري پورې عامه سړک د ډاکټر عبدالله د کمپاين په ترځ کې د کابل ښاريانو پرمخ د څلورو ساعتونولپاره تړل شوى و. دغه ټاکنيز کمپاين د کابل پوهنتون د محصلينو لپاره چمتو شوى و،چې خپله ډاکټر عبدالله په کې ويناوې کولې. دغه غونډه ددې په ځاى چې د کابل پوهنتون په منځ کې جوړه شوې واى خو برعکس داسې نه و دا غونډه د کابل پوهنتون دروازې ته څيرمه د عامه سړک په مخ په ډيره عصري توګه ترتيب شوې وه،چې په سلګونه څوکۍ ورکې کيښودل شوې وې او ټول سړک يې په تجيرونو پوښلى وو او د اوبو د بوتلونو خو حساب نه وو،چې وروسته د دغو بوتلونو په پاکولو ښاروالي ستړې شوه.
ډاکتر عبدالله د خپل دغه ټاکنيز کمپاين په لړ کې د کرزي حکومت په بيلا بيلو تورونو محکوم کړ او د کرزي حکومت يې په بيلابيلو ناقانونه کړنو تورن کړ،په داسې حال کې چې خپله عبدالله په ناقانونه توکه د خپل کمپاين لپاره سړکونه بند کړي وو او خپل کمپاين کې يې خپل وسله وال زور نورو کانديدانو ته ښکاره کاوه. د ١٣٨٨ ټاکنيزو کمپاينونو څخه شاوخوا يو مياشت کيږي چې په پلازمينه کابل او د هيواد په نورو ولايتونو کې دوام لري،خوتر دې مهاله هيڅ يوه کانديد د خپل کمپاين په لړ کې عامه سړکونه نه دي بند کړي.
د يادونې وړ ده،چې د کارتې سخي او دهبوري سړک هغه لار ده چې په دې لار کې د فرانسويانو روغتون،اتاترک او علي اباد روغتونونه دي،ځکه نو پر دې سړک د ناروغانو رش ډير زيات وي. څه موده وړاندې د يوې مظاهرې په لړ کې چې دا سړک بند و يو ناروغ روغتون ته د نه رسيدو له امله په لاره خپل ژوند له لاسه ورکړ.پرون هم د ډاکټر عبدالله د کمپاين په ترڅ کې ددې لارې بندول کابل ښاريان له ډيرو ستونزو سره مخامخ کړي وو.