
وروسته له هغې چې ولسمشر غني د لوړې مراسم ترسره کړل، د افغانستان په بهرنۍ پاليسۍ کې يي ژور بدلونونه راوستل. امريکا چې د پخواني ولسمشر کرزي په وخت کې د ټولو ستونزو سرچېنه بلل کېدله د ولسمشر غني لخوا تقدير شوه او د تيرو او راتلونکو مرستو هرکلی يي وکړو. د پخواني ولسمشر برعکس ولسمشر غني امريکا کانګريس ته په ښکاره ډول وويل چې په سېمه کې مو ګټې سره شريکې دي او بايد دواړه هيوادونه د دغه ګټو د ترلاسه کولو لپاره ګډې هلې ځلې وکړې.
ولسمشر غني د ولسمشر کرزي برعکس د امريکا سره د هر راز اړېکو او په سېمه کې د ګډو پروژو ژمنه ورکړه، او افغانستان يي په سېمه کې د امريکا لپاره د نورو په پرتله د ستراتيژيکې ملګرتيا لپاره ريښتېني دوست ياد کړ.
همدارنګه، پاکستان دويم هغه هيواد و چې د ولسمشر کرزي په بهرنۍ پاليسۍ کې يې د افغانستان تر ټولو د سخت دوښمن ځای درلود، خو ولسمشر غني برعکس پاکستان ته ديو ښه همکار او ستراتيژيک ملګري په توګه زمېنه برابرول غواړي. ولسمشر غني هڅه کوي چې پاکستان سره يي اړېکې له ايډيال حالات څخه پر ځمکنيو حقايقو ولاړې وي. ولسمشر غني پاکستان سره د اړيکو لپاره د هندوستان او پاکستان اړېکې او همدارنګه د پاکستان او امريکا اړېکې د موډل په توګه کاروي چې په يو وخت کې دوست او دښمن وي چې په سياسي قاموس کې ورته (Freenemies) اړېکې وايي چې د نړيوالو اړيکو په معاصر تاريخ کې د پام وړ ځای لري او ډيرې ګټورې ثابتې شوي دي.
ولسمشر غني د افغانستان او سېمې لپاره جلا لېد لوری لري چې زيات پر همکاريو او اقتصادي پرمختګ راڅرخي. ولسمشر غني د حامد کرزي برعکس هڅه نه کوي چې په افغانستان کې د دوه سيالو هيوادونو ترمنځ سيالۍ ته لار هواره کړي او يو هيواد ته اجازه ورکړي چې د افغانستان خاوره د بل پرضد و کاروي او يا د دوه سيالو هيوادونو ترمنځ افغانستان د نيابتي جګړې په ډګر بدل کړي.
ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې په سېمه کې تحولات څاري او پوهيږي پرې، د پاکستان مجبوريتونو ترڅنګ يي خپل مجبوريتونه هم درک کړي دي. ولسمشر غني د افغانستان واک هغه مهال ترلاسه کړو چې بهرني ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت د ليږد پروسه بشپړه شوې وه او له افغانستان بهرني ځواکونه وتلي و او دجګړې قومانده افغان ځواکونو په لاس کې شوه. دوهم دا چې طالبان د امريکا دوستان شول، امريکا اعلان وکړو چې طالبان که پر دوی بريد ونه کړي نور د دوي دښمنانان نه دي او دريم د پريمانه پيسو کمښت و. ولسمشر غني بايد د خپلو ژمنو مطابق افغانستان ته امنيت او اقتصادي پرمختګ او د افغانانو پر دسترخوان ډوډۍ پيداکړی وايي. چې دا ټول پرته د پاکستان له همکارۍ ناممکن دي.
بل لور ته پاکستان هم په دې وروستيو کې د ډيرو ستونزو سره مخ شوی دی، چې زه يي يواځې دا وورستۍ سېمه ييزه ستونزه د بېلګې په توګه دلته وړاندې کولای شم. سعودي عربستان چې د پاکستان نږدې دوست او پاکستان يي په هر سخت حالاتو کې ملاتړ کړی و د يمن په جګړه کې د سخت انتخاب سره مخ شوی و. پاکستان چې له سعودې ډير پوروړی دی، بايد د ايران پرضد په دغه جګړه کې د سعودي ملاتړ کړی وی خو سېمه ييز مجبوريتونو اړ ویست چې خپل پخوانی دوست سعودي خفه کړي. پاکستان دا کار ځکه وکړو چې نه يي غوښتل د هندوستان، افغانستان د پولو ترڅنګ يي ايران سره هم پوله نا ارامه شي. او همدارنګه به ايران او هندوستان په کابل کې د يو داسې رژيم ملاتړی شي چې د اسلام اباد پرضد وي او يا به دواړه هيوادونه هڅه وکړي چې له افغانستان څخه د پاکستان لاسونه غوڅ کړي. د چابهار مساله او د منځنۍاسيا پراخه طبيعي زيرمو له نعمت څخه هم پاکستان محروميدلای شي، همدارنګه پاکستان ويره لري که د هند او ايران په دغه ايتلاف کې افغانستان هم ورګډ شي نو په پاکستان کې د شته نا امنيو د لمن د پراخيدو سبب کيدای شي ، نو ځکه خو د پاکستان هڅه دا ده چې په درې يادو هيوادونو کې يو يي په خپل څنګ کې ولري ، هند ممکن نه دی ، ايران سره ورته معامله نه کوي ځکه نورې سيمه ييزې او مذهبي ستونزې لري يوازې افغانستان دی چې دپاکستان پورتني مجبوريتونو کې ورسره مرسته کولای شي نو ځکه خو پاکستان د پخوا په پرتله زيات ليواله دي چې افغانستان ته امتيازات ورکړي.
دويم لامل يي چې پاکستان مجبوروي چې افغان دولت سره همکاري وکړي هغه په افغانستان کې د جګړې محتوا بدليدل دي، تحريک طالبان پاکستان د افغانستان په خاوره کې شتون د پاکستان پرضد د افغانانو لپاره ښه وسېله ده او د دغه وسېلې له ويرې پاکستان اړ شو چې خپل ځواکونه شمالي وزيرستان ته واستوي چې حد اقل خپل ځان خوندي کړي. همدارنګه سېمې ته د داعش په نوم نوي نړيوال وسله وال حرکت راتګ او په دغه حرکت کې د زيات شمير طالبانو ادغام پاکستان ته په نږدې راتلونکې کې سر درد جوړيدای شي .
دريم لامل: د طالبانو شخصي ګټې دي، چې کيدای شي د وخت په تيريدو يي تقاضاوې لوړې شي او پاکستان ونشي کړلای چې طالبان اړباسي چې د ولسمشر غني سره خبرو ته کيني. اسلام اباد سره دا ويره لا اوس هم شته چې دوی به ونشي کړای په افغانستان کې د طالبانو جګړې په ختمولو کې پريکنده او يا هغه شان رول ولوبوي چې افغانان او يا افغان حکومت يي توقع لري. ځکه په ډيرو مواردو کې اوس د طالبانو او پاکستان ګټې سره جلا شوي دي، که چيرې دپاکستان د هڅو باوجود بيا هم طالبان د افغان دولت سره سوله ونه کړي نو دا به پاکستان لپاره ډير بد خبر وي او پاکستان پاليسي جوړونکې له داسي حالت ډيره ويره لري.
د باور د رامنځ ته کولو هڅې!
دا چې پاکستان او افغانستان پر يو بل بې باوره دي، نو دواړه هيوادونو مشرانو هڅې پېل کړي چې د باور د رامنځ ته کولو په خاطر يو شمير قدمونه واخلي. پاکستان پر کوېټه شورا، حقاني نېټ ورک او يو شمير نورو وسله والو ډلو فشار راوړی چې جګړه و ځنډوي. که څه هم طالبانو د افغان دولت پرضد خپل پسرلني عمليات پيل کړي دي خو ولسمشر غني او اسلام اباد دومره زر د دغه جګړې د دختميدو تمه نه لري.
په مقابل کې افغان ولسمشر هندوستان سره خپلې اړېکې سړې کړي او د وسلو قرارداد يي و ځنډولو. پاکستان ته يي سرتيري د روزنې لپاره واستول. افغان ولسمشر هندوستان ته د خپل ځنډيدلي سفر په ترڅ کې په دغه هيواد کې هره کړنه داسې تر سره کوله چې د اسلام اباد غبرګون ونه پاروي .
هندوستان ته د ولسمشر غني سفر او هلته د پاکستان پر وړاندې محتاطانه رويه د دې لامل شوه چې افغانستان ته د پاکستاني چارواکو راتګ لړۍ له سره پيل شي او افغانستان ته د يو شمير امتيازاتو ورکولو ژمنې تازه کړي.