
د کال ۱۳۹۲ لمریز د ثور په ۲۱ نیټه قدرت د نواز شریف بیا رسیدو سره د افغانستان په ګاونډ کې د ده شتون د پام وړ دی.
دا چې نواز شریف دوه ځلې مخکې هم د پاکستان د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده ، خو په دریم ځل د لومړي وزیر په توګه یې ګمارل د ارزونې وړ ده او د افغانستان پروړاندې یې هم نوی سیاست پیل کړی دی.
که څه هم په تیرو څو کلنو کې افغانانو په وار وار په تیر پخواني ولسمشر حامد کرزي پوره شل ځلې د سولې په موخه پاکستان ته سفر وکړ څه یې ترلاسه نه کړل ، په ورته وخت کې د کال ۱۳۹۲ لمریز د جوزا په میاشت کې د کونړ ولایت پنځه ویشت زره اوسیدونکو نواز شریف ته یو لیک لیږلی وو چې پکې د پاکستان له لوري د اور بندیدو غوښتنه شوې وه.
خو نواز شریف د افغانستان په تاوتریخوالي کې څه ونډه لري ؟
آیا په سوله کې ونډه لرلی شي ؟
نواز شریف په کوم لوري روان دی ؟ د سولې یا جګړې ؟
دا دریم ځل دی چې نواز شریف د پاکستان د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کوي تر دې وړاندې له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۳ پورې او له ۱۹۹۶ څخه تر ۱۹۹۹ پورې یې په دې پُست کار کړی دی ، په لومړي ځل د پاکستان د ولسمشر غلام اسحاق خان لخوا له دندې ګوښه کړای شو او په دویم وار د پرویز مشرف لخوا پرې کودتا وشوه.
د نواز شریف د دواړه ځلي دندو ته په کتو سره په افغانستان کې وضعیت نا آرام او جګړې زور اخیستی وو ، پوښتنه دا ده چې آیا په هغه وخت کې نواز شریف د افغانستان لپاره کوم مثبت ګام پورته کړی وو ؟
د کال ۱۳۷۱ لمریز د ثور په تمه نیټه کله چې د حکومت واګي له ډاکټر نجیب الله څخه د هغه وخت مجاهدینو ته وسپارل شوې په سبا یې نواز شریف کابل ته راغی او د یوه ګاونډي هیواد په توګه یې د مجاهدینو له حکومت سره د همکارۍ ژمنه وکړه ، خو وروسته له دغې ژمنې په کابل کې اور خپل اوج ته ورسید او کورنۍ جګړې پیل شوې.
همدا شان د نواز شریف د واک په دویم پړاو کې طالبان رامنځ ته شول ، په دغه وخت کې په پاکستان تور وو چې په مستقیمه توګه د طالبانو ملاتړ کوي او په افغانستان کې جګړې ته لمن وهي ددغې خبرې د اثبات لپاره څه موده مخکې د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر دراني هم ویلي وو چې له طالبانو څخه یې ملاتړ کاوه.
په کال ۱۹۴۷ میلادي کې کله چې پاکستان رامنځ ته شو ورسره سم د افغانستان او پاکستان د دیورند پر کرښه لانجه پیدا شوه او تر اوسه دا ستونزه روانه ده ، په تیرو نږدې ۳۵ کلنو کې د پاکستان مخکې وړونکی ددغه هیواد د استخباراتو اداره بلل کیږي چې نه هم نواز شریف او نه هم بل څوک د افغانستان پروړاندې د سیاست د بدلولو توان لري.
دا چې په تیرو وختونو کې نواز شریف له اردو او په دغه هیواد کې مذهبي ډلو سره نږدې اړیکې لرلې په دننه افغانستان کې یې هم خلک ورته د شک په سترګه ګوری چې دی به ونشي کړای په افغانستان کې ثبات لپاره څه کار وکړی.
اوس چې د نواز شریف د قدرت دریم پړاو دی او افغانستان هم په حساسو شرایطو کې روان دی ،آیا کابل ته د نواز شریف راتګ به ګټور تمام شي ، آیا د افغانستان د ملي وحدت حکومت چې سوله یې په کاري لومړیتوبونو کې ده او پاکستان چې د افغانستان په بهرني سیاست کې تر ټولو مهم هیواد بلل کیږي کومه پایله به ترلاسه کړای شي ؟ دا هغه څه دي چې د وخت په تیریدو سره به روښانه شي.
لیکوال : وحیدالله فیضي