د انټرنیټ په وړاندې د کور د کمپیوتر خوندي کول

د انټرنیټ مسلمانول: (Web of protection)
افغانستان ته انټرنیټ راورسید، تقریباً اوس ورته هرلوستي لاس رسی لري، ډېری کسان یې مخالف هم دي؛ دلیل یې دا وي چې د مصؤنیت سرحد نه لري. 
اندېښنه یې پر ځای ده، که عقل او د الله ج رحم ونه اوسیږي، انسان تل د شیطان په دام کې ګېریږي.
لویان په هر حال هغوی به پوهیږي، د یو ځوان لپاره د هغه تقوی او تعقل کفایت کوي؛ خو فرض کړه په کور کې یو کوچنی ورور یا وراره لرې، ایا هغه باید انټرنیټ ونه کاروئ؟ 
ــ باید ویې کاروي، د انټرنیټ نه کارول به مو له نولسمې پېړۍ سره پخلا کړي، انټرنېټ د پرمختګ وسیله ده، خو انټرنېټ باید محفوظ شي، په انټرنېټ کارونه کې باید اسلامي حدود راژوندي کړو.
زه نن په تخنیکي ډول د انټرنېټ د مسلمانولو یوه مهمه طرېقه در ښایم.
ددې کار لپاره نورې لارې چارې هم شته خو یوازې یوه طریقه یې ډېره بریالۍ ده؛ په دې طریقه کې یوازې یو رایګان سافټ ویر ته اړتیا لري، انسټال یې کړي، رهنما ورکړئ، بس انټرنېټ به مو په اسلامي طریقه چلیږي. 
ددې طریقې د بریا راز داده چې د انسټالېدو، اېډېټ او غیرې فعالولو ټولو لپاره پاسورډ ته اړتیا لري، نو پاسورډ له کمپیوتره لیرې کړه مثلاً د کار دفتر یا بل ځای خیر او خلاص. 
****
د کار مراحل:
1. لاندې لینک کلیک کړئ، ساده فورم ډک کړي او د Request license تڼۍ کېکاږئ.
http://www1.k9webprotection.com/get-k9-web-protection-free
2- اوس مو ایمېل چېک کړئ، له ایمیله مو سافټ ویر راډونلوډ کړئ، برابره شوې License key هم درسره راکاپي کړئ.
3- د انسټال په مهال درکړئ شوې لیسنس کیلي او ستا د خوښې پاسورډ ورزیات کړه ـ (داسې پاسورډ ورکړه چې بیا درته په یاد نه شي، لکه عدودونه.... ، بیا یاد پاسورډ درسره کاپی کړه، او چېرته یې save هم کړه).
4- د انسټالیشن په مهال به مو کمپیوتر ریسټارټ شي، چې کله کمپیوټر دوباره خلاص شو، نو افیس بټن ته ورشئ، Web of protection تورې ولیکئ، وبه یې مومئ، کلیک یې کړئ.
5ـ سیده به مو Internet explorer ته بوزي، د Setting تڼئ کېکاږئ، پاسورډ مو ورکړئ او سافټ ویر ته د ننه شئ.
6- د کیلي یا Lock په مینو کلیک وکړئ.
7- په خالي ځای کې هغه ناکاره کلمات چې غواړئ بلاک یې کړې یو، یو ور زیات کړئ.
8- لست به پوره شي،لاندې Save کېکاږئ.
9- Sign out شه. 
10- مبارک شه، نور ستا دا انګرېزی کمپیوټر هم مسلمان شو.
یادګېرنه: اوس ورکړئ شوی پاسورډ داسې ځای وساتئ، چې هر وخت ورته لاس رسی ونه لرې. ساتل یې ځکه اړین دي چې ځینې وخت ښایي د اېډېټ اړتیا پیدا شي، مثلاً د کوم نوی سایټ د بندولو لپاره، یا You tube په اتوماتیک ډول څو دقیقې وروسته بندیږي، چون اړین سایټ ده، نو کولای شې په 
Allow this site, or allow this categories سره یې راخلاص کړې، که غواړې هغه هم بند کړې نو هر وخت یې کولی شئ خو پاسورډ باید ولرې. بس خلاص
ــ زما هیله داده چې نامشروع کړنې مو د پرمختګ مخه ونه نیسي او پرمختګ مو په نامشروع کړنو وانه اړوي. ومن الله التوفیق