مامور پنجي ته څنګه رايې ورکړو؟

عبدالهادي حيران
 
د کندوز ولايت، د قلعه ذال د ولسوالۍ په هغې ودانۍ کې چې کومه پخوانۍ فابريکه معلومېږي او د افغانستان د ټولو جګړو نښې يې په دېوالونو او کړکيو څرګندې دي، د تذکرو ورکولو په دفتر کې دروازې سره په يوه لرګينه تخته مونږ درې تنه ناست يو. مخامخ دېوال ته يوه د اوسپنې المارۍ ولاړه ده چې د دفتر يو کارکوونکی پکې د تذکرو او ځمکو تاريخچې لټوي. بېچاره په ليک لوست هم ښه نه پوهېږي او يخنۍ هم راخستی نو هر څه ترې خطا دي. المارۍ سره څنګ کې ښي لور ته يو مېز پروت دی چې شاته يې يو د ډاروونکې څېرې د ښه پاخه عمر سړی ناست دی ژر ژر څه ليکي. مونږ يې پر مخ هغه ټولې کرښې وينو چې ډار، ترهه، وحشت، غوسه، او کرکه پکې ځغلي راځغلي. د مېز مخې ته يو هلک په لاس کې څه کاغذونه نيولي او غلی ناست دی. له ډېر انتظار وروسته مخامخ سړي يو دم سر پورته کړ او د هلک نه يې په کريغه پوښتنه وکړه: “وايه کنه څه غواړې، داسې چوپ ناست يې لکه غولو ته!” ما سره څنګ کې ناست زمونږ د کلي ارباب او په المارۍ کې کاغذونه لټوونکي تن په ډق ډق وخندل. هلک په رپېدونکو لاسونو خپل کاغذونه ورمخکې کړل او غلي غوندې يې وويل: “تذکره.”
سړي په ټولو کاغذونو لکه د وږي کارغه تېز تېز نظر واچاوه، او بيا يې يوه کريغه وويسته: “د پلار تذکره دې راوړې؟" هلک څادر پر ځان ښه راکلک کړ، په رپېدونکو لاسونو يې د کاغذونو نه يوه پاڼه راوويسته او وروړاندې يې کړه: “دا ده صېب.” سړي تذکرې ته هيڅ ونه کاته، بله کريغه يې وويسته: “د ارباب صېب ټاپه کوم ده؟"
“ارباب صېب پېسې غواړي صېب!”
سړي د هغه کاغذونه ټول په مخ وروويشتل او کريغه يې کړه: “ځه ولاړ شه د ارباب صېب ټاپه راوړه.” هلک ولاړ نه شو، لکه څه چې يې ويل غوښتل، خو سړی ورپسې دا ځل راپاڅېد، هلک ته يې ديکه ورکړه او ورسره يې دا ځل يوه بله بېخي ناروا کريغه وويسته: “ووځه کنه د خره ځويه....” دا ځل کريغه دومره تېره او لړزوونکې وه چې د المارۍ ته ولاړ تن نه څه کتابچې او کتابونه لاندې راوغورځېدل. په ما يې هم ډېر بد اغېز وکړ. لاسونه مې په رېږدېدو شول، په بدن مې ويښته ودرېدل او د دفتر نه بېرون ووتم. هلک هم په دغه ساعت په ژړا بېرون ووت. په تلو تلو کې يې قسم وخوړ چې طالب به جوړېږي. ما پسې زما دواړه ملګري هم راووتل. ما ورته وويل: “دا څه دي؟" ارباب صېب، لکه بېخي هيڅ چې نه وي ليدلي، بېرته له ما نه پوښتنه وکړه: “ولې راووتلې؟ څه خبره ده؟ مريض خو به نه يې؟"
ما ورته وويل: “ارباب صېب، تذکرې همدا سړی ورکوي؟" هغه وويل: “هو.”
“نو دا خو ډېر بداخلاقه ندی؟" ارباب صېب ځواب راکړ: “نو مامور دی، د دولت سړی دی، دغسې خو وي. او هغه هلک سره ځکه دومره تېز شو چې د خپل کلي د ارباب نه يې ټاپه نه وه راوړې. ټاپه په پېسو لګي هسې خو نه لګي کنه.” دې وروستۍ خبرې سره يې سترګه هم ووهله ځکه چې زما په کاغذونو ده خپله ټاپه وهلې وه.
ما ورته وويل: “د ده نوم څه دی؟" هغه ځواب راکړ: “مامور پنجي.”
ما په زړه زړه کې د تذکرې نه اخيستلو پرېکړه کړې وه، خو ارباب صېب ډېره ډاډګيرنه راکړه او بالاخر بېرته دفتر ته ننوتلو. هلته مو سره د دې چې پېسې هم ورکړې، بيا هم د دغې ټولې بداخلاقۍ سره مخ شو. په پای کې اړ شوم چې ځان د ژورنالست او ليکوال په توګه معرفي کړم، د ولسوال د مرستيال سره خبره وکړم، او د مامور پنجي د بداخلاقۍ نه د ځان خلاصولو ترڅنګ تذکره هم ترلاسه کړم.
 
•••
 
په کابل ښار کې د پوليسو يو ماموريت دی. د پراخې او اوږدې خونې په يو سر کې د پوليسو د جنايي پېښو قوماندان ناست دی او بل سر کې تخته باندې يوې خوا ته يو ځوان هلک او بلې خوا ته نور شپږ کسان ناست دي. يواځې ناست هلک او ورته مخامخ شپږو کسانو کې يو ځوان په څه خبره جنګ کړی دی او اوس پوليسو راوستي دي. قوماندان صېب لومړی د شپږو کسانو څخه د هغه ځلمي نه پوښتنه وکړه چې جنګ يې کړی دی. شپږ واړه څوک بااثره خلک معلومېدل. ځوان کرار کرار خپله کيسه تېره کړه او خپل مظلوميت يې ښکاره کړ. قوماندان صېب ورته غوږ نيولی و. چې هغه خپله کيسه پای ته ورسوله نو قوماندان صېب يواځې ناست ځوان ته مخ واړاوه او کريغه يې کړه: “ولې دې جنګ کړی دې خلکو سره؟"
هغه خپل مخالف ځوان ته په اشاره سره وويل: “قوماندان صېب، دوی زه وهلی يم، دوی ما ته کور په کرايه راکړی و، اوس مې بې وخته ترې وباسي، د ده تره بدمعاش دی، خلک يې...”
يو ګړز وشو. قوماندان صېب په هلک د خپل بوټ ګوزار وکړ، ورسره يې په ښکنځلو لاس پورې کړ: “د سپي ځويه، هغه خو صاحب منصب دی، ته ورته بدمعاش وايې...” قوماندان صېب داسې په زړه ورتيا د هغه "صاحب منصب يا بدمعاش" ملګرتيا او دفاع کوله لکه ښه له نږدې چې يې پېژني. بيا يې امر وکړ چې هغه يواځې ناست هلک ونيسي، ځکه نه يواځې دا چې جنګ يې کړی بلکې يو پخواني صاحب منصب ته يې بدمعاش هم وويل. دروازه کې ولاړ پوليس پرې ورغوټه شول. هلک په ژړا شو او پر ځان يې لعنت ويل پېل کړل چې ولې دې وطن ته راغلی دی.
 
•••
 
د مخابراتو په وزارت کې دننه د افغان ټيلي کام دفتر دی. خلکو ته په ۵۰۰۰ افغانۍ داخله او ۲۰۰۰ د مياشتې د انټرنېټ اسانتيا ورکوي. ما د جون د مياشتې په لسمه نېټه يو ايس بي (USB) او کارتونه واخيستل او په خپل کار بوخت شوم. د اصولو له مخې زما انټرنېټ بايد د جولای تر لسمې نېټې کار کړی وای، خو چې په اوله نېټه مې سهار وکوت نو بند شوی و. په زړه کې مې وويل ښايي کومه تخنيکي ستونځه لري. دفتر ته ورغلم او پوښتنه مې وکړه. هلته ناست مامور صېب راته وويل تخنيکي ستونځه نشته، همداسې ده چې په هره نېټه يې واخلې، په اوله نېټه به بندېږي. يو ځوان هلته ناست و د "حکومت غل دی، حکومت غل دی" تکرار يې کاوه. راته وې ويل چې په څليرويشتمه نېټه يې ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړې وې او ايله شپږ ورځې يې انټرنېټ کارولی و چې په اوله نېټه بند شو. د مامور صېب نه مې پوښتنه وکړه چې کوم وخت تاسې په اول سر کې خلکو نه د داخلې پېسې اخلئ نو هغه وخت يې په دې خبره ولې نه پوهوئ؟ هغه د خپل ځای نه پاڅېد او په دروازه ووت.
 
اوس تاسې نور شمار په خپله وکړئ چې که د افغانستان په ټولو شاوخوا۴۰۰ ولسواليو کې يو يو مامور پنجی هم وي او د هغه د دغه ډول چلند له امله په مياشت کې يو تن هم د دولت مخالف کېږي نو په کال کې ۴۸۰۰ تنه شول. په تېرو اتو کلونو کې دغه شمېره ۳۸۴۰۰ تنو ته رسېږي. دغسې چې په ټول افغانستان کې د پوليسو څومره ماموريتونه او د افغان ټيلي کام په څېر د عامه خدمت دفترونه يو يو مامور پنجی هم ولري نو هره مياشت په زرګونو خلک د دې هېواد د ژوند او راتلونکي، او د دې د حکومت څخه بېزاره کېږي او ټولې هيلې يې په سيند لاهو کېږي. نو يا به د دولت مخالف کېږي، يا به د وطن نه پښې سپکوي، او که نور هيڅ نشي کولی په ټولټاکنو کې خو به برخه بېخي نه اخلي.
 
د پاسه پرې د ډېر تاسف خبره دا ده چې کوم خلک په تېرو اتو کلونو کې د دې مامور پنجيانو په پنجو کې پراته وو هغوی نن بيا په خورا بې شرمۍ خلکو ته د خپل خدمت کيسې کوي او د بيا حکومت کولو لپاره په راتلونکيو ټولټاکنو کې رايې غواړي. دغه رهبران دې په خپلو ګرېوانونو کې سرونه ښکته کړي او لږ سوچ دې وکړي چې مامور پنجيانو ته رايې څنګه ورکړو؟ که دوی په تېرو اتو کلونو کې دا وطن د مامور پنجيانو له پنجو خلاص نه کړای شو، نو په راتلونکيو څلورو يا پنځو کلونو کې به يې په کوم ځواک او دليل ترې خلاص کړي؟ او ايا کوم يو دا ژمنه کړې هم ده چې وطن به له مامور پنجيانو خلاصوي؟ دا خبره ياد وساتئ چې که افغانستان مو د مامور پنجيانو له پنجو خلاص نه کړ، نو هغوی مو د افغانستان نه خلاصوي!