
مسکو: د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما تیره ورځ د افغانستان په اړه د روسیې ملاتړ ترلاسه کړو ، دواړو هیوادونو یو تړون لاسلیک کړو چې له مخې به یې روسیه د ورځې ۱۲ امریکایې الوتکو ته د خپل حریم څخه د تیریدو اجازه وکړي.
ولسمشر اوباما خبري رسنیو ته وویل چې د روسېې دغه پریکړه به امریکا سره د ترهګري پرضد په نړیواله جګړه کې مرسته وي.
ولسمشر میتویدوف دتړون د اهمیت په اړه رسنیو ته ویلی چې موږ به له دغې تړون له لارې وکولای شو چې په افغانستان کې د امریکاېې ځواکونو سره مرسته وکړو چې په دغه هیواد کې ترهګر له منځه یوسي، ځکه ترهګر د روسېې ګټې هم له ګواښ سره مخ کوي.
کارپوهان د امریکا او روسېې ترمنځ د همکاریو دغه تړون د اوباما لپاره یوه ستره لاس ته راوړنه بلي ، اود د دوی په اند اوباما نه یواځي د افغانستان په اړه د روسېې ملاتړ ترلاسه کړو بلکه د روسېې او امریکا ترمنځ یی اړیکې چې د بوش په دوره کې خرابې شوې وې بیرته عادي کړې .
د دغه تړون له لارې به امریکا په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته پوځي مهمات د روسېې له لارې رسوي، روسېې داهم امریکا سره منلې چې کولای شي د دوی له پولو هم ګټه پورته کړي او یوشمیر مهمات د ریل ګاډو په واسطه ددوی له پولو افغانستان ته ولیږدوي.
د امریکا لپاره دغه تړون ځکه ډير مهم دی چې په دې وروستیو میاشتو کې په پاکستان د ناامنیو له امله په افغانستان کې میشتو ايتلافي ځواکونو ته د مهماتو لیږدول له ګواښ سره مخ شوي و.
یو امریکایې لوړ پوړي چارواکې ویلې چې د تړون له مخې به په کال کې ټول ټال ۴۵۰۰ پوځي الوتکې د روسېې له لارې افغانستان ته الوتنې کوي چې په ورځ کې ۱۲ الوتنې راځي، نوموړي وویل چې په دغه الوتکو کې به امریکایې ځواکونه، پوځي موټرې او نور جنګي مهمات بار وي ، نوموړي زیاته کړه چې دغه ټولې الوتنې به په وړیا توګه وي او په روسیه کې به نه تم کیږي.
دغه تړون به ترلاسلیک ۶۰ ورځې وروسته پیلیږي او د یوکال لپاره به د اعتبار وړوي، او وروسته د یو کال به د دواړو هیوادونو په سلا د راتلونکې بل کال لپاره نوی کیږي.
اقتصادي کارپوهان وایې چې امریکا لپاره دغه لار د نورو په پرتله لنډه او ارزانه تمامیږي چې په عملي کیدو به یی امریکا په کال کې ۱۳۳ میلونه ډالر سپما کوي.
روسیه په نړیوالو چارو کې د ژورنال ایډیټور فیوډر لکیانوف وایې چې د افغانستان په سر د امریکا او روسېې همکاري به د دغو داوړو هیوادونو ترمنځ خپل منځي اړیکې هم ښې کړي او دوی به سره په نورو ګډو ګټو هم یو کړي.
خو په روسیه کې د پوځي چارو ازاد کارپوه واېې چې که څه هم روسیه په افغانستان کې خپله ماتې لا نه ده هیره کړې خو د امریکا ېې ځواکونو شتون روسیې ته دا ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به نوره دترهګرو لپاره جنت نه وي.
نوموړي زیاتوي چې روسیه د طالبانو سره اړیکې نه لري او دوې د طالبانو څخه بدې خاطرې لري ځکه چې طالبانو په منځنۍ اسیاکې د روسېې ګټو ته زیان رسولو او کوښښ یې کولو چې په دغه سیمه کې روسیه پلوي حکومتونه ړنګ کړي او پرځای یې اسلامي بنسټپاله حکومتونه رامنځ ته کړي.
نوموړی زیاتوی :په روسیه کې خلک فکر کوي چې امریکا په افغانستان کې له ماتې سره مخ ده او په افغانستان کې به د دوی ماته د روسېې لپاره ښه خبر نه وي .
د AFP نه په مننې لیکوال by Alexander Osipovich