په افغانستان کښی سياست اواسلام

دا چې په افغانستان کې خلک د سياست او اسلام له نامه څنګه استفاده کوې ، يا په افغانستان کې سياست او اسلام څنګه په اولس تحميليږی ،  يو څو خبرې ليکم.
د افغانستان ټول اولس ددې خبرې شاهد دی چې دا درې لسيزی کېږي چې په افغانستان کې يو ناورين او غوبل جوړدی، چې د پای له ټکی څخه يې په افغانستان کې هر انساني فکر عاجز دی.دا ځکه چې په افغانستان کې ډېر عجيب او غريب اولس ژوند لري .
يو څه تعداد سياست پوهان دي ځينې يې بيا ملا صاحبان دي په تېره بيا د افغانستان ډيره فيصدی بې علمه او ناپوهه کسان جوړوي، سياست پوهان بيا په خپلو کښې په مختلفو ګوندونو  ويشل شوي دي او همدا رنګه ملا صاحبان هم وايې چې موږ له چا کم يو، يوه بله ډله چې بيا لوفران او د پاټکونو قومندانان بلل کېږی ، هغوی هم دې بې علمه او ناپوهه کسانو له پيداوارو څخه دي.
اول:- په افغانستان کې سياست پوهان په دې اند دي چې صرف موږ  کولی شو افغانستان ته سوله او امنيت راولو او افغانستان به ترقي وکړي.
دوهم:- بله ډله بيا ملا صاحبان دي هغوی په دې نظر دي چې په افغانستان کښی  يواځينۍ د پرمختګ لاره  شريعتي نظام دی او بس، او بل طرف هغه لوفران دی چې په دواړو اړخونو کښې ښه په پراخه پيمانه موجوديت لري ،او دا خبرې دا درې لسيزې کېږي  چې د دوی د سرليکونو برخه ګرځدلې ده، او پدې منځ کې بايد د افغانستان بی ګناه اولس د دوی د ګناهونو  کفاره ورکړي،
دغه دوې ډلې يو تر بل څه توپير لری ؟
يو عمده فرق يې دا دی چې!!!
سياست پوهان د عام ولس سترګو ته خاوری اچولی  او د غلامۍ نظام لاندی يې په دوی باندې رڼا ورځې تورې شپې کړي دي،
خود ملا صاحبان نظام که څه هم د بل د لاس لاندې نظام ثمره وي يوه خوبي يې دا چې هغوی دا خپل وطن د پردو په اشاره ډير ښه  له خاورو  سره خاورې کوي  ، او که خرڅلاو ته پکې ضرورت پېښ شی .بې دريغه صرفه ورباندې نه کوي  او دا دواړه ډلې تر اوسه بهرنۍ اډيالوژۍ په افغانستان کې کاروي، دا يې په مجموع کې صرف دووی بيلګی وې ، چې په راتلونکې کښی به تاريخ ورباندې خمامخا قضاوت وکړي.بل طرف عام ولس لکه د ميږو رمه چې په کوم طرف ورته د تلو اشاره وشي په همغه خوا روان وي ، د بيلګې په ډول يې دا دووې ډيری ښې نمونی دی .
اول:- دی کانديدانو د نني کمپاين برخه چې عام خلک غوپی غوپی ايخوا  او ديخوا منډې وهي .
دوهم:- ځانمرګي حملې دي چې ملا صاحبان يې ذمواری دی او تنکې تنکې ځلميان ورباندې ذرې ذرې کړي  .
خو ما ته افسوس په دې راځي چې دوی ولې په دا خپلو ناکړدو نه پښيمانه کېږي، دا اوس هر چاته واضح خبره ده چې دوی به افغانستان ته نه سوله راولي، نه به امن راشي، او نه به افغاستان ترقي وکړي، ځکه چې افغانستان اوس د افغان اولس ابتکار ته ضرورت لري نه د بهرنې هيوادونو اډيالوژۍ ته ، افغانستان د افغان اولس راويښيدو ته اړتيا لري،  دافغانستان پرهر بايد ټول افغانان په ګډه مرهم کړي،
په اخير کې هر افغان ته دا وايم چې نوره  دغفلت خوب بس دی راويښ شئ ، تر څو به د نورو غلامۍ کوۍ، تر څو به د نور د بمونو ، ټانکونو ، توپونو، ځانمرګی بريدونو، او نورو په سلهاو ديیسو ښکار يږی، لږ خو پخپل ځان هم رحم وکړئ ، دا خپلې سترګې وغړوئ چې نوره نړۍ په  کومه خوا راوانه ده ، بس ده د نورو بابولالو ته نوره غوږ مه نيسۍ، پخپله د علم په ګاڼه ځانونه سمبال کړئ ، ځکه چې هر وطن په عالمانو  اباديږي ، اوس وخت په افغانستان کې تر هر څه ډيره علم او پوهی ته ضرورت دی ، او يواځينۍ د علم لار ده چې افغانستان به د نني ناورين څخه رابهر کړي،کنه  خدای مکړه  اخير داسې ورځ به راځي چې نه به بيا افغاستان وي او نه به افغان وي .

د ګران افغانستان د بيا ودانولو او مخکې يون په هيله
ودان خوستوال