۲ - : بې وسه او بې کسو سره لاس اړول :
د الله پاک په لاره کې د خرچ او نفقاتو په مېدان کې په غريب غربه او بې وسو سره مالي ښيګړه هم داخله ده ، امام بخاري – رحمه الله – پخپل صحيح کې د ( باب الاستعانة بالضعفاء والمساکين ) لاندې د سعد بن أبي وقاص – رضي الله عنه – حديث راوړی دی چې هغه خپل ځان لاندې مرتبه خلکو غوره ګڼو ، نبي کريم – صلی الله عليه وسلم – ورته وويل : (هَلْ تُنْصَرُونَ وَتُرْزَقُونَ إِلا بِضُعَفَائِكُمْ ) [ بخاري : 2896 شمېر حديث ] تاسو ته په جنګونو کې مرسته او عامه رزق روزي ستاسو د کمزورو په برکت درکول کيږي .
دې حديث کې يو نااشنا راز نبي کريم – صلی الله عليه وسلم – اشاره کړېده ، هغه داسې چې د فقير او نادارو خلکو زړونه د الله سره په اړيکو کې د مالدارو خلکو د زړونو نه ډېر ټنيګ وي ، د دنيا له محبت څخه يې زړه تش تور وي ، د اخرت بريا يې ستره لاس ته راوړنه او لوړه موخه وي ، په عبادتونو کې هم د مالدارو طبقه خلکو په پرتله ډېره خشوع اوخضوع لري ، د اخلاص او للّهيّت په بنسټ د عبادتونو ماڼۍ ودانوي ، امام عبدالرزاق په خپل مصنَّف کې د مکحول په روايت په تېر حديث کې څه زيادت که څه هم مرسل دی خو ذکر کوي چې (قال سعد يا رسول الله أرأيت رجلا يكون حامية القوم ويدفع عن أصحابه أيكون نصيبه كنصيب غيره ) [ مصنف ابن عبدالرزاق : 9691 ]
سعد بن ابي وقاص نبي کریم – صلی الله عليه وسلم – ته وويل : ايا له قوم څخه مدافع او د ورڅخه د متوجه خطراتو اړونکی په ثواب کې د عام قوم په څېر دی ؟ نبي کریم – صلی الله عليه وسلم – ورته هغه ځواب ورکړ چې لږ مخکې يې يادونه وشوه .
له حديث څخه دا هم جوته کیږي چې په جنګ کې له کفارو څخه لاس ته راوړل شوې غنيمت کې هم زړور او کمزوری يو څېر دي ، که په جنګ جګړه کې يو ونډوال دلاور دی خو ولې بل برخوال پکې له اخلاص او د دعا په قبوليت مالامال دی ، له حديث څخه په ډېره روښانه ډول بريښي چې په کمزرو خلکو زړه سوزول ، په هغوی رحم کول ، د هغوی د نيوي اړتياوې پوره کول درزق په ډېرښت تر هر څه ستر لامل دی .
پوښتنه دا منځ ته راځي چې په حديث کې کمزورو څخه څوک مراد کېدای شي ؟
ځواب دا دی چې په حديث کې ذکر شوي کمزوري ډوله لري ، په دوی کې نادار ، يتيم ، بې سرپرسته ، مسکين ، رنځور ، مسافر ، د ډېر اولاد څښتن چې له نفقې څخه يې بې توانه دی ، کونډه ښځه چې خاوند يې له دنيا څخه په داسې حالت کې کوچ کړی وي چې د دنياوي چارو د سمبالښت يې څوک نه وي ، دا ټول داخل دي ، هيره دې نه وي چې ددغې اړينو خلکو سره احسان کول يو له بل څخه توپير خوري ، د نمونې په توګه د نادار او غریب غربه سره احسان دا کېدای شي چې صدقه او مالي مرسته ورسره وکړی شي ، هغوی ته ډاډ ورکړي چې خاطر دې جمع کړه د ژوند په هر پړاو کې درسره لاس اړونې ته تيار يم ، ما ته چې الله پاک کوم ماليت راکړی دی داسې وانګېروه چې دا ستا خپل مال دی ، يا که څه هم مال زما دی خو الله پاک راسره پکې ته حقدار ګرځولی يې ، داسې نور د حوصلې لوړولو کلمات چې انسان پرې درون ښکاري او غریب غربه ته پرې ډاډ او قلبي اطمئنان حاصليږي .
د يتيم او کونډې سره سره احسان داسې کېدای شي چې د تل لپاره د هغوی دنياوي چارو اړوند دوامدارې پوښتنې وکړي ، د هغوی اړتیاوې پوره کړي ، تر څو يتيم د خپل خوارکي پلار مرګ احساس نه کړي ، داسې نه وي چې کونډې رنډې هيڅ د خوراک درک نه لري ، په تن پروت لباس يې غونی زږوي ، او په څنګ کور کې يې رنګارنګ خوراکونه او خېل خېل پوښاکونو باندې ګاونډ سمبال وي ، های های د الفت صيب شعر مې خولې ته څومره په چټکۍ راغی :
داسې بې غمي دې خدای په هيڅ ځای کې پېدا نه کړي
يو کـور کې چـې غــــم وي او بــل خاندي د ليـلی سره
د رنځوارانو او هغه خلکو سره احسان چې روغ صحت يې له لاسه ورکړی احسان دا دی چې د هغوی بېمارپرسي وشي ، د هغوی د دارودرمل لپاره دنيکو لارو پلټنې وکړی شي ، هغوی ته صبر او زغم او په نورو تسلّي بخش کلماتو ډاډ ورکړی شي چې په داسې تکليفونو الله پاک له انسان څخه ګناهونه رژوي ، داسې نور...
له بل اړخه غريب غربه ته ، کونډو رنډو ته ، يتيمانانو او بې وزلو ته ، ددوی په څير نورو بې وسه او بې کسو ته لار ازغنه کول او ورته په ژوند کې ستونزې راولاړول ، هغوی رټل او د انسانيت له داېرې څخه يې ويستل ، په هغوی لاس پورته کول او زړونه يې ماتول ددې سبب ګرځي چې په رزق کې تنګي راولي ، د دې خبرې د تاييد لپاره په ( سورت ن ) کې د باغ والا قيصه ډېره ښه نمونه ده .
۳ - : په مينه خيرات کول او زکات ورکول :
الله پاک فرمايي : ( خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهّرُهُمْ وَتُزَکِّيْهَمْ بِهَا ) [ سورت توبه : ۱۰۳ ]
د دوی له مالونو څخه زکات واخله ځکه چې په دغې زکات سره ته دوی له ګناه نه پاکوې په دعا سره .
په مذکورقراني ايت کې الله پاک خپل پېغمبر پاک – صلی الله عليه وسلم – او ټولو هغه خلکو ته چې د واک واګې په لاس کې لري امر کوي چې تر څو د مسلمانانو ايمان بشپړ شي ، له ګناهونو څخه پاک صفا شي ، ورته وايي چې له مالونو څخه يې فرضي زکاتونه او نور صدقات واخلئ ، په زکات ورکولو دوی له ګناهونو او ناوړه اخلاقو څخه نجات مندلی شي ، او د ( وَتُزَکِّيهِمْ بِهَا ) معنی هم داده چې د صدقاتو په اخستلو سره ته د دوی مال اضافه کوې ، په نېکو خويونو او ښايسته اخلاقو کې مزيد نور زيادت هم راځي ، هغه څوک چې الله پاک د زکات مستحقين ګرځولي دي ، او څوک ورته زکات ورکړي ، په دې سره يې دنيوي او اخروي دواړه اجرونه زياتيږي ، مالي پانګه يې بړاويږي ، او نبي کریم – صلی الله عليه وسلم – فرمايي : ثَلاثٌ وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، إِنْ كُنْتُ لَحَالِفًا عَلَيْهِنَّ لَا يَنْقُصُ مَالٌ مِنْ صَدَقَةٍ فَتَصَدَّقُوا ..) [ مسندأحمد بن حنبل : ۱۶۷۴ ] .
لوړه په رب لايزال چې زما روح يې په لاس کې ده چې درې شيان دي زه پرې سوګند پورته کوم له مال څخه صدقه او خيرات کول بيخي مال نه کموي ...
۴ - : د شرعي علومو په زده کونکو مالي نفقه کول :
هر هغه څوک چې خپل ځان يې د شرعي علومو زده کړو ته خاص کړی وي ، د بډايانو واجب دي چې نفقې ته يې خاص خيال وکړي ، تر څو مالي پانګه يې له خېر برکت څخه ډکه شي ، او نور هم اضافه شي ، نبي کريم – صلی الله عليه وسلم – فرمايي : (مَنْ سَلَكَ طَرِيقًا يَطْلُبُ فِيهِ عِلْمًا سَلَكَ اللَّهُ بِهِ طَرِيقًا مِنْ طُرُقِ الْجَنَّةِ ) [ سنن ابي داود : ۳۶۴۱ ] .
څوک د علم د زده کړې لپاره لارې اسانوي ، الله پاک به ورته د جنت د ګټلو لاره اسانه کړي .
له دې حديث څخه ښکاره جوته کيږي چې د شرعي علومو زده کونکي سره که چا مالي مرسته وکړه ، هغه د علم په زده کړه وپاله ، د هغه ټولې غوښتنې يې په شرعي دائره کې بشپړې کړې ، دمالي لګښت څخه نيت د الله پاک رضا وه ، نو دغې متصدق او لاس اړونکي ته الله پاک دومره اجر ورکوي څومره اجر او ثواب چې د علم زده کونکي ته الله پاک ورکوي ، ډېره دخفګان وړه خبره ده چې د جنت د ګټلو او د ماليت د زيادت دا لاره له ډېرو مسلمانانو تاجرانو څخه پټه ده ، په غور ورته نه ګوري ، هيڅ ځانګړی اهتمام پرې نه کوي ، که څه هم مالداره طبقه خلک د ناداره بې چاره خلکو سره لاس اړوي ـ الله دې ترې قبولي کړي ـ خو که د علم په دې باب کې ورڅخه د ونډې اخستنې غوښته وکړی شي ځان نانګاره کړي ، د قراني حلقاتو کې ښوونکي چې د ډېر څه لائق دي د خلکو ورته شاه ده ، او حالانکه دارنګ صدقه کول د انسان رزق بې نظيره اضافه کوي .
کولای شو ددې خبرو مزيد وضاحت د يو نبوي حديث چې په دې مورد کې به يې ذکر ډېر مناسب وي یاد کړو .
(عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ – رضي الله عنه – قَالَ: كَانَ أَخَوَانِ عَلَى عَهْدِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَكَانَ أَحَدُهُمَا يَأْتِي النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَالْآخَرُ يَحْتَرِفُ، فَشَكَا المُحْتَرِفُ أَخَاهُ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «لَعَلَّكَ تُرْزَقُ بِهِ ) [ ترمذي : ۲۳۴۵ حديث شمېره ]
انس بن مالک – رضي الله عنه – فرمايي : دنبي کریم – صلی الله عليه وسلم – په دور کې دوه ورونه وو ، يو به نبي کریم – صلی الله عليه وسلم – ته راتو او بل به کار کسب کو ، کسبګر ورور يې نبي کريم – صلی الله عليه وسلم – له هغه ورور څخه چې په علم بوخت و ګيله وکړه ، هغه ورته وويل : کېدای شي الله تا ته د دې په سبب رزق درکولی شي . که لږ ځېر شو نبي کریم – صلی الله عليه وسلم – ورته ځواب په مجهوله صيغه ورکړه ، په دې کې عجيب راز دا دی چې زه په دې ويريږم چې کسب او کار به تا ته الله پاک ددې په برکت درکړی وي نو ستا پرې هيڅ احسان نشته ، ولې که الله دې ړوند کوڼ کړي ، ګوډ شل دې کړي ، ګونګ دې چې خبرې نه شې کولای بيا به دې د رزق غم څوک خوري ؟ که هر څوک له لږ غور څخه کار واخلي په ښه توګه به ورته څرګنده شي چې دغريبانانو په مونږ احسان دی چې د دوی له برکته مو الله په خيټه مړوي .
وروستي