په شعارونو زړه مه تړئ !

 

د ولسمشرۍ د يوې څوکۍ ٤١تږو منډې ر امنډې جوړې کړي دي ، هر ه ور ځ يې خلک راټول کړي وي او په سترګو کې  خاورې ورشيندي .
دوى دولس په نبض پوه شوي دي ، ولس پاک او سوتره نظام غواړي ، د بهرنيو پوځونو له شتون څخه پاک وطن غواړي او ...
کانديدانو هم ، د همدغو شيانو په اړه خبرې مشق او تمرين   کړي دي .
مطر ح کانديدان چې هره ورځ په دغه خوار او د  فقر کرښې نه لاندې ولس لر ونکي هېواد کې ، د خپلو کمپاينونو لپاره   زرګونه  ډالر لګو ي همدا وايي : اداري فساد نه پاک حکومت به جوړوم .
دغه شعار  د ساده هېوادوالو له خوا د لاسونو په پړکولو بدرګه کېږي .
کانديدان شعار ورکوي : بهرنيان به قانونمند  کوم او د وتلو لپاره به يې مهال ويش ټاکم .
 ساده ولس بيا لاسونه وپړکوي او کانديد لکه د جګړې اتل پر برېتونو لاس را تېر کړي .
 موږ همېشه په شعارونو بايلولې ، په شعارونو مو يقين کړى او بيا هغه وخت پوه شوي يوو چې اوبه له ورخه تېرې شوي وي.
د کور ، کالي ،  ډوډۍ شعار ته په زرګونو لاسونه وپړکېدل ، خو پايله يې څه شوه ؟
  اسلامي دولت او عمري نظام  ډېر  په شعارونو کې تاو راتاو شو خو ايا  په رښتيا هم چا دغه شان دولت او نظام وليد ؟؟
د ولس له ساده توبه هميشه شخصي او سياسي ګټې پورته شوي او پورته کېږ ي.
 يو وخت افغاني سرې مياشتې ټولنې ته يو مشر وټاکل شو ، د مشر سمه املا او انشاء هم زده نه وه .
د پېژندنې په غونډه کې ټول مامورين را ټول شول ، مشر وويل : زه به کار اهل کار ته سپارم .
 څنګ  ته ناست مامور راته وويل : اوس به اداره جوړه شي ، زما د زړه خبره يې وکړه .
ما ورته ويل ، ډېر ساده يې .
 هغه غو صه شو او په غو صه يې وويل :   ته په هرچا بد ګمانه يې دا د يوه ښه مسلمان صفت نه دى .
 ما ويل ګرانه : ښه مسلمان بايد دومره ساده نه وي ، که دى ر ښتيا هم کار اهل کار ته سپاري نو اول خودې خپله استعفى ورکړي ، ځکه ددې لويې ټولنې مشر بايد بې سواده نه وي او دا يې اهل نه دى .
په دې خبره هغه غلى شو او غوصه يې سړه شوه .
 اوس چې کانديدان د اداري فساد پر ضد شعارونه ورکوي او د  عدالت نارې و هي  ،
 نو پوښتنه داده چې ايا دا عدالت دى چې يو مسکين دې له ولږې خپل ماشومان پلوري ، خپل ناروغ ته د درملو اخستلو وس نه  لري ، او دده د يوې ورځې د کمپاين لګښت دې څو زره ډالر ه وي ؟
 که کانديد د اداري فساد پر  ضد وي ، نو دې جناب دومره پيسې له کومه کړې ؟ ايا دومره درانه لګښتونه له دولتي معاشه او يا له پلرني جايداده پوره کېداى شي ؟؟
 او ايا ؟؟؟
بل خبره لکه وړاندې چې وشوه ، د بهر نيو ځواکونو د وتلو ، قانونمند کېدو او يا هغوى ته د وتلو د مهال ويش ټاکلو ده   .
 راتلونکيو ټاکنو ته ٢٢٣ ميليونه ډالر ځانګړي شوي دي ، خو دا ډالر د افغانستان د دولت او يا د کانديدانو نه دي ، بهرني ملکونه يې ورکوي .
 دغه راز د انتخاباتو د امنيت لپاره په درېيم کمر بند کې به بهرني ځواکونه پر اته وي او او ددې مامو ريت  لپاره ٨٠٠٠   سرتېري  ګومارل شوي دي .
 اوس څه فکر کوئ ، چې د يو چا په زور او زرو څوک رييس جمهور شي نو هغه به د خپلو تمويلونکيو پروړاندې د غبرګون ښودلو ځواک ولري ؟ او که  وه يې لري ځاى به ونيسي ؟؟
وګورئ !
تېرې ټاکنې لومړنۍ وې ، خلک ورته ليواله وو ، همدا دليل و چې  لوړ شمېر کسانو په کې ونډه واخسته .
خو ددغې لوړې شمېر ې په زور راغلي ولسمشر خبره کوم بهرني ملک واورېدله ؟
   ولسمشر حامد کرزي  څو ځلې د بهرنيانو په لاس د ملکي وګړو له وژنې وروسته ګواښ وکړ چې نور ورته د ا کار  د زغم وړ نه دى ، خو بيا هم تکرار شواو لا تکراريږي .
 د حامدکرزي  چې دا حال دى  ، نو د راتلونکي ولسمشر به څه حال وي ؟
 
شايد  کانديدان هم په دې پوه وي ، ځکه ډېرى يې  لوړې زدکړې لري ، خو د قدرت تندې دومره ليوني کړي چې په سترګو يې هيڅ نه ښکاري .
 دغه جنابان په پټو سترګو پرته له دې چې د هېواد او سيمې حالات او د زبرځواکونو اوږده پلانونه په پام کې ونيسي ، د خلکو په سترګو کې خاوري شيندي  او ساده  ولس هم ورته  سترګې پرانستې نيولي دي او هر شعار يې له  تڼاکو ډکو لاسونو په پړکولو بدرګه کوي .
زه په انتخاباتو کې د ګډون خلاف نه يم ، رايه ورکول يو حق او ترڅنګ يې مسووليت دى خو ولس ته دا وايم چې په پټو سترګو هرڅه ونه مني او د چا په شعارونو زړه ونه تړي .
ښاغلو کانديدانو نه هم د يوه افغان په حيث غوښتنه کوم چې دهغه څه شعار ورکړي چې عملي کول يې په واک کې و ي .
 ځکه بېځايه شعارونه په ولس کې د باور حس کمزورى کوي او کله چې دغه حس کمزورى شي نو ولس خپله د تباهي په لور ګامونه اخلي .