
سليم ظاهري
د امريکا يو پخواني ولسمشر جورج واشنګټن ويلي و چې: بې وروره ولسمشر د امريکا دپاره ښه ولسمشر دی. فکر کوم ډېره هوښياره خبره يې کړې وه. دی پوهېده چې ورور لرونکی ولسمشر د يو هېواد دپاره څومره تاوان رسونکی ثابتېدی شي.
اوس چې په افغانستان کې د ټولټاکنو لوبه ښه ګرمه روانه ده، دا مهمه ده چې د مخورو کانديدان په وروڼو رڼا واچوو او وګوروکه په مخورو کانديدانو کې که کوم يو ټاکنې وګټي نو ايا دوي به خپله واکمن وي او که د دې ښاغلو وروڼه به واکمن وي.
په مخورو کانديدانو کې دا مهال ولسمشر کرزی، اشرف غني، عبدالله عبدالله، او ميرويس ياسيني شمېرل کېږي. په عبدالله عبدالله به خبرې نه کوو ځکه چې هغې خو پردی پلان د ايران د څلوېښتو مليونو ډالرو سره راوړی دی او غواړي چې افغانستان ټوټه کړي. هغه ته خو بايد يو افغان هم رايه ورنکړي. د پاتې درې کسانو په اړه به وليکم.
متاسفانه په تېرو اوو کلونو ولسمشر حامد کرزي داسې وروڼه لرل چې په ډېرو چارو کې د نوموړي واک هغوی کارولی دی. په ځانګړې توګه د نوموړي ورور احمد ولي کرزی چې رسما د کندهار د ولايتي شورا مشر دی خو په حقيقت کې د ټول لوی کندهار واکمن دی. هر څوک د ده په خوښه مقررېږي او منفک کېږي. پروژې د نوموړي په خوښه هغه چا ته ورکول کېږي چې د ده په بانډ کې شامل وي او يا هم ورته څه ومني. د دولتي ځمکو په څه نه وايو چې نوموړي او د نوموړو ملګرو پرې خېټه اچولې ده. ويلی شو چې د غيرتي کندهار د نارامه او وروسته پاتي وضعيت ټوله پړه د همدې ښاغلي په غاړه ده.
هغه غيرتي کندهار چې زموږ په ټول تاريخ کې زموږ د سر تاج پاتې شوی دی نن يې بچي بې زده کړې پاتې دي. مکتبونه يې سوځي او له علمه بې برخې پاتې دي . په بهرنيو بورسونو کې خو د لوی کندهار هيڅ برخه نشته . دا په دې نه چې ګنې په دولت کې له لوی کندهار څخه استازي نشته ، په دولت کې يې ونډه ښه ډېره ده خو متاسفانه چې دا کسان ټول د ولسمشر د ورور په پېژندنه ټاکل شوي دي او ټول په دې غم کې دي چې څنګه خپل واک او راج وساتي او پيسې غونډې کړي. د همدې احمد ولي کرزي له وجې ګل آغا شېرزی ننګرهار ته واستول شو. هغه خدمتونه چې ګل آغا په ننګرهار کې وکړل هغه نوموړي غوښتل په کندهار کې وکړي. خو دا چې د احمد ولي صيب راج کم نه شي نوولسمشر کرزي هغه له کندهار لرې کړ.
اوس هم په لوی کندهار کې د ولسمشر کرزي د کمپاين مسول احمد ولي صيب دی. که ولسمشر په ټاکنو کې بريالی شي نو دا ګډوډي او چور تالان به همداسې دوام وکړي. ښه به وي چې کرزی بيا ولسمشر نه شي او د احمد ولي صيب له واکمنۍ نجات ومومو.
راځو اشرف غني صيب ته. نوموړی يو ورور لري چې سړی يې کارونو ته په کتلو د نوم په اخستلو خجالته کېږي. د نوموړي ورور حشمت غني يو نالايقه خو د ده په ټاکنيز کمپاين حاکم سړی دی. د کمپاين ټول واک ورسره او تر همدې مهاله يې د نوموړي د کمپاين تر نيمه زيات خلک يې خفه کړي يا شړلي دي.
اشرف غني که ټاکنې ونه ګټي نو يواځينی سبب به يې همدا حشمت غني وي. د حشمت غني د اخلاقو په اړه به څه نه وايو، همدومره بس دی چې ووايو چې د نوموړي د کانسټرکشن کمپنۍ چې د بيا رغاونې څه پروژې عملي کړي دي يو هم په معيار برابره نه ده. په ميدان ولايت کې خو يې داسې مکتبوبه هم جوړ کړي و چې چارواکو په دې موخه بېرته ونړول چې پر زده کونکو ونه غورځېږي او وېې نه وژني. کله چې چارواکو ترې پوښتنه وکړه نو بيا يې چارواکو ته هم تهديدونه ورکول.
د ملي ترمنالوژۍ د لانجې په مهال د نوموړي ايران پلوي د هېرېدو نه ده. د ټولو په مخ کې په تلويزنونو کې راښکاره شو او په زغرده يې د ايران پلوي وکړه او د افغانستان اساسي قانون يې تر پښو لاندې کړ. که دی افغان وای يا يې غيرت لرلو نو فکر نه کوم چې ايرانۍ ترمنالوژۍ ته يې په خپل هېواد کې چوپړ وهلی وای.
اوس د اشرف غني په ټاکنيز کمپاين کې ټول واک د حشمت غني سره دی. يو افغان پروفيسر چې غوښتل يې د اشرف غني سره ټاکنو کې مرسته وکړي وايي چې په کابل کې يې د اشرف غني سره درې ځل وخت وټاکه چې سره وګوري، خو درې ځلې يې کتنه د حشمت غني له خوا لغوه شوه. نوموړی وايي چې اخر يې د نوموړي د خپلوان له لارې اشرف غني ته پيغام ولېږه چې حشمت غني له خوا څخه لرې کړي که نه، ټاکنې نه شي ګټلی.
ويره دا ده چې په کمپاين کې حشمت غني دومره واک لري نو که اشرف غني ولسمشر شي نوموړی به بيا څومره واک ولري. حشمت چې د خرکارۍ اهليت نه لري، د دومره واک سره به بياپه افغان ولس څه ناکردې وکړي!!
راځو اخري کس ته چې ميرويس ياسيني دی. نوموړي په حقوقو کې ماستري لري، د عربي په شمول پنځه ژبو خبرې کولی شي، په کورنۍ جګړه کې يې برخه نه ده اخيستې، او په تېرو اوو کلونو کې يې ثابته کړې ده چې ښه سياست کونکی دی او د افغانانو د يووالي دپاره کار کوي،په تېرو اوو کلونو کې د افغانانو په سرنوشت معامله ونه کړه. په فرهنګي کارونو کې برخه اخلي، داسې کوم کار يې نه دی کړی چې سړی پرې وشرمېږي. بل ښه ټکی دا دی چې نوموړی په سياست کې نه خپلوان لوبغاړي لري او نه هم کوم په سياست کې کوم ورور لري.
افغانان بايد په دې غور وکړي چې د ورور سره ولسمشر ټاکي او که بې وروره ولسمشر
دزياتو مالوتولپاره ،د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله په هکله په روهي ويب پاڼه کې لينکونه وګورئ :
http://www.rohi.af/weekperson.php?id=73
http://www.rohi.af/weekperson.php?id=71