
دافغانستان دتېروديارلسوکلونوراهيسي روانه جگړه چې دپاکستان لخواپه مخ وړل کېږي.
دغه جگړه خوبه اوس ښايې يوازي له هغه چاپټه وي چې دغفلت په خوب ويده وي اوعقل يې معطل کړی وي.
دجنرال پروېزمشرف هغه ويناداخبره ښه په ډاگه کوي چې په واضحه يې وويل:زموږڅارگري ادارې دطالبانوروزني ته په ۲۰۰۲ع کال کې مخه کړه،په دې چې کرزی دهندسره نږدې شوی وو،نوموږدطالبانوروزني ته ددې لپاره مخه کړه څودکرزي حکومت کمزوری شي!
خودافسوس خبره داده چې حقيقت خودادی چې داجگړه دپاکستان جگړه ده،خوبياهم زموږبې علمه تش په نوم شيخان اومفتيان ددغي جگړې دمشروع اولازمي ثابتولولولپاره آياتونه اوحديثونه خلگوته بيانوي.
داکارددې هيواداومسلمانانوسره ستره جفاءاوعظيم خيانت دی.
که طالب مشرانوحقيقت واضح کړی وای چې دغه جگړه مونږکوو،زمونږسره دپاکستان فوځ اوآی اس آی ترشاولاړدی اومونږددوی له مشورې پرته هيڅ هم نه شوکولای!!
بيابه دومره زيات ملامت نه وای ځکه خپلي غلامي اودپاکستان لپاره سرښندنه به يې اعلان کړې وای چې مونږدپاکستان دگټولپاره جنگېږو،که څوک په دې لارکې سرښندني کوي،رادي شي زمونږسره دي ملگري شي!
خوافسوزدادی چې طالبان داسي ناپوه خلگ دي چې سرورکولوته چمتودي خودسرخلاصولوته نه چمتوکېږي.
تراوسه پوري دوی په دې نه پوهېږي چې دغه جگړه جهادنه دی اونه هم عقيدوي اړخ لري بلکې دايوه استخباراتي جگړه ده چې دآی اس آی له خواپه مخ وړل کېږي اوطالبان ديوې آلې په حيث دپاکستان دگټولپاره ځانونه قرباني کوي اومسلمان افغان وروڼه وژني.
په جهادکې نيت ته اعتباردی،جنگ خوکافران هم کوي،خودجهاداوجنگ ترمنځ توپيرپه نيت سره راځي اونيت دمشراواميرمعتبردی دمأموراوکشرنيت ته اعتبارنشته.
اوس په دغه دآی اس آی په جگړه کې مشراواميردپاکستان فوځ اوآی اس آی دی،نه ملاصاحب اوطالبان.
دوی خومأمورين اودپاکستان بې تنخواه اوپه ساده وردۍ کې عسکردي،له دې هاخوابل هيڅ حيثيت نه لري.
بايدنورطالبان سرخلاص کړي اودمسلمانانودوژني ناروالړۍ ته دي ادامه نه ورکوي.
له خدايه دي وډارشي اونوردي په دغومظلوموافغانانورحم وکړي.
بس دی،دآی اس آی لپاره په دومره خدمت اودومره دافغانانانوپه وژنوبسنه وکړئ!
تاسوبايدپدې پوه شئ چې دغه آی اس آی ستاسوبری هم نه غواړي،تاسوبه به هم په هيڅ صورت دې ته پرېنږدي چې بري ته ورسېږئ!
دغه ظالم پاکستان اوآی اس آی به بېرته په تاسومسلطېږي ځکه څوک چې دظالم سره مرسته وکړي،خدای پاک به دغه ظالم پرې مسلط کړي.
ان شاءالله هغه ورځ به لېري نه وي چې دغه ظالمان به په تاسومسلط شي اوبيابه شرمېدلي اورسواياست،اولس به هم پېژندلي ياست اوسياسي ځواک به موهم له لاسه ورکړی وي.
ترهغه وړاندي دځان له غلامۍ دخلاصولولپاره هلي ځلي وکړئ!
پای
ليکوال:عبدالغفارپکتياوال