
دافغانستان سره داسلام په نامه د اسلامی او غير اسلامی هيوادونو سيا سي لوبی. :
-- داسلام په نامه دشورويانو د سيسې
شورويانو دافغانستان داشغال نه وروسته.کله چې يې خپله ناکامی احساس کړه هغوی دځان او دخپلو قواو دنجات لپاره ، نوی سياسي لارې چارې ولټولې په دغو لارو چاروکی.لکه چې وليدل شول د ايديالوژيکی موقف په ځای هغوی ته سياسی ګټی مهمی وی نوځکه شورويانونوی سياسی تګ لاره جوړه کړه .اوهغه داسلام ددين او قومیت نه دشوروی حاکمیت ددوام لپاره ګټه اخستل وه. تاریخ وښودله چې دشوروی لخوا دکمونیزم ، سوسيالیزم ، کاګر طبقه ، زحمتکشان ،انتر نا سيونا لیزم شعارونه اونور صرف دچل ول
او دجهان دروښان فکرانو د فریب لپاره وه . دهغوی اصلی سياست استعماری او دهغه هيوادونو اشغال وه چې دوی ورباندی بر لاسی درلود. شورويانو په افغانستان کی دمخه په اسلامی او نژادی ډلو کی لکه جمعیت اسلامی او ستم ملی کی نفوذ درلود .نو ځکه کله چې
دافغانانو دشديد مقاومت سره مخ شول شور ويانوخپل نوی سياست چې د مجاهدينو په زپلوکی د قومیت او سياسی اسلام نه ګټه اخستل وه.عملی کړ. په نوی سياست کی.دوی ته دکابل نه تر حیرتانو دلاری ساتل داشغال ددوام لپاره حياتی وګڼل شول.نو ځکه يې د اسلامی اونژادی ډلو سره پدی هدف روابط ټينګ کړل، چې دشوروی پرضد افغان مقاومت ددا خل نه مات کړی. او په مجاهدينو کی .خاينان اوغداران پيداکړی، بيا داسی تګ لاره.په عملی سياست بدل شو. دمسعود په مشری شورای نطار اوجمعیت اسلامی، اوستمی ډلی .دشورويانو هغه پټی شبکی وی.چې دشوروی پر ضد دجهاد اووطن ته دخيانت لپاره .تيار کړای شوی وی.هغوی افغانستان نه مانه اودنوم سره يې حساسیت درلود اودهغی په ځای يې دخراسان چغی وهلی اودروس اوایران دجاسوسی شبکو دهدایت په اساس دهيواد دتجزيې اوملی نفاق داور دبلولو لپاره کار کاوه. دایران اوشوروی اهداف شريک شول په همدی دليل دشوروی او ایران جاسوسی شبکو همیشه دافغانستان دتباهی لپاره مشترک کار کړيدی. شورويانو چې دغه اسلامی ستمی ډلی په وسلو او پیسو سنبال کړی وی.دحالاتو په تغیر سره يې د نوی سياست صحنی ته داخل کړل. او هغوی ته يې دکی جی بی پوسيله دسره سازمان ورکړ.په 1983 کال دفروری په مياشت کی کله چې جګړی شديدی شوی .شورويانو لومړی ښکاره معاهده د کابل - حیرتانو دلاری دساتلو په خاطر داحمد شاه مسعود سره امضا کړه . ددی معاهدی په اساس دشوروی قواو او دهغوی افغانی جاسوسانو دپاڼی په ښودلو سره دسا لنګ په تونل او لویه لار. آزاد تګ راتګ تظمين شو .اما پدغه لاره دافغانی قواو ، د ا. خ . د. دګوند دهغه غړو ،ټګ راتګ په امن کی نه وه چې په دغو دسیسو کی شامل نه وه .هغوی ددغه ګوند وطن پالونکی غړی دکمونست ، شوروی جاسوس، ملحد په نامه نيول او . بيا يې دپیسو په مقابل کی خوشی کول اويايې وژل . دشورويانو کرکجنه سياسی او استخباراتی لو به دهيواد په سياسی او نظامی ډګر کی ډیری ناخوالی رامنځ ته کړی .او په حاکمیت کی يې بحران او سياسی ټکرونوته زمينه برابره وله ځکه شورويانو دافغان حاکمیت بديل يا اسلامی ستمی ډلو ته دحکومت دسپارلو لپا ره کار کاوه. بلاخره دغه جريانات اود شورويانو په مقابل کی دجګړی شدت دشورويانو او شورای نظار د
نورو معا هداتو دامضا کولو اساس وګر ځيد. شورويانو دخپل اکمالاتی لاری دساتلونه علاوه .په شمال او جنوب باندی د افغانستان تقسیم. او په شمال کی دقومی کرکی دخپرولو په اساس د يوه قوم نژادی تصفیه او داستخباراتی کار په اساس په شمال کی دشوروی پلوه ډلو
حاکمیت لپاره پراخ پروګرام درلود.دشورويانو لخوا ددغو ټولو افغان دشمن پروګرامونو داجرا لپاره مرکزی حلقه دمسعود په مشری جوړه شوه. [.دمسعود سره دشورويانو رسمی معاهده د 1988 کال ددسامبر په مياشت کی لاس ليک شوه .ددغی معاهدی په اساس دافغانستان دتجزيې لپاره کار ته شدت ورکړ شو.ددغی معاهدی په 3 - ماده کی ليکل شوی : په افغانستان کی ديو آزاد
او مساوی حقوقو درلودونکی يو ګوند په توګه د ربانی جمعیت اسلامی تنطیم په رسمیت پیژند نه.
4 ماده : د افغانستان د جمعیت اسلامی د تشکيلاتو پر اساس د تاجکو د يو منظم پوځی ځواک جوړول او دافغانستان په اردوکی دهغه شمولیت.................هدف دحیرتان څخه تر کابله پوری دلوی لاری ساتل وه .
ددغی معاهدی په اساس څه موده وروسته دنورو معا هداتو ضرورت پیښ شو او بيا په افغانستان کی دشوروی دځواکونو دمشرتابه او د شورای نظار دمشر احمد شاه مسعود تر منځ د ا معاهده لاسليک شوه. [کامل متن]
1 – په جنوبی سالنګ او د کابل حیرتان دلوی لاری په اړوند سیمو کی دبوځی عملياتو غوڅ بند ښت ،د افغانستان دجمعیت اسلامی ډلو تر ولکی لاندی مورچو باندی او همدا رنګه د ټولو هغو کليو ، پو ځی ځواکونو، پوستواو مورچلونو په شمول چې دشوروی او افغان پو ځی ځواکونو، سرحدی ساتونکو اوڅارندوی تر ولکی لانديوی .د هر ډول وسلی په وسيله دهر رنګه یرغل مخه ينديدل.
2 - دپنجشیر وسله وال ځواکونه دشوروی او افغان حکومت د پو ځونو پر ضد دهر ډول ډ زو ،حملی،لوټماری او دشمنانه عملياتو دبندښت په خاطر د تاجکان او چوګنی تر منځ دمواصلاتو دخوندی ساتلو ضمانت کوی.
3 – شوروی لوری ژمنه کوی چې ددوه اړ خیزه تړون له مخی به دنوموړی ژمنليک ، داعتبار په موده کی د پنجشیر او سالنګ دلوی لاری دور پوری سیمود مادی اړ تياو د پوره کولوپه خاطر لازم مقدار خوراکی توکی ،او داړ تيا وړ بیړنی او نور مواد برابروی .
4 - نورو تنظیمونو ډلو او ځواکونو ته به اجازه نه ورکول کیږی .چې ددی خبرو اترو لړ وند سیموته ننوزی او هلته دشوروی يا افغان
حکومت پر کاروانونو باندی ډزی يا ترو رستی عمليات او يا دتيلو پیپ لاينونه وران کړی .که دغسی کوم عمل د نورو تنظیمونو د وسلوالو سړيو لخواوشی ، نو شوروی لوری به دپنجشیر وسلوالو ځواکونوته د غوښتنی په صورت کی ... مرستی ورکړی.
5 - دهغه شوروی او افغان اتباعو د موندلو په خا طر به دمعلوماتو راکړه ورکړه او ګډ زيار ایستل کیږی .چې ددی ژمن پاڼی په اړوند
سیمه کی ورک شويوی .
6 - د اندیښنود زيات والی پر مهال په اړوند سیمه کی د سولی دټينګښت په خا طر ددی لپاره چې نو ی جنګی عمليات بيا پيل نشی ، ددواړو خواو تر منځ مشورتی ليدنی کتنی کیږی .
7 - دا پرو توکول دتاجکان او چوګنی تر منځ د پيوستیزی لاری د دواړو خواو د 30 کيلو متری ټوله سیمه په بر کی نیسی .شوروی پوځ اودپنجشیر وسلوال ځو ا کونه حق لری چې ددی پولو ها خواته د نورو هغه تنظیمونو د وسلوالو ډلو پر ضد عمليات وکړی ، چې نه غواړی د تړون کونکی يو لوری پر خلاف خپل نظامی فعالیتونه ودروی .
8 - دا پروتوکول تر منلو او لاس ليک وروسته سمدلاسه نا فذ دی .
(ددغه سند منبع : ( دلستونی مار ) کتاب .ليکوال – بروس ریچاردسن)
داحمد شاه مسعود سره ددی موافقت ليک شوروی اړخ .په کابل کی شوروی سفیر ( ام.ورونتسوف) او دشوروی ددفاع وزارت د پوځی عملياتو دډلی قوماندان ( ای.ورونيکوف) وه.] ديادونی وړ ده چې ددغو توافقاتو د 4 مادی په اساس مسعود تعهد درلود چې په شوروی قواو باندی دنورو جهادی تنظیمونو دحملی په صورت کی دمجاهدينو پر ضد دشورويانو په ګټه وجنګیږی او په دغه جګړه کی دهغوی نه مرسته وغواړی
جا لبه داده چې په هغه وخت کی جمعیت او شورای نظار چې دشوروی سره يې پټ قراردادونه درلودل. په زرهاو دګوند غړی او دامنیتی قواو غړی .دکافر کمونست ،اوشورويانو سره .درابطی په جرم په بی رحمانه ډول وژل ، ترور اويا د شورای نظار او جمعیت په زندانونو کی اچول. ديادونی وړده چې داسلامی دولت دجوړيدلونه وروسته .کله چې شمالی تل واله قدرت ته ورسيده.دغه اسلامی دولت..دافغانستان دخلق دموکراتيک ګوند وطن پالونکو او ضد شوروی غړو قتل عام دشورای نظار اوجمعیت اسلامی په لاس چې داسلامی دولت اصلی قدرت وه تر سره کړ . حال داچې هغوی دهمدی ګونددرهبری غړی لکه کارمل او دهغه ډله چې دټولو ناخوالو اوملی خيانت جرم يې په غاړه وه په شمال کی دډیرو امتيازاتوسره وساتل او نور يې داسلامی دولت عالی رتبه مامورين مقرر کړل .دغو جعلی مجاهدينو ، پدی قتل عام کی حتی هغه اشخاص چې دګوند غړی هم نه وه اما مستقل ملی شخصیتونه وه لکه استادان،انجیران، داکتران ، معلمين اونور روشنفکران
ترورکړل. او جبری مهاجرت ته يې مجبورکړل .دبلی خواپه هره يوه جګړه کی چې دددشمنو ډلو تر منځ روانه وی هر هغه څوک چې په پدغه جګړه کی دخپل صف نه ووځی او ددشمن سره يو ځای دخپلو جنګياليو پر ضد وجنګیږی هغه ته خاين ويل کیږی.حتی په يوه دولت کی کچېری يو جنرال دجګړی په حالت کی دشمن ته واوړی او دخپل دولت پر ضد وجنګیږی هغه دنيول کيدو په صورت کی دملی خاين په نامه اعدامیږی.اما احمد شاه مسعود ته په ټولو حالاتوکی اعزازی القاب ورکړل شول.او حتی تراوسه هغه ته روس او ایران او نور هيوادونو جواسیس اتل وايې اوعوامفریبانه تبلیغات ورته کوی .دا حالت ددی خبری ثبوط دی چې په 1992 کال د ابريل په 28 يا د 1371 کال دثور په 8 اسلامی دولت قدرت ته ونه رسيد بلکی دروس او ایران کودتای پروګرام دجمعیت، شورای نظار، دایران حزب وحدت اودکارمل دنظاميانو په ګډون کاميابه شو. اود افغانانو هيواد دپردو هيوادو داستخباراتو لخوا اشغال شو.چې دا اشغال تر اوسه دوام لری. اوس چې ټوله مديا ددغو جنګی جنایت کارانو په دفاع کی کار کوی .دهغوی يو استدلال دادی .چې دغه افراد کومی محکمی په جرم
ندی محکوم کړی نو ځکه هغوی دتعقیب وړ ندی.او حق لری ددولت په عالی مقاماتوکی مقررشی او کار وکړی .حال دا چې داسی يوه غيابی علنی محکمه دداکتر نجیب په وخت کی جوړه شوی وه .چې جريانات يې دراديو او تلویزيون لخوا په مستقیم ډول خپاره شول. د محکمی په پای کی .جهادی قوماندانان احمد شاه مسعود،پنا خان، اسماعيل خان ،
علاوالدين خان ،مولوی جلاالدين حقانی اونور دملی خيانت په جرم په اعدام محکوم شول.دا حکم تر اوسه پوری دکومی بلی محکمی
لخوا ندی تعديل شوی او اعتباريې پاتی دی. - ديادونی وړده .چې په هر هيواد کی حاکم قدرت دځان دبقالپاره .هردول دلايل او منطق جوړولایشی .دا چې خلک په هغوی باور کوی اويا نه. او دا چې دټولنی واقیعتونه کوم د ی ددوی لپاره ارزش نلری .
-- داسلام په نامه د روسانو ،ایران ، پاکستان اونورو هيوادونو دسیسی.
کله چې په 28-04- 1992 کی دروس او ایران کودتا کاميابه شوه او بيا په هغی باندی داسلامی دولت نوم کیخودل شو .نوبيا دهغوی تباه کونکی پټ پلانونه دعمل ساحی ته داخل شول.ددی پلان مطابق بايد افغانستان په شمال او جنوب تجزیه شوی وای .په شمال کی پښتانه
دی پلان مانع وګڼل شول. نو ځکه دهغوی نژادی خونړی تصفیه د پخوانه دجوړ شوی پلان مطابق پيل شوه. همدا رنګه د کابل ښار دورا
نولو لپاره .دکابل ښار دمختلفو قومی ډلو لخوا چې دروس اوایران لخوا په پیسو او وسلو سنبال وه.تقسیم کړای شو.او بيا هغوی ته دجنګ قومانده ورکړل شوه.په دغه جګړوکی چې داسلام او قوم په نامه ترسره شوی.هغه زړه بوږ نونکی جنايات وشول .چې په تاریخ کی ساری نلری.لکه ،رقص مرده ،دانسانانو په سرونوکی دمیخ ټکوهل، دښځود سينو پريکول ، اونور دهغی مثالونه دی. چې دهغوی مستند فلمونه خپاره شويدی.دا ټول وحشت او دهشت دهغه قرار دادونو په اساس وشول چې دمجاهدينو دحکومت دجوړيدلو نه دمخه ، داحمد شاه مسعود
او روسانو تر منځ امضا شوی وه. ددی لپاره چې دغه حوادث په مستند ډول بيانشی .ددغو حوادثو دمهم لوبغاړی جنرال نبی عظیمی کتاب
( اردو وسياست ) ته مرا جعه کوم .ديادونی وړده چې داسلامی دولت دجوړيدلو نه وروسته .ددفاع په وزارت کی دوه مهم نظامی افراد موجود وه .يو نبی عظیمی دمر کزی قول اردو قوماندان ، او بل جنرال آصف دلاور لوی درستیز .هغوی دشمالی تلوالی قدرت ته دراتلو په دسایسو کی مهم رول ولوباوه .خو شمالی تل والی دافغانستان او افغانانو لپاره کوم مشخص سياسی ارمان نه درلود.دهغوی هدف دقوم اونژاد په اساس دافغانستان دورونو قومونو ترمنځ دخونړيو جنګونو پيل اودوام وه .چې دډیرو وينو تويدو وروسته هيواد تجزيېه کړی
چې دهغوی داناپاکی ارادی افغانانو هغه وخت ناکامی کړی .اما اوس دغه ناولی هدف ته دخراسان او فدرالیزم دنامه لاندی کارروان دی.
دربانی دراتلو وروسته هغه اتحاد چې ديوه قوم پرضد جوړ شوی وه.خپل ټول اهداف ترلاسه کړل.اوهغه وخت راورسيد .چې سياسی قدرت دسره تقسیم شی.نوځکه دسياسی قدرت دغه نامتجانس ترکیب.منفجر شو .دکارمل سياسی نظامی ډله ،شورای نظار جمعیت اسلامی
ډله، دایران حزب وحدت ډله ، اودپاکستان نه راوړل شوی موقت حکومت.دا ټول ديوبل سره په جګړه اخته شول .ځکه د دوينه يوه هم خپله اراده نه درلوده.او دټولو وسلی، رتبی، او پیسی .دخارجی جاسوسی شبکو لخوا ورکول کيدی .او داچې هغوی کوم اوامر سرته ورسوی څه وخت متحد اوڅه وخت وجنګیږی.کوم پلا نونه عملی کړی.ټول دپردو لخوا ورکول کيدل.جنرال عظیمی هم کله چې يې دقدرت په جګړه کی ماته وکړه.بهر ته مهاجرشويوکتاب يې داردو وسياست په نامه وليکه.دغه کتاب ځکه مهم دی چې ددغو جناياتو ديوه ګډون کونکی لخوا ليکل شويدی. ځکه.دپورتنيو خبرو داثباط لپاره.دهغی نه ديوه سند په حیث يادونه کوم .عظیمی..داسلامی دولت د جوړيدو د پيل په اړه داسی ليکی (پښتو ژباړه) 599 – مخ .احمد شاه مسعود بلاخره يوه اونی وروسته کابل ته را داخل شو ، له ده سره يو شمیردشورای نظار ، دجنرال مومن اړوند د 70 فرقی او دجنرال دوستم يو شمیر ځواکونه وه......مسعود په منډه اوچټکی دماښام په تياره کی ځان دکابل ګارنیزيون ته ورساوه.د اطاق دروازه می په زوره خلاصه شوه...او راننوت
زه له ځایه پاڅيدم هغه ته می لاس ورکړ.خوهغه ځه په غیږ کی ونيولم، ويې پوښتل:عظیمی صاحب تاسو ياست ومی ويل هو.د آصف دلاور په کوټه کی نورالحق علومی ،سيد اعظم سعيد،فتاح عبدا لحق علومی، امیر محمد،داود عزیزی او نور نه پوهیږم چې څوک وه.خو ټولو ته يې لاس ورکړ...هغه په يوه چوکی کيناست ... هغه وويل: عظیمی صاحب تاسو ډیر زحمت وکیښ ، ځه نور پوهیږم ، که تاسو اودا ورونه نه وای، حکمتيار صاحب به خپل هدف کی بريالی کيده....زه دټولو ورونو په ځانګړی ډول له عظیمی صاحب نه مننه کوم...مسعود
حا ضرينوته وويل:د چا چې دلته کار نه وی،رخصت ورکول کیږی .زه عظیمی صاحب ،دلاور صاحب،او جنرالان ورونه غواړو يو څو شیبی يواځی اوسو.] عظیمی دخپل کتاب په 503 مخ کی ادعا کوی چې داسلامی دولت نظامی قدرت ددوی په لاس کی وه[ په دغه وخت يوازی اصف دلاور جګړه سوق او اداره کوله .نور ټول د ربانی او مسعود په شمول کاریز میر اوخیر خانی ته تللی وه ] هغه داسلامی دولت داختلافاتو په باب داسی ليکی: 622 مخ -- د 1371 کال دسرطان دمياشتی په 8 نیټه له مسعود سره د مجددی روابط خراب شول .، ځکه مسعود د هغه داوامرو سر غړونه کوله او ددولت درياست په غونډو کی يې ګډون نه کاوه،1371
د سرطان په مياشت هغه مزار ته سفر وکړ ،جنرال دوستم دهغه تود او په زړه پوری هر کلی وکړ، مجددی هغه دستر جنرال په رتبه ونما نځه او هغه ته يې دستر مجاهد خطاب ورکړ.] هغه دمجا هدينو دجناياتو په اړه داسی ليکی. 609 مخ—بنديانوی يې، نوکان يې باسی
، لاسونه يې پريکوی،اور ته اچول کیږی، ښځه دمیړه دویر جنو سترګو په وړاندی دتیری ښکار کیږی.اودپلار،موراو خور په مخ کی
دهغوی په نابالغه ورونو او زامنو تیری کوی...د انسانیت او شرافت په تابوت مبخ ټک وهل کیږی.] دمجاهدينو دجناياتو په دوام . 627 –
مخ – د جګړی لمن بيا ددهمزنګ په سیمه کی غړاندی شوی.جګړو قومی او ژبنی بڼه غوره کړه او پراختيا يې ومونده ،د هزاره ګانو میشت ځايونه د توپ او تلویزيون د غونډيو دسرونو څخه و ځبل شول. کریم خليلی د وحدت اسلامی دمشر تابه غړی د شورای نظار لخوا
و درول شو او دهغه ساتونکی سپک اوو ډبول شول، يو تن پښتون يې په بی يې مهرو کی دموتر په شا پوری وتاړه او په وزیر آبلد کی يې په موتر پسی راکش کړ ترڅو چې ټوتی ټوټی شو، قيادی شورا غونډه جوړه کړه اوله احمد شاه مسعود نه يې په لاندی برخو کی وضاحت وغوښت.
-- ددی موضوع روښانه کيدل چې آيا مسعود د تیر رژیم له ځواکونوسره يووالی لری اوکه دقيادی شورا تابع دی.که دتیر رژیم له قوتونوسره همکاری ته لری ، نو ولی هغوی له ښارنه نه باسی او په ښار کی امنیت نه ټينګوی .؟
--- هغه 36 ميليارده ډالر ، چې چې دهيواد پولی پشتوانه وه څه شول اوپه کوم سرنوشت اخته شول. ؟
--- مسعود ولی د دوه ميليونه اوپنځوس زرو ډالرو معادل د خپلی ډلی د ګټی لپاره د افغانستان له مرکزی بانک څخه اخیستی دی.؟
--- مجددی ولی دوه مليونه ډالردبانک نه استی دی.؟
خو مسعود دغو پوښتنو ته جواب نه وايې .او يواځی دومره وايې ، چې چمتو دی د جنرال دوستم ځواکونه دښار نه وباسی .]
د يادونی وړ ده چې عظیمی اودهغه دجرم شريکان کارمل اونورو کله چې دافغانستان دولتی نظام ړنګ کړ، ملی اردو يې منحل کړه.
اودملی نفاق اور يې بل کړ .دهغوی لپاره هغه وظايف چې روس او ایران ورکړی وه نور ختم شويوه.او دتیښتی وخت رارسيدلی وه.هغه وظيفه درلوده چې دهيواد دتباهی عاملين په امن کی دهيواد نه وباسی .هغه پدی اړه په 590 مخ کی داسی ليکی : ببرک کارمل چې دکابل د ګارنیزيون په څنګ کی د مکروريانو په 240 بلاک کی اوسيده له کابل نه مزارشريف ته اوبيا حیرتانو ته ولیږدول شو .انا هیتا راتب زاد او دګوند نور کادرونه دکابل دګارنیزيون په مرسته ددهلی په لور واستول شول.
ددی لپاره چې دهيواد دتباهی د عاملينو څیری اولاسونه د هيواد په ملی ناورين کی په ښه ډول دليدو وړشی لازمه ده چې ددغه ملی ناورين ټول مراحل په مستند ډول بيان شی. پدغه اړه ځه ديوه اافغان ليکوال .ش .ستانیزی کتاب ته .چې نوم يې :( واقعات و حوادث از پا تک شاهی تاکیبل شاهی) .دی مراجعه کوم .چې د1379 کال په منی کی دچاب نه راوتلی دی .سره لدی چې په دغه کتاب کی صرف دکابل جريانات ثبت شوی خو بيا هم دتوجه وړدی.ځکه دافغانستان د 250 کلن سياسی نظام دورانولو ټول مراحل په هغی کی دليدو وړدی [ – (. دبیښور معاهده ). د اپريل په 24 کال 1992
کی د تنظیمونو تر منځ دا لاندنی معاهده لاس ليک شوه. بسم ا لله الرحمن الرحیم. ..
1 -- پريکړه وشوه چې دحضرت صبغت اله مجددی تر مشری لاندی يو پنځوس کسیزه هيات دا خل دافغانستان ته ولاړ شی تر څو ددو مياشتو په موده کی دکابل دموجوده واکداری څخه قدرت په پوره ډول پی له قيد او شرط څخه تر لاسه کړی .ددغه هيات مشری به په همدی دوه و
مياشتو کی ددولت درياست ممثل وی. دغه هيات به ددغی مودی څخه وروسته د عبوری دولت تر اخره د اسلامی موقتی شورا په حیث پاتی کبږی او رياست به د حضرت صبغت الله مجددی په غاړه وی. ددشورا موده به هم څلور مياشتی وی .
2 – پريکړه وشوه چې استاد ربانی به دڅلورو مياشتو له پاره د افغانستان د اسلامی موقت دولت دريا ست ممثل وی دغه هيات به ددغی
مودی خخه وروسته عبوری دولت تر اخره د اسلامی موقتی شورا په حیث پاتی کیږی .او رياست به د دحضرت صبغت اله مجددی په
غاړه وی .ددی شورا موده به هم څلور مياشتی وی .
3 -- دا پوره تعين شوی موده يوه ورځ هم نه تمديدیږی . 4 -- د صدارت مقام او د کابينی نور غړی به د تنظیمونو د مشرانو يرته
ددغو تنظیمونو ددوهمه درجه غړو څخه ټاکل کیږی .
5 --- دصدارت مقام حزب اسلامی ته ورکړ شو . 6 -- د صدارت معاونیت او داخله وزارت اتحاد اسلامی ته .
7 -- د صدارت معا ونیت او داخله وزارت د مولوی خا لص حزب ته . 8 --- دصدارت معاونیت او خارجه وزارت محاذ ملی ته.
9 -- ددفاع وزارت جمعیت ته . 10 --- ستره محکمه حرکت انقلاب اسلامی ته .
او دا پريکړه هم وشوه چې شورای رهبری به علاوه پر تقسیماتو او تعيناتود نورو د پاره وزا رتونه تثبیتوی ددی ټولی پروسی عمر شپږ مياشتی دی او پدی ترڅ کی به د را تلونکی حکومت د پاره اسلامی متفق علیه شورا تصمیم نیسی .اودهغه اتقالی عمر به دوه کاله وی .
ددغی معاهدی په پای کی .دغواشخاصو امضا ګانی کړيدی . مولوی محمدی ،مولوی خالص ، بر هانالدين ربانی ، عبد الرب رسول سياف
قطب الدين هلال ،پیر سيد احمد ګيلانی ،او صبغت اله مجددی . ( د صبغتاله مجددی حکومت ): . پشتو ژباړه.
د ثور په 8 . صبغت اله مجددی کابل ته ورسيد.په پل چرخی کی نبی عظیمی . د هغه نه استقبال وکړ .په لارو کی خلک نه ليدل کيدل .کله چې شاه شجاع د انګریزانو لخوا کندهار ته راوړل شو . خلک دلارو دسرنه تخديدل .همدا صحنه دمجددی دراتګ په وخت په کابل کی وليدل شوه .مجددی چې رحیم وردګ دهغه سره مل تيا کوله ، دمرحوم سردار نعیم په کورکی ځای په ځای شو .او دهغه ځای نه يې هغه محفل کی چې دخارجه چارو په وزارت کی جوړ شوی وه برخه واخسته .دخارجه چارو د وزارت په تالار کی عبدالرحیم هاتف د جمهوری رياست معاون.او فضل حق خا لقيار صدراعظم د خبرو کولو وروسته دولتی قدرت ، حضرت صبغت اله مجددی ته د جهادی شورا ریس او ددولت دممثل په توږه تسلیم کړ.په همدغه ورځ د خا لقيارموټر د خارجه چارو دوزارت دتالارنه مجاهدينو غلا کړ . صبغت اله مجددی دثور په 9 په کار پيل وکړ داحمد شا مسعود قواوی ددولت سره يوځای شوی او شورای نظار يې جوړه کړه.د وحدت ګوند پر وزارت داخله باندی قبضه وکړه .او دکابل ښار دقوماندانانو تر منځ تقسیم شو .تپه مرنجان ددوستم دقواو لخوا اشغال شوه .کوته سنګی او څلورمه کارته د
د مزاری او اتحاد اسلامی تر منح تقسیم شوه .د عمومی سرک په دواړو خواو کی دد همزنګ نه تر میر ویس ميدان پوری .په يوه خوا کی اتحاد اسلامی اوپه بله خوا کی حزب وحدت او حرکتيانو ځای نيولای وه .
دمجددی دحکومت په اوله هفته کی لوټ تالان په ټول کابل کی پيل شو. شهر نو او داخله وزارت ،میر ویس ميدان ،کارته يې چار اوسيلو
ددوحدت ګوندلخوا چور او چپاول شوه .د وسلو ګودامونه دلوټمارو په لاس کی ولويدل. څلوزره موټر ددفاع دوزارت په شمول د شورای نظار او وحدتيانو لخوا غلا کړای شول.د صدارت مقر هم لوټ کړای شو. ..... په ګردیزکی ټانک او سقيله وسلی د حقانی دټوپکيانو لخوا
اره شول او پا کستان ته منتقل شول.په کابل کی دارتزاقی او تعاونی موادو ګودامونه لوټ شول مجددی په افتخار ويل چې زما دقدرت په وخت کی دارتزاقی موادو نرخ ټیټ شويدی.اما دی خبر نه وه چې دامواد جهادی داړه مارانو غلاکړيدی او اوس يې په ارزانه بیه خرڅوی
لوټ مارو حتی د جنازی موټر غلاکړل اودملی بس موټری دټولو نه لومړی پیښور ته ورسيدلی.مطبوعاتو سقوط وکړ.په کابل او ټول افغانستان کی دنواز شريف دامر په اساس دافغانستان مدرنه او عصری اردو منحل شوه او دهغی ځای جهادی قطعاتو ونيوه .د کابل په ښار راکټونه فیر کيدل او هره ورځ په لسهاوتنه دکابل بی دفاع خلک شهيدان کيدل.په دولتی ادارو کی مطلقه انار شی موجوده ده مجددی دجوزا په 5 پاکستان ته سفر وکړ نواز شريف هغه ته دلس مليون ډالرو چک ورکړ .خوددغه چک سرنوشت معلوم نشو . هغه مزار شريف ته سفر وکړ اوددوستم سره يې مذاکرات وکړل او هغه ته يې د خالد بن وليد اوستر مجاهد لقب ورکړ...........ددولت او حزب اسلامی تر منځ
شديده جګړه پيل شوه.......دوحدت ګوند اواتحاد اسلا می تر منځ جګړه پيل شوه .پو هنتون او پولیتخنيک او ټولی لیسی او دولتی ادارات چې دوحدت دګوند په واک کی وی .بند شول. په ښار کی دهوتلونو اوګودامونو نه شراب را ایستل کيدل او دخلکو په مخکی د ټانک لاندی کيدل
اما په مقابل کی د خلکو په ناموس اومال دجهاديانو لخوا تعرض کيده او لوټ کيدل. په ټول ښار کی دوسلو دخرڅولولوی مار کیتونه جوړشول...يوميل کلا شنکوف ديو قطی ال ام سګرت سره معاوضه کيدل.........
بلاخره صبغت اله مجددی دسر طان په7 . دبیښور دمعاهدی دفیصلی مطابق قدرت استاد ربانی ته تسلیم کړ. .... دسرطان په 23 په کارته چار ،میر ویس ميدان اوکارته مامورين کی د شورای نظار حزب وحدت اسلامی او اتحاد اسلامی تر منځ جګړی پيل کیږی.....
دربانی دحکومت نه څلور مياشتی تیری شوی خو استاد پدی دليل چې دقدرت خلا را منځ ته نشی داهل حل او عقد دشورا ددایريدوپوری خپل کارته دوام ورکوی . ... دکلبل په ښار راکټونه داغل کیږی هره ورځ په لسهاوتنه شهيدان کیږی .دکابل په غرب کی ټول ډیپو ګان، دکابل پوهنتون او دمعارف دوزارت دکتابونو ګودامونه لوټيېږی .مکتبونه سوځول کیږی .د سوريا په مکتب کی ددريو سوو په حدود کی
پښتانه او تاجکان ژوندی سوځول کیږی. دوحدت ګوند دا جنايات په حره کتيانو او حرکتيان يې دحزب وحدت په غاړه اچوی .درحمن بابا
لیسه،رابعه بلخی اوسوريا په اور کی وسوځول شوی.دکابل فضا دلوګی نه ډکه ده دراکتونو اواو دسقيله وسلو دمرميو انفجار وحشت جوړ کړيدی .دکابل اوسيدونکی په خپلو کورونو کی پټ شوی او دراکټونو دراتګ انتظار باسی، دغوګونو پريکول،دمیخونو ټکول ، دسينوپريکول،او دپښتنو او تاجکو ژوندی سوځول دکابل په غرب کی پيل شول......ددلوی دمياشتی په 24 ددولت او وحدت ګوند دجګړی څلورمه مرحله پيل شوه .په سل هاو راکتونه اود هاوان مرمی فیر شوی.دکابل په ښارکی دهزاره ګانو لخوا شب نامه خپره شوه په هغی کی ويل شويوه .چې مزاری دهزاره قوم تباه کړ.موږ په دولت کی 6 چوکی لرودا موږ ته کفایت کوی څوک موږ ته دصدارت او جمهوری رياست چوکی نه راکوی.چنګ په شدت دوام لری ددولت قواوی پرمخ ځی دبولیسو اکادمی د څارندوی روغتون،او دعلومو اکادمی اودباغ با لا دوحد تيانو دوجود نه پاکیږی...مولوی منصور دربانی طرفدار او ضپتو خان دلوګر والی ترور کیږی...وعلومو داکادمی نه 2500تخته قالينی دوه بوجی دالر په زرګونه تلویزيونونه اویخچالونه اونو رسامان الات چې دخلکو دکورونونه غلا شويوه.دجمعیتيانو په لاس ورغلل
بيا معلومه نشوه چې هغوی دا مالونه څه کړل....جنرال حميد ګل کابل ته راغی چې امنیت تامين کړی.په تهران کی استاد ربانی او رفسنجانی دحوت دمياشتی په 23 ملاقات وکړ. رفسنجانی دسولی غوښتونکی شو او وی ويل .چې ایران حاضر دی چې خپل ټوپکيان
دامنیت دتامين لباره کابل ته ولیږی ....تورن اسماعيل دحکومت داجازی نه په غیر ایران ته سفر وکړ چې دایران دحکومت سره قراردادونه امضاکړی.....دایران دخارجه چارو وزیرمعاون ددوستم سره په يوه ملاقات کی وويل: کچېری په افغانستان کی داقلیتونو
حقوق مراعات نشی سوله نشی راتلای.]
(داپه دغه کتاب کی دمجاهدينو ديوه کال 1371دجناياتو او ملی خيانت لند ه خلاصه وه چې ټکی په ټکی نقل شوه .خو بيا هم لازمه ده د72 نه تر76 کال پوری حوادثو ته هم لنده اشاره وشی چې پدی کتاب کی راغلی دی.چې ټکی په ټکی هغی ته به دپښتو ژباړی په شکل کی اشاره وشی.) احمد شاه مسعود په جبل سراج کی کله چې يې دجنګی بنديانو سره ليدل.په لودسپيکر کی خلکوته داسی وويل: ای مجاهدو قوماندانانو
د پښتنو پر ضد قيام وکړی..کچېری پښتانه دوباره قدرت ته ورسیږی .څرنګه چې يې د بچه سقاو په دوره کی تاسی لوټ کړی .هغوی بيا هم تاسی لوټوی.هغه دخبرو په حال کی وه چې په هغه ډزی وشوی.او مسعود په ډیری عجلی سره دصحنی نه وتښتيد او ځان يې پټ کړ.
عزیز مراد وويل.اميددی چې دثور 28 .دکابينی سر نوشت تعين شی . دزاړه ښار اودميوند په جاده کی دجمعیت او ددوستم دقواو تر منځ
جګړه پيل شوه او 7 ساعته يې دوام وکړکورونه وسوځيدل اوتخریب شول.جنګونه دوام لری او راکتونه دکابل په ښار داغل کیږی.
فهیم دعمومی امنیت ریس په يوی مرکی کی وويل: خارجيان ځموږ په چارو کی مداخله کوی.دهغی ژوندی مثال حزب وحدت دی.چې دایران لخوا تحريک او تمويل کیږی.پدی اړه معتبر اسناد ځموږ په لاس کی موجود دی.چې دمزاری دتیښتی وروسته دعلومو داکادمی نه داسی اسناد په لاس راغلل .چې دوحدت سره دجمعیت جنګی اسیرانو نه ایرانيانو تحقیق کاوه.. .ټاکل شوی وه چې په 8 دثورحکمتيار کابل ته ورشی.دحکمتيار کابينه دلاری دبنديدو په خا طر ونشول کولای چې په دارلامان کی راغونډشی.لس تنه وزیران يې چې غوښتل يې دبل چرخی دلاری نه چار اسياب ته لاړ شی.دمسعود دټوپکيانو لخوا ونيول شول.چې بيا دسعودی عربستان دسفارت په منځ ګړیتوب خوشی شول(.2 دجوزا) .په 8 دجوزا يو تعداد وحدتيان چې په غوښه کی يې زهر بیچکاری کړی وه دپولیسو له خوا ونيول شول.دسرطان په 12
استاد ربانی په شاهی ارګ کی ددوستم سره ملاقت وکړ هغه ترکيې ته لاړ او دوستم يې دکفيل په حیث وټاکه. ..عزیز مراد دبی بی سی
سره په يوه مرکه کی وويل:چې بالا حصار دشورای نظار په لاس کی دی او دوستم په تپه مرنجان کی مقاومت کوی... په 12 دجدی جګړی شدت پيدا کړ .پدی سوزونکی جګړه کی حزب اسلامی اووحدت هم برخه درلوده.ربانی دجدی دمیشتتی په 11 ددوستم پر ضد دجهاد اعلان وکړ .په 11 دجدی جګړه ددوستم او جمعیت ترمنځ په پل محمود خان او دميوند په جاده کی کی پيل شوه ...دوستميان دجمهوری ريا ست پوری پر مخ لاړل اما د3 پجونه وروسته دوستميانو دپل محمود خان نه چمن حضوری خواته عقب نشينی وکړه....دجدی په 19 دتوپ او هاوان مرميو نه علاوه 120.راکتونه په کابل وداغل شول ...دشازده سرای دجمعیت اواتحاد لخوا لوټ شو او بيا ورته اور واچول شو....
حامد کرزی چې بندی وه خوشی شو.هغه وويل چې موجود حکومت دحکومت کولو لياقت او اهلیت نه لری... دکابل ښار دوباره دهوای حملو لاندی واقع شو د جدی په 24 په جلال اباد کی دمهاجرينو تعداد20 زرو تنوته ورسيد. ددلوی د مياشت په 22 استاد ربانی د انتر کانتی ننتال،
په هوتل کی دحزب وحدت دنمايندګانوسره ملاقات وکړ .هغه افشار دوباره حرب وحدت ته وبا ښه او هلته 1500 تنه وحدتيان
دمزاری شا خه ځا ی پر ځای شول .( ديادونی وړ ده چې دکابل خلک د مزاری د ظلمونونه ډیر په تکليف وه نو هغوی يو ليک دکابل اونیزی ته دنشر په خاطر واستاوه ځه صرف ددغه ليک ځينی برخی دهمدی کتاب نه چې ډیر مهم سند دی نقلا دلته راوړم.)دکابل دخلکو سر خلاصی ليک ..
داسی اوازی موجودی دی چې ګويا دولت حزب وحدت ته اجازه ورکړی چې د افشارو په غره کی پوستی جوړی کړی.ايادولت په
1371 او 1372 کی دمزاری فجایع هیری کړيدی ؟ داسلامی انقلاب دپيل نه تر اوسه په زرهاو راکتونه.او هاوان مينونه دمزاری لخوا
په خیرخانه،کارته مامورين، کارته پروان ، شهر کهنه شهرنو ،خوشحال مينه اوپغمان باندی فیرشول.چې دزرهاو تنو دشهادت باعث شول
اوفاميلونه د 3 ، 5 ،6 ، 7 ناحيونه فرار او مهاجر شول.دهغوی کورونه چور او وران شول.ايا مسولينودچهل ستون.اود 3، 4 کارتی دخلکو ليک
چې په هزاره قوم پوری اړه لری او دکابل په اونیزه کی نشر شويدی ندی لوستی؟ ايا هغوی مزاری جنایتکار او سادسیت نه وه معرفی کړی
؟ايا دکابل دعالمانو اعلامیه هیره شويده .؟ ايا هغه تعداد جنایت کاران چې دعبدلواحد ترکمنی په مشری په ميوو او سبزیجاتو کی زهر ګډ کړيوه چې دسلهاو انسانانو دشهادت باعث شول هم هیر شويدی .؟ ايا دتیر کال خاطره داجتماعی علومو په انستیتوت او دافشارو په بوستوکی دهغه ښحو جسدونه پيدا کيدل چې په هغو تیری شويوه اوبيا يې سرونه پری شويوه هیرشوی.؟ ....عبدلعلی مزاری دپښتنو او تاجکو ورونو د وژلو او لوتولو نه علاوه په ملياردونو ډالر مادی زيان افغان مظلوم ملت ته رسولی.يواځی دکابل پوهنتون ...په مليون هاو ډالر ضرورت لری چې دوباره احيا او ترمیم شی.مزاری دکابليانو دوژلو نه علاوه دغه موسسات اومکاتب لوټ کړی او تخریب کړی.
داخله وزارت او ټولی نظامی قرار ګاه ګانی.په شهرنو ،قلعه فتح اله خان ، دتجارت وزارت، داوبو او بریښنا وزارت ،دصنایع وزارت،
د کرهنی وزارت،دلوړو زدکړو او عالی تحصيلاتو وزارت،دکابل پولی تخنيک،دوطن پالنزی،دڅارندوی اکادمی،دڅارندوی 200 بستر روغتون، داجتماعی علومو انستیتوت،دواکسين جوړولو موسسه،دارلمساکين،دیخ جوړولو فابريکه ،دخصوصی سکتور رياست،مرکزی سيلو ،د څلورمی کارتی ددوا جوړولوعمومی دیپو ، دبوتون فابريکه ،دمخابری لوا،د توپچې لوا،دراکت لوا،د کشف قطعه ،دوسلو ګودامونه د کرغ په غره او تپه تاج بیګ کی،ددارال امان قصر،دکوکا کولا فابريکه،دحيواناتو او الوتونکو دمرضونو انستیتيوت ،دنور روغتون،دملا ريا سره دمجادلی انستیتوت ،دښځو سناتوریم ،دعلی اباد روغتون ،دعقلی عصبی روغتون ،داتا تورک داطفالو روغتون.
دسره صلیب روغتون، دنارينه و سناتوریم ،دکابل پو هنتون دهغی دتولو بوهنځيو سره،دکابل پوهنتون ليلیه ،کتابخانه،په لسهاو لیسی.ابتدايېه مکاتب ، حبیبیه او ،حربی ښونځی،عالی دارالمعلمين.ثانوی تخنيک ،د غازی،محمود طرزی ،رابعه بلخی ،رحمن بابا،سوريا،رخشانه ،کارته چار لیسی اونور. همدارنګه په ګزر ګاه کی دپولند سفارت،دشوروی سفارت،5 رياست اونور ټول دمزاری لخوا لوټ شول چې خساره يې دملياردونو ډالروته زياتیږی.ايا داسی يو سړی چې هيواد ته يې مادی او معنوی زيان رسولای وی عفوه کيداشی....تاریخ به هغه عفوه نکړی....موږ دکابل ښاريان په صراحت سره وايو چې ددفاع وزارت اواسلامی دولت ځموږ دکابل دځوريدلو خلکو اواز واوری.......
مزاری ددينه غافل دی چې هزاره خلک دتاریخ په اوږ دو کی دخلکو په زړنوکی ځای درلود.او په هر وخت اوزمان کی دربارته نژدی وه
لری نه ځو تیر 20 کاله په نظر کی نیسو.ايا دظاهر شاه په وخت کی داکتر سهرابی اونور دوخت وزیران نه وه.ايا سلطان علی کشتمند دکمونستی حکومت برجسته غړی نه وه؟ ايا همدا اوس ..... دکانونواوصنایعو وزیراو کریم خليلی دماليې وزیر ندی..په پای کی موږ
په اسلامی دولت ،انتقاد کوو.او په تشویش کی يو چې مزاری ته دافشارو دوباره تسلیمول په خا ص ډول ستراتژيک نقاط ايا ددولت ماته نده.... داعمل به ستر مصیبت دکابل خلکو ته راوړی..... 15- 3- 1373 . شمسی کل .د کابل ښاربانو دامضا ځای .
دحمل دمياشتی په 6 – دارګ په شاوخوا ،دما ليې وزارت ، داستقلال لیسی .دپوهنی وزارت ،دزرنګار پارک او پل خشتی کی 62 راکتونه
ولګيدل چې په هغی کی 32 تنه مړه 63 تنه تپی شول.. .د چلستون په شاوخواکی پنجابيان ، او عربان وليدل شول.عربانو په خپلو تورو
افغانان په بی رحما نه ډول حلا لول .هغوی د اله اکبر په ويلو سره اول دهغوی دغاړی رګ پری کاوه او دهغی وروسته به يې دافغان
سر دهغه دتن نه جلا کاوه ددی نه وروسته به جنایت کار عرب په وينو ککړه توره څټله او بيا به يې په تيکی کی ایخودله ....
په دارالامان کی موزیم تخریب اوتاریخی اثار دوحدت ګوند لوټ کړل.او هلته هغه ودانی چې دامان اله خان په وخت کی جوړ شوی وی.
ټولی ورانی کړی او دهغی کړکی لرګی د ځان سره وړل .دد ارل امان قصر هم هغوی همدارنګه وران کړ .... په چهل ستون کی داوسپنو لوی ګودام ليدل کيده چې يو من په 50 افغانی خر څيده .... قاچاق برانو دغه اوسپنه اول لوګر اوبيا پا کستان ته وړله.
د سرطان دمياشتی په 8 په جلال اباد کی جناب حکمتيار، صبغت اله مجددی ،جنرال فوزی ، حزب وحدت غونډه وکړه . دجلسی په پای کی هغوی د پاکستان نه وغوښتل چې دربانی په لری کولو اودهيواد دمشر په ټاکلو کی مرسته وکړی...په تهران کی د افغانستان سفیر
دایران خارجه وزارت ته احضار شو او هغه ته وويل شول: چې پر مزاری باندی تعرض شويدی او ایران پدی مورد کی بی تفاوته پاتی کيدای نشی. دافغانستان خارجه وزارت دایران دا ادعا دحقیقت نه لری وګنله او هغه يې دافغانستان په چارو کی صریح مداخله و بلله....
کله چې دکابل غربی برخه د مزاری دوجود نه پاکه شوه .دسيد کاغذ دسينما نه دلسهاوښحو بربند جسدونه چې پرهغوی تعرض شوی وه اوبيا وژل شوی وی.کشف شول .ډیری بوجی ګانی چې دښحو دسر چوټيو نه ډکی شوی وی.په لاس راغلی .او دکابل په پوهنتون کی
داسی اجساد په لاس راغلل چې په ولاړه دفن شوی او سرونه يې پری شوی وه.دپولند په سفارت کی د ګزرګاه خواته يوتعداد ښځی
چې سرونه يې کل شوی وه ازادی کړای شوی.]
-- داسلام په نامه دخارجی هيوادونو شريکی دسیسی.
داوه داسلامی تنظیمونو په لاس داسلامی حکومت په دوران کی دشويو جنلیتونو لنډ ګزارش چې په مستند ډول دهغی نه يادونه وشوه ..اوس.د هغه اسلامی تنظیمونونه چې دټولونه زيات دشويو جناياتو مسولين دی .لکه وحدت اوشورای نظارنه څوک.دانافغانانو دوژلو پوښتنه نه کوی. هغه هم.پدی ضعيف منطق چې سوله خرابه نشی حتی دهغوی نه خلکو ته دمالی رسيدلی زيانونو تاوان هم نه اخستل کیږی .سره لدی چې هغوی اوس په همدی هيواد کی واک چلوی. او مليونونو ډالر لری.
د تعجب وړ خبره داده .هغه کسانو چې دغه جنایتونه کړی د 1992 کال نه تر اوسه واک چلوی او.نن يې په دفاع کی 36 هيوادونه دخپلو عسکروسره ولاړ دی دا دهغوی کاری تیم دی .دغه هيوادونه.خپل ټول نظامی ،اقتصادی، استخباراتی،او تبلیغاتی امکانات دهغوی په واک کی ورکړی.ځکه خارجيان ددوی په شان کسان چې په خپلو خلکواووطن هیڅ رحم ونه لری.او حرفه يې وطن فروشان او ملی خاينين وی .نشی پيداکولای .چې خارجیيان په هغوی خپل اهداف عملی کړی.ددغو ښکاره مجرمينونه د دوه تنو لپاره نن ډیر کار کيږی.يو مسعود اوبل مزاری .دهغوی عکسونه خپریږی، مجسمی جوړیږی،او فرهنګی ټولنی هغوی ته کار کوی .دهغوی نه اتلان جوړوی.او حتی دمسعود عکسونه په رسمی دوایروکی ځوړند دی.داددی خبری ښکاره ثبوط دی چې او س څوک حکومت کوی او واک چلوی.او دد موکراسی او بشری حقوقو دشعارونو شاته .اصلی او عملی سياست دسياسی اسلام د شعار لاندی کوم دی.دهغوی روان تبلیغاتی سياست دافغان روشنفکرانوپر ضد دزهر جن پرو پا ګند دوام دی چې خپل کاری تیم يا دبشریت دشمنان په قدرت کی وساتی او تول مسولیت افغان روشنفکرانو ته متوجه کړی..اوس ليدل کیږی چې دداود دوخت تکنوکراتان اونورو سياسی مداريان. دافغان روشنفکرانو دبدنامولو لپاره په جهانی تلویزيونونو کی.چې د خارجی جواسیسو لخوا دهغوی په واک کی ورکړ شوی. شديد عوامفریبانه تبلیغات پدی خاطر پيل کړی چې دموجود ملی ناورين نه دخلکو توجه بلی خواته شی او افغان روشنفکران تخریب شی. اوس ښکاره ليدل کیږی چې .راديو تلویزيون، انترنتی پاڼی،ورځپانی،کتابونه، اوپه جوماتونوکی.ددغو هيوادونو لخوااستخدام شوی مبلغين.ددغو جنایت کارانو په ګټه او دافغان روشنفکرانو پر ضد په کارلويدلی.دغه لوی تبلیغاتی ماشين .دخارجی هيوادونو لخوا استخباراتی وظايف سرته رسوی. چې عامه ذهنیت ته په هغه جهت کی سمت ورکړی.چې دوی يې غواړی. اوس ليدل کیږی چې حتی ددغو تلویزيونونو په سياسی .بحثونوکی.دخارجی جاسوسی شبکو افغان غړو.خاص ګروپونه جوړ شوی چې داوريدونکو په شکل کی دمداری او جنبوری رول لوبوی او بيا دغه مداريان.د افغان روشنفکرانو.دبد نامولو او تخریب په خاطر.دهغه چټلو بازاری کلماتونه استفاده کوی .چې دانسان نفرت او کرکه تحريکوی.سره لدی چې ددوی کرکجن ماهیت.او اصلی څیره اوس خلکوته روښانه شوی ده.خو ددوی رزيلانه هڅی اوس هم دوام لری.دشمن د دغه تبلیغاتی ماشين.په وسيله دافغانانو دمعنوی تباهی لپاره کار کوی.دوی تور سپينوی او سپين توروی.حقیقت وژنی او درواغ په حقیقت بدلوی.او د افغانستان عينی تاریخ تحرف.او دعوام فریبی داستانونه جوړوی. دمعلوم الحال اشخاصو په وسيله.په جعلی عوامفریبانه سياسی تحليلونو خلک غولوی. اوس ددی وخت رارسيدلی دی چې افغان وطن پالونکی.ددشمن دغه تبلیغاتی ماشين مات کړی. افغان وطن پالونکی روشنفکران په قوی ارادی او مشترک کار سره حقایق خلکوته توضیح او دهغوی د ذهن په روښانولوسره کولای شی چې ددشمن داسنګر مات کړی. ځکه.همدا تبلیغات دی چې دوطن دتباهی عاملين يې په قدرت کی ساتلی او عامه ذهنیت يې دهغوی منلوته تيارکړی دی. او واقعی وطنپالونکو دتجريد لپاره يې کار کړيدی او پدی ډول يې دهيواد ملی ناورين ته يې د دوام ورکولوژمينه برابره کړيده.
ما فيايې ډلی يا دهيواد اصلی اداره کونکی پټ تشکيلات .
خارجيانو داسلامی ګوندونو په وسيله دمافيايې ډلو په جوړولوسره ډیر اهداف تر لاسه کړی.مثلا 1 --.د ملګرو ملتونو د احصايې مطابق هرکال تر 8000 ټنو پوری مخدره موادخارج ته صادریږی.دا به ډیره ساد ه ګی وی که داسی تصور وشی چې افغان دهقان دا مخدره مواد.په خره باروی اوبيا يې داوروپا اونوری نړی بازارونوته انتقالوی.هیڅوک نشی کولای.دامنیتی او استخباراتی کړيو دمرستی په غیر دا کار وکړی.په ټوله نړی کی ددغو موادو انتقال رسما لوی جنایت شمیرل کیږی.اما په عمل کی د افغان او خارجی پټو جنايې تشکيلاتو لخوا چې مافيا ورته ويل کیږی دا کار هره ورځ تر سره کیږی.ځکه خارجيانوته دا ملياردونه ډالر عايد دی.چې هم دروان جنګ مصارف پوره کوی.اوهم دوته لویه سرمایه پاتی کیږی. دمخدره موادو دقاچاق پرضد تشکيلات چې هدف يې صرف دخالی ذهنه افرادو غلول دی.يوځی تبلیغاتی جنیه لری- 2 –د نوی حکومت د 8 کلن حاکمیت وروسته .بيا هم په ایران او پا کستان کی د 4 مليونوافغان مهاجرينو دراتګ مخه ديوه پلان مطابق نيول شويده .همدا نن کچېری دوی ونشی کولای دسياسی ما فيا دلار ی دولتی نظام بدل يا استعمال کړی.کافی ده چې دغه مهاجرينوته په يوه وخت دافغانستان په لور حرکت ورکړی.دا انسانی سيلاب کولای شی نه يواځی سياسی نظام بلکی ټول افغانستان ديو لو ی بحران سره مخ کړی.دمهاجرينودنه راتګ دليل بی امنیتی ده .اودا بی امنیتی اسلامی حاکم ګوندونو او ددوی ما فيايې ډلو دپلان مطابق جوړه کړيده.3 – نن په اروپا امريکا او نوروهيوادونوکی په لسهاوزره روشنفکران،داکتران ، انجينیران ،او عالمان اوسیږی چې هيواد ته دورستنيدلو وسواس او قوی اراده لری.افغانستان هم دوی ته شديد ضرورت لری.دهغوی جمعی ورتګ او دهيواد سياسی اواقتصادی چارو کی برخه اخیستل دهيواد سياسی سیستم او دمافيايې ډلو حکم حالت ته تغیر ورکولای شی او دنظام څیره بدلولای شی.نوځکه دمصنوعی بی امنیتی په راوستلوسره ما فيايې ډلو دهغوی دراتګ مخه هم نيولی ده.4 – نن هر څوک پدی پو هیږی چې په افغانستان کی د صنعت او تجارت درشد لپاره.امنیت ته شديد ضرورت دی.دا امنیت ددوی دما فيايې ډلو لخوا له منځه تلی دی .دو په دی کار سره حتی خپل اصول چې دسرمايداری نظام جوړيدل دی د پخو لاندی کړی\\\.- پورتنيو حقایقو ته په کتلو سره داويلای شو چې اوسنی نظامی سياسی ، اقتصادی ،اوفرهنګی بحران ټول ديوه تنظیم شوی پلان مطابق جوړ شوی. دمثال په ډول 8 – کاله کیږی چې دبن دغوندی په اساس افغانستان کی مافيايې ډلی واک چلوی.اوخپل قدرت يې زيات کړيدی.
سالم انسانی عقل دا هیڅکله نشی منلی.چې مشهور غله، لوټماران،دخلکو قاتلان، دافغانستان دنوم دشمنان،وطنفروشان.وکولای شی.ملی ګټی تامين کړی،امنیت راولی،اداری فساد ختم کړی ،اجتماعی عدالت راولی،او په حکومت باندی دخلکو باور زيات کړی.دا حا لت په افغانانو باندی دخارجيانو ملندی وهل دی.
کچېری دغو پور تنيو حوادثو او حقایقو ته لږ دقت وشی ، دا به په ډاګه شی .چې په سياسی اسلام کی هرڅه جایز دی.دخلکو وژل
دهغوی دبدن ټوتی په بمونو الوزول.دهغوی په ناموس تعرض کول.
وطن تباه کول،دهيواد ورونو قومونه په جنګ اچول ،او وطن خرڅول. ملی خيانت کول داټول ، دهغوی لپاره جنایت نه شمیرل کیږی. او عادی کار دی. او اجوره يې هم دخارجيانولخوا ورکول کیږی. ددی دليل چې خارجی هيوادونه دخپلو عسکرو دوينو په قیمت اسلامی تنظیمونه په قدرت کی ساتی .هغه ددغو تنظیمونو لپاره د،وطن،خلکو،اوحتی اسلام په مقابل کی د وجدانی مسولیت داحساس نه لرل دی.همدا علت دی چې خارجی هيوادونو.دسياسی اسلام نه ديوی ډیری قوی فکری او ايديا لوژيکی وسلی په توګه په افغانستان کی دحکومت کولو لپاره استفاده کوی. دا دهيواد دملی ناورين ددوام اصلی عامل دی. همدا دليل دی چې .دبن په کنفرانس کی خارجيانو هغه اسلامی تنظیمونو ته قدرت وسپاره چې دافغانانو هيواد يې تباه کړی وه .ديادونی وړ ده چې .په 2001 کال کی دبن د کنفرانس ددایريدلو په وخت ډیر منور او پوه خلک اوسياسی ګوندونه چې د جهانی ټولنی دتايد وړهم وه ، قصدا دحکومت په ترکیب کی دشامليدلونه لری وساتل اويا يې دوباره دمافيا يې دلو داعتراض په اساس لری کړل. ځکه دهغوی هدف دمافيای ډلو دجوړولو دلاری .دحکومت اداره کول وه .چې دهغوی مداخله ددولت په اداره کی دليدلو وړ نه وی او هرڅه دپردی تر شا بت باتی شی یعنی دپردی پرمخ داسلامی ګوندونوحکومت وی اما اصلی اداره ددوی په لاس کی وی. نوځکه دبن په کنفرانی کی هغه اسلامی تنظیمونوته قدرت وسپارل شو چې کابل او ټول وطن يې وران کړی وه.دادی اوس 8 کاله
وروسته داسی معلومیږی.چې دغه اسلامی تنظیمونه به دخارجی هيوادونودکاری ټیم په توګه په قدرت کی تل پاتی وی. دغو اسلامی تنظیمونواوس په هيواد کی سياسی مافيا جوړه کړيده . چې دغه سياسی مافيا به دخارجی استخباراتی شبکو په وسيله دهيواد سياسی سیستم کنترولوی. ځکه دخارجی هيوادونو لاس په دولت اوحکومت کی دتغیراتو دراوستلو لپاره.پټ وی .او خلک په هغه نه وينی .او دغه تغیرات به دخارجی هيوادونو مداخله نه کڼل کیږی .او ددغی مافيايې نظام رهبران به دپردی شاته دمعاملو وروسته . دانتخاباتی نندارو
د لاری دخلکو په منتخبو نمايندګانو بد لیږی .ځکه ويل کيدای شی.چې د بشری حقوقو،دموکراسی،مدنی ټولنی ، د قانون حاکمیت شعارونو
شا ته .دخارجی هيوادونو کاری تیم هغه اسلامی تنظیمونه دی.چې دادی دوه لسیزی واک چلوی.ددغو بدو شرایطو ديدلون اميد دیر کم دی.
دموجودو اسنادو پر اساس لکه چې وليدل شول دوه تنو دهيواد په تباهی اساسی رول درلود .مسعود او مزاری .دغه اسلامی دولت دهغوی نه اتلان جوړکړيدی.
او خلکونه يې داحق هم اخستی دی چې هغوی ته دمجرم خطاب وکړی.او يا دحاکم نظام نه دعدالت غوښتنه وکړی.او س دا په روښانه ليدل کیږی چې دخلکو رایه دقدرت منبع نده.بلکی دا خارجی هيوادونه دی چې د قدرت منبع جوړوی.موجود شخصیتونه چې دهغوی په زر اوزور جوړ شوی.دی. دخلکو دارادی تمثيل نشی کولای.که داسی نه وای نو د انتخاباتو وروسته به جګړه ختمه وای ځکه خلک دخپل منتخب حکومت پرضد قيام نکوی اويا يې نشی کولای. په طبیعی ډول خلک دهغه حکومت نه دفاع کوی چې رایه يې ورکړيده.
لکه څرنګه چې ليدل کیږی.دخارجی هيوادونو په دغه سيا ستونوکی .اسلامی ګوندونه په شمال اوجنوب ویشل شويدی .يا په بل عبارت.خارجی هيوادونه دوه کاری تیمونه لری .دشمال اسلامی ګوندونه اودجنوب اسلامی ګوندونه. په دغه تقسیم کی دشمالی ډلوته
ډیر امتيازات په برخه شويدی.حکومت اومالی چاری، ما فيايې ډلی چې په هغی کی سياسی،اقتصادی،مخدره مواد مواد اونوری مافيايې ډلی شاملی دی.هغوی وظيفه لری چې دملی نفاق اور تازه وساتی او دخراسان دنامه لاندی دهيواد تجزيې ته کار وکړی.او دهيواد اقتصاد کنترول کړی او داسی يو نظام جوړ کړی .چې اداری فساد.اورشوت ، بی عدالتی.په نا اعلان شوی قانون بدل شی.
خو پدغه تقسیم کی ډیر وژونکی اوتباه کونکی وظايف دجنوب اسلامی ډلو ته ورکړل شويدی کچېری تیر تاریخ ته وليدل شی.
دشمالی تلوالی اوروسانو دتوافقاتو پر اساس.چې په شمال کی دپښتنو نژادی تصفیه او په جنوب کی دهغوی ځپل دهغی هدف وه دشمالی ټل والی مافيايې ډلو مشرانو همدا قرار دادونه چې ملی نفاق او دهيواد تجزیه يې هدف و په 2001 کی داتلاف دقواو سره هم امضا کړل. چې ذکر يې دا ليکنه په کتاب بدلولاشی .دهمدی قرار داد و نود عملی کولو په اساس په 2001 کال کی 120000 تنه دشمال نه درسمی احصايې په اساس جنوب ته مهاجر شول. چې ځينی يې تراوسه هلته پاتی دی خارجيان کولای شی دغه مهاجرين خپلو کورونو ته ستانه کړی .خوهغوی دملی نفاق داور دبل ساتلو او نورو پټو سياستونو په خاطر داکار نه کوی . ..
-- په جنوبی ولاياتو کی د اسلام په نامه روان دوينو سيلاب.
.
سره لدی چې داسلام ددين نه سياسی قدرت ته درسيدلو ديوی وسيلی په حیث ګټه اخستل دسياسی اسلام تګلاره ده .اما دطالبانو غورزنګ
ځان ته دحقیقی اسلام پیروان وای.هغوی پدغه شعار: که مړ شوی شهيد يې او کچېری دی وواژه غازی يې همیشه دجنګ ميدان ګټلی خو دسياست ميدان يې بايللی دی.اوس دادی دهغوی دشهيدانونه هدیری ډکیږی او دمعلولينو لښکر ورځ په ورځ دزياتيدو په حال کی دی سره لدی چې هغوی پاکه عقيده لرله .خود خپلو ماتونه درس نه اخلی. او دهغوی دتباهی داستان بيا بيا تکراریږی.دغه حالت په دريو مرحلو ویشلای شو.. 1 – لومړی مرحله شورويان مات شول او ووتل خو رو سان راغلل او اسلامی دولت هغوی جوړ کړ.دولتی امتيازات دروسانو دافغان جاسوسانو په برخه .او دوينو تويدل او دجنګ په اور کی سوځيدل ددوی په برخه شول. 2 – دوی خپل حکومت د
امارت اسلامی د نامه لاندی جوړ کړ.اما سياست او دهغوی سياسی رهبری بل هيواد يا هيوادونو کوله .خو کله چې سترو قدرتونو بله
لوبه کوله .دغه هيواد دوی ټول لکه دقربانی پسونو په ډیر لوړ قیمت خرڅ کړل . دوی يوځل بيا په جنګ کی وړل شوی ميدان په سيا ست
کی پای لود.. 3 – دریمه مرحله .چې همدا اوس روانه ده . دسياسی درایت دنشتوالی له امله .همدا لوبه بيا دتکراريدلو په حال کی ده.
ځکه چې جنګ په تش لاس نه کیږی .وسلو او پیسوته ضرورت لری دا وسلی او پیسی داسمان نه نه راولیږی .دوی مجبور دی چې دنورو هيوادونو نه هغه ترلاسه کړی.هر هغه هيواد يا هيوادونه چې دا ورکوبی.په مقابل کی خپل اهداف لری.
او س دحاتم طايې وخت تیر شويدی او هر هغه هيواد چې څه ورکوی په مقابل کی ډیر څه غواړی..او دا واضح ده چې دغه هيوادونه دبل چا په غم نه ځوریږی .او خپلی ګټی او سياسی اهداف ورته مهم دی.نو ځکه سياسی لوبه خارجی هيوادونه ګټی او وينه دعقيدتی مسلما نانو تويېږی..ايا سالم عقل به داسی يوی تکراری تراژيدی ته دبيا تکرار اجازه ورکړی. ؟ جواب نه دی.دبلی خواخارجيان دجګړی ددوام لپاره قا طع دليل ته ضرورت لری یعنی دجنګ ديوه اړخ موجودیت . دبل اړخ دموجودیت ایجاب کوی.ځکه کچېری دااړخ موجود نه وی.جګړه دوام نکوی.دغه دليل يا بهانه طالبان دوی ته ورکوی خارجيان ضرورت لری چې خپل نطامی او استخباراتی قوت دجهانی رقابتونو په خاطر ځموږ په هيواد کی وساتی او ځموږ په هيواد کی مغلوبه جګړی ته پدی خا طر دوام ورکړی چې بل واقعی سياسی يا مسلح اپوزیسيون دجوړ يدو مخه ونيول شی. ددی کار لپاره .اوس حتی خارجی استخباراتی ډلی.دوسلوالو مخالفو دلو په جوړولوکی کار کوی اوس دمديا دلاری ويل کیږی .چې ډیرو خارجی هيوادونو .خپل مسلح جواسیس د طالبانو دنوم لاندی دجګړی ميدان ته داخل کړيدی.اوس به خلکوته دا ډیره مشکله وی چې داصلی او جعلی طالب فرق وکړی ځکه شرع ظاهر ته ګوری او ددغه جواسیسو ظاهری بڼه د طالب په شکل کی ده. اوس خارجيان علاوه د پیسو او وسلو دخپلو دډلو دتقويې لپاره دملکی خلکودوژلو دلاری.خلک تحريکوی چې دطالبانو سره يو ځای شی او په وسلو سنبال شی . مثلا.
سره لدی چې داتلاف قواوی دافغانانو په رسم او رواج، اودهغوی دانتقام جويې په روحیه خبردی.خو هغوی بيا هم د 2001 کال نه بيا تر اوسه پوری په واروار په جنوبی ولاياتوکی دخلکو په ودونو ، دهغوی دجنازی په مراسمو ،او دبی ګناه خلکو په کورونو، ړوند بمبارد کړيدی.پدی اړه حتی هغوی دمنتخب جمهور ریس کرزی اعتراضونوته هیڅ توجه نده کړی.ددی خبری ښکاره ثبوط او معتبر سند دی چې داتلاف قواوی د طالبانو دامحا لپاره نه بلکی دهغوی ډلوته دنويو احساساتی ځوانانود شاملولو په خاطر او دمخکنی پلان مطابق دا تحريکونکی ،اعمال په تکرار تکرارسره سرته رسولی دی.ددی نه علاوه.نورو شواهدوته هم اشاره کيدای شی.چې دا ليکنه اوږدوی.
دهيواد تیرو جرياناتو وښودله.چې په جنوب کی دپښتنو دځپلو لپاره دشمال اسلامی ډلو امکانات ډیر کم وه.نوځکه دادنده دجنوب اسلامی ډلوته وسپارل شوه. په جنوب کی دخارجی جاسوسی شبکو لخوا د داسلامی ډلو لپاره. . ددغو لاندی وظايفو اجرا کول مطرح وه : دمغلوبه خونړی جګړی دوام .( مغلوبه چګړه هغه ده چې په هغی کی ماته اودمرګ فیصدی زياته وی اويوه خواا داستخباراتی وظايفو په جريان کی ديوه ګروپ دمرګ په منلو سره هغی ته دوام ورکوی) خلک دهيواد دسياسی بهیرنه لری ساتل،.دداسی حلت راوستل چې په هغی کی په خلکو باندی د فقر ، ناروغی، جهالت او خارجيانوته دایمی احتياج، غمجن حالت حاکم وی ، .په جنوبی ولاياتوکی د پښتنو دځپلودهغوی دبیسواده کولو،او په فقر اودایمی احتياج ساتل وه دبلی خوا خارجيانو دجګړی دپيل لپاره . يوی بهانی ته ضرورت درلود . چې خلک وځپل شی او بيا دویری او وحشت په اساس دخلکو اراده ماته اوډیرو بدو شرایطو ته تسلیم شی. او دهمدی ویری او وحشت په اساس خلک دخارجيانو ټول پروګامونه په اسانی ومنی .
اسلامی ګوندونو دمغلوبه جنګونو په کولو. داسی يوه بهانه خارجی قواو ته په لاس ورکړه. ځکه دی جګړی کوم هدف نشو تر لاسه کولای .اما دبی دفاع خلکو دزپلو لپاره يې خارجی قواو ته بهانه په لاس ورکو لای شوه.چې ددی کار په جريان کی ډیر بی ګناه خلک ددغی دسیسی قربانی شول په پيل کی خارجی قواوته دا کافی وه چې ديوه کلی نه په هغوی ډز وشی او هغوی دسقيله وسلی په استعمال سره
دغه کلی دتولو انسانانو او حيوا ناتو سره په بل مخ واړوی .اوټول ووژنی .چې خلک دویری او وحشت په اساس هر ډول بدو شرایطو ته غاړه کیږدی..چې مثا لونه يې ډیر دی. اواوس ددنيا دتلویريونونو لخوا دهغی ډیر مستند تصاویر خپاره شوی.په جنوب کی اسلامی ګوندونو پدی منطق چې دخارجيانو پرضد جهاد کوی.د افغانستان په سياسی بهیر کی يې دخلکو داشتراک مخه ونيوله .او په انتخاباتو کی يې دهغوی ګډون منع کړ..داکار به ددی باعث شی .چې خارجيان هرهغه څوک چې وغواړی ددغو خلکو په نمايندګی .په ډیره اسانی پارلمان ته ولیږی.داسی کسان چې دخلکو په مقابل کی دمسولیت احساس ونکړی .او دملت په ځای خارجی بادار ته مسول وی خارجيانو داسی يو کار په خپله هیڅ وخت نشوکولای. خودغو اسلامی ګوندونو هغوی ته وکړ. دداسی خدماتو لړی اوس هم روانه ده.
هغوی په جنوب کی.دعلم اوتحصيل مخه ونيوله.مکتبونه يې وسوځول او معلمين يې ووژل.او خلک يې دجهالت تورو تياروته ورټيل وهل. دلارو جوړول او مدنی پروژو مخه يې ونيوله صحی کلينيکونه يې وران کړل.دخلکو دژوند سطحه يې ټیټه کړه .خلک يې په دایمی فقر او احتياج کی وساتل.. هغوی داسی حالت راوست .او ځوانان يې دنا پوهی او جهالت پداسی تورو تياروکی ډوب کړل.
او خرافاتی کړل .چې بيا دغه ځوانان دجنګ ددوام لپاره دهغوی دتوپ دخولی په غوښی بدل کړای شی.اوس هره ورځ دهغوی وينی تویږی .اسلامی ډلو هغه تنکی ځوانان دمرګ کندی ته اچولی چې دسياسی لوبونه خبرهم نه دی .هغوی ته ويل کیږی چې ځان ددنيايې عذاب نه خلاص کړی ځانونه داسلامی جهاد په لار کی قربان کړی چې ابدی راحت مو په جنت کی نصیب شی.دغه ملايان په دی دنياکی هغوی ته دجنت قوالی ورکوی .چې دا په خپله کفردی. صرف خدای پوهیږی چې څوک به جنت ته ځی .او څوک دوزخ ته.بنده دداسی فرمان دصادرولو حق نلری. ځکه خاتمه مستوره ده . اوس دا ځان مرګی بريدونه اکثر په جوماتونوکی کیږی اوډیر بیګناه مسلمانان قربانی کیږی چې ددنيانه خبر هم نه وی . کچېری نن دجګړی دواړوخواو ته وکتل شی . اداره يې دخارجی جاسوسی شبکو په لاس کی ده. دطالب او ضد طالب جګړه يوه مصنوعی جوړه شوی جګړه ده .چې په منطقه کی داوږ دی مودی ستراتژيک اهداف لری . اما هغه ځوانان چې په دغه جګړه کی شهيدان کیږی ټبی کیږی.په غفلت اوبی خبری کی ساتل شوی.هغوی ته ويل کیږی چې دوی ټول داسلام په لار کی قربانی ورکوی دغه ځوانان دژوند پداسی شرایطو کی واقع شويدی.چې مجبوردی هغه څه چې ورته ويل کیږی .هغه ومنی ځکه دټوپک خوله دهغوسرته نيول شوی ده. . نن د جګړی دواړه اړ خونو ځوانان چې دجګړی په ميدان کی دهغوی وينه تويېږی.
عقيده مند مسلمانان او هغه ځوانان دی چې دخارجی سياسی لوبی ښکاردی. او دژوند د غمجن ما حول او دهيواد ملی ناورين قربانی شوی دی ددواړوخواو ځوان عسکر په جګړه کی په يوبل دحملی په وخت اله اکبر وای .او شهيدان کیږی
دلته يواځی افغان وژل کیږی .دامهمه نده چې دا دولتی قواوی دی او که طالبان .دا افغان ځوانان دی چې حق لری دنورو هيوادونو دځوانانو په شان ، خپل ژوند جوړ کړی،تحصيل وکړی،کاروکړی،خپل وطن اباد کړی،خو هغوی د جهانی سياستونو د لوبغاړو او دهغوی دداخلی نوکرانو لخوا چې په مخ يې د اسلام نقاب پروت دی.په مرګ محکوم شويدی.پدغه کلونو کی هره ورځ دمد يا دلاری.10 – 20 – 30 – اوکله کله 120-160 تنو او لا زياتوافغانانو دوژل کيدو خبر خپریږی .چې دا اقغانان دطالب اوضد طالب د جګړی د بدنام پروګرام په اسا س قر بانی کیږی او دافغانانو دوينو سيلاب روان دی.چې ددغه سيلا ب دبنديدو امکانات دليدو وړنه دی. ځکه افغانان دخپلی مستقلی ارادی دعملی کولوتوان نلری. دغه اسلامی استخباراتی ډلو نه يواځی خلک تباه کړل او اسلام يې بد نام کړ بلکی ديوه ملی اپوزیسيون دجوړيدلو مخه يې هم ونيوله چې دجګړی په ځای دسياسی لارو چارو لټون وکړی ،اودهيواد دملی ګټو په دفاع کی ديوی سياسی سوله یزی مبارزی بهیر جوړ کړی. ځکه ډیر زر دجګړی ددواړوخواولخوا تکفیر یږی. دهيواد ملی ناورين ته دهغه اسلامی ډلو لخوا دوام ورکول کیږی چې پردی يې ترشا ولاړ دی... .هغه هيوادونه چې دطالب او ضد طالب بد نامی جګړی مصارف ورکوی . په بدل کی يې ددوی نه دډ یرو مسا يلونه علا وه دهيواد دملی ګټو محوه کول او يا خرڅول هم غواړی. داسی يو عمل داسلامی عقيدی سره په تضاد کی دی . حب الوطن منالایمان. او س ليدل کیږی چې دجګړی اور د پولی هاخوا ته تللی دی. يواځی په صوات کی 3 مليونه مسلمانان په خپل وطن کی مهاجر کړای شول .دهغوی کورنی بی ستره شوی .او اوس په خیموکی ژوند تیروی .دا ټول دهغه ګوندونو لخوا قربانی شويدی دی چې داسلام نقاب يې په مخ پروت دی خو مصارف يې دغیر اسلامی هيوادو دجاسوسی شبکو لخوا ورکول کیږی.
-- خارجيان په افغانستان کی دجګړی داور په بل ساتلوکی سره متحد دی.
صرف افغان وطنپالونکی بايد په خپل وطن زړه وسوځی .او خپل ټول امکا نات دجګړی دخاتمی لپاره سره شريک کړی.خارجيان دا کار نکوی.دهغوی په موجود پروګرام کی داکار نه ليدل کیږی.ځکه هغه ځمکه سوځی چې اور ورباندی بل دی.اودا ددوی ځمکه نده.
په افغانستان کی خارجی،ګاوندی،او نور هيوادونه چې په دغه جګړی کی ښکيل دی.شايد په خپل منځکی شديد اختلافات ولری.خو دافغانانو په ځپلوکی سره يودی.او ګټی يې شريکی کړيدی.مثلا په تیرو 8 کلونو کی وليدل شول چې ایران په افغانستان کی دخارجی قواو دموجودیت سره قوی مخالفت لری.اوهمدارنګه دغه هيوادونه دایران سره داتومی پروګرام په سراختلاف لری.خو خارجی هيوادونه دایران نه په افغانستان کی
دملی نفاق په اچولو ،دخراسان دنامه لاندی دهيواد په تجزیه کولو ددانشګاه او پوهنتون په نامه دژبنی نفاق اور بلولو، دشیعه اوسنی مذاهبو ترمنځ دنفاق اور ته لمن وهلو ، اود افغانی ټولنی دجهالت عصر حجرددوری ته دبيولو په خاطر مرسته غواړی .او ایران هم بی قيد او شرطه دداسی مرستی ورکولو ته تياری ښيې.سره لدی چې رسمی غوښتنه
په افغانستان کی دسولی راتګ دی.خو په عمل کی سياست بل دی.اوس تجربی ښودلی ده چې ظا هری سياستونه. دعملی سيا ستونو سره همیشه. په تضاد کی دی. دبلی خوا په افغانستان کی دکر کيلی او برښنا لپاره کافی اوبه موجودی دی.خو عملا افغانستان ته دخپلو دريابونونه په خپله د استفادی کولو حق ندی ورکړل شوی.اوس درسمی احصايې مطابق افغانستان صرف د خبلو اوبو ٪ 35 نه استفاده کولای شی او پاتی دافغانستان ٪ 65 دريابونو اوبه نورو هيوادونو ته روانی دی.امو درياب هرکال په زرهاومتره ځمکه دافغانستان نه بيلوی اود ګاونديو سواحلو سره يې يوځای کوی .دولت ددی اراده نلری چې ددغه ورانی مخه ونیسی. ځکه داکمه خاوره شمالی ګاونديو هيوادونوته دتروریزم ضد جګړه کی دهغوی داشتراک په خاطر يوه تحفه ده. دبلی خوا پداسی حالاتو کی چې افغانستان داوبو زیرمی لری .د ملياردونو ډالرو مرستو په موجودیت کی.د 8 کلونو په تیريدلو سره حتی يوبند چې
بریښنا توليد کړی هم جوړ نکړ. داحالت دخارجی هيوادونو دپلان په اساس را منځ ته شوی ځکه هغوی په افغانستان کی دبنيادی اقتصادی پرو ژو دجوړيدلونیت چې افغانستان په پښو ودروی نلری. تراوسه دهغوی فیصله داسی وه .چې افغانستان همیشه بايداحتياج او په نورو متکی وی. اوس چې دانسانی سياستونوشعار ورکول کیږی .کيدای شی پدی تباه کونکی سياستونوکی هم تغیر راشی. اما اوس کله چې دګاونډ يو هيوادونو نه بریښنا په نقدو اسعارو اخستل کیږی .طبیعی ده چې افغانستان دګاونديو دارادی تابع کیږی .هغوی دغه بریښنا هر وخت قطع کولای شی .بهانی زياتی دی : دپیسو نه ورکول،دسياسی مناسباتو خرابيدل، او داسی نور.
جالبه داده .چې په افغانستان کی په داسی حلاتوکی دګاونډيو هيوادونو دنفوذ لپاره کارکیږی .چې دناتو او اتلاف قواوی موجودی دی .
حا ل دا چې افغانستان بايد په ګاونديو هيوادونو کی خپل نفوذ چې په حقیقت کی د اتلاف دهيوادونو نفوذ دی زيات کړی.اما داحالت اوس په معکوس جهت کی روان دی.مثلا ایران کولای شی ټول کابل په تورو جندو وپوخل کړی .تیره عاشورا دهغی مثال دی .اما دغه هيوادونه دځان په کټه ديوه متنګ دجوړلو امکان نه لری. سره لدی چې هغوی په خپلی اسلامی استخباراتی لوبه کی ځان کامياب وينی .خودا کاميابی کيدیشی چې موقتی وی.او حالات دکنترول نه ووځی .چې دا کار په تیر وخت کی، څوڅوځله تکرار شويدی.همدا اوس په پاکستان کی. دهغوی دغه اسلامی لوبه دکنترول نه وتلی ده.دنړی په استخباراتی لوبوکی کله چې يو پروګرام افشا شی .بيانو ټول عملی اقدامات دافشا شوی سياسی لوبی لپاره بندیږی .اودنوی پروګرام لپاره کار پيل کیږی.اوس چې دافغانستان ټول خلک ددغه بد نام او خونړی پرو ګرام داصلی ماهیت نه خبردی .نو ځکه دهغی دبندولو وخت رارسيدلای دی.
افغانستان دځمکی لاندی ستری خزانی او کانونه،دځمکی په سر کافی اندازه حاصل خیزه ځمکه اوکافی اوبه او زيار ایستونکی خلک لری.د افغانانو سره به د خارجی هيوادونو لویه مرسته داوی.چې د طالب او ضد طالب په نامه جوړه شوی جګړه او دسیسه ختمه کړی.او دافغانستان خلک پریږ دی .چې دنړی دنورو خلکو په شان خپل ژوند ته دوام ورکړی.کچېری هغوی داکار وکړی دافغانستان خلک به دهغوی احسان مند وی.سره لدی چې داکار به په پيل کی ددوی لپاره مشکل وی ځکه چې په لسهاو زره نظاميان استخباراتی ډلی.اودملياردونو بودجه دی کار ته وقف شويده .خو دداسی انسانی شريفانه تصمیم نيول به دوی ته هم په ګته وی. ځکه دافغانانو نفرت په دوستی بدل شی .دبلی خواهغوی کولای شی په خپلو اقتصادی او فرهنګی واقعی مرستو افغانی تولنه چې اوس دسترو کړاونو سره مخامخ ده په يوه پرمختللی متمدنی ټولنی بدله کړی .داسی يوه مرسته به افغانان دزړه دکومی استقبال کړی....... .
.
.