دپلوماسي Diplomacy څه ته وايي ؟

پوهنيار نبي حبيبي
لغوي تعريف:  
دپلوماسي د يوناني کلمې دپلوما Diploma څخه مشتق شوی.  
پخواني يونانيانو د دپلوما Diploma کلمه د شهادتنامې لپاره استعمالوله. يونانيانو په عادي ژبه کې د دپلوما کلمه د غلاف په معنی هم استعمال کړې. ولی روماني امپراطورئ کې د دپلوما Diploma کلمه د سفر درسمي وثيقو لپاره پکار وړل شوې. 
 
داکلمه د اولين ځل لپاره د انګلیسي سياسي کلتورته ښاغلي Edmund Kurke په ١٧٩٦ د فرانسوي کلمې diplomatie څخه په خپلو مقالوکې استعمال او رانقل کړې٠ 
 
ددپلوماسی اصطلاحي تعريف:  
 
د سياسی ډلو دنمایندګانو په مینځ کې دخبرواترواو دمذاکراتو هنرته دپلوماسی ویلاۍ شي. همدا راز بین الدول يا په نړيواله سطحه د سياسي نمایندګانو په مینځ کښی مصلحت امیزو خبرواتروته چې د حرفه یی دپلوماتانو لخوا په جنګ،صلحه،اقتصاد،سياست،فرهنګ او داسی نورو موضوګانو باندې خبرو کولو او يا تړونونو لاسلیک کولوته دپلوماسی ویلاۍ شي. باید هیر نکړو چی دا تړونونه يوازی د ملکی سياستمدارانو دتاییده پس يوه قانوني بڼه اخلي.  
په اجتماعي توګه داسې هم ویلایۍ شو چې : دپلوماسی د يوداسی تکتیکي هنر يا پیشې نوم دی چی ددې پر اساس ستراتیژیکو مصلحتونو اومشترکو چالشونو د مینځه وړلولپاره دداسی ادواتو داظهاراتو پرمبنی چې بالکل غیر تصادفي،اخلاقي او د يوی معقولې لياری د حل د پیداکولو چې هر اړخيزه قابل د قبول وي دپلوماسي ویلایشی.  
 
د دپلوماسي بعضې اقسام 
 
د رعیت دپلوماسی citizen diplomacy 
کلتوری دپلوماسی cultural diplomacy 
ډالري دپلوماسی dollar diplomacy 
اقتصادي دپلوماسی economic diplomacy 
تعاملي دپلوماسی engagement diplomacy 
څوزنځيره دپلوماسی multi-truck diplomacy 
د پاندا يا چينايي دپلوماسی panda diplomacy 
عمومي دپلوماسی public diplomacy 
تګ راتګ دپلوماسی shuttle diplomacy 
تعقيبي يا ټرک ٢ دپلوماسی truck II diplomacy 
 
 
 
مآخذونه 
www.diplomacy.edu 
www.dictionary.diplomacy.edu 
www.diplo.diplomacy.edu 
www.wikipedia.com