
د ولسمشرۍ لپاره د اشرف غني احمدزي کمپاين د کرزي په حکومت کې په هرکچه د موجود فساد خلاف د مبارزې په موخه يو اجتماعي خوځښت پيلوي.
د حکومتي فساد، رشوت او اختلاس په اړه هر سند او شواهد له موږ سره، په دې برېښليک پته شريک کړئ:
anti-corruption@ashrafghani.af
کابل، افغانستان (۳ سرطان ۱۳۸۸) – د يوې برلين-میشتې نظارتي ادارې، ټرانسپیرنسي انټرنشنل، له قوله د کرزي اداره په فساد کې د ککړتیا له مخې په ټوله نړۍ کې په پنځم نمبر باندې ده. د فساد او اختلاس له کبله د افغانستان د تیر کال د عوایدو دوه پر دریمه برخه (۸۰ ملیارده افغانۍ یا ۱،۶ ملیارده ډالر) ضایع شوه، خو د ښاغلي کرزي لخوا هیڅ داسې اقدام ونه شو، چې دغه ضیاع جبیره کړي. اشرف غني احمدزی او د هغه د کمپاين ټيم په دې باور دي، چې د فساد په خلاف بايد د افغان ولس لخوا مبارزه وشي، ځکه همدوی د فساد له کبله اصلي متضررین دي.
د ماليې وزارت د راپور په اساس د ۱۳۸۷ مالي کال ټول عواید ۴۰ ملیارده افغانۍ (تقريبا ۸۰۰ ملیونه ډالر) وو. خو پر مارچ ۲۲ پژواک خبري آژانس د محمد نعیم دیدار، د ماليې وزارت د مالي تفتيش رييس، له قوله راپور ورکوي، چې ده داسې څرګنده کړه، چې "د عوایدو يوازې يو پر درېیمه برخه راټوله، خو دوه پر درېيمه برخه يې ورکه شوې ده." نو له دې ځايه ښکاري، چې اصلي ممکنه عوايد ۲،۴ ملیارده ډالر وو.
له همدې کبله د ښاغلي کرزي حکومت بیا بیا ویلي دي، چې د مامورانو او ښوونکيو د زیاتولو اود معيوبانو، کونډو او نورو آسیب-پذيرو طبقو د ضروریاتو د پوره کولو وړتیا نه لري. د حکومت هغه ادعا، چې وايي دوی ددغو مصارفو لپاره کافي امکانات نه لري او يا دا بهانه کوي، چې نړيوال مرستندویان نه غواړي دغه راز لګښتونه په غاړه واخلي، قانع کوونکی دلیل نه دی.
موږ باور لرو، چې که په حکومت کې صداقت او امانتداري وای، نو ۸۰ ملیارده افغانۍ (۱،۶ ملیارده امريکايي ډالر) اضافي عواید به يې تر لاسه کړي وای. دغه مالیات بیا د بې وزلو طبقو د لګښتونو لپاره کارول کیدای شول.
ښاغلي کرزي، مسوول شخص، زموږ د ملي عوایدو د ۲/۳ مې برخې د له لاسه تلنې د جبيرې لپاره هيڅ اقدام ونه کړ. ده کوم تفتیش ونه ګماره او نه يې ددغې لويې ضیاع د مسوولینو د محاکمې حکم صادر کړ. خو ددې پر ځای يې، د خپلو انتخاباتي معاملو په ترڅ کې، حکومت داسې ليلام کړ، لکه دده شخصي جایداد، چې وي.
اشرف غني احمدزی او دده د کمپاين ټيم باور لري، چې همدا د حسابدهۍ وخت دی او افغانان بايد د فساد، اختلاس، درغلیو او د قدرت د ناسم استعمال خلاف مبارزه پيل کړي. افغانان، د فساد د اصلي متضررينو په توګه، بايد د فساد په وړاندې ودرېږي. اشرف غني احمدزی وايي:
"د فساد د ضررونو په اړه د ولس خبرول او پر خلاف يې هغوی په حرکت راوستل د ښې دولتدارۍ د يقيني کولو لپاره يو حتمي عمل دی. هغه ښه دولتداري، چې د امريکا متحده ایالاتو، اروپا، لاتينې امريکا، آسيا او بيا په افريقا کې عملي شوه. زموږ ولس بايد د فساد خلاف سخته مبارزه پيل کړي. کله، چې خلک ددوی پر ژوند د فساد له اغیزو خبر شي، او ددوی اولادونو مخته پراته موارد له لاسه ورکړي، نو بیا بايد دوی خپله انفرادي نهیلي د بدلون لپاره پر يو منظم ځواک او حرکت بدله کړي."
زموږ کمپاين حاضر دی، چې په حکومت کې د فساد او درغليو په افشا کولو کې همکاري وکړي. موږ په ټولو افغانانو، مدني ټولنو، تجارانو او رسنيو غږ کوو، چې د فساد پر ضد په يوه حرکت کې سره يو ځای شي. دا هغه وخت دی، چې د کرزي د حکومت د اداري فساد او درغليو اسناد جوړ شي او ملت ته وښودل شي.
د نورو معلوماتو لپاره زموږ ویبسايټ وګورئ: www.ashrafghani.af
د حکومتي فسد، رشوت او اختلاس په اړه هر سند او شواهد له موږ سره، په دې برېښليک پته شريک کړئ:
anti-corruption@ashrafghani.af