څوک ددې وړ دي چې د افغانستان د واک په ګدۍ دې پښې واړوي؟

دا چې څوک ددې وړ دي، هغه خو به راتلونکي ټاکنې وښي، خو مسله دا ده چې اولس نه پوهيږي چې څوک ددې وړدي، چې زمونږ د مشری پیټی دې په اوږو کړي، ځکه چې دغه اولس د تعلیم له خوږې ثمرې څخه بې برخې پاتې شویدی، نو اوس دوی د پوهو خلکو په شان تحلیل نشي کولای چې څوک دې زمونږ مشر شي، او هغه تعداد پوه وګړي چې دغه مسله ښه تحلیل کولای شي، نو د هغو په خوله څوک تريخ پیاز هم نه خوري،
او يا ددوی ځیني کسان د معاملو ښکار شويدي.او که رښتیا ووايم دغه ملت د باسواده کسانو د لاسه له دغه بد مرغیو څخه نه خلاصیږي، ځکه چې بې سواده وګړو ته چې دغه باسواده هرطرف ته کاڼی  وشړي نو دوی همغه طرف ته منډې پسې وهي.
ډير وروسته به نه ځو رابه شو ديته چې په تیرو اوو کلونو کې د کرزي تر مشری لاندې دغه اولس دومره وکړيدلو چې په يادولو سره يې کتابونه چاپیږي،او د کرزي ځواب دوی ته څه وه،هغه په لاندې ډول دی
ولسه زما نور د لاسه  هيڅ نه کيږي، نه د پاکستان مخه نیولی شم چې دا ترهګر مه رالیږه، دا ړانده توغندی مه راشړه، نه د امریکا او نړیوالو مخه نیولی شم چې د عملیاتو په وخت کې پر عام ولس ړندې بمباری مه کوی، کورونه د شپې له خوا بې ځایه مه تلاشي کوی،د دغه ولس دود ته درناوی وکړی، او نه د طالبانو مخه وینو چې ددوی په ځانمرګو بریدونه کې عام ولس وژنې مخه ونیسو، او ددې وس هم نلرم چې د هغو توغنديو مخه ونیسم کوم چې د پاکستان د خاورې د طالب په نوم راځي ، خو بلاخیره ده دا  وویل چې زما هيڅ د لاسه ندي پوره، نور بړق بړق په ژړا شو ، چې ورته ناست حاضرین هم له ژړا شنه شول، دا پورته خبرې ښاغلي کرزي د حقوق بشر د ورځې په مناسبت په کابل کې يوې غونډې ته وکړې.
اوس هم داسې ناغرې وهل کيږي چې کرزی بیا مشر کيږي، د چا سره يې د وزارت ، د چاه سره يې د ولایت ، د چا سره يې د ریاست او داسې نورو پوستونو په ترڅ کې معاملې وکړې او له خپل مخ څخه يې تر ډيره  دا خنډ لرې کړو، چې څوک دده سیالي وکړي، او اوس  يوازې او يوازې ډاکتر اشرف غني احمدزی ورته په ميدان پاتې شو.
دا رښتیا ده چې کرزی صیب په معاملو کې بهترین اکټور دی ، او ده ډيرښه تمثیل وکړو، او خپل مخالیفین يې ډير سخت وځپل او هغه چې ځان ته به يې څه څه ويل د يوې او دوو روپيو يې کړل، څو شپې مخکې مې په تلويزون کې ولیدل چې محقق صیب خپلو هزاره ګانو ته ويل چې کرزی صیب به مونږ ته پنځه وزارته راکړی، پلانکی ولسوالی به راته ولایت کړي او داسې نورې ډيرې لافی يې ورته وويشتلې، همداشان هغه څوک نور چې د محقق په شان د کرزي د مخالفت ځانونه وړ نه بلل نو اوس دا شان ويناوې کوي.
زه محقق نه ملامتوم، ځکه چې ده خپل ولس پخوا هم دې دا شان معاملو ښکار کړی، او اوس هم ورته بې تفاوته ښکاري، خو زه بیا وايم چې ای هزارګانو په تاسو کې دومره هوښيار څوک نشته چې که کرزی د پنځووزارتونو په ځای لس وزارتونه هم درکړي،نود ستاسې غریبانو په ژوند کې چې کوم بدلون رانشي نو دا شان معاملې تاسو ته د منلو وړ دي ؟
افسوس ډير افسوس ستاسو په حال.
دا خبرې زما يوازې هزاره قوم ته ندي، زه پښتون قوم ته هم وايم، په تیرو اوو کلونو کې د عام ولس په ژوند کې کوم داسې بنیادی مثبت بدلون راغلی چې دغه ولس تر ګټه پورته کړي وي،ندی راغلی، ها منفي بدلون راغلی، او په لوړه کچه دغه ولس د کرزي د منفي بدلون له لاسه خساره شویدی،او ددې په ځای چې نور د کرزي دا منفي حکومت داري وغندو او په ځای يې بل څوک رامخکې کړو،مونږه ناخبره پښتون قوم کې اوس هم د کرزی صیب معاملی ښې په درز کې روانې دي، چې خبريږو له پلانکي سره يې معامله وکړه، چې خبريږو له پلانکي سره يې معامله وکړه، بس هره ورځ يو نوی زيری دده د معاملو په هکله اورو.
زه د افغانستان په خاوره کې په ټولو ميشتو غږ کوم، هغه چې هر څوک دي، د تیرو تجربو هغه ترخه ثمره بیا رایاده کړو، کوم چې دغه ولس په میلیونهاوو وګړي ددغو معامله ګرو د معاملو د لاسه له لاسه ورکړل، او ګټه يې يوازې او يوازې هغو غټانو معامله ګرو ته ورسيدې، چې زمونږ په سر يې د انګریز، روس، پاکستان او امريکا سره کړي وې.
او نن هم همغه لوبه روانه ده.
درنو هېوادوالو راځی دا نن چې په مونږ کومې لوبې روانې دي ، دغو ته د پای ټکی کيږدو، هغه څنګه کیږي، راځې يو داسې کس رامخکې کړو، چې هغه نه جنګي جنایت کار وي، هغه نه کوم ملی خاین وي، هغه نه کوم ملی غاصب وي، هغه يو وړ کس وي ، هغه يو با احساسه افغان وي، هغه يو روښانفکره او با تمدنه شخصیت وي، هغه د نړی له هر راز لوړو ژورو سره بلد وي، هغه يو علمي شخصیت وي، بلاخیره د هغه په ماغزو کې د ملي ستونزوپه مورد ملي حل  وي، نه داسې چې دا نن سبا مشران يوازې او يوازې د ځينو معاملو په ترڅ کې خپلې ستونزې هواروي، او په مقابل کې يې پر ولس پر لسهاوو او سلهاوو ستونزې ورتپي .
زه دا تاسو ته په ډاګه وايم چې کرزی صیب نور ددغه وړ ندی چې زمونږ پر سر دې واکمن پاتې شي، هغه ددغه زوريدلي او کړيدلي ولس يوې ستونزې ته هم د حل لاره نشي پيدا کولای هغه دومره مهارت نلري، هغه يوازې پدې کې مهارت لري، چې معاملي ښې وکړي، هغه پدې کې مهارت لري چې زمونږ په غم کې د خپلې خولې لاړې په خپلو سترګو ووهي او مونږ ته دا وښي چې زه هم ستاسو په غم کې شريک یم، حال دا چې حقیقت بل څه دی .
کله چې نړیوال په خپل سر بمباری کوي، او کرزی صیب ورته وايې چې مه يې کوی، د نړيوالو ځواب دا دی چې مونږ نشو کولای چې د خپلو پوځونو لاسونه دوښمن ته تر شا و تړو، نو زه له کرزي صیب نه دا سوال کوم، چې ایا په تا کې دومره عقل نشته ، چې ددغه دلیل په مقابل کې ته نړيوالو ته داسې يو دلیل وړاندې کړې چې نور نړيوال له دغو وحشتناکو بمباریو څخه لاس واخلي؟
 ايا ستا تر څنګ هغه دوو سوو (200) مشاورينو کې هم داسې يو څوک نشته چې داسې يوه مشاوره در کړي تر څو ته نړيوالو ته قناعت ورکړې چې نور دې دا ړندې بمباری بس کړي؟
ځواب روښانه دی، چې نه خپله کرزی دومره د عقل خاوند دی او نه دده تر څنګ کوم داسې هوښیار او د نړی په چارو پوه شخص شته چې نړيوال پدې قانع کړي، دا بمباری چې نن سبا تاسو کوی، خلاف د حقوق بشر دی، خلاف د جنګي قانون دي، دا خلاف د افغان ولس دي،دا خلاف د بن د پريکړو دي ، بلاخیره دا خلاف د هر قانون دي.
له بله پلوه له طالبانو سره د خبرو اترو نغارې وهل کيدې، څومره چې په درز کې  د ا خبرې روانې وې، نو هغومره په درز کې ناکامې شوې، ولې نا کامې شوې، ځکه چې د کرزي لاس لاندې نظام کې داسې کس نشته چې خپلو مخالیفینو ته قناعت ورکړي، او دا نني مشکل د خبرو له لارې سره حل کړي .
درنو هېوادوالو په نړې کې داسې مشکل نشته چې د حل لاره ونه لري، خو مسله داده چې اوس مونږه داسې کس د واک په ګدۍ کينولی ، چې نه يې خپل سر په خلاصیږي او نه نور ورپريږدي .
د څو کسانو د لاسه ټول افغان ملت اور واخيستو، البته ددوی غلطو کړنو له وجهې، بس که پخوا هم وه، نو همدا کسان وو چې د واک په ګدۍ ناست وو او په دغه بې وزله اولس باندې يې لوبې کولې ، او اوس هم همدا ښاغلي دي، چې د تیر څخه په تقليد خپلو لوبو ته يې دوام ورکړی .
درنو هېوادوالو  تاسو وګوری چې د کرزي لاس لاندې نظام کې څوک راټول دي، ټول خو نه دي، خو زیات شمیر يې همغه جنګسالاران دي، همغه خاینان دي، همغه غاصیبین دي، همغه قاتلان دي، چې په تیرو درو لسيزو کې د افغان خاورې او ولس  ترې هر راز کړاو ، درد ، او غم  ولیدلو .
 داسې چې ده نو ولې ددوی له منځه وړلو لپاره هڅه نه کوو، مخکې لدې چې دوی مونږ له منځه يوسي .راځی چې ټول په يوه اتفاق سره ورته يو موټی شو، او دا بلاه نور له منځه يوسو.
څنګه له منځه وړل کيږي ؟
درنو هېواد والو: ددغو کسانو له منځه وړل اسان دي، دا نه دې تورې جنګ دی، او نه د قلم ، دا دې رايي جنګ دی.
راځی دا خپله رايه ددې په ځای چې ددوی په نفع يې استعمال کړو، ددوی په ضد يې وکاروو.
ښه اوس نو سوال دلته بل پيدا کيږي هغه دا چې اوس څوک بايد انتخاب کړو، او داسې کس به څوک وي ، چې هغه نه جنګي جنایت کار وي، هغه نه کوم ملی خاین وي، هغه نه کوم ملی غاصب وي، هغه يو وړ کس وي ، هغه يو با احساسه افغان وي، هغه يو روښانفکره او با تمدنه شخصیت وي، هغه د نړی له هر راز لوړو ژورو سره بلد وي، هغه يو علمي شخصیت وي، بلاخیره د هغه په ماغزو کې د ملي ستونزوپه مورد ملي حل  وي .
قدرمنو هېوادوالو د هغه معلوماتو په اساس چې زه يې لرم، او په پوره یقین سره وايم، چې انشا الله دا زما معلومات به غلط نه وي، نو داسې کس چې دا پورتني اوصاف ټول پکې وي، هغه به ډاکتر اشرف غني احمدزی وي.
خوږو لوستونکو تاسو خپله دده په هکله معلومات وکړی، زه دا نه وايم چې زه به صحیح وم، خو دومره درته وايم، چې ډاکتر اشرف غني صیب په هکله تر اوسه ما داسې څه نه دي اوريدلي چې هغه دې کوم داسې جنایت کړی وي، يآ داسې نور، ښاغلی اشرف غني صیب يو داسې لوړ شخصیت دی، چې زما سره کافي الفاظ نشته چې دده د توصیف په هکله يې تاسو ته ووايم، زه عاجز يم، خو هغه څه چې زما د وس سره سم دي، دا وايم چې ، ډاکتر صیب يو داسې علمي شخصیت دی، چې دده جوړه مونږ په ګران افغانستان کې نلرو،  هغه ددې لياقت لري چې پروفیسرانو ته هم  درس ورکړي، هغه د سياست په برخه کې د کافي تجربې خاوند دی ، د هغه معلومات له مخې چې زه يې لرم، ډاکتر صیب د افغانستان  د ستونزو د حل لپاره لس کلن پلان جوړ کړی، ده يو داسې کتاب لیکلی چې په هغه کې دا مسله تشريح شويده چې ناکام دولتونه څنګه کاميابيدای شي ، چې دغه کتاب په نړيواله کچه د نړی ستونزو لپاره اوس مطرح شويدی، دا چې دا کتاب تازه له چاپه راوتلی نو ګومان کوم چې نور مثبت غبرګونو نه به هم په راتلونکي کې له ځانه سره ولري، خو هغه به راتلونکي ته پريږدو.
درنو لوستونکو او خوږو هېوادوالو : اوس نو هغه وخت راغلی چې نور د هر زخم دوا وکړو، او نور له هرې ستونزې  څخه ځانونه خلاص کړو.
نو راځی چې په ګډه ډاکتر اشرف غني احمد زی خپل راتلونکی مشر وټاکو، تر څو د سیالانو سيال شو.
يادونه : زما دا يادونه هغه چاته ده، څوک چې زما لیکنې ته د کينې او حسد پر بنیاد ګوري او وايې چې دا اشرف غني ته کمپاين کوي، نو زه دا درته وايم چې د يو لیکوال په صفت دا زما فرض وه چې ما باید لیکلی وای، نور زه هم په چا پسې کور ته قران نه وروړم چې دا زما خبرې ضرور ومنی، ما په خپله ليکنه کې ذکر کړي چې د اشرف غني په هکله زما په خبرو یقین مه کوی خپله هم کولای شی چې له بل چا يې وپوښتی يا خپله له ده سره کينی او دده خبرې واوری ، ولې نه هغه څه چې ما د اشرف غني په هکله لیکلی دا ده  ته کمپاین دی، خو ما دا په ځان فرض بلله چې د اولس پر وړاندې دا حقيقت ورسوم کوم چې ما ليدلی او اوريدلی .
ډاکتر ريحان
ګران افغانستان