وسلوال او سياسي مخالفين  ولې دکرزي ملاتړ کوي؟!

پدې ليکنه کې به  دهيواد دولسمشريزو ټاکنو په درشل کې ددولت دوسلوالو اوسياسي مخالفينو موقف ته کتنه وکړو ترڅو ملت دهغو عواقبو څخه خبرشی چې  ددې موقفونو له  امله  زمونږ هيواد ورسره مخ کيدونکی دی.
ټول پوهيږو چې  وسلوالو مخالفينو  له هماغه  پيله دکرزي  په مشری  درامنځ ته شوي دولت  په وړاندې مبارزه پيل کړيده چې  دا مبارزه کال په کال زور اخلي  او وسلوال مخالفين له حکومت سره دهرډول مذاکراتو او جوړجاړي مخالف دي،   مګر برعکس دکرزي له  حکومت  سره  سياسي مخالفتونه هغه مهال وزيږيدل چی يو شمير کړۍ ددغه حکومت څخه وايستل شوې. دې سياسي مخالفتونو بيا هغه وخت زور واخيست چی دواک دانتقال او ويشلو وخت رانږدې شو.
تمه داوه چی دانتخاباتو په رانږدې کيدلو سره به وسلوال مخالفين هم خپل فعاليتونه ډيرکړي او آن خلکو ته به اجازه ورنکړي چې  درايې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي.  په همدې ډول  سياسي مخالفينو هم داسې ښودله چې نور به دکرزي  واکمني پای ته رسوي او هغسې دولت  به رامنځ ته کوي چې روانو ناامنيو او دولت شموله اداري فساد ته  خاتمه ورکړي.
افغانستان د عجايبو ملک دي او ددې  اټکلونو خلاف، وسلوالو طالبانو نه  يوازې  خلک دکارتونو له اخيستلو منع نه کړل، بلکه ورسره ورسره يې په ځينو سيمو کې خلک درايې ورکولو دکارتونو اخيستلو ته  وهڅول  او مهمه دا چې  داکاريې په هغو سيمو کې وکړ چېرې چې  کرزي ته  ميلان او علاقه شتون لري.
ددې ترڅنګ  سياسي مخالفينو هم نه يوازې  دکرزي  کلک سياسي مخالفت ته دوام ورنکړ ، بلکه يو زيات شمير يې دکرزي ملاتړ ته راوړاندې شول.
اوس پوښتنه داده چې دوسلوالو او سياسي مخالفينو ددې حرکت ترشا کومې موخې پرتې دي؟
دې پوښتنې ته به  په لاندې کرښو کې په تفصيل سره ځواب ووايو.
لومړي: دوسلوالو مخالفينو هدفونه
ددولت وسلوال  مخالفين  دومره سياسي  مهارت اوتجربه  نه لري چې داسې يو تکتيک دې وکار وي، مګر له شک پرته چې  داسې کړۍ مشورې ورکوي چی هغو ی لږ ترلږه  پنځه يا لس کاله وړاندې حالات په پام کې نيولای شی.  دايو عينی واقعيت دی چې  خلک له  کرزي او ادارې نه يې ترپوزې راغلی دي او له همدې امله  ټول اړخونه او افغانان  پدې پوهيدل چې  نوربه نو کرزي ميدان  بايلوي او لږترلږه به  خلک يو بدلون وويني. مګر خلک له دې ناخبره وو  چا چې حالات  بدلون راوستلو ته جوړکړيدی، هغوي حالات بيرته  داسې هم جوړولای شي چې دبدلون مخه ونيسي.  دبدلون  مخه نيول  يوازې  ددې هدف لپاره کيږي ترڅو  دخلکو خشم او قهر نورهم زيات شي او پدې توګه  يو داسې بدلون ته  لاره هواره شی چې  افغانان پخپل لاس خپل خراب تقدير بيا وليکي.
نتیجه داده چې دافغا نستان دښمنانو يو ډير دقیق پلان طرحه کړيدي او غواړي دکرزي دبرياليتوب  له لارې   په  دغه هيواد کې  يو ځل بيا قومي تربګنۍ او تعصبونه راپورته، دجنګ او جګړې لمبې تازه او بالاخره  دافغانستان تير ۳۰ کلن تاریخ يوځل بيا تکرار کړي. دې هدف ته درسيدلو لپاره د وسلوالو مخالفينو ملاتړو او مشاورينو هغوی ته دامشوره ورکړه چی نه يوازې دانتخاباتو سره مخالفت ونه کړي، بلکه خلک هم ديته وهڅوی چې دکرزي  په پلوی خپلې رايې وکاروي، ترڅو دکرزی  دناکاره ادارې دبيا واکمنيدو له لارې  افغانان  په آتو کې  څه   چې آن په لاړيس کې  ډبل شي.  ديادولو وړده چې په دکرزي بيا انتخابيدل دوسلوالو مخالفينو لپاره طلایي چانس دي، مګر دافغانستان دبرباۍ طرحه به برياليتوب ته  ورسوي.
دويم : دسياسي مخالفينو هدفونه  
هغه ډلې او ټپلې او يا اشخاص چې کله ناکله ځان ته دسياسي مخالفينو نومونه ورکوي، په حقیقت کې دسياسي مخالفت   په اصولو ښه خبردي ، مګر دوی هم ځانته داسې مشاورين لري، چې  خپلې خوښې او رايې ته يې نه پريږدي، همداعلت دی چې دوی حقیقي سياسي مخالفين نه ، بلکه  سياسي منافقين دي. دوی همدا اوس دپرديو په اشاره له خپل سياسي مخالفت نه لاس واخيست، اوپه يوه غشي يې دوې نښې وويشتې: لومړي داچې دځانونو لپاره يې  څو مقامونه ترلاسه کړل، او دويم داچې دخپلو بادارانو امر يې عملي کړ  اوپدې توګه به دهغوی نه خپله شوکه وکړي . مهمه داده چې ددې سياسي منافقينو  او وسلوالو مخالفينو ترشا چې څوک ولاړ دي، هغوی دواړه ديوه ګډ هدف لپاره کارکوي، اوهغه داچې په افغانستان کې روان وضعيت داختناق تر حده پورې ورسوي، خلک مجبوره شی پاڅونونه وکړي او پدې توګه  افغانستان بيا دپرمختګ او ثبات له بهير څخه راوګرځوي.
له همدې امله  دافغانستان ځوريدلي ولس ته ځولۍ غوړوم چې دافغانستان دسولې اوپرمختګ ددښمنانو دسيسوته ځير شي او دااشتباه ونکړي چې کرزي ته په رايې ورکولو سره  افغانستان يوځل بيا دپنځو نورو کلونو لپاره دجنګ او جګړو په خوله کې ورکړي او يو ځل بيا هيواد داړو دوړ او ګډوډيو ښکار کړي.
 داندیښنې ځای دادی چې افغانان د کرزي  په  خبرو ډير آسانه تير وزي.  کرزي په اضطراری لویه جرګه کې افغانان پدې تيرايستل چې  که يې کارونشو کړای نو استعفا به ورکوي، خلکو هم ومنله او خبرنه ووچې که کرزي ته اساسي قانون چانس ورکړی وای نو ټول عمربه هم  له  ارګ نه،  نه وای وتلای. کرز ی په وار وار خلک پدې وغولول چې داځل به مسلکی خلک راولی او مصلحتی حکومت به نه جوړوي، مګر هیڅ کله يې داسې ونه کړل او نن ګورو چې له يوې خوا يې هغه  خلک يوځل بيا په اوږو سپاره کړي چې دملت په وينو يې لاسونه ترڅنګلو سره دي او له بلې خوا بيا دانارې هم وهي چې دوی سوله راولي، آيا  ددوی ترقيادت لانې به  وسلوال مخالفين  او په تيره ملامحمد عمر او حکمتيار سولې ته غاړه کيږدی؟ آبدا نه. نو لازمه ده چې خلک  پدې دروغجنو شعارونو ونه غوليږي . کرزي همدارنګه وايې چې  ددې خلکو له ر اوستلو نه يې مقصد په حکومت کې دمجاهدينو شاملول دی،نو پوښتنه داده چې  آيا يوازې دې کسانو جهاد کړيدی ؟  آيا په حکومت کې نور ټول کمونستان او لادينان دي، چې ته غواړې د دې  کسانو په راوستلو سره حکومت ته دمجاهدينو رنګ ورکړې؟
پايله:
 ټول  افغانا ن بايد  خدای  اوملي ګټوته مخ ، دخپلو اولادونو او راتلونکي نسل په وړاندې خپل رسالت ادا اودشر  او فساد د ډلې له بيا تسلط اوخطيرو عواقبوڅخه ملت ته نجات  ور کړي.  ديوه صادق، سپیڅلي ، مومن او وطن پال  افغان په توګه له ټولو افغانانو څخه هيله کوم چې داسې چاته  رایه ورکړی چې دعلم له مخې درې ماسترۍ او درې دوکتوراوې لری، دوطن پالنې له مخې يې دنړيوال وطن دوست نوبل جايزه  ترلاسه کړيده،  دسپين والی، جرات  او قاطعيت له امله يې  حریفان ورسره مناظرې ته نه حاضريږي  ، د تحليل، مديرت او رهبری په برخه کې  نړيوال شهرت لري ، په جرګو اومرکو مين او په ملی اجماع معتقد دی.  دا  قدرمن شخصيت   چې  زمونږ ملی وياړا اودهيو  اد لپاره د دويم   داوود خان  حيثيت لري، ښاغلی دوکتور اشرف غنی احمدزی دي.
په سپېڅلې اسلامي او افغاني مينه