د اوبو مديريت؛ ستونزې او د برېښنا ظرفيت

 
مقدمه
افغانستان په ۱۳۹۳ لمريز کال کې د بېلابېلو تحولاتو شاهد و. په دې کال کې حکومت له ناندريو او درغليو ډکو ټاکنو وروسته بدل شو او سملاسي يې د ۱۳۹۲ کال جنجالي موضوع، چې له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک کول وو، په يوه ورځ کې حل کړه. همدا راز دا کال ځکه هم ډېر مهم و، چې په دې کال کې په افغانستان کې د ناټو ۱۳ کلن پوځي ماموريت په رسمي ډول پای ته ورسېد.
په ۱۳۹۳ کال کې د جنجالي ټاکنو او د ملي وحدت په نوم حکومت جوړېدو او له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک ترڅنګ، له پاکستان سره د نوي حکومت نږدې کېدل او د سولې لپاره وروستۍ هلې ځلې هم د هېواد په خارجي سياست کې مهم بدلونونه وو.
د تېر کال تحولات او سياسي بدلونونه به د راتلونکي کال پر سياستونو او پرېکړو او په ټوليز ډول د هېواد پر وضعيت څه اغېز وښندي؟ همدا راز د راتلونکي کال په تړاو څه اندېښنې او هيلې شته دي؟
له بله پلوه، له تېرو څو ورځو راهيسې په سالنګ کې د برېښنا د مزو له پرې کېدو سره، د پلازمېنې کابل برېښنا پرې شوې او د شپږ ميليونو وګړو د ستونزو ترڅنګ، د يو زيات شمېر فابريکو کار هم په ټپه درېدلی دی. دا ستونزه په تېره څه باندې يوه لسيزه کې له پراخو لګښتونو سره سره، په بنسټيز ډول هواره نه شوه، چې په حقيقت کې د افغانستان د اوبو له ناسم مديريت څخه سرچينه اخلي.
افغانستان د اوبو د مديريت په برخه کې څه ستونزې لري؟ او په ټوليز ډول افغانستان د څومره برېښنا د توليد ظرفيت لري؟ د دې اوونۍ په تحليل کې د همدغو موضوعاتو په اړه، د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز، د څېړنيزې څانګې شننې لولئ.
په تېره څه باندې يوه لسيزه کې د ټول افغانستان په کچه پر برېښنايي زېربناوو له څلور ملیارده ډالرو زیات لګښت شوی[1]؛ خو لا هم هېواد د برېښنا له کمښت سره مخ دی او د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره بنسټيز کار نه دی شوی. همدا لامل دی چې په دې وروستيو کې په سالنګ کې د برېښنا د مزو له شلېدو سره، پلازمېنه کابل د څو اوونيو لپاره تياره شو.
دا په داسې حال کې دي، چې افغانستان د خپلې برېښنا د توليدولو لپاره په ډېرو سيمو کې د برېښنا د بندونو جوړولو وړتيا او له خپلې اړتيا څخه د زياتې برېښنا د توليد ظرفيت لري؛ خو دا مهال يې زياتره اوبه ګاونډيو هېوادونو ته بهېږي او د برېښنا ترڅنګ د کرنې او زراعت لپاره هم کار نه شي ترې اخېستل کېدای.
د افغانستان د اوبو حوزې:
د افغانستان اوبه په لاندې پېنځو حوزو کې بهېږي:
د آمو سيند؛ د هلمند سیند؛ د کابل سیند؛ د هریرود-مرغاب حوزه؛ او د شمال حوزه. 
افغانستان چې يو غرنۍ او په وچه کې راګير هېواد دی، له خپلو شپږو ګاونډيانو څخه له پنځو سره يې د اوبو له پلوه اشتراکات لري. له تاجکستان سره د آمو دریا حوزې پر مټ، چې بیا وروسته دغه اوبه ازبکستان او ترکمنستان ته هم ځي. له ترکمنستان او ایران سره د هریرود-مرغاب حوزې پر مټ، له ایران سره د هلمند سیند حوزې او له پاکستان سره د کابل سیند د حوزې پر مټ نښتی دی.
په لاندې نقشه کې د افغانستان د اوبو حوزې او له ګاونډیانو سره یې له دې پلوه اړیکې کتلی شئ:
د افغانستان سیاسي نقشه
راتلونکی نړيوال سياست او د اوبو پر سر اختلافات:
اوبه په نړیوال سیاست کې هم د همکارۍ سرچينه ده او هم د اختلافاتو او دښمنۍ. همدا لامل دی چې په نړۍ کې د خوراک او انرژۍ د امنیت ترڅنګ، د اوبو د امنیت خوندي کول هم د بهرني سیاست مهمه برخه ګڼل کېږي.
افغانستان چې د سوېلي آسیا او منځنۍ آسیا ترمنځ پروت هېواد دی، د نړۍ د هرې بلې سيمې په پرتله دلته- په راتلونکي کې- د اوبو پر سر د شخړو زیاته شونتيا لیدل کېږي. په دې سیمه کې د منځنۍ آسیا د هېوادونو ترمنځ د اوبو پر سر شخړې، د افغانستان او منځنۍ آسیا د هېوادونو او په تېره بیا له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره د اوبو پر سر شخړې، له ایران او پاکستان سره د اوبو پر سر شخړې او همدا راز د هند او پاکستان ترمنځ د اوبو او بندونو پر سر د شخړو زياته شونتيا شته ده.
له ګاونډيو هېوادونو سره د اوبو تړونونه:
افغانستان تراوسه له خپل یوه ګاونډي هېواد سره د اوبو د وېشنې تړون لاسلیک کړی، چې دا تړون له ایران سره د هلمند سیند تړون دی او د موسی شفیق د صدرات پرمهال د ایران له پهلوي بادشاهۍ سره لاسلیک شو.
دا چې افغانستان له ايران پرته له خپلو نورو ګاونډيانو سره د اوبو د وېش پر سر تړونونه نه لري، ښايي په راتلونکي کې به افغانستان له ډېرو ستونزو او ګواښونو سره مخ کړي؛ ځکه هر کله چې افغانستان پر دغو سیندونو د بندونو جوړولو تابيا کوي، د ګاونډيو هېوادونو له تاوده غبرګون سره به مخ کېږي[2]. خو که چیرې افغانستان له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره د اوبو د ویش تړونونه لاسلیک کړي، نو اوبه به د دغو هېوادونو ترمنځ د کړکیچ لامل نه، بلکې د همکارۍ لامل شي.
د اوبو بندونه؛ ګټې او اړتياوې:
ویل کېږي چې افغانستان له ۲۲ زره مېګاواټو څخه د زياتې برېښنا د تولید وړتیا لري، چې له دې جملې څخه یوازې د کونړ پر سیند له ۱۰۰۰ مېګاواټو څخه زیات برېښنا توليدوونکی بند جوړېدلی شي. په هېواد کې دننه د اوبو د بندونو له جوړولو سره که له يوې خوا افغانستان د برېښنا له واردولو څخه خلاصېدلی شي؛ نو له بلې خوا د خپلو وړتياوو په پرتله لږې برېښنا ته اړتيا لري او پر ګاونډيو هېوادونو هم، لکه پاکستان چې د انرژۍ له کمښت سره مخ دی، خپله برېښنا پلورلی شي. په دې توګه افغانستان په زرمبادله کې ډېرې پيسې لاسته راوړلی شي او پر تجارت او اقتصاد هم مثبت اغېز ښندلی شي.
همدا راز به د بندونو له جوړولو سره پراخې ځمکې چې اوسمهال له همدې امله شاړې پرتې دي، خړوبې شي او د خپلو زراعتي پيداوارو د زياتولو ترڅنګ به د خلکو پر اقتصادي وضعيت هم مثبت اغېز وښندي؛ ځکه تقريباً نيم افغانستان له زراعت او کرنې سره نېغ تړاو لري.
د طبيعي آفاتو په اړه هم د اوبو دغه بندونه، په ډېری سيمو کې د سېلابونو د راوتلو مخنيوی کوي او د پراخو ځاني او مالي زيانونو د مخنيوي لامل کېږي.
په افغانستان کې د برېښنا ظرفیت:
په افغانستان کې د برېښنا ظرفیت ډېر لوړ دی او تقریباً له ۲۲ ګېګاواټو څخه زیاته برېښنا تولیدولی شي. په دې اړه دلته یوازې د کابل سیند حوزې ظرفیت رااخلو، چې دغه سیند د برېښنا جوړولو څومره ظرفیت لري.
څېړنې جوتوي، چې د کابل پر سیند لاندې بندونه د ټاکل شوي مقدار په توګه برېښنا تولیدولی شي:

د جوړېدو وخت
لګښت (مليون ډالره)
ظرفیت (مېګاواټه)
د بند نوم
له شپږو څخه تر اتو کلونو پورې
۸۰۰
۲۲۵
د باغدرې برېښنا بند
-
۵۰۰
۱۲۰
د ګلبهار برېښنا بند
پنځه کاله
۴۲۰
-
د دويم سروبي برېښنا بند
له اتو څخه تر لسو کلونو پورې
۲۲۰۰
 
۷۹۷
۳۰۰
د کونړ برېښنا بندنه:کونړ الف (شال)
څاګي بند
-
-
۴۵
د کامې بند
-
-
۴۰
د ګامبیري بند
د لازياتو معلوماتو لپاره ولولئ: په بي بي سي پښتو وېبپاڼه کې د انجینر محسن امین مقاله[3]
د برېښنا اوسنی حالت:
د افغانستان د برېښنا اوسنی وضعیت د ډېر تأمل وړ دی؛ ځکه د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت په وينا، افغانستان اوسمهال هر کال ۳۰۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، چې یوازې ۶ سلنه یې په هېواد کې دننه تولیدېږي او همدا راز نوره برېښنا له ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او ایران څخه واردېږي. افغانستان تر ټولو زیاته برېښنا له ازبکستان څخه واردوي (چې ۵۵ سلنه کېږي) او همدارنګه له ایران څخه (۲۲ سلنه)، له تاجکستان څخه (۷ سلنه) او له ترکمنستان څخه (۱۶ سلنه) برېښنا واردوي [4].
دا چې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه زياته برېښنا واردوي، نو د افغانستان پر مجموعي تجارت يې ډېره بده اغېزه کړې ده. په دې برخه کې دا مهال افغانستان خپل ډېری لګښتونه د همدغې برېښنا پر واردولو مصرفوي.
په پلازمېنه کابل کې له شپږو ملیونو څخه زیات وګړي اوسېږي، چې د افغانستان د مجموعي نفوس تقریباً شل سلنه جوړوي. د دې ترڅنګ د هېواد په کچه په کابل کې د فابريکو او صنعت کچه هم زياته ده.
دا مهال په کابل ولایت کې د بریښنا تقاضا ۵۳۰ مېګاواټه ده، چې له ۲۶۰ مېګاواټو څخه زیاته برېښنا یې له بیرونه، په تېره بیا په ژمي کې له ازبکستانه د سالنګ له لارې کابل ته راځي او دا هغه برېښنا ده، چې په ډېره آسانۍ سره د طبيعي پېښو او نورو ستونزو له کبله پر کابل قطع کېدای شي.
وړاندیزونه:
له ګاونډیو هېوادونو او په تېره بیا له پاکستان سره باید د اوبو د وېش تړونونه لاسلیک شي، ځکه چین د کونړ پر سیند د بند جوړولو لپاره چمتووالی ښودلی او له همدې ځايه به د اوبو د وېش ستونزه راپورته کېږي. اوبه، چې د هېوادونو ترمنځ هم د همکارۍ منبع ده او هم د دښمنۍ، بايد هڅه وشي چې د دوو هېوادونو ترمنځ دغه موضوع په همکارۍ بدله شي. هر کال چې څومره اوبه د افغانستان له خاورې ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي، کچه يې معلومه کړای شي او په دې رابطه په سستماتیک ډول له یو بل سره ارقام تبادله کړای شي. له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو د وېش پر سر په تړونونو کې باید د ګاونډیو هېوادونو له حق څخه د اضافي اوبو په تړاو له دوی څخه پیسې وغوښتل شي. له ګاونډيو هېوادونو سره باید په تخنیکي توګه د معلوماتو په تبادله کولو کې، د اوبو د جریان نظارت او د اوبو په مدیریت او په پلان جوړونه کې له یو بل سره همکاري وشي. په افغانستان کې باید د اوبو مدیریت اغېزمن کړای شي. ترڅو نه یوازې دا چې د کښت وړ ځمکې شاړې پاتې نه وي، بلکې نورې شاړې ځمکې هم د کښت وړ وګرځي. حکومت بايد په بېلابېلو سيمو کې د بندونو جوړولو او د برېښنا د فابريکو فعالولو ته زياته پاملرنه وکړي، چې دا چاره به د برېښنا د اوسنيو ستونزو د له منځه تللو ترڅنګ، پر اقتصاد او تجارت هم مثبت اغېز وکړي. حکومت باید خصوصي سکتور وهڅوي، چې د برېښنا او اوبو په برخه کې پانګونه وکړي. پای
[1]See online:
https://www.afghanistan-analysts.org/power-to-the-people-how-to-extend-afghans-access-to-electricity/
[2]په دې اړه ایران د سلما بند او پاکستان د کونړ بند په اړه وخت ناوخت غبرګونونه ښودلي دي.
[3] see online:
http://www.bbc.co.uk/pashto/interactivity/2015/01/150123_afghanistan-water-elec
[4]وګورئ د افغانستان د برېښنا د معلوماتو مرکز وېبپاڼه:
http://www.afghaneic.com/Data/Afghan%20Electricity%20Imports%20by%20Source/Afghanistan%20Electricity%20import%20by%20Source–2011.pdf