
ليکنه فريشته موسکا
که څه هم په ګران هېوادافغانستان کې بېلابېل ټبرونه اوقومونه ميشت دی او تل يې ددې خاوری نه ديرغلګرو په وړاندې په قوي مټ دفاع کړې ،اودا هېواديې دپرديوله منګلولونه خلاص کړی دی، چې ددغه لويو قومونو نه ديوسفزيوقوم دی چې دافغانستان، پاکستان او هند په هېوادنوکې خواره اوميشت دي او دتاريخ په هرو دورو کې يې خپل شهامت نړيوالوته په ډاګه کړی دی،که څه هم په تپل شوو جنګونوکې ديوسفزيوقوم دنورو قومونوپه څيرد وخت په درانده خوبونو ويده معلوميده او درڼاء او سباوون څرک يې نه ترسترګوکيده، خو هغه وخت چې دقومونو، قبيلوي جوړښتونو او ولسواکۍ په اصل او ونډې اخيستنې او په خپله خوښه دحکومت جوړلومفکورې په ولسونوکې غزونې وکړې،نو ځينوګوته په شمار قومونو هم په يوټغرد راټولولواو له يوبل دحال احوال نه دخبريدلوپه لټه کې شول چې يو هم دغه سترو قومونو نه ديوسفزيو ټبر دی چې دخدای ج په پراخه ځمکه کې شيندلې ،تيت او پرک ميشت دی،د دغه قوم يو څوتنو مخورو،زړه سواندو او هوښيارو مشرانو دا وپتيله چې نور په افغانستان کې دجنګونواو ورانيوو لمن نشې خپريدای او چوپه خوله پاتې کيدل هم شايد يو جرم وي،دغه مخکښ او زړه سواندي مشران يادوم، که څه هم چې زه په خپله يوسفزۍ نه يم خو د دوۍ نه ستړي کيدونکي هلو څلو دې ته وهڅولم چې يوکوټ مات څه وليکم،ددغه کیښتۍ ساحل ته د رسيدو مخ بوونکي ستردروند مشرحاجی عبدالاکبريوسفزی او عبدالرشيدمخلص يوسفری دواړه لکه ديوې ميندې همزولي ورونه چې دغه سترقوم د روايښولواو راټولولو لپاره يې خپله شپه او ورځ يوه کړې ده ،که څه هم چې دوۍ د صفرنه شروع کړې وه، او کله کله به د سړی په ذهن کې دا ګرزيدل چې ياره ګومان مې نشي که دا تيت شيندلې قوم دوی په خړو او نهارو کولموراټول کړې، خو هغه ورځ کې دکابل په يو هوټل کې دوی لومړنۍ ستره غونډه جوړه شوې وو پکې دهېواد د۲۱ ولايتونو نه(۲۰۰۰) سترمخورقومي مشران راغلي وو چې په ليدو يې هکه پکه حيرانه شوم داهمغه يوسفزي دي چې د تاريخ له کرښونه هم د ويردو په حالت کې وو اودالويه او پرتمېنه غونډه ټوله د يوسفزيوله استازو نه جوړه وو، او دخوښۍ ځای خو لا دا وو چې دهېواد په مهمو سياسي مسايلوراټول شوې وو،نظرونه او ښې مشورې يې ورکولې،ارزښتناکې ويناوې يې کولې او ماته د دویپه خبروکې ددی هېواد د جوړلولپاره سترې هيلې راټوکيدې، ريښتيا ماته ددې ټولنې د مشرتابه حاجی عبدالاکبريوسفزی هغه خبر راياده شوه چې مابه ورسره دده دستړيا دلرې کولوپه موخه ټوقی کولی چې (ياره حاجی صيب له دې قوم نه به خدازه که څه جوړ کړې) هغه به په مطمين زړه په نرمه لهجه ويل چې ياره يوسفزي به راټولوم او يوستر نوم به ورته پریږدم! او يوځل بيابه يې دهېواد په مهمو مسايلوکې د ونډې اخيستنې په موخه سره راټولوم)
په ريښتيا که په هر کارکې پاکه اراده او ښه نيت شتون ولري نو دحاجی عبدالاکبريوسفزی په څير به يوستر تيت شيندلې قوم هم په اسانۍراټولولای شي ، داقوم نه يوازې دا چې اوس تکړه مشران لري بلکې مياشتنۍ د توری په نوم خپرونه،يوسفزي وپېژنئ کتاب او نور بېلابېل پروګرامونه لري.چې وخت ناوخت به د هېوادوالودخدمت په چوپړکې وي.