
ليکوال:محمود مرهون
آه! څونه ډير بيده سوم،اوه دا ځاى څونه تنګ دی،سا مې پکښې بنديږي،ته صبر چې څراغ روښانه کړم،دا څونه تياره ده،آه! دا سا مې ولې بنده بنده کيږي؟،اخ دا سر مې له څه شي سره وموښتى د خونې چت خو به نه وي رالويدلى،يا د خونې چت بيا ولې رالويدى،ته صبر زه لږ فکر وکړم زه چېر ييم او د ا کوم ځاى دى.
آوه! لکه چې څوک را روان دى لکه چې څراغ هم ور سره دى ته صبر لکه چې کوم ملګرى مې دى،نه دا سړى خو نه پېژنم اوله ده سره خو ډېوه نسته مګر دوى خو دوه کسان دي مګر دا رڼا د څه شي ده ،اوه داپر دې لوى شي دا لمبو رڼا جوړه کړې ده،دوى لکه چې زما په اړه سره ږغيږي،ته صبر پوښتنه ځنې وکړم،
ښاغلو دا کوم ځاى دى؟
ته نه يې خبر!خير خبر به سې.ته دې دځان په اړه فکر وکړه او د خپلو تيرسوڅو وختونو حالت دې در په ياد کړه خپله به خپل ځواب پيدا کړې.
هممم!ته صبر زه را ياد کړم او را يادمې سول زه خو د ګاونډي دوږخ په يوه
ښار کې وم له ځانه مي د اسلام لپاره سپاهي جوړاوه.او د دين ساتنه مې کول.
تا له ځانه سپاهي جوړا وه د اسلام دبدنامه ولو لپاره.
ما؟،هيڅکله نه ما خو جهاد کوى زه خومجاهد وم.
نه هيڅکله نه ته مجاهد نه يې دا جهادنه دى جهاد ډيره سپېڅلې کليمه ده اوته د جهاد د سپېڅلى نوم بد نامه ونکى يې.
زه...زه...زه مجاهد نه يم ولې ولې زه مجاهد نه يم؟.
ته خپله خپل تير حالت در په ياد کړه چې درمعلوم سي چې ته څوک يې!
آه ته صبر زه مې پر مغزو لږ څه زور راوړم،وو ما جهاد کوى د لوړو غرو هيوادته د جهاد لپاره را ولېږل سولم.
ښه تا جهاد کوي را ولېږل سوې،چا راولېږلې؟.
چا را ولېږلم خپله راغلم نه خپله نه يم راغلى د ګاونډي دوږخ د ځينې جنرالانو تر روزنې لاندې وم بيا يې دلوړو غرنو هيواد ته را ولېږلم او ويل يې د لوړو غرنو هيواد جګړه ځاى(دارالحرب)دى.
ته يې د لوړو غرنو هيواد ته د جهادلپاره را ولېږلې ايا په په ګاونډي دوږخ کې اسلام د لوړو غرنو تر هيوادقوى وو ايا هلته جهاد نه وو جايز،نه هيڅکله نه ته جهاد ته نه د خپل مسلمان
ورور وژلو ته راغلې .
زه نه زه قاتل کيدلاى نه سم.ته در ياد کړه چې ته چېرې راغلې څه دې وکړل.
آه وو را ياد مې سول زه د لوړو غرنوهيواد ته راغلم ما ته د يوې ښوونځى پته راکړل سوې وه چې پر هغه خپل جهادتر سره کړم،ځکه د لوړو غرنو هيواد ته کفار راغلي دي او په ښوونځيو کي داسلام پر ضد درس ورکول کيږي.
ښه کفار کفر! مګر هلته خو دمبارک کتاب اوسپيڅلو ويناو درس هم ورکول کيږي،اوته راغلې معصوم ماشومانو دي چې لا تراوسه يې دوست او دښمن نه پېژندل د مرګ خوراک کړل.
ښه نو دا کوم ځاى دى؟.ته اوس هم نه يې خبر دا قبر دى او ته مړ يې.
زه مړ يم نه زه نه سم مړ کيدلاى که مرم هم زه به شهيد يم .
ته او شهادت دا څه شي دى؟.ستا عمل نامه
زما عمل نامه ته صبر چې زه مې راسته لاس در وړاندي کړم زه خو شهيد يم.آه
زما راسته لاس ولې نسته اوس به څه کوم
آوه! دا خو مې په چپه لاس عمل نامه واخيسته واى خدايه زه دوږخ ته ولې ولاړ سم ايا زه مجاهد نه يم.
نه ته هيڅکله مجاهد کيداى نسې ته دانسان قاتل ته د مسلمان قاتل يې.
نه نه نه هيڅکله داسې بايد وه نسي.
آه څومره ګرمي ده.
اف حلق مي څونه وچ سو.
څونه تياره سوه.
اخ!دا ځاى ولې دونه تنګ سو.
ربه ژغوره مې
ستره ربه.