گنجي طبيب ته نسخه


 ليکوال: پرديس طوفان
 
دا تر لمر روښانه ده، چې گران هيواد له سترې غميزې، سياسي ــ اقتصادي ناخوالو او کړکيچونو او په تيره له بې امنيتي سره لاس او گريوان دی. خو بنسټيزه پوښتنه دا ده، چې د هغه لامَل په څه کې نغښتی دی؟ په نړيواله ترهگرې کې، که د هغه ستراتیژيک پريوت یې لامَل دی، که د شیطان صفتوگاوانډو هيوادونو او نړيوالو ځواکونو تر منځ د ستراتیژيکو گټو پر سر سيالې کې او يا که د هيواد په بې کفایته او مفسده اداره کې؟  دې د که پوښتنې ته د ځواب د موندلو په موخه، مې افغاني انټرنېټ پاڼو ته مخه کړه. په ويبپاڼو کې د خپل دغه لټون په ترڅ کې د نورو ترڅنگ د گفتمان په هغې کې د ښاغلی داکتر سيد موسي صميمي په ليکنه، چې عنوان یې "رئيس جمهور کرزي – از حامل اميد تا سرچشمه ی ياس" دی، سترگې ولگیدې. د هغې په لیدو ډير خوشاله شوم او په ډيرې تلوسې سره مې هغه پرانيسته، چې گواکې يو داکتر به د هيواد د کړکيچ او غميزې ریښه د نړيوالو عالمانو او ليکوالانو له ليکونو څخه په گټې اخيستنې سره څومره په ژوره او هر اړخيزه توگه څیړلي وي. د مقالې په لوستلو لگيا شوم. د هغې په يوه برخه کې راغلی: " کرزي بخاطر شيوۀ ضعيف حکومتداري، فساد اداري روزافزون و نيرو گرفتن هرچه بيشتر مافياي مواد مخدر، در سطح ملي و بين المللي مورد انتقاد قرار گرفت" (۱). دا خو کومه نوې خبر نه، بلکې هماغه تيرې بوبولالي دي. سره د هغه هم د ليکنې له لوستلو مې لاس وا نه خيست. د ليکنې په يوې بلې برخه کې بيا راځي: " شدت يافتن بحران در عرصه هاي مختلف ثمرۀ يک سلسله تصادفات ناگوار نيست، بلکه برعکس نتيجۀ مشخص يک سياست نادرست بازسازي است که رئيس جمهور بايد داوطلبانه مسؤوليت آنرا بدوش بگيرد"(۲). دا هم کوم نوښت نه بلل کېږي. نوموړی د خپلې هغې په يوې بلې برخه کې بيا زياتوی: " کرزي بجاي اينکه يک ستراتيژي را مطابق به شرايط کشور ايجاد و پياده کند، براي توسعه و محکم ساختن پايه هاي قدرت خود تلاش کرد. او برحسب اهداف خود اتحاد هاي را با خوانين محلي ايجاد کرده و امتيازاتي را براي نيرو هاي اسلامگرا قايل شد. او حتي از مذاکرات مخفيانه با جنگجويان اسلامگرا و تندرو طالبان هم اجتناب نکرد. اين شيوۀ عملکرد حامد کرزي منتج بدان شد که قدرت سياسي در انحصار کساني درآيد که اعتبار شان را قبلاً از دست داده بودند. افراد شايسته و باکفايت از صحنۀ سياست بيرون رانده شدند" (۳).
پورتني نقل قولونه د دې ښکارندوي دي، چې د داکتر صاحب په ټوله ليکنه کې د ښاغلی کرزي په ادارې له ستوغو نيوکو پرته، بل څه نه تر سترگو کېږي. په ریښتا هم د ښاغلی حامد کرزي تر مشرۍ لاندې حکومت له اداری پلوه ډير بی کفایته، مفسد او د هيواد چارې له اوسنيو نړيوالو شرایطو سره په ښه توگه نشي تر سره کولي. د صمیمي صاحب له دغو نيوکو سره، پرته د کرزي له لاسپوڅو او تالي څټو، نور نو نه يوازې اکثریت هيوادوال، بلکې ان نړيوال هم همغږي دي او د صمیمي صاحب دا طبیعي حق هم دی، چې د نورو ټولنيز کړه وړه تر نيوکې لاندې ونيسي او له نيکه مرغه په دې کار یې لکه چې په پورتنيو کرښو کې راغلی، لاس پورې کړی هم دی. بيا هم د بیلگې په توگه : "شدت يافتن بحران در عرصه هاي مختلف ثمرۀ ... يک سياست نادرست ... و رئيس جمهور بايد داوطلبانه مسؤوليت آنرا بدوش بگيرد". او لکه څنگه چې يادونه وشوه " ... افراد شايسته و باکفايت از صحنۀ سياست بيرون رانده شدند".
دلته د نوموړي په ليکنه کومه کره کتنه په پام کې نه ده نيول شوې. خو ښه به دا وی، که په خپله صمیمي صاحب له دغو نيوکو سره يو ځای د نوموړو ستونزو او نیمگړتياوو د مخنيوي او په تيره له منځه وړلو لپاره یې د وړانديزو په وړاندې کولو سره خپل نظر هم څرگند کړی وی.  
باید وویل شي، چې ښاغلی صمیمي حق په جانب دی، په ریښتا هم سړی د محترم حامد کرزي په اداري دستگاه کې د ذره بین په مرسته يو تکړه او باکفایته فرد، چې په هغو کې د داکتر صاحب همفکران هم راځي، نه شی موندلی. خو هر هيواد وال له دې څخه هم سترگې نه شي پټولی، چې د هيواد بنسټيزې ستونزې په څه کې نغښتي دي.  
خو زما تلوسه تر ټولو دمخه په دې کې وه، چې خدای مه کړه د ټولنيزو د علومو د يوې څانگې د داکتر په توگه نوموړي هم د " ... افراد شايسته و باکفايت از صحنۀ سياست بيرون رانده شدند" په ډله کې نه وی راغلی او ښاغلی ولسمشر داکتر صاحب مهاجرت ته نه یې اړ کړی. نو ځکه مې له خپلو دوستانو وپوښتل، چې صمیمي صاحب څوک پیژنی. يو چا ږغ کړ، چې هغه له زياتې مودې راپدې خوا د المان په فدرالی جمهوریت کې ژوند او هلته د المان ږغ راديو (دويچې ویلې) د پښتو او دری ژبو د څانگې مشر دی. د هغه په دغه زيری خوشاله شوم. ځکه المان خو له اقتصادي ـ تخنيکي پلوه ډير پرمختللی او له سياسي ــ علمي پلوه رسیدلی هيواد دی او د بیلا بیلو څانگو پياوړي او تکړه علمي پوهان، څیړونکي او تحلیلونکي لري. کیدای شي د هيوادوالو د علمي تندې د ماتولو او د بیلا بیلو موضوعگانو په اړه د مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره د نړيوالو ورځنيو پیښو، شخړو او کړکيچونو په هکله د دوي ليکنې، تبصرې، نظرونه او رپوټونه د داکتر صاحب او په تيره د هغه د همکارانو په مرسته، زموږ رسمي ژبو (پښتو او دری) ته ترجمه او خپاره شوي وي او هر ورځ به خپریږي. په دې وخت کې زما ملگری، سپین ږغ کړ، ساده خو د دويچې ویلې انټرنېټ پاڼه وگوره او د هغې پته ... . له څه هاند و هڅو وروسته، د انټرنېټ پاڼې په موندولو بريالی او په بیړې سره مې هغه پرانيسته. ورځنیي خبرونه او د ځینو پیښو په باب رپوټونه مې له نظره تير کړل. خو باید اعتراف وکړم، چې خبر تر رپوټ او شننه تر هغو په زړه پورې وه. ځکه د هغو په ژباړه کې، داکتر صاحب او نوښتگرو همکارانو یې د خپلې ځانگړې وړتيا (اهلیت او لياقت) او پوهي څخه په کار اخيستي سره د جملو جوړولو يو نوي جوړښت (ترکيب)، نوي اصطلاحات او داسي نور ... او داسي نور رامنځته کړي.  د دوي دغه ځانگړی نوښت دې ته اړ، چې د هغو ځیني په زړه پورې بیلگې غوره او ستاسو د لوستلو، خبرتيا او په تيره قضاوت لپاره وړاندې کړم.
خو باید په ټینگار سره دا هم ووایم، چې په دغو غوره شوو بیلگو کې خبره د کی، کې،کۍ چه، چی يا چې، له ، پر، د، تر، سته، شته، سي، شي، سوي، شوي  او ... او په لنډه توگه د کره پښتو پر سره نه ده. ځکه د افغانی ټولنې هر باسواده په دې ښه پوهیږي، چې د پښتو ژبې په ليکدود کې د يوې جملې په کومه برخه او په کوم حالت کې له، د، په يا پر او تر وکاروي او د کې، بلکې او چې د ليکلو سمه بڼه څه ډول او د جملې په کومه برخه کې کارول کېږي، بلکې بنسټيزه خبره د خپلمنځي پوهاوي او د ویلو او اوریدلو لپاره د سياسي، اقتصادي او نورو علمي اصطلاحاتو سمه ژباړه او د هغوي په ځای کارول دي. ځکه د خبر، رپوټ په جوړولو او د يوې سياسي ــ اقتصادي موضوع د شننې لپاره د اېښي او ایښوني (مبتدا او خبر) بشپړ گرامري سمون تر څنگ د هرې ژبې د دقیقو کلماتو کارونه تر ټولو مهم او د پياوړې دپیلوماسې په مانا ده. ځکه هر خبر او د هغه په اړه رپوټ د نورو تر څنگ د يوه هيواد د سياست او ستراتیژيکو موخو روښانه کول هم دي. سر بيره پر دې د څیړنې په څير، ژباړه هم د يوې ژبې د لا غوړیدا، پراختيا او پياوړتيا لپاره مهم آر گڼل کېږي، چې په دې برخه کې د ليکوال، څیړونکی او ژباړونکی تر څنگ ټوليزې رسني هم ډير مهم رول لوبوي. نو دا تاسو او د المان ږغ (دويچې ویلې) د سياسي ــ اقتصادي خبرونو او رپوټونو د ژباړو يو څو په زړه پورې بیلگې:
 
۱ ــ بیلگه:
آلمان او نړۍ | 11.06.2009

شتاين ماير: موږ په اټومي بې وسلې کولو کښي پرمختګ غواړو

.

.

.

ــ ميدويدوف څرگندوي : «موږ غواړو خپلي دوه اړخيزه اړيکي نوري هم پراخه کړو. زموږ اړيکي ډېرې ښې او د ملگرتيا پر بنسټ ولاړي دي . خو موږ ته ښايي دا کوشش وکوو، چې زموږ اقتصادونه هم هغه لکه له بحران څخه مخکې غوندي ښه گډکار سره وکوي) (۴). ښایي په المانی متن کې هدف:
[موږ باید هڅه وکړو، د اقتصاد په برخه کې داسي گډه همکاری ترسره کړو، لکه له کړکيچ (بحران) څخه د مخکې وخت په څير].

.

.

.

 

۲ ــ بیلگه: آلمان او نړۍ | 11.06.2009 اوباما تر2011 کال پوري د فلسطيني دولت جوړيدل غواړي .
.
.
ــ "مصريان په نظر کښي لري چه د جولاي پر اوومه باندي د فلسطين جمهوررييس محمود عباس او خالد مشعل ته په قاهره کښي ددې زمينه برابره  کي ،چه سره وګوري او خبري سره وکي . په هغه کي به د مصر دغوښتني سره سم د فلسطينيانود يوه متحد دولت د جوړيدو پر سر روغه  جوړه راځي" (۵ ) . کیدی شي په المانی متن د دغې جملې سمه بڼه داسي وي :
[دوي باید دمصر په غوښتنه د يوه ملی حکومت د جوړښت په اړه هوکړه (موافقه) سره وکړي] 
.
.
.

 

۳ ــ بیلگه:

د ورځې موضوع  | 08.06.2009

په لبنان کي د لوېديځوالو بری (۶ ) . ښایي منظور دلته:
                        [په لبنان کې د لویديز پلو بری] وي
 
نوري بیلگې هم همداسي وگڼي. زه نور له ښایي، کیدي شي او داسي نورو ... څخه تریږم. ځکه المانی متن راسره نشته.
 
ــ ګرچه (پښتو کې وایي که څه هم) تر اوسه پوري لا په رسمي توګه په لبنان کي د ټاکنو پايلي ندي تاييد سوي خو د حکومت مخلوطو ګوندونو  بيا هم د خوښيو په لمانځنو کي خپله بريا لمانځل پېل کړه (۶)
.
.
.
د همدې متن يوه بله بیلگه:
ــ"د سوريې ضد د ګوندونو د اعتلاف مشر سعد حريري او د هغه ملګرو په ډېره ناقراري سره د ټاکنو د پايلو انتظار ايستلی و ، او د وروستنيو پايلو وروسته يې خپله خوښي نه سوای پټولای" (۶ ).
 
او يوه بله بیلگه:
 
ــ يو کال تر مخه لبنان چي کله لبنان د يوې کورنۍ جګړې څخه بچ سو نو حزب الله  حتی په پارلمان کي يوه مانع لږکۍ وګرځېدله (۶ ).
.
.
.
۴ ــ بیلگه:  آلمان او نړۍ  | 25.05.2009 د شمالي کوريا د اټومي وسلو ربړه يوازي د خبرو اترو د لاري حلېدای سي
.
.
.
ــ پيونګ يانګ د سختي تګلاري څخه کار اخلي. او وروسته له هغه چي په اپريل کښي د متوسط بُعد د راکټ په امتحانولو سره د ملګرو ملتو د امنيت شورا ورباندي انتقاد وکۍ، په اخطار سره يې اعلان وکۍ چي د اټومي وسلو څخه به لاس وانخلي (۷ ). [څومره له محتوا ډکه، ښه او په ډيره لوړه کچه ژباړه]
.
.
.
ــ که د روسي پوهانو معلومات سم وي ،نو بايد اوسنی امتحان سوی اټومي بم  د هيروشيما په اندازه قدرت ولري ،او پدې وسيله به هغه د 2006 کال د اکتوبر د مياشتي تر امتحان سوي اټومي بم  ډير قوي وي،چه لا يې تخنيکي پرابلمونه درلودل (۷).
.
.
.
ــ د شمالي کوريا ديکتاتور کيم يونګ ايل په دغه اټومي  ټيست سره خپل دريځ قوي کۍ (۷) .
.
.
.
۵ ــ بیلگه:  آلمان او نړۍ | 13.01.2009

د اقتصادی تموجاتو د ودي لپاره د المان د اتلافی حکومت دوهم پلان ...

.

.

.

ــ دي موخی ته د رسيدلو د پاره پرون د آلمان په اتلافی حکومت کی د برخه والو ګوندونو لارښونکی مشرانو د اقتصادی تموجاتو د ودی يو دوهم پلان تصويب کړی (۸)
.
.
.
ــ "د اقتصادی تموجاتو د ودي د پاره د دغه نوي پلان لګښت به 50 ملياردو يورو ته ورسیږی" (۸).
څومره په زړه پورې او له محتوا ډکه ژباړه:  هورا
ــ "... خو د نيويارک ټايمز په حواله څيړني ښوولې ده چه يوې جنګي الوتکي پرطالبانوباندي د بمبارۍ امر پلاس راوړي ؤ، خو بيا يې بايد خپل هدف ته تغير ورکړی وای . خود الوتکي عملې مخکښي تر دې چه هغه يووار بيا تاييد سي ، بم وغورځوۍ ،او ځکه نو کيدای سي چه په دغه وخت کښي طالبان د محل څخه تښتېدلي وي،او يا ملکي خلګ راغلي وي" (۹).  
 
او د دې ډول ژباړې يو بله بیلگه:

ــ «موږ دده د عزم او ارادې تر اغيزي لاندي يو، نه يوازي دده ددې ارادې څخه چه پاکستان په يوه ديموکراتيک هيواد باندي تبديل کي، بلکه دده ددې هلو ځلو څخه هم ،تر څو هر اقدام تر سره کي ،اوددې مخنيوي وکي چه پاکستان د نړۍ په نورو برخو کښي هم د شخړو او ترهګرۍ د مرکز په حيث ونه ګرزي . » (۱۰)

 

ښایي د دغه نقل قول موخه په لاندې ډول وي، خو که بيا هم المانی متن ولیدل شي، ښه به وي:

  "د زرداری هاند او هڅه د قدر وړ ده. د نوموړي هلې ځلې نه يوازې د پاکستان  د دیموکراتيک کولو په برخه کې، بلکې د هغه دغه هاند و هڅه چې پاکستان د نړۍ د نورو سیمو لپاره د شخړو او ترهگرۍ په منبع يا مرکز  بدل نه شي، د ستاینې وړ دي".

 

دا وي ځینې بیلگي. خو که سړی د هر خبر او د هغه په اړه د رپوټ ژباړه وگوري، څه نا څه په ټولو هغو کې د ژباړونکی او کتونکی له دا ډول نوښت سره مخامخ کېږي.
 
گرانو لوستونکو:
تاسو د بنجارې هټۍ ته ورته د پورتنې ژباړې په بیلگو کې د پښتو ژبې د لا غوړیدا، پراختيا او پياوړتيا څه ویني؟ ايا د ژبې د ليکدود له پلوه د جملو په جوړښت کې د ایښي او ایښوني (مبتدا او خبر) تر څنگ گرامري قاعده په پام کې نيول شوې ده؟ زه د ژبې د ليکدود قضاوت د پښتو ژبپوهنې پوهانو، د ادبياتو د پوهنځی د پښتو څانگې استادانو، محصلینو، د افغانستان د علومو اکادمې د ژبو او ادبياتو د رياست علمي غړو او همدارنگه نورو ليکوالانو او تاسو لوستونکو ته پریږدم. ځکه زه په خپله ژبپوه نه یم، چې د هغې په باب قضاوت وکړی شم.
سربيره پر دې باید اعتراف وکړم، چې ان د ځینو جملو د مفهوم په پوهیدو کې هم له سترو ستونزو سره مخامخ شوم، ځکه په هغو کې د المان ږغ (دويچې ویلې) پياوړو او نوښتکرو ژباړونکو او کتونکو له نوو مصدرونو او اصطلاحاتو، چې په قاموسونو کې لا ليکل شوي نه دي، کار اخيستی دی. نو ځکه د هغوي د پوهاوی لپاره، د المان ږغ د پښتو او دری د څانگې له مشر، د اقتصادي علومو له داکتر، صمیمي صاحب څخه په ډير درناوی هیله کوم، که په لاندنيو اصطلاحاتو يو څه رڼا واچوي:
·        اعتلاف؛
·         د حکومت مخلوط ګوندونه؛
·        اقتصادی تموجات؛
·        وکۍ؛
·        هيرانتيا؛
·         دبريا يوه لویه وجه په تيره دلته د وجه مانا څه ده. ځکه وجه يو عربی لغت او مانا یې څيره، مخ، طریقه او لوری ده، چې په دې جمله کې اصلاَ هیڅ مانا نه ورکوي.
همدارنگه که مهربانې وکړي، د لاندنيو جملو مفهوم راته روښانه کړي:
·        د متوسط بُعد د راکټ په امتحانولو سره د ملګرو ملتو د امنيت شورا ورباندي انتقاد وکۍ، په اخطار سره يې اعلان وکۍ ؛
·        يو کال تر مخه لبنان چي کله لبنان د يوې کورنۍ جګړې څخه بچ سو نو حزب الله  حتی په پارلمان کي يوه مانع لږکۍ وګرځېدله ؛
سربيره پر دې ستاسو له نظره د دغو دوو جملو مفهوم به څه وي:
نو بايد اوسنی امتحان سوی اټومي بم  د هيروشيما په اندازه قدرت ولري، او که روښانه کړي، چې د هيروشیما د سیمې قدرت د چا له خوا، څه وخت، د کومو وسایلو په مرسته او په څه ډول سره ازمویل شوی دی؟ او
... په هغه کي به د مصر دغوښتني سره سم د فلسطينيانود يوه متحد دولت د جوړيدو پر سر روغه  جوړه راځي
ايا فلسطینی سیمه يوه کورواکه (خودمختاره) اداره ده او که دولت؟  او ستاسو په اند د دولت او حکومت د اصطلاح تر منځه توپير شته او که نه؟
په ډيره خواشینې سره باید يادونه وشي، چې ستاسو ځیني ژباړونکي او کتونکي سياسي ــ علمي موضوع خو څه، چې ان د ايران په تيرو ټاکنو کې د احمدی نژاد د سيال، مير حسين موسوى نوم هم په سمه توگه نشي ليکلی. د بیلگې په توگه يو ژباړونکی هغه، مير حسين مسوي (۱۱) او بل بياهغه ، مير حسين موساوي (۱۲) ليکی.
 محترم صمیمي صاحب:
د هيواد د کړکيچن حالت پړه د ښاغلی کرزي او د هغه د له فساده ډکې ادارې په غاړه او پر هغه ستوغ انتقاد او نیغ په نیغه گوت نيوکه اغيزمن کار او د ټولنيزو نیمگړتياوو د سمون لپاره غوره وسیله گڼل کېږي. خو مهربانی وکړی، ووایي چې تاسو هم د پورتنيو تيروتنو مسؤولیت په خپله خوښه په غاړه اخلي او که نه؟ که ستاسو ځواب هو (بلی) وي، له خپلو ځینو بې کفایتو او بې سوادو همکارانو سره، چې نه يوازې د سياست او اقتصاد د الفبا په مفهوم، بلکې ان د خپلې مورنې ژبې په املا او انشأ هم نه پوهیږي، څه تر سره کوي؟ ايا هغوي ته پښتو او المانی ژبو د سواد د زده کړې کورسونه دايروي او که څنگه؟
خو، نه داسي بریښي چې تاسو هم خپل همکاران لکه د کرزي د هغو په څير د پوهي او وړتيا له پام کې نيولو پرته " نظر به لزوم دید، منافع این يا آن گروه و حزب، طرز تفکر خاص و روابط ... " استخدام کړي، چې يوازې او يوازې لاس په نامه ولاړ او د غوړه مال په توگه ستاسو خدمت کې دي. نو د هيواد د نامتو ليکوال، گل پاچا الفت په وینا:
" هغه چې پر آس سپور دی او نور یې په مخکې منډي وهي، د آس په سپرلۍ دومره نه دی خوښ لکه چې د نورو له پلي توب څخه خوند اخلي" (۱۳). که ښاغلی کرزي د حکومت له مشرتوب څخه خوند ترلاسه کوی، تاسو هم خوشاله ياست، چې د المان ږغ (دويچې ویلې) د پښتو دری څانگې آمریت در په غاړه دی. دا په دې مانا چې " نه آشه ښه ده او نه گله". او د افغان ولس نسخه به ستاسو لپاره که:
  " گنجی ډير ښه طبيب وی، لومړی دې د خپل سر درملنه وکړی". سربيره پر دې د گران هيواد يو نامتو شاعر  وایی چې:
بوريا باف گرچه بافنده است
نه برندش به کارگاهی حرير
 
خو ښه به دا وي داکتر صاحب، چې  ... عاقلان را اشارتی.
 
                                                                 ستاسو د برياوو په هیله
                                                                             پرديس طوفان
 
مأخذ:
۱ ــ دکتر سيد موسي صميمي: رئيس جمهور کرزي – از حامل اميد تا سرچشمه ی ياس، وگوري په:
 http://www.goftaman.com/daten/fa/index.htm
۲ ــ همدا اثر؛
۳ ــ همدا اثر؛
4- http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4319091,00.html
5- http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4318940,00.html
6- http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4311374,00.html
7- http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4279055,00.html
8- http://www.dw-world.de/dw/article/0,,3942806,00.html
9- http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4303366,00.html

10- http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4400199,00.html

11- http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4321264,00.html
12- http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4325457,00.html
 
۱۳ ــ فروق فردا: د الفت سل خبري، د نوید د جریدې له خپرونو څخه، مسکو، ۱۹۹۸ ، مخ، ۴