
کابلی والا ـ هند
داشرف غني په نامه ، خو دوه سرې واکمني له شکه پرته د یوې تاریخي ازموینې او بالاخرې یوه بدمرغې ماتې پړاو ته دهرې ورځې په تیریدو سره ورنژدې کیږي . ددغې دوه سرې واکمنۍ دماتې او ورکې یوڅرګند لامل له آی اس ای سره د دوی نژدي کیدل دي چې له نژدې نیمې پیړۍ درانه تبلیغاتی جنګه وروسته دوی زړه ورباندې تړي او داسې فکرکوي چې بابابه شي او غوښې وریجی به ورته راوړي . له نادراتوڅخه یوه مهمه خبره په دغه اړه داهم ده چې له پاکستان سره داشرف غني نژدي کیدل په داسې یوه حساس وخت کې ترسره کیږي چې پردغه هیواد باندې هندوستان نور په هراړخیزه سیاسی ، پوځې او اقتصادی لحاظ خپل برترې ترلاسه کوي او دغه هیواد نور په سیمه کې له اقتصادی پلوه مخ په ماته او نګوښیدو دی . که داعش په منځنی ختیز کې یوځل په سیاسی لحاظ ځانته دپښو ایښودلو ځان وموند ، نوپه دی کې به شک نه وې چي دوی به ترهرڅه دمخه ایران او پاکستان دواړه په یوه وخت کې په ګونډو کوي داځکه چې دسیاسي شنونکو په اند او تحلیل داعش په ایران او پاکستان کې ځکه دستونزو لامل کیدای شي چې ملاتړي یې په لومړي ګام کې د ایران اوپه دوم ګام کې داسلام دښمنان دي . اشرف غنی چې دم ګړۍ په ګردله کې آسمان په توپونوولي اوټول نبوغ یې دسرله کاسې دباندې نه راوځي ځانته په لوی لاس داسې یو غم جوړوي چې نه به دی ځان ترې خلاص کړي اونه به زموږ دردیدلی ملت دجنګی خرسواریو له سیالیوپریوه خواشی ، همداده چې له آی اس آی سره دده دوستي له همدغه اوسه زموږ دملت بدمرغه کولو پیلامه را پیل کړې ده. دی باید په دغه ټکي ځان پوه کړي چې په یوه لاس کې دوې خربوزې نه نیول کیږی . دی غواړی چې له یوې خوا له هندوستان سره په زړه پورې دوستانه روابط ولري او له بلې خوا غواړي چې پاکستان ته چانس ورکړي چې په افغانستان کې نورهم نفوذ اونفوس وکړي او دغه وطن نورهم دیوې اوږدې مودې لپاره دبدمرغیو منګولو ته ور واچوي . له بده مرغه چی ډاکترصاحب ان همدا اوس په خپلې همدغې دوه سرې واکمني هم هندوستان او هم پاکستان پرځان باندې شکي کړي او لرې نه ده چي دغه دواړه هیوادونه به ډیرزر په خپلو هغو پالیسیوکې چې دافغانستان په اړه یې لري نوی نظر وکړي چې دابه زموږ لپاره په سیاسی ، پوځي او فرهنګی برخو په لوی زیان باندې تمام شي ، هندوستان په تیرو دوو میاشتو کې په خپلو ټولو سخاوتونواو مرستوکې کمي راوستی ، ځکه موږ کولای شو چې دغه کمی او نیمګړتیا دحامد کرزي د واکمني له وروستیو ورځو او د دوه سرې واکمنې له او سنیو شپو ورځو سره په څرګنده توګه پرتله کړو ، هندوستان تیار وچې افغانستان ته دبیا جوړونې ، پوځي او تعلیمي برخوکې کال په کال خپلې مرستې زیاتې کړي ، خو داسې ښکاري چي دغه هیواد دافغانستان د دوه سرې واکمنۍ په ( سنکي ) یا ماري ډوله تګلاره باندې پوه شوي ، همداده چي یولړبندیزونه یې په تعلیمي اوپوځي برخو کې رامنځ ته کړي دي ، ځکه هند اوس اوس دافغانستان په اړه په یوه دری لارې کې ولاړدي ، دوی له دغې دری لارې دریو خواووته چې یوه خوا یې حامدکرزی ، بله خوا د دوی پخوانۍ دوسته نظار شورا او په دریمه هغه کې د اشرف غني دوه سری حکومت په دقیقه توګه ترخپل سیاسي او څارنیز ذره بین لاندې نیولي دي . ترټولو لویه ستونزه دهندي سیاستوالو په وړاندې داده چې دوی فکرکوي دکابل دوه سرې واکمنۍ تراوسه هم په هوا کې ده ، په دي مانا چې یوخو داسې ښکاري چی اشرف غني صاحب یوازې دیوه موقتي سمبول په توګه ځان اړم کړی دي ، په دې چې که خلکو، نړیوالو په رښتیا پردوی باور درلودای ، نوپه نړۍ کې به یې د دوه سرې واکمنۍ تجربه کله دده په وجود کې نه پلې کوله . مانا داچي داکترغني بیاهم په افغانستان کې نه اوږد مدتی چانس لري او نه هم اوږد مدتی سر، هرڅه چې دي هغه به دده له اوسني سیال او زر راتلونکي ځای ناستي سره ترسره کیږي .
له نیمې پیړۍ را په دیخوا دهندوستان دحکومت پالیسی دافغانستان په اړه یوازې په یوه ټکي راڅرخیده اوهغه داچی دوی یوازې په افغانستان کې دکابل حکومت په رسمیت پيژانده او خپل اړیکي یې ورسره ساتل دوی په دغه برخه کې خپل خپلواک سیاست درلود چې نه یې دروسېې پروا کوله او نه هم د امریکا ، خو اوس چې په دغه واسکټ واسکټ وطن کې زموږ په ناخوالو اوستونزو باندې پوه شول ، همداده چې په افغانستان دخپلو ګټو په اړه په ژور فکرکې دي ، دانګلستان دکنګ کالج یوپرفیسور لیکي : « نوي ډیلي په خپل قوي هود سره منلې چې دلویدیزځواکونو له وتلووروسته به هم دوی په افغانستان کې پاتې وي » اوس موږ باید پوه شو چې هند له افغانستان سره د یولاس کیدو داډول خیال لري ، آیاموږ دهغوي پرموخه او لامل باندې هم پوهیږو اوکه نه ؟ زه فکرکوم چې که موږ ځان په دغه برخه ناګارنه کړو ، په دغه برخه کې لوی دلیل دمشرف وروستۍ وینا ده چې ویلی یې وو ، « دپاکستان لپاره په افغانستان کې لوی خطر دهندوستان حضوراو شته والی دی » آیادابه دکابل اوسنۍ دوه سرې واکمنۍ ته شونې وي او یا به وکولای شۍ چې ځان ددغه دوه سرې ښامار له خولې پریوخوا کړي ؟ پاکستان هغه مهال دغه درانه ټکی ته متوجه شو چې ګواکي « دمودي حکومت لیوال دی چې خپل امنیتي اړیکي نورله افغانستان سره پیاوړي کړي ،ا وپه دي هوډ دی چې دوی به کابل ته پوځي جبپونه، چورلکې اونورې وسلې چې د افغان حکومت له پیاوړتیا سره مرسته وکړي دغه هیواد ته واستوي ...» زه په دي باوری نه یم چې هند به داکاروکړی او که نه ، خو یوه خبره په دغه اړه څرګنده ده اوهغه داچي هند چی هرڅه کوي ، هغه په دی خاطردي چې دوی پوهیږي چې په کشمیر د دوی نفوذ له افغانستانه تضمین کیږي اوکه نه کشمیری ملت تیار په ماشه دی چې باید خپل سرنوشت له هنده اوپاکستانه بیل په خپلواک ډول سره وټاکې ، دلته سره له دې چې یوه سیاسي لوبه دملګروملتو د پریکړې خلاف ددغه ملت پربرخلیک باندې روانه ده مانا داچې داښکلې غرنۍ سیمه دم ګړۍ پاکستان او هندوستان په خپلوخپلو اولکو کې راوستي ده چې تراوسه پورې څوځلي له یوه بل سره پرې جنګیدلي هم دي ، پاکستان دتجزيې د تګلارې له مخې کشمیردیوې مسلمان میشتې سیمې په توګه دځان برخه بولي ، او هندوستان دم ګړي په کشمیرکې تر (۶) لکه زیات پوځیان ځای پرځای کړي چې ددغې سیمی تر اوسیدونکو دوی زیات دکتنې وړدي . په عین حال شنونکی داهم مني چې دمودي حکومت دکانګرس دحکومت په انډول دی ته تیارپه ماشه دی چې له پاکستان سره پرکشمیرباندې جګړې ته لاس وراوږدکړي .
په هرډول اوس خبره داده چې هندي اوسني واکمن ګوند (بی جی پي ) په دې اند دی چې که په واسکټ واسکټ افغانستان کې دخپلو ګټو دتحقق په خاطر لکه دهغه دسیال پاکستان په شان ځای ونه لري ، دوی به کله هم له افغان حکومت سره په هغه نیت لکه چې تراوسه یې درلود کار وکړي . ځکه دوی غواړي چې باید د مشرف خبرې ته په رښتیا هم په افغانستان کې له خپل دریځه ځواب ورکړي ، او هغه به دا وي چې دوی دنوازشریف په دغه خبره چې کله هم باور نه شي کولای چې وایي « یوسوله ییز، با ثباته ، متحد او خوشاله افغانستان دپاکستان هیله دی » ځکه نوازشریف په مشرۍ حکومتونه او آی اس آی په تیرو دوولسیزو کې د افغانستان هغه دښمنان وو چې په لوی لاس یې په افغانستان کې ثبات، خوشالي ، یووالی اوسوله داسې له منځه یوړل چې اوس یې هم ترډیرو پورې شونیتا نه شته اونه باید دافغانستان دوه سرې واکمني په دې خیال وي چې ګواکي دوی به ددغو دوو سیالو هیوادو په منځ کې دانډول پرواټ باندې ځان وساتلی شي . اشرف غني په دي فکرکې دی چې له پاکستان سره په تګ راتګ سره به وکولای شي ځان د پنجابی څپاو له څپوڅخه دترهه ګرۍ ترسیوري لاندې خوندې احساس کړي ، په داسې حال کې دایوه تیروتنه ده ، پاکستان کله هم زموږ دوست نه و اونه به په دې نژدي راتلونکې زموږ دوست شي ، ځکه چې له پاکستان سره زموږ کیسه ډیره اوږده ده ، زموږ او دوی لانجه تراوسه هم لاسپینول غواړي ، تراوسه هم موږ نه غواړو چې زموږ یوه پراخه برخه دي چې په هیڅ انسانی قانون سره زموږ له لوی وجود څخه بیله شوې زموږ له واکه ووځي. ځکه نواشرف غني باید ځان د هوسي دښکربرات په تمه خوشاله ونه ساتي ، هندوستان زموږ دوست و ، له موږ سره ېې د زموږ دیوې برخې یعنی پښتونخوا په بیرته راستنیدواو یاهم خپلواک کیدو کې نیمه پیړۍ مبارزه کړې ، له موږ سره یې مرستې له پخوا څخه روانې دي ، موږ همدا اوس لس زره زده کونکي په دغه هیواد کې لرو چې داپه خپله څه ساده اودټوکو خبره نه ده. داچي دوه سرې واکمنۍ د هندوستان په اړه څرګنده پالیسی نه لري ، باید په دغه اړه فکروکړي ، اشرف غني که دهندوستان په اړه د کرزي له تګلارې ځان پربله خوا کوي ، مانا یي داده چي ځان په لوی لاس د بربادۍ منګولو ته سپاري ، دهند په اړه د کرزي د روښانه تګلارې ثمره اوپایله همدا شوه چې نن پاکستان نژدي په ګونډو شوی خو د افغانستان په اړه لاهم به کمین کې ناست دی او دانګریزانوپه وینا خپل فعال مارډوله (سنکی ) حرکتونه یی ددې لپاره پیل کړې چې د زیړښامار په مرسته د افغانستان د دوه سرې واکمنې ، له دوو سرو څخه یوه ته تاریخي ټس ورکړي.