
نازو ، زرغونه او ملالئ ، ژان دارک، مور تيريزا، روزا لوکزامبورګ،سوزان. ب. آنتونی، اليس پاول، لوسی برن ، الجزايری جميله،تيريشکووا او په زرګونو نوری ښځې او دهغو له وياړه ډکې او نه هېريدونکې کارنامې د انسانی تاريخ ستره او پرتمينه برخه جوړه کړی ده .
ښځې د انسانی ټولنې پوره کونکی نيمايي ده . انسان او انسانيت د ښخې د خلاق او جوړوونکی رول زېږنده دی په داسې حال کې چې اوس په مدنی ټولنو کې د ښځو لوړ رول ته په درنه سترګه کتل کیږی ، خو ددې سره سره زمونږ د بې نياوه نړئ په ډېرو برخو کې ، ښځې بر سېره پر عمومی بې وزلیو او محروميتونو د ځانګړو بنديزونواو محدوديتونو سره لاس او ګریوان دی .
په افغانی ټولنه کې د ښځو د مرييتوب پر غير عادلانه طلسم باندې لمړنئ مرګونئ ګوزار آمانی نهضت وکړ، خو ډير ژر سقاوی تورتم د ښځو د خلاصون لارې او ګودرونه ونیول ، د افغان ټولنې او په ځانګړی توګه د ښځو د ازادئ او رڼا مخه یې ډب کړه او یو ځل بيا یې نوی د خلاصون راټوکيدلی هيلې د ښځو سره یو ځای د تورتم او ستم د تورو تمبو شاته ځنځير او زولانه کړې .
خو د ښځو د آزادئ پيل شوی هنګامه او غوغا یې غلی نه کړای شوه . ښځو ورو ورو او په نامحسوسه توګه د ټولنيز ژوند په مختلفو برخو کې د ظهور او حضور جريان او پروسه ژوندئ وساتله .د مشروطيت د غښتلی غورځنګ دواړو برخو، د ښځو د مرييتوب پر ضدد ښځو د آزادئ او د هغو انسانی حقوقو ته د درناوی توغونه اوچت وساتل .
خو د ټولنې دبرلاسی او واکمن استبدادی فرهنګ په سيمه کی د انسان ازادی او حقوق او په ځانګړی توګه د ښځو هويت ، آزادی او حقوق سلب دی .دا فرهنګ ښځې ته یواځې د بې عدالتیو د ځغملو ، د بې پوښتنې او بې ځوابه تسليمېدو او ړندې پيروئ په حق قايل دئ . په دې فرهنګ کې ښځه له سړی نه ټیټه ده ، او بايد دسړی پالنې غير عادلانه دود او سنت په پټو سترګو ومنی . دا فرهنګ هیڅ کله هم د سړیو په حق کې نه دئ بلکې ټولنيزه بې عدالتی او بې انډولی ، د ټولنې ظالمانه او غير عادلانه وېش او د انسان بې وزلی او بې حرمتی ددې فرهنګ د خټې څخه سرچينه آخلی .
که څه هم د مدنی حقوقو له مخې ښځه او سړئ په حقوقی لحاظ یو د بل سره برابر دی ، خو دا دلمر په شان څرګند او روښانه حقیقت دئ چې د ښځې مقام او منزلت اصولأ له سړی نه لوړ دئ . (( هغه لاس چې زانګو زنګوی ، نړئ زنګوی )) . د واکمن استبدادی فرهنګ په محیط کې ښځې له درناوی او وړ منزلت نه بې برخې دی ،خو ښځې دی چې نړئ ته یې پیغمبران ، فيلوسوفان ، عالمان ، شاعران او اتلان وړاندې کړی دی .
د انسان په پيدا کيدو کې دښځې او سړی رول برابر دئ – خو نهه مياشتې ښځه خپل بچئ له خپله وجوده تغذیه کوی او له پيدا کيدو وروسته بيا په مياشتو مياشتو شيدې ورکوی او د ماشوم روزنه او پالنه کوی، له دې امله د ښځې رول د ټولنې په دوام او تشکيل کې بنسټيز اهميت پيدا کوی .
ښځې نه یواځې د عاطفې ،مهرابانئ ، ترحم ، انسانيت او لوړ معنويت څرګندوونکی دی ، بلکې د انسان د کرامت د روزونکو او جوړوونکو رول هم لوبوی . که څه هم په ټولنيز ژوند کې د ښځې رول د سړی په پرتله د ټولو لوړتياو او ترجیحاتو سره سره کمرنګه او کمزورئ ښودل کیږی ، خو همدا ښځه ده چې د سړی مور ده !!!
او همدا ښځه ده چې د انسان د شرافت او عظمت پيل او مبداء جوړوی .
افغانې شریفې او پاک لمنې ښځې د نړئ پر مخ تر ټولو بې وزله او محرومې ښځې دی .جهادی او طالبی استبداد نه پرېږدی چې زمونږ پتمنې ښځې د نړئ د آزادو هیوادو د ښځو په څېر د ټولنيز ژوند ډګرونو ته په سرلوړئ سره راووځی او د کرکجنو بنيادګرو تروريستی او جنګ غوښتونکو سياستونو ته چې هره ورځ د دوی بچيان قربانی کوی ، د پای ټکئ کیږدی ، او د سولې او صفا ، انسان او انسانيت ته د درناوی ، عدل او انصاف دوستئ او ورورولئ چال چلند بنا شی .
د يادولو وړ ده چې د ښځو آمانی نهضت او د ښځو په حق کې نور غورځنګونه له دې امله په زړه پورې او مطلوبو پايلو ته ونه رسيدل ، چې ابتکار یې د ښځو سره نه وو او له بده مرغه تر اوسه د سړی انحصاری رول ادامه لری . سړی د ښځو ورځې نمانځی ، د ښځو غوښتنې را پورته کوی او د هغو د حقوقو څخه د دفاع ډبرې پر سينه ماتوی ، خو ددې زړه او جرئت نه لری چې خپله مور او خور ، ميرمن او لور د ښځود حقوقو څخه د دفاع ستر او له وياړه ډک کار ته وهڅوی .
په امريکا کې سوزان .ب . آنتونی د ښځو د انتخاب د حق د ترلاسه کولو د پاره زندانونه او جريمې وزغملې او د ښځو د حقوقو څخه د دفاع ټولنې یې جوړې کړې ، همدا هڅې او الې ګولې د نورو اتلو ښځو لکه آليس پاول او لوسی برن په واسطه تعقیب او وڅارل شوې او د امريکا د ښځو د ملی ګوند بنسټ يې کښېښود ، تر څو چې د امريکا سړی سالاره (پاتريال کال )غير عادلانه ټولنيز جوړښت يې په 1920 زیږند کال کې د ښځو حقوقو او آزادئ ته د درناوی لپاره په ګونډو کړ .
د ښځو د آزادئ غوښتنې غورځنګ د تاريخی پلوه نوی او ځوان غورځنګ بلل کیږی ، خو د مضمون او متن له لحاظه پراخ پرګنيز او بې سارئ ارزښتناک ټولنيز خو ځښت دئ .
افغان اتلې ښځې بايد د منځنیو پېړیو د استبداد د ملاماتوونکو فشارونو او بنديزونو په مقابل کې د سړیو د آزادی بښونکو هڅو تر څنګ خپل مستقل دفاعی ، سرښندونکی ښځينه غورځنګونه را مينځ ته کړی . افغان ښځې نور بايد د ستم مننې زاړه فرهنګ ته د پای ټکئ کېږدی . آزادی او برابری ، د ټولنيز ژوند په ټولو برخو کې د ښځو پراخه ونډه د ښځو مسلم او انکار نه منونکئ حق دئ .
د بده مرغه انسان د علمی او تخنيکی سترو او حيرانوونکو برياليتوبونو او لاسبریو په پېړئ کې لا تر اوسه د ښځو د حقوقو د تأمين او په ټولنه کې د هغې د نقش او رول په راژوندی کولو ، نه دئ بريالئ شوئ . د بشر د حقوقو څځه د ښځو محروميت نه یواځې د ټولنې د پوره نيمايي یعنې ښځو درد او کړاو دئ ، بلکې د سړی درد او کړاو هم دئ . وايي چې : « ښځه د سړی کالی دی »، په دې مانا چې ښځه د سړی عزت ، پرده ، آبرو ، شرافت ، ننګ او ناموس دئ . ښځه د سړی د ژوند ملګری ده ، د ښځې درد ، محروميت او بې حقوقی سيخه او سيده د سړی له درد او محروميت سره تړاو لری .
افغانې ښځې نه یواځې د سړی په بند اواسارت کې دی ، بلکې په خپل ټولنيز چاپېريال کې رنګارنګ اسارتونه زغمی . د ليک او لوست څخه د ښځو ډله ايز بې برخېتوب او د ټولنې په فرهنګ کې د هغه ځای تشه په ټولنيز ژوند کې د ښځو رول د هیڅ سره برابر کړئ دئ . زمونږ ښځې حتی خپل محکوميت او اسارت نه شی درک کولای .نه پوهیږی چې اسيره او بې برخې ده او داسې تلقين شويده چې ګوندې اسارت او محروميت د ښځې د طبعيت او سرشت سره تړاو لری . ښځې د نارينه سره یو خای د اسلام مقدس دين ته مخه کړيده اوپه ډېر اخلاص د خپل دين پيروی کوی ، خو نه پوهیږی چې ټاکلی کړئ د اسلام د مقدس دين د نامه څخه د ښځو بې
برخيتوب ، محروميت او بې حقوقی توجیه کوی . قرآن کريم د جنس ، نژاد او نسب توپير ته قايل نه دئ ، ځکه وایی چې د خدای په نزد هغه څوک بهتر دئ چې تقوا ولری . د نر او ښځې ، تور او سپين ، قوم او نسب تر منځ د خدای له نظره توپير نه شته . افغانې ښڅې مسلمانې دی ، خوله اسلامه حد اقل خبرتيا او پوهه نلری .، په پټو سترګو عبادت کوی ، خو نه پوهیږی چې څه کوی ؟ زمونږ په ټولنه کې د ښځو حالت ډېر دردوونکئ او د جدی اندیښيې وړ دئ .
په نړئ کې د اسلام د مقدس دين د خپريدو څخه نږدې 1400 کاله تيریږی ، خو د قرآن کريم د څرګندو لارښونو پر خلاف د مسلمانو ښځو مرييتوب او محروميت تر اوسه د اسلام څخه د مخه پېړیو په څېر په ډېر کم توپير سره ځای پر ځای پاتې دئ .
زمونږ بدمرغی بيا تر ټولو زياته ده ، داسې چې د دين ټيکه داران زمونږ د مکتب د نجونو پر مخونو تېزاب شيندی ، د نجونو مکتبونو ته اورونه اچوی او په اسارت کې د ښځو د ساتلو د پاره هر بګنوونکی جنايت او وحشت ته لاس اچوی .
جهادی او طالبی ارتجاع ، افغانې ښځې نه یواځې په دين کې د ښځو د رښتينې مقام او حیثيت څخه محرومې کړی ، بلکې په افغانی دود او رسومو کې يې د ښځې پر ونډه بنديزونه لګولی دی .
په داسې حال کې چې افغانې ښخې د پېړیو را هيسې د منځنیو پېړیو په تورتم لاهو دی ، زمونږ د ټولنې دا تر ټولو آسیب پذيره او کمزوری برخه د جهادی او طالبی بربريت او وحشت د خونړیو بريدونو او ملاماتوونکو بنديزونو او تيریو غوره هدف ګرځيدلئ دئ . د جهادی – طالبی واکمنئ په دوران کې په لسګونو ښځو ځانته اورونه واچول ، او په ځان وژنو يې لاس پورې کړئ دئ . همدارنګه افغانو ښځو په ډله ايزه توګه د جهادی –طالبی وحشت څخه یوه بل وحشت ته چې د همدې وحشت زېږنده ده ، يانې د هيروئينو وحشت ته پناه وړی ده .
د افغانې ښخې ننئ حالت ، محروميت او بې حقوقی د بنيادګرو داصلی ماهيت او واقعی څېرې بهترين څرګندوی دئ .
افغانان بايد پوه شی چې جهادی او طالبی ارتجاع زمونږ د خلکو او وطن دښمنان دی او د پردو په لمسون زمونږ هېواد او خلک د تيارو او بدمرغیو ګودال ته ورټېل وهی . ښځه مور ده ، هیڅوک بې موره زیږيدلی نه دی ،
«جنت د مور او پلار په پښو کې دئ » ، د مور مقام او منزلت ته بايد درناوئ وشی ، جهالت ناپوهئ بې سوادئ او بې خبرتيا زمونږ مور بدرنګه کړی ده . زمونږ مور د آزادئ او ټولو انسانی حقوقو وړتيا لری ، هغه ته بايد په تیټ نظر ونه کتل شی ، ښځه انسان دئ او بايد په ټولنه کې د مستقل هويت ، حقوقو او آزادیو څخه برخمنه وی .
د افغانستان ملی ګوند د نورو ملی او وطنپالو ځواکونو سره یو ځای د افغان ښځې د غميزې ، اسارت او محروميت پر ضد د اعتراض ځواکمن غږ پورته کوی .!!!
مونږ د ړندو بنيادګرو په څېر دښځو مصئونيت د هغوئ په محروميت کې نه وينو، ددې پر خلاف مونږ په ټولنه کې د ښځو د وړ مقام ، درناوی او حقوقو د اعادې لپاره په درب سره مبارزه کوو.
مونږ له خپلو مبارزو خويندو غواړو چې د خپلو حقوقو د رښتينې اعادې لپاره ، د افغانستان د ملی ګوند د توغ لاندې د افغانستان د پاک لمنو ښځو په منځ کې د سياسی ویښتيا او حقوقی خبرتيا د شعور خپراوی ته مټې ورکړی .
د افغانستان ملی ګوند د افغان ښځو د پراخې ټولنيزې بې عدالتئ پر ضد د خپلو خويندو سره یو ځای د هغوئ په ستونزمنه خو له وياړه ډکه مبارزه کې قوی ،ډاډمن او هوډمن متحد دئ !!!!
محمد حکيم روان
د ښځې او مور مقام ته دې سرونه ټيټ وی !
د افغان خويندو او ميندو د آزادئ اوحقوقو د اعادې توغ دې اوچت وی!