
« دجبار او بدله اخستونکي ذات په نامه »
په داسې حال کې چې نن نړۍ د تخنيکي او برېښنايي اسانتياو له اړخه په يوه کلي تبديله شوې چې په کې ازادې بريښنايي او تلويزوني خپرونې ځانګړې رول لري . خو بدبختانه چې په دې تخنيکي انقلابي پيړۍ کې زمونږ هيواد د يوستر اشغالګر تر ولکې لاندې په داسې حال کې راغلي چې زمونږ د باتور ولس پر خلاف د خپل کړچار دپټولو او په هغې د پردې د اچولو له پاره د ازادو مطبوعاتو او خپرونو رول هم نه شی زغملی . دهغوی سره په دې لاره کې دهغوی هغه ټول لاس پوڅي هم ملګري دي چې د دې اشغالګرانو په شتون کې يې واکمني خوندي پاته ده .
مطبوعات او خپرونې چې په يوه هيواد کې د ملت او حاکم نظام تر منځ دپوهاوي يو ځواکمن پًل جوړوي تل د دې غلام ذهنه وګړو له خوا د تهديد لاندې راغلي ، او زيات شمير په ازادۍ مين وطنوال يې د خپلو ازادو ليکنو په واسطه تهديد کړي او يايې هم له صحنې څخه ويستلي دي . يواځې تير کال يې عبدالصمد روحاني شهيد په رڼا ورځ له تيغه تير کړ چې تر اوسه يې د پوښتنې ګرويږنې له پاره څوک نه شته . همدا راز يې د نورا جان بهير د ليکنو زغم و نشو کړای او اوس يې دادی د الجزيرې د انګليسي شبکې دوه کسه تکړه پروډيوسران او ليکوالان هر يو حميدالله محمدشاه او قيس عظيمي پرته له پوښتنې ګرويزنې ددفتر څخه پورته کړي او تر اوسه يې د ځای ځيګي په اړه اړوندې ادارې ته معلومات هم نه دی ورکړی .
په داسې حال کې چې د هيواد د امنيت تر نامه لاندې د مسؤلينو دا کړچار په مکمله توګه په قوي ټکو د محکومولو وړ دي ، ترې غوښتنه کيږي چې د مطبوعاتو د ازادۍ د بين المللې قوانينو ، چې افغانستان يې هم لاسليک کونکی هيواد دی ، په اساس دغه دوطن او ازادۍ پتنګان پرته له کومه ځنډه ازاد کړي او پرې نه ږدې چې د خپلو تورو اعمالوپه لسټ کې يې نور هم ډيرښت راشي .
په درنښت
د ازاد او سر لوړی افغانستان په هيله
قريب الرحمن سعيد
دحزب اسلامي افغانستان پخوانی وياند او
د سولې او بيا پوهاوې د جرګګۍ مشر