
خان زمان کاکړ (قلعه سېف الله)
نه پوهېږم چي د پښتونخوا د اوسني صورتحال په شکل کي تاريخ خپل ځان تکراروي او که خپل منطقي انجام ته رسي؟ سړی به د پښتونخو ا"نن" د افغانستان د "پرون" ردِعمل ګڼي او که تسلسل!!؟؟
زما مشاهده او مطالعه دا وايي چې د تاريخ په دې تکرار کي د اوسني صورتحال منطقي انجام پټ دی او د "پرون" په ردعمل کي د "نن" حل!!!
خو د تاريخ د پرېکنده فېصلې نه وړاندې د پښتنو مجموعي حالت زښت زړه چاودونکی دی.
په پښتونخوا کې د معاهدو او اپرېشنونو پټ پټونی بالاخره د افغانستان د شخړې د " مهاجر" او "انصار" د خوږو رشتو د ياد تصوير شو. عدل ريګولېشن په خپل پسِ منظر کي ارام دی. اپرېشن روان دی، مهاجرت دی، نقل مکاني ده، کېمپونه دي، راشن، امداد او د سوال ځولۍ ده. موږ هر وخت په خپله خاوره مهاجر شوي یو او په خپل وطن کي مو خانه بدوش ژوند تېر کړی دی. په جنتي خاوره د ژوند په دوزخ کي په نهره خېټه نورو له جنت ګټو. افغانستان په خپل اوږد مزاحمتي تسلسل کي هم دا اوس دېرش کاله په پرله پسې توګه وجنګېدو، خو مسلمان نه شو. د حمید ګل مېډيا پېغور ورکوي چې د ميروایس خان او احمدشاه د وطن په غېرتي خاوره نن سره پېرنګيان ګرځي او افغانان مزاحمت ته نه چمتو کېږي. ګويا دا یې د خپلو اسلافو د تاريخ نه بربنډه روګرداني ده. دا پېغور د روسي فوځونو د موجودګۍ په مهال هم شوی وو خو د روس د وتلو په نتیجه کي افغانانو ته څه میلاو شو؟ د روس وتل د امریکې راتلل وو. اوس به بيا ددې خلاف مزاحمت کوم. ګويا سياسي کردار او حثیت مي داسيا په وره کي د " کوچې د سپي" د کیسې کردار او حثیت دی.
موږ به ټول عمر دوی له جنګونه کوو، اسلام به ورله ګټو، بربنده زورواکي او بلواکي ده، د مريي د مریتوب کیسه ده. اجرتونه راباندې ټولوي او د اقتصادي حرص مندۍ په اور کي مو د ایندهن په توګه استعمالوي.
په داسې حال کي چې په پښتونخوا کي ژوند د یوې المیې سره مخامخ دی. مګر هر خوا خاموشي ده. د پښتونخوا حالات اوس هم زرغونپوښي د خپل رياست نه په بیل تناظر کي مطالعه کوي.
موږ ته خپل جنګ په خپله غاړه پروت دی. رياستي حل یې ځکه ممکن نه دی چې رياستي ادارې حل ته تياري نه دي. چرته هم چې حکومت بې وسه دی، دا د پټو رياستي ادارو قوت څرګندوي. دا ځکه چې په پاکستان کي فوځي حکومتونه اوږده اوږده عمرونه لري او په باعزته توګه رخصتېږي خو جمهوریت د څو ورځو مېلمه وي.
سړی چې د پښتونخوا اوسني حالات د بېلابېلو زاویو نه وګوري نو بېخي پښتانه د جنګ په مېدان ورته تنهاء ښکاره شي. د څو مهمو زاویو مهم اړخونه لاندې ګورو.
استخباراتي سياسي ګوندونو به پېش بیني کوله چې دا حکومت د چلېدلو نه دی، ځکه چې عدليه غلامه ده. خو نن هغه د انصاف علامت د خپل ټول شان وشوکت سره بحال دی خو د خلکو د یو لوی شمېر ژوند بحال نه دی. د سوات، بونير اودير د دوزخ په هکله د عدلیې کوم انصاف دی؟
د پارلیمان تجربې ثابتوي چې د پښتنو د ستونزې حل ځکه په پارلیمان کي ممکن نه دی چې دا ستونزه د پارلیمان نه په بېل تناظر کي نړېوال عوامل لري. ځکه نو نړۍ ته سترګې اړول غواړي. د قام بېداري، قام پوهول او د قام مرسته اخیستل غواړي.
د پاکستان استخباراتی او سېکورټي ادارې د طالبانو ملګري دي. دنيا له دې څو مياشتو د ايي ایس ايي او طالبانو د يارۍ ورد کوي. په دې هکله پر نړېواله مېډيا رپورټونه هم وړاندي شوي دي او د اوباما انتطامیې د پاک افغان پالیسۍ مرکزي خبره هم دا ده.
موږ دا ستونزه په مذهبي تناظر کي ځکه نه مطالعه کوو چې تر اوسه په دې هکله د مذهبي ډلو یو شریک موقف مخې ته نه دی راغلی. تراوسه پورې علماء کرام د اسلام په یو متفقه تعریف ورکولو کي نه دي بريالي شوي. البته د پښتون نیشنلزم په حواله د دوی موقف یو دی، ځکه چې ددوی د ولادت کلوننګ لیبارټري یوه ده.
د پښتونخوا داوسني صورتحال په حواله لیفټ ونګ چرته ولاړ دی؟ د سووېت یونین د انهدام نه پس د پاکستان لیفټ ونګ نه دا چې شنډ شو بلکې د نیشت برابر شو. څو خيالي کیږدۍ ولاړې دي، هډو معروضي ایشوز هم نه لري. د رياستي مفاداتو لپاره په هر وخت کي هايي جېک کړل شوي دي. د این جیو ګانو په سېوري د روس د انقلاب کلیزه او د مزدورانو ورځ لمانځي. په ډګر کي هیڅ نشته، یوه لويه خلا ده. که دا خلا ډکه شي، د طالبانایزېشن پنځېدل به بېخي ناممکن وګرځي.
د پاکستان تش په نوم سول سوسایټي د پښتونخو ا د حالاتو په هکله چُپه خُله پاتې ده. دا هغه سول سوسایټي ده چې د وکیلانو په تحریک کي سرخېل شمېرل کېده، خو د پښتونخوا په حواله دپای خښته هم نه ده. هغه دا چې د وکیلانو تحریک د لوړې طبقې یو څیز وو او د پاکستان سول سوسایټي هم ددې لوړې طبقې نه سرچینه اخلي. برعکس په پښتونخوا کي د مظلومې طبقې ژوند مفلوج دی.
په پاکستان کي د قام پرستو موضوع تر ټولو په زړه پورې ده. بلوڅ قام پرستان د ازادۍ نه سېوا د بلې خبرې هورېدلو ته هم هډو تيار نه دي برعکس په دې صوبه کي مېشت پښتون اواز په مجرمانه توګه خاموش دی. دا هغه اواز دی چې په سړو حالاتو کي زښت ګرم وو خو اوس په ګرمو حالاتو کي زښت سوړ دی.
په پښتونخوا کي قام پرستي د نجات دهنده رول لري. خو هلته د انتاهي خراب صورتحال له کبله اې این پي په غمیزو کي ښکېل ده. په دې غمیزو کي د جهادي مېډيا بلېک مېلنګ او رياستي استخباراتي حربې لوی لاس لري. د ایې این پي د خلوص او نیت په هکله زه کوم شک نه لرم، هم دا اې این پي ده چې د خپلې قامی او منصبي فریضې له مخې په یواځې سر د خپل قام نمایندګي او ترجماني کوي.
په پاکستان کي تر ټولو ښه حالت د رايټ ونګ دی. دا ځکه چې دا ونګ د پاکستان د رښتیني روح ترجمان او واکمن دی. حمیدګل رښتيا وايي " ايي ایس ايي هر وخت د رایټ ونګ هم خيال او مرستيال پاتي شوی دی". هم دا یوه ډله ده چې د طالبانو په شا ټینګه ولاړه ده او د طالب د منصبي واکمنۍ لپاره زيار باسي.
د پاکستان مېډيا د پښتونخوا په حالاتو کي یو فریق ده او کټ مټ طالبانایزډ ده.
د خپل وطن د حالاتو په حواله د پښتنو دانشوره طبقه هم په مختلفو خيالاتو کي وېشلې ده. یو خو دا چې ددې دانشورانو ټوله مشاهده او مطالعه پر پاکستاني مېډيا ولاړه ده او بل دا چې د مختلفو سياسي او ذاتي مصلحتونو له مخې دا طبقه قامي فریضه نه تر سره کوي بلکې صرف ځان ځای کوي.
چې دا ټول څه پردي شي. پښتون ته به څه پاتې شي، خودکشي او که د حالاتو سره د سيالۍ یو بل متبادل؟؟؟
افغانستان ته به مو سترګې اوښتې، خو هغه هم په داسي حالت کي نه دی چې د سر بقاء مو پرې یقیني شي. خو دا یوه ښه اسره اوسهاره ضرور ده. ځکه چې د محکومو پښتنو د خلاصون لمر که هر کله وي هم د لوی افغانستان نه به راخېژي.
khanzamankakar.kakar@gmail.com