
په ايران کې ولسمشر لکه د نورو هېوادونو ولسمشران واک نه لري. د ولسمشر واک محدود دی او تر ډېره په جمهوري سيستمونو کې د لومړي وزير منصب ته ورته دی.
د واک سرچينه او مطلق واکمن د هېواد ستر لارښود يا ((ولي فقيه)) دی چې د ژوند تر پايه په دې دنده کار کوي. ولي فقيه د خلکو له خوا د ټولټاکنو له لارې نه غوره کېږي بلکه د امامي اثنا عشري شيعه عقيدې په اساس د نوموړي مذهب د دولسم ورک امام (مهدي) استازی بلل کېږي.
د هېواد ستر لارښود کولای شي چې د هېواد ولسمشر له دندې لرې کړي او يا بل هر رنګ بدلون راولي. مطلق واک لري او آن که ولسمشر وټاکل شي او ستر لارښود باور ولري چې مناسب سړی نه دی، لرې کولای يې شي. دا مهال علي اکبر خامنيي د هېواد ستر لارښود دی. تر نوموړي دمخه روح الله موسوي خميني د هېواد ستر لارښود و. خامنيي او خميني په ګډه د ايران په پخواني پاچا رضا شاه پهلوي په ۱۹۷۹ ز کال کې تخت چپه کړ او د واک ګدۍ يې خپله او د ايران نوم يې د ايران اسلامي جمهوريت ته واړاوه.
د هېواد د ستر لارښود تر څنګ په ايران کې د اساسي قانون د ساتنې په نامه يوه شورا (مجلس صيانت دستور)) هم شته دی. د ولسمشرۍ نوماندان د دې شورا له خوا غورچاڼ کېږي.
په اوسنيو ټولټاکنو کې ۴۷۵ کسانو ځانونه ټاکلي و چې ۴۲ په کې ښځې وې. خو د ايران د اساسي قانون د ساتنې شورا يواځې ۴ کسانو ته اجازه ورکړه چې ولس ورته رايې ورکړي. دا شورا هغه کسانو ته د نوماندۍ اجازه ورکوي چې د ايران اسلامي انقلاب ته يې ژمن ګڼي او پوهېږي چې د انقلاب مخالف نه دي. دا شورا ښځو او له امامي اثنا عشري شيعه وګړو پرته بل چا ته د نوماندۍ حق نه ورکوي.
د ايران د اتومي تګلارې، سياسې تګلارې، او په هېواد کې د بېلابېلو بدلونونو راوستلو واک ټول د هېواد د ستر لارښود سره دی. د ولسمشر واک تر اقتصادي تګلارې او د کورنيو چارو تګلارو پورې محدود دی. په بهرنيو چارو کې ډېر کم واک لري.
په کورنيو او بهرنيو چارو کې د ايران د ولسمشر واک بيا د ځينو نورو شورا ګانو سره شریک دی. د نمونې په توګه مجلس خبرا او د اساسي قانون د ساتنې شورا. همدا راز د ملي امنيت ستره شورا او د نظام د تشخيص شورا هم يو شمېر واکونه لري چې د ولسمشر واک محدودوي.
په پای کې ويلی شو چې د ايران ولسمشر مخکې له دې چې ولس يې وټاکي د ولي فقيه له څادره څېره راښکاره کوي. لومړی يې باید ولي فقیه او د هغه استازي (د اساسي قانون د ساتنې شورا) وټاکي او بيا يې باید ولس وټاکي.
ولي فقیه په شيعه عقیده کې د راتلونکي مهدي اخر زمان استازی دی. همدا استازيتوب ولي فقيه ته مطلق واک او آن الهي استازيتوب ته ورته واک ورکوي. د ايران د اساسي قانون د لومړي فصل پنځم بند وايي ((د زمانې د ولي* د غياب په وخت کې امامت او د کارونو ولايت د عادل ، پرهېزګاره، مدير [چلونکی]، مدبر، او د خپل وخت پوه فقیه په غاړه دی.))
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* د زمانې ولي په امامي اثنا عشريه شيعه عقيده کې دولسم امام دی. مهدي نومېږي او ورک شوی دی. دوی عقيده لري چې دا دولسم امام (مهدي) به يو وخت راښکاره کېږي او د دوی مشري به کوي