ډیر دوستان د عمر د زیاتوالي سبب ګرځي!

 
په ورستیو څیړنو کې ښکاره شوې ده، هغه کسان چې ۶۰ کلنۍ ته رسیږي او زیات ملګړي لري، نو په ډیرو کمو بدني ستونزو اخته کیږي موږ ټول د مهمو دوستانو رول لرو او د یوې ښې کورنۍ څخه یو، خو په دې څیړنو د هغوې رول زموږ په ژوند کې  نور هم رنګونه پاشي کله، چې د دې اړیکو په اړه خبرې کوو، نو زموږ مطلب د دغو خلکو سره د ژورې عاطفي اړیکو څخه دی.
 
دلته هغه کړنې موجودې دي، چې له موږ سره مرسته کوي، چې له یوازیتوب سره ښه چلند او په  ښو شرایطو سره تغیر ورکړو.
۱- غاړه ورکول : که چیرې له عاطفي اړخه د یوازیتوب احساس کوۍ، نو هڅه وکړۍ، چې له دوستانو سره په اړیکو کې هغو ډیر لمسوئ، ځکه دا اړیکې لکه هغو ته لاس ورکول یا غاړه ورکول د دغه وضعت د ښه والي سره مرسته کوي. څیړنو ښودلې ده، چې دا اړیکې په بدن کې د (اندورفین) د آزادیدو سبب ګرځي، ستاسو د بدن دفاعي سیستم پیاوړی او د سترسونو (فشارونو) انډول را کموي.
 
۲- بښنه : اکثرا له موږ نه د خجالتۍ لامل یا د بل په وړاندې د نه زغم یا څه، چې له مخکې نه ویلو ته لرو له ژورو اړیکو له کبله یې له نورو سره نه شریکوو. د عاطفي مهربانۍ د زیاتېدو ځواک ښکاره کول او ستاسو عمر د اوږدوالي زیاتوالی، د زغم  انډول زیاتوالی د مقابل لوري د ځواک سبب ګرځي.
 
۳- د ذوقونو کشفول: منفي احساسات او خفګان ستاسو د عمر اوږدوالی را کموي کله، چې خپل ذوقونه پیدا کړۍ، نو خپله ارزښت ورکړئ او خپلو موخو پیدا کول پیل کړئ په خپل نفس باور زیات کړئ او له نورو سره د اړیکو په ټینګولو پیل وکړئ.