
سلطان محمود خوستوال
زه د يو خوست مېشتي په صفت غواړم په هغه ليکنه (افغانستان به څنګه جوړ شي ؟) چې عبدالحق عمري ليکلې او د خوست والي وياند يې ځواب ليکلی يوه ناپېيلې او د احساساتو نه وتلې تبصره وکړم . په داسې حال کې چې دومره پوهيږم چې دوی دواړه د خوست نه دي ، يو يې د پاکستان څخه د خوست تلويزيون راپورتر او بل يې د خوست والي وياند دی .
زمونږ د ټولنې يو بله بدبختي داده چې کله هم څوک د چا سره کار کوي باید د هغه هر ښه او بد کار تاید کړي او که روا وي او که ناروا باید د خپل بادار دفاع وکړي ، خو چې کله هم د هغه ځایه منفق کيږي نو د خپل بادار نیمګړتياوي به رابرسیره کوي او کوښښ به کوي چې نوی ټاکل شوی کس ناکام او بدنام کړي . همدارنګه هر نوی ټاکل شوی چارواکی چې چیرته لاړ شي باید چې مهم پوستونه د نوي کسانو څخه ډک کړي ، دا ددې لپاره نه چې سالمه اداره رامنځ ته شي بلکه د خپلو رازونو د پټولو له پاره دا کار کوي. دا دواړه هم له دې ډول کسانو څخه دي.
د نوي ريس له راتګ څخه پخوا دخوست تلويزيون د امريکايي چارواکو له خوا حمایه کیدو او ټولو کارکوونکو يې ډالري تنخواه اخیسته ، خو د نوي ريس په راتګ سره د ټلويزيون په کارکوونکو ټول امکانات لکه ډوډی ، تنخواه او داسې نور د امريکايي چارواکو له خوا بند شول او په همدې وجه ځنې کارکوونکو يې استعفاوې هم وکړې . چې دا هم د خوست والي او امريکايي چارواکو تر منځ د تفاهم نشتوالی په ګوته کوي .
د خوست تلويزيون پخوانی ریس يو مسلکي او په کار پوه سړی و او په مسلکي لحاظ فکر نه کوم چې څوک شکایت ځنې وکړي ، خو بيا هم که چا شکایت کړی وی په خوست کې نور کسان هم ډير و چې د ریس په صفت معرفي شوي وه.
د خوست نوی ریس نه پوهيږم چې مسلکي به وي او کنه خو د مستوفیت او ګمرک د ریسانو په شان دا هم د والي سره خپلوي لري . دا واقعیت دی چې د ګمرک ریس(د والي صیب ورور) د والي صیب تر راتلو په خوا ټاکل شوی دی ، خو دده په راتګ سره باید لرې شوی وی ځکه چې دده ورور دی .
د خوست تلويزيون په رښتيا هم چې له يوې ورځې تر بلې ضعيف کيږي ، او په تلويزيون کې د کارکوونکو تر منځ هره ورځ ناندری روانې وي . چې د مرستيال نقيب الله ځلاند ، مالي خان بعقوبي او ............. استعفاوې يې ښه نمونه ده.
د خوست تلويزيون چې يو شی په کې نوی ښکاري هغه دا چې په خوا به په کې د کرزي صيب راپورونه نه وو خو اوس چې د انتخاباتو وخت رارسيدلی دی د رايو اخيستو له پاره په کې هره شپه د کرزي صيب په هکله يو راپور وي .
د خوست والي په هکله عمري صيب رښتيا ويلي دي چې د هغې ورځې نه وروسته چې په خوست کې ځانمرګي بريدونه شوي په کور کې ناست دی او د ولايت مقام ته نه راځی ، او نه يې هم د ولایت مقام د ترمیم په هکله څه اقدام کړی دی . که دوی دا وايي چې د ولایت په مقام کې کار نه کيږي نو پوښتنه دا پیدا کيږي چې د ترمیم کار يې ولې نه شروع کيږي ، همدارنګه ميلمستون هم په هر لحاظ د کار کولو لپاره اماده دی هلته ولې د خلکو مشکل نه حل کوي او نه د خلکو د مشکلاتو د حل کولو په خاطر والې صیب داسې اعلان کړی چې خوست مېشتي دې د والي صیب کور ته راشي .
د موسيقی په هکله که رښتيا ووايو نو والي صيب يواځې يوه شپه په خپل کور کې د موسيقی پروګرام درلود چې په خپله والي صيب په کې په هنرمندانو پيسې شيندلې ، چک چکې او اوازونه يې کول چې د ژورناليستانو سره يې ثبت شته .
دمحترم والي صيب د پروژو په هکله که ووايو چې دده وياند ډیره مبالغه کړې ده ، ځکه دا ټولې پروژې چې ذکر شوي دي ټولې يې د پخواني والي په وخت کې منطورې شوې او حتا ځنې خو يې تکميل ته نزدې شوې هم وې چې اوس دده په وخت کې تکميل شوې، خو لکه چې وايي چې توره ادم خان کوي او غږ يې میروګی کوي .
د ګډې شورا د جوړیدا په هکله لکه چې وياند صيب وايي داسې نه ده ، والي صيب په خوست کې ټولې شوراګانې تيت پرک او خفه کړي او د هیچا احترام يې نه دی کړی ، وياند صيب که تاسو ته ياد وي د مجاهدینو د ورځې د لمانځلو په ورځ يې د مجاهدینو يوه شورا د سټیج پر سر خفه کړه .
د خوست والي محترم قلندرزوی چې ډیر تيز مزاجه سړی دی ، د کرزی صيب له پاره پراخ انتخاباتي کمپاین چلوي او د نورو کاندیدانو بد رد وايي ، چې ښه مثال يې په ګربزو کې د اشرف غني په خلاف يادونه وه .
همدارنګه د خوست والي د پي ډي سي په شورا کې په يو مدير باندې په داسې حال کې د کتابچې ګذار وکړ چې مدیر د راپور ورکولو په حال کې و.
په هر حال که په لنډ ډول خلاصه کړو چې د خوست والي په خوست کې د ټولو امنيتي ارګانونو سره ښې اړيکې نه لري او مونږ دده محترم څخه د امنيت د راوستو په هکله هیڅ توقع نه شو کولو، همدارنګه والي صيب د امريکاي چارواکو سره هم چندان اړيکې نه لري نو په دې اساس په بيا رغونه کې هم ورڅخه توقع نه شي کيدای
سلطان محمود خوستوال