دانسان كړنې اوګړېدنې انساني دي ؟

دژوندانۀ په ګڼو،كږلېچنواوستونزمنولاروكې ورك وګړي پخپلوكې سره پېژني ،دوى له فطرته پدې لاروكې له يوبل سره بلداوپه غم اوښادۍ سره شريك دي .
خوځينويې دفطرت له څرنګوالي برعكس ځانونه داسې ترخپلوځاني غوښتنو راوستي چې ډېرلږيې دژوندانۀ دښكلااوډېر يې دهغې دبدرنګۍ لپاره كړنې اوګړېدنې كوي .
په حقيقت كې داټول وګړي دخپل ژونددپايښت لپاره لګيادي خولارې يې سره بېلې بېلې دي  ،هريو يوه ځانګړې لاره لري ،لكه څنګه چې دانسانانورنګونه سره توپيرلري همداسې يې كړنې ،ګړېدنې اولارې هم سره بېلې دي ،هېڅ يودبل پرلارهوبه هوندى پلى ،ښايي په قدم وهلوكې يوڅه ورته والى سره ولري ،خوداپدې مانانده چې په فكر او نورو حواسوكې دې هم سره يوشان وي ،ددوى يوازېنى يووالى په هغه غير ارادي كارونوكې دى چې پردوى مسلط دي ،لكه زړښت ،مرګ ،ديوه منزل په لوري يون . . . ،اوهغه ددوى په واك اواراده پورې هېڅ تړاؤنلري .
څوك چې ديومذهب ،كلتور،ژبې ،هېواد،ټولنې ، كلي او كورنۍ خلك دي هغوى هم په كړنو، ګړيدنو اونورو خواسو كې سره توپيرلري .
هغه څه چې دوى يې يودبل پروړاندې اويايودبل لپاره وايي اويايې ترسره كوي  دانسان دفطري څرنګوالي شتۀ پكې نه بريښي ،ځكه چې دوى ښېګڼې دخپلوموخو،خپلوۍ او يانورولاملونوله مخې اوبدګڼې دكركې اودښمنۍ له مخې كوي .
خوځينې نڅاپي كړنې دفطرت له مخې ترسره كيږي چې ښايي دعامووګړوپه څېريې يوظالم اوسخت زړى تن هم ترسره كړي ،دغه پېښې هغه استثنات دي چې د فطرت له مخې ترسره كيږي  ،لكه په اوبوكې له غرقيدو څخه ديوماشوم ژغورل اودېته ورته نور كارونه،چې ښايي يوسخت زړى اويونرم زړى انسان يې يوډول ترسره كړي ،ياني كه يوظالم تن يوماشوم وويني چې په اوبوكې غرقيږي ښايي له غرقيدوڅخه يې وساتي . . .
لدې استثناتوڅخه پرته،نورې هغه كړنې چې دانسان لخواپه شعوري ډول رامنځته كيږي دځينولخواپه غير انساني ډول ترسره كيږي .
لدې امله چې دداډول غيرانساني كړنوترسره كوونكي خلك په پرتليزډول ډېراوياهم دډېرقدرت خاوندان دي نوله مخې يې نړۍ هم خونړۍ شوې ده .
 
انسان څومره بدرنګ دى ،انسان څومره ښايسته دى