د خيال او حقیقت تر منځ توپير

 
دوه جمع دوه، مساوي څلور دا يو حقيقت دی، خو که ته له دوه جمع دوه څخه اته جوړوې دا بیا خيال دی، حقیقت تل په کره خبرو ولاړ وي او په رښتيا او سپينو خبرو کلک باور لري، او خيال بیا تر ډيره فکري ډپريشن يا فشار دی چې په حقایقو سترګې پټول يي دنده او ځان تر نورو غوره بلل ورته اصل ښکاري، هغه چې په حقیقت باور لري بیا نو ډير کم خيالی فکرونه کوي، خو هغه چې په خيال باور لري بیا ډير کم د حقیقت د اوريدو او يا لیدو وړتيا لري.
په ۲۱ پيړۍ کې افغانان تر ډيره خيالي ژوند کوي، دوی تر اوسه هم په حقايقو باور نه لري، ځکه که له دوی سره کينې د دوی افکار وګورې، دلايل او خبرې يي واورې دوی په فکري لحاظ تر ۲۱ پيړۍ ډير مخکې ان په ۳۴ پيړۍ کې دي خو که يي عمل ته وګورې بیا د لسمې پيړۍ خلک دي.
 له حقیقته لرې والی او په خيال باور کله هم پايله نه لري، خيال او خيالي دنيا يوازې د شاعر سړي کار وي، ځکه شاعر دی چې په ډيره بې پروايي ټوله دنيا د خپلې محبوبې تر يوې خولې خندا ځاروي، خو که دی په حقیقت پوه شي بیا نو داسې ځارول نه کوي، خو تاسو به لیدلي وي چې د شاعر ارمان کله هم نه دی پوره شوی ځکه چې شاعر تر ډيره خیالي شیان وايي او د وزن او قافيي په رديف کې شوې خبرې خيالي او شعاري وي.
خاونده سل کاله دا شپه کړې
سبا يي مه کړې مسافر لالی مې ځينه
زموږ په هیواد کې فکري خيال پلو ډير پياوړی دی، که له يو سړي سره کينې دستي به وایي چې د ښار د پاکوالي ستر لامل د ښاروالۍ نه پاملرنه ده، د امنیت نه ساتل د افغان ځواکونو ناسم کار، او د هیواد نه پرمختګ هم پراخ فساد او يا ناسم مديریت دی، خو دی په دې نه دی خبر چې دا ښار يوازې د ښاروالۍ نه دی بلکه ته هم پکې شريک يي او دا زما او ستا شتون ښار داسې له کاره ويستی دی، امنيت یوازې د وسله په لاس ځواکونو کار نه دی ځکه هغه زما او ستا له کوره نه دي خبر که زه او ته په امنيت باور لرو نو بیا د همدې وسلې په لاس سرتيري خبرول او ملاتړ کولای شي چې موږ ته د سکون موکه برابره کړي همداسې د فساد مخنیوی هم یوازې د دولت کار نه بلکه د ټولنې د شته وګړو تر ټولو ستر مسولیت دی ځکه فاسد هم زما او ستا د کور کلي سړی دی او بډې ورکونکي بیا زه او ته يو.
افغانان په خيال کې مسلمانان دي، په خیالي دنيا کې دوی قهرمانان دی، په خیال کې د ميرويس نيکه لمسيان دي او د احمدشاه بابا او ستر خوشال خان بابا سکه بچيان دي، خو په حقیقت کې ددې تاریخي څيرو يو خوی هم پکې نشته، افغان نه د ميرويس خان نيکه په څير تدبیر لري، نه د خوشال خان او احمدشاه بابا غرور او توره، همدې خيال دوی له دنيا ډير شاته پاتې کړي دي، اوس اوس چې دنيا ډيره پر مخ تللې او زه افغانانو ته ګورم دوی دوه کاره کولای شي يو دا چې نقادان پاتې شي يا يي خبرې او افکار نورو ژبو ته وژباړل شي او خلک پرې د طنز مينه ماته کړی.
په افغانيت خيالي باور يي ان خپله کورنۍ هم ترې پردۍ کړې، زه ډير داسې خلک پيژنم چې په ټولنيزو پاڼو کې په نړۍ واله کچه شننې، نيوکې، ستاينې او غندنې کوي خو په خپل کور کې يي لسګونو چارې ترې ګډې وډې دي او د کورنۍ يو غړي ته ښه لاره هم نه شي ښودای.
زه خو وايم هغه چې ځان نه پيژني خدای هم نه پيژني، هغه چې خپلې کورنۍ ته سکون ور نه کولای شي هغه د ټولنې نوور وګړو ته هم سکون نه شي ورکولای، ځکه له حقیقته لرې په خیال کې ډوب دا انسان لیوني ته ورته دی، کور يي پريښی دی او پردي په کاڼو ولي.