10/06/2009
افغانستان به څنګه ودان شي ؟
· څه موده وړاندې دعبدالحق عمري په نوم يوكس تردې سرليك لاندې يومضمون خپوركړى،چې دادى دخوست ولايت مطبوعاتي دفتريې ځواب وړاندې كوي
· افغانستان يوازي په هوائې خبرو او بي بنسټه سليقوې ليکونو هم نشي جوړيدې. يا خو دا چي عبدالحق عمري غواړي چي شهرت پيدا کړي.او يا دا چي دا ليکنه د ده د ذهن محصول نده.بل چا دده دپاکو احساساتو څخه استفاده کړى. او مجبور شوي. په هرصورت غواړم دده د مضمون د يوې برخي معلومات ورته اضافه کړم.تر څو نوموړي پخپله د افغانستان د اوسيدو جوګه شي. ځکه چي د ځان اصلاح د جهان اصلاح ده.د خوست ولايت والي ټولو خوست والو ا هيواد والو ته معلوم اوڅر ګند ده. چي انجينر حميدالله قلندرزې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ملي انکشافي سترا تيژې په چوکاټ اد سيمه ايزواورګانونو د خپلواکي اداري د پنځ کلن پلان مطابق يو پنځ کلن ستراتيژيک پلان جوړ کړاي دي. چي په (٧) سکتورونو کي (503) منځ مهاله او اوږد مهاله انکشافي پروژي چي د ١٣٨٨ هجري لمريز کال يوازي (100) انکشافي پروژي او (٨٠٣) پروژي د ملي پيوستون په پروګرام کي پلان کړي. په پروژو کار عملآن پيل شوي. د بې وزلو او معيوبينو،مهاجرينو او بزګرانو لپاره ئي 4800MTغذائي توکي،اصلاح شوي تخمونه او کيمائي سرى پلان کړي.چي په تيرو څو مياشتو کي2350MT غذائي توکي، کمپلي او په نورو وړو کورنيو باندي وويشل شو.او دا لړي دوام لري.چي د خوست هوائي ډګر،د صنعتي پارکونو جوړيدل،زرعتي کمپليکس جوړيدل. دخوست ګرديز خوست غلام خان لويه لار او ټولو ولسواليو ته سرکونه، مکتبونه، کلينيکونه او د ښار لپاره ضروري انکشافي پروژي.
· د شيخ زاهد پوهنتون د انجنو ليليه، د زراعت تحقيقاتي فارم، په شل جريبه ځمکه کي د خوست ميخانيکي ليسى اساسي ترميم او اکمال د GTZ له خوا د وجيه صندوق افتتاح،د زرعتي کمپليکس، ميلمستون،او د والي د کور د بنسټ ډبره ايښودل او همدارنګه تر ټولو لوي او مهم کار د علمآواوقومي مشرانو ګډه مشورتي شورا جوړول. چي د دولت سره د امنيت، بيارغونى،غوره حکومتکولو د اولس او دولت ترمنځ د فاصلى د نژدي والي په اړه اوږه په اوږه کاروکړي.او شته ستونزوته د حل يوه مناسبه لاره پيدا کړي.
· دا به خوستوال او هيواد وال په ياد ولري چي د خوست والي نه يواځي سياسي مدير،اجتماعي او انکشافي کارکونکي دى.بلکه د دښمن ٢٢\٢\١٣٨٨ تروريستي پلان شوې تر ټولو قوي بريد وښودله چي نوموړي د خپل ټيم او ساتونکو سره يوځاي د ولايت څخه دفاع وکړه او د مازيګر په 4:20 دقيقوو ئي ټول مخاليفين د منځه يوړل بيا له خپل دفتر څخه کور ته ولاړ شديد جنګ په دوران کي ئي مصاحبه وکړه.او د خپلي کورني ډير نژدي دو ځوان غړي اوخپلوان ئي شهيدان او دري تنه ئي ټپيان شو. او که دوي مقاومت نه واي کړي ولايت سقوط کاوو. دا چي د ولايت مقام د د فتر ښيښي کړکي اود مخي ديوال او امنيتي برجونه ټول له منځه تللي دي. او ډير ژر د بيا رغوني کارپيل شويدي.نو له دي کبله والي په خپل دفترکي پرله پسي کار نشي کولي ولي اداري او PDC غونډي پکي دائري شوي دي.د بريد په دوهمه ورځ د خوست والي 95KM لري د تڼيود ولسوالې د ترخيلو د اوبو بند افتتاح د قومونو مشرانو سره يي وليدل، د ولسوالي د ملکي اونظامي کار کونکو څخه ئي ليدنه وکړه.او په پيښه کي د شهيد شوي ساتونکي چمتو صاحب فاتحه ئي وکړه.
· .په دريمه ورځ ئي د خوست ښار نوي اچولي شوي امنيتي کمربند څخه ليدنه وکړه.اوپه ښار کي پياده اويا پلى وګرځيده.
· چي ډير مثبت اثرات ئي درلوده.او ښاريانو ته ئي ډير قوي مورال ورکړ.
· د پيښى په پنځمه ورځ د خوست غلام خان پاتى 5KM سرک رسمآ افتتاح او ګټې اخيستنى ته وسپاره او په همدا ترتيب د ګوربزو د ولسوال او د قومي مشرانو د ولسوالي د ملکي او نظامي کارکونکو سره ليدنه وکړه.د هغوي ستونزي ئي په غور واوريدي او مسولينوته ئي لازمى سپارښتنى وکړې.
· دميلمستون په تالار کي د مشورتي شورا غونډه دائره کړه.چي له ميډيا څخه نشر شوي هم دي.تر څو چي ولايت دفتر جوړ شوي نه وي. د خوست ولايت بل کوم مناسب ځاي د کار لپاره نه لري.او د والي کور هم يو دولتي کور دي.هيڅ کله پکي د والي فاميل ژوند ندى کړي. بائيد ورنه د کاري دفتر استفاده وشي.د موسيقي د پروګرامونو په اړه بائيد ووايو تر اوسه خلک والي ته فاتحي لپاره راځي نو کوم منطق به دا اومني چي د غم او فاتحى په وخت څوک د موسيقي پروګرامونه واوري.
· د ګمرک رئس د والي مقرري څخه تقريبآ يو کال وړاندې دمالي محترم وزارت په لوزم ديد مقرر شوي دي. چي په مقرري کي ئي د ولايت مقام وړانديز،تماس اوتاکيد هيڅ رول نلري.ځکه والي د قانون له مخي د (٦)رتبي پوري د مقرري صلاحيت او په ګمرکاتو کي حتى د پيشنهاد حق هم نلري.په اداري غونډ کي هم دا خبره پخپله والي ياده کړي ده.چي د ګمرک رئس بائيد تبديل شي. د مالي محترم وزير صاحب سره ئي رسمآ موضوع شريکه کړي. هغوي ويلي چي دا بستونه رقابتي دي. مونږ څوک مخکي نشو تبديلولې.
· د خوست تلويزيون خپرونى پخوا هم (١٢) ساعته وي. او اوس هم (١٢) ساعته دي. يواځي پخوانى امر د وزارت دمقام لوزم ديد پر اساس ليري شوي. او نوي امر چي واقعآ د تخنيک په برخه کي (25) کلنه کاري تجربه لري.پدي اړه هم د ولايت مقام د پخوانې امر څخه شکائت او نوى امرته ئي کوم پيشنهاد ندي ورکړي. ډيره مهمه داده چي يو شخص ، تعهد،صداقت،شفافت،او مرکزي دولت حکمونه فرمانونه او اوامرپه ځان ومني. مونږ نه پوهيږو چي د مضمون ليکونکي بائيد له دغو حقائقو څخه خبرتيا لري او که نه. او نوموړي د خوست ولايت اوسيدونکي هم ندې.نو موړي ليکي چي ممکن د خوست تلويزون خپروني ژر بندي شي.دا د دي خبري ثبوت دي چي دده مضمون هرى خوا تللى خو اصلي هدف ئي د خوست تلويزيزن دي.تاسو وګوري دا دخوست تلويزيون نه وه دا د يو فاميل او يو کلي تلويزون وو. او هميشه ئي د يو شخص لپاره کارکاوونه د نظام او سيستم لپاره.
· ځکه چي دده د کورني غړي اوس دنوى امر انجنير شفيق الله اخلاص سره همکاري د تيرپه څير نه کوي، هميشه په کارکي ورته خنډونه رولاړوي. او کوښښ کوي چي د تلويزيون څخه سوئي استفادي وکړي.ټول کومکونه که د هرې مرستندويه ادارې څخه وي هغه د دولت او نظام لپاري دي. نه د اشخاصو او افرادو لپاره .
· نو که چيري دوي خپل کلي او وطن سره علاقه لري نو خپله همکاري به ئي لا زياته کړي واې.د حکومت چوکي ميراثي نه وي.د دولت لوزم ديد بائيد په ورين تندي ومنل شي.
§ د خوست ولايت د مطبوعاتي دفترله لورې.