ليکوال : مياهدايت الله محمدى
بارک اوباما مسلمانانو ته د پنجشنبى په ورځ خپله وينا واوروله او په خپله وينا کښې يې داسې شعارونه ورکړل چې تا به ويل اصلې خواخوږى او دمسلمانانو غمشريک همدا دى بل غټ ټکي چې د اوباما په وينا کښې ؤ هغه د قران کريم يو ايت ته هم اشاره وکړه چې په الله باور ولري او تل رښتيا اوحقيقت وايي يعني معنى دا چې زه حقيقت وايم او سپينه خبره کوم ...
د اوباما وينا څخه څوټکې :
1 : که اوباما غواړي چې رښتيا په ټول جهان کښې سوله ، امنيت او سوکالي ټينګه شي او دي هم په سوله او سوکالي مئين وي نو بيا ولي د شر او فساد لپاره خپل عسکر نورو ملکونو ته ليږي او يا هم ولې غواړي چې په ټول جهان غاصب شي آيا سوله او امنيت پدي سره ټينګ کيدی شي که څنګه ؟
2 : اوباما کومه داسې خبره وکړه چې په هغې سره دمسلمانانو مجروح زړونه لږ څه مرهم شوي وای يا اوباما کومه داسې وينا وکړه چې د مسلمانانو او امريکا ترمنځ د اوج ته رسيدلي نفرت د کمي سبب شوای وای آيا اوباما مسلمانانو ته د خپل دين د لارښوونې لپاره تللي وو او که څنګه ؟
3 : اوباما په خپله وينا کښې د قرانکريم يو ايت ته هم اشاره وکړه چې په الله باور ولري او تل حقيقت خبرې کوي نو اې د اسلامي نړۍ مسلمانانو! آيا زمونږ مسلمانان ، شيخان ، عالمان، استاذان ، ملي مخور او دپوهې خاوندان چې دوی اوس ورته د دهشت ګرو نوم ورکړى آيا دوی په دې نه پوهيږي چې حقيقت او سپينه وينا څه ته وايي آيا دا د شيخ اوباما په مسلمانانو رشخند نه دى چې خپله يو دروغجن او مستبد انسان مګر شعارونه يې غولونکي او مکرناک دي د ده ستراتيژي د بوش د ستراتيژۍ څخه هيڅ توپير نه لري .
4 : اوباما په خپله وينا کښې دخپلو جنګي عسکرو په باب هم خبرې وکړې او وې ويل چې امريکا نه غواړي دتل لپاره په عراق او يا افغانستان کښې پاتې شي او يا هم د تل لپاره اډي جوړي کړي . آيا دغه غولونکي شعار ندي ؟
چې په روان وخت کښې د دغو ملکونو خلک او د سيمې حالات پرې شاهدي وايي که چيرې اوباما رښتيا او سپينه وينا کړي وي نو بيا ولي په افغانستان او عراق کښې درګرده هوايي اډي جوړوي چې د دوي د ضرورت له اړتيا څخه هم بهر دي او ضرورت ورته نه لري آيا دا په دې دلالت نه کوي چې دوي د دايمي پاتې کيدو نيت لري ؟ که چيرې د دايمي پاتې کيدو نيت نه لري نو ولي بيا خپل وخت نه ښايي چې تر دي وخت پوري به موږ دلته يو ؟
5 : بله خبره د اوباما د فلسطين په باب وه او د دې په ځاى چې اوباما د فلسطينيانو او اسرائيلو ترمنځ د سولي فضا رامنځ ته کړي واى بلکي پدغه وينا کښې وويل چې اسرائيل يو مظلوم او مستحق قام دى چې فلسطينيانو لخوا ورباندې ظلم شوي واو هغه د يهودو د قتل وقتال کيسي يي ورته يادي کړي او په خپله وينا کښې په مسلمانانو زور واچو چې له اسرائيلو سره ښې ګرمې اړيکې ونيسي .
نو اى د نړۍ سوله خوښونکو خلکو !
آيا دغه وينا اورته لمن وهل نه دي ؟ آيا دغه وينا د نفاق تخم شيندل نه دي؟ آيا د دمسلمانانو بي اعتمادي او جهان ته د جنګجيو په صفت مسلمانان معرفي کول نه دي ؟ ده د دې په ځاى چې په خپله وينا کښې اسلامي نړۍ ته دهغه اوج ته رسيدلي نفرت کوم چې د غربيانو او مسلمانانو ترمنځ رامنځ ته شوي و د پاي ټکي کيښودلي واي . مګر ده نوره هم اور ته لمن ووهله .
6 :بل د دهشت ګر او دسپتمبر د يولسمي پيښې خبرې هم د ده د ويناو يو برخه وه او ويلي و چې دهشت ګرپه امريکا کښې 3000 بي ګناه کسان وژلي دي او ده په خپله وينا کښې ويلي و چې دهشت ګر د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر دښمن دى چې بايد په ځپلو کښې يې ګرده نړۍ لاس يو کړى نو پوښتنه دلته دا پيداکيږي چې دهشت ګر څوک دي ؟ او چا ته دهشت ګر ويل کيږي اول خو وګوري چې دوي په غير قانوني توګه په خپل زور نورو ملکونو ته خپل عسکر ليږي چې تر څو يې د خپل تسلط لاندې راولي او بيا په کښې دخپلي خوښې حکومت جوړ کړي .نو آيا دهشت ګر دوي دي که بل څوک ؟
دوي په کراتو کراتو د عراق په شمول په افغانستان کښې هغه د زهري باروتونه ډک بمونه کارولي چې هلته اوس شين بوټې هم نه ليدل کيږي دوي دافغانستان په مختلفو سيموکښې داسې بي رحمه او وحشيانه حملي کړي چې هيڅکله دهيرولو او د زغملو وړ نه دي دوي د مسلمانانو د زانګو ماشومان هم شهيدان کړي دوي دغه ماشومان هم دهشت ګر بولي دوي زمونږ په ملي مخورو ملي غونډو او مجلسونو اوحتي د واده په مراسمو بمبارونه هم کړي نو آيا دهشت ګر دوي دي که بل څوک ؟
7 : بله خبره د اوباما دافغانستان په باره کښې وه چې موږ به هيڅکله دافغانستان د مرستې په باره کښې سستي ونه کړو او غواړو چې افغانستان اباد او سمسور شي . خو د رسنيو د راپور له مخې څو ورځې مخکي په امريکا کښې خلکو څو څو ځله لاريون وکړ چې مونږ ته کار نشته اقتصاد مو خراب شو او د کار په غوښتلو سره يي د امريکا غټ او واړه سړکونه بندکړي و نو پوښتنه دا ده چې په خپل ملک کښې يې خلک د لوږي مري او دوي بيا د افغانستان سره کومک کوي او د دوي د وينا په اساس دوي افغانستان ته زيات فکر نيسي وجه څه ده ؟ او د څه لپاره دوي دا کومکونه کوي که دوي د بشري حقونو له مخې له افغانستان سره مر
سته کوي نو ولي بيا خپل خلکو ته د کار زمينه نه برابروي چې حق د هغو جوړيږي . خو دوي د خپلو يو څو ډالرو په مقابل کښې زمونږ وطن چور کړ زمونږ د وطن هغه قيمتي کاڼې يي ټول له ځان سره يوړل او زمونږ افغانان هم خوشحاله دي چې امريکا موږ سره مرسته کوي او زموږ خواخوږې ده .
8 : بله خبره دا ده چې اوباما وويلي و چې زه په داسې حال کښې دلته راغلي يم چې زمونږ او د اسلامي نړۍ تر منځ د نفرت اور ډير زيات غزيدلي ؤ غواړم چې دغه اور ختم شي او د غربي نړۍ سره د اسلامي نړۍ اړيکې ښې او دخوښې سبب شي .
نو د اوباما هدف د دغه اور ختميدل نه بلکې دغه اور ته لمن وهل ؤ ځکه ده خو اسرائيل مظلوم او مستحق خلک وبلل او په فلسطينيانو باندې هغه ظلمونه د اسرائيلو هيڅ ورياد هم نه شول کوم چې څو مياشتي مخکې په ډير وحشيانه ډول شوي وي چې زياتره پکښې د فلسطين واړه او معصوم ماشومان شهيدان شوي ول نو آيا دا د سولي ويناوي وي که د مسلمانانو په مابين کښې دنفاق او دغه ورځني اور ته دلمني وهلو ويناوي وي .
نو د اوباما د دغو بي واقعيته ويناو او هسي لفظي شعارو څخه دا څرګنده شوه چې دوي هيڅکله سوله نه غواړي او هسي دلفظي وينا په اساس د نړۍ مسلمانانو ته يو رنګ ورکوي