پوره يو کال وړاندې په همدې ورځ ( د غبرګولي ١٨مه ) ځوان ژورنالست او شاعر عبدالصمد روحاني له هلمند څخه وتښتول شو او بيا د هغې ورځې پر سبا يې جسد وموندل شو.
د روحاني له شهادت څخه يو کال تېر شو خو لا يې قاتلان خلکو ته نه دي ښودل شوي .
دغه دوه مرثيې ما د روحاني د شهادت په لومړيو ورځو کې ليکلې وې ، يو ځل بيا يې ځکه خپرول غواړم ، چې دا روښانه شي چې روحاني په زړونو کې ژوندى دى .
محمد نعمان دوست ، کابل
يو ځوانيمرګ دوه مرثيې
(١)
روحاني ملګريه پاسه خبر نه يې !؟
بيا هلمند باندې بمونه اورېدلي
بيا د لارې د سر ماين دى پټاو شوى
بيا په شنو باغو اورونه لګېدلي
روحاني ملګريه پاسه خبر نه يې !؟
بيا يوچا ځان سره ګڼ قدونه مات کړل
بيا له خړ کلي لنبې را پورته کېږي
خداى خبر چې بيا يې څو کوره ميرات کړل ؟
روحاني ملګريه پاسه خبر نه يې !؟
توره وريځه د ګرشک په سر خوره ده
هر پلو خواره واره هډونه ښکاري
ته به وايې چا سپړلې هديره ده
روحاني ملګريه پاسه خبر نه يې !؟
څوک وئ : بيا يې بلا ډېر ترهګر مړه کړل
بل پلو وئ : ميوندى ياد تازه شوى
مکناټن سره يې ډېر روحونه مله کړل
خو ،
روحاني ملګريه پاسه خبر نه يې !؟
ستا دکلي ماشومان ټول تري تم دي
پاس په ونو کې سرې شنې لوپټې ښکاري
د سرونو انبارونه هر قدم دي
روحاني ملګريه پاسه را وچت شه !
هلمندۍ مور ځينې وه کوه پوښتنه
د جګړې د قربانيانو غږ کړه پورته
له ړنګ کلي نه دې بيا وکړه ليدنه
روحاني ملګريه اوس هم ته په کار يې
کليوال دې لا هماغه شان قتلېږي
هيڅوک نه شته چې وروستۍ سلګۍ يې واوري
چوپه خوله ترېنه سرونه جلا کېږي
روحاني ملګريه پوه شوم ګيله من يې
ستا په غم کې د تمساح اوښکې بهېږي
جمعې وشوې لا قاتل دې معلوم نه شو
داسې خاورې ته دې بيا کله زړه کېږي
محمد نعمان دوست ، کابل د غبرګولي ١٩مه ، ١٣٨٧
(٢ )
د ګلاب قتل (مرثيه)
روحاني ځنې خبر شوې ؟ چا وژلى
هغه ګل يې په سرو وينو لمبولى
زه پوهېږم ، دا خبر منلى نه شئ
د ګلاب قتل څوک کله شي منلى
-
خو قسم دى روحاني يې راته وويشت
هغه ځوانِ لا ثاني يې راته وويشت
په هلمند د چا ګلان نه پيروزو کېږي
بس يو ګل و بياباني يې راته وويشت
-
روحاني اوس په سرو وينو کې رنګين دى
ترمې – ترمې مړاوى ګل پروت په زمين دى
اوس هغه سترګې حيرت نه کتى نه شي
خپل قاتل ته فکر وړى دى غمګين دى
--
هغه دنګ قد په ملا مات شو ، را ګوزار شو
د خپل ځان په وينو سور لکه انار شو
خپلې حورې يې په دې دنيا کې پرېښوې
په جنت کې کومې حورې ته په کار شو
--
خبر نه يي ؟ اوس د ګل قتل اسان دى
بې مالي زمونږه باغ زمونږ بوستان دى
هر ډنډر کې غشى خښ او سر يې نشته
زموږ کور اوس د ګلونو قبرستان دى
--
روحاني ملګريه ! سپينه راته وايه
لکه تېر هسې په مينه راته وايه
دا کوم زړه و ، چې پر تايې ماشه کړه ؟
همدغه خبره سپينه راته وايه
--
ګرانه ! ناوې دې په سرو سترګو ژړېږي
ګرانه ! زوى دى لکه ګل هسې رپېږي
ته خبر يې ؟ په هلمند کې نن قيامت دى
اسويلي لکه اورونه پورته کېږي
--
روحاني ملګريه ! ځه الله دې مل شه
په مزار کې دې څراغ د ايمان بل شه
ابدي ژوند دې د ستوري په شان روڼ شه
ستا قاتل په سترګو ړوند په غوږو کوڼ شه
محمد نعمان دوست ، کابل ، ١٣٨٧ د چنګاښ ٤مه
عبدالصمد روحاني ، زما خوږ ملګرى چې تېر کال په همدې ورځ ( غبرګولي ١٨مه ، ) په هلمند کې لادرکه شو او په سبا يې بې روحه بدن وموندل شو .
وروستي