د بدلون نفسيات، خواهش او تکليف

خان زمان کاکړ (قلعه سېف الله)
 
د بارک اوباما د راتلو نه پس زياتو خلکو دا هيله څرګنده کړه، چي ددې عمل سره به په نړۍ کې يو پراخ بدلون راشي. پر ټوله نړيواله مېډيا بارک اوباما د بدلون د علامت په توګه وړاندي کړل شو. بنيادي دليل دا وو، چي اوباما د ځپلي او ربړېدلي طبقې څوک دی، ځکه نو د ټولي نړۍ د ځپلو او ربړېدلو درد وکرب، لوږې او دربدرۍ درک کولی شي. اوباما بې امنيته وختونه تېر کړي دي،ځکه نو د امن په ارزښت پوهېږي. خصوصاً د نسلي امتياز په ضد د مبارزې په حواله دا د تاريخ يوTurning Point دی. د غلامانو د تاريخ دا ډول پړاونه په انسان کي د مبارزې او مزاحمت توان  پېدا کوي.                                          
د اوباما اړوند چې په نړې کې د بدلون او امن د تامين کومه خوشبيني موجوده ده نو په دې هکله زما نظر دا دی چې په کومو ټولنو کې د بدلون ګنجايش او تجسس نه وي، په هغه کې دا ډول پړاونه بدلون نه شي راوستی. د هر بدلون د هيلې نه وړاندې سماجي او سياسي سيټ اپ ته کتل پکار وي. تر ټولو نه وړاندي په ټولنو کي د هغو داخلي رجحاناتو تجزيه پکار وي، کوم چې د مثبتو بدلونونو مخه نيسي او منفي واکمن ساتي. تر څو چې د يوې ټولنې خپل اوسېدونکي د بدلون علامتونه نه شي، تر هغو پورې نه اوباما او نه کوم بل څوک د بدلون علامت کېدی شي. دا د جدید ترين سماجي ساينس سبق دی، چې د بين الاقواميت په کچه خور د پراخ عالمګیر سوچ سره د مقاميت او قاميت د مطالعې پر ارزښت زور راوړي.            
هر څوکه بهرني برلاسي حالات پر وړو ملکونو، وړو قامونو او بالخصوص پر دریمه نړۍ نېغ په نېغه اثر انداز کېږي، خو ولې سياسي او مادي ګټې به هر څوک په خپله کوي، موږ ددې نظر خلک يو، چې خپل ناسم کله هم په پردو نه سمېږي . دا عمل کار، کړاو او تکليف غواړي. په هم دې سبب موږ ته د بدلون د خواهش په تناظر کې د خپلو داخلي معاشرتي، سياسي او سماجي عواملو او محرکاتو تجزيه په کار ده. د نړيوالو حالاتو په حواله خپل اجتماعي وژن کتل غواړي. چې کله ذهنونه بدلون ته اماده شي او سياسي تحریکونه پر ساينسي بنيادونو ددې لپاره مبارزه پېل کړي، بيا یې څوک مخه نشي نيولی. دا ناممکن امر دی، چې سوچونه دې د قرونِ وسطیٰ د وخت او سياستونه دې اوټ آف ډېټ وي، خو دعوه دې د پرمختللې نړۍ سره د سيالۍ وي.
ژوند يو جدلياتي حقیقت دی، چې فطرت یې پر بدلون او ارتقاء ولاړ دی، خو ولې دا يو slow process دی، څه وخت هم چې بدلون غوښتونکو د بېړې نه کار اخستی دی، په ټولنه کې انتشار او اضطراب پېدا شوی دی. ساينسي او منطقي تګلاره دا ده چې د بدلون لپاره دې ټولنیز نفسيات تيار کړل شي. دا هغه وخت يو اسان عمل ګرځي چې د قامونو تحریکونه له عصري غوښتنو برخمن وي او د قيادت او خلکو تر منځ د ټينګو رابطو يو رجحان موجود وي. د رهبر او کاروان رشته پر عقیدت او جذباتيت نه بلکې پر باهمي تفهیم، دليل او منطق مبني وي. ژوندۍ نظریې هر وخت هر فرد ته د سوال او اختلاف حق او ددې حق د استعمال جرات ورکوي. کله چې د سياسي فېصلو او پاليسيو په حقله په عامو خلکو کې د ضد او انکار ماده را څرګندېږې، هغه وخت تحریک خپل منزل ته ځان لنډوې.                                                                                     
په دې حقله د پښتنو د سېاسي نفسياتو د تنقیدي جاج اخيستو نه پس موږ کومې نتیجې ته رسو؟  د پښتنو ټولنیز ژوند ژواک نن يو پراخ بدلون ته اړتيا لري. په دې حواله زموږ contribution څه دی؟ د پښتنو د اوسني ژوند ژواک په سياق و سباق کي د بدلون بنياد د امن خښته ایښوول دي. د امن ستونزه وخت په وخت په دنيا کي موجوده پاتي شوې ده. د ددې نوعيت او عوامل مختلف کېدی شي. د پښتنو په وطن کي دا ستونزه له دېرشو کلونو په يوه سنګينه بڼه موجوده ده.                 
ددې په حواله دل برداشته کېدل پکار نه دي. دا بين الا قوامي وجوهات لري. د نړۍ ټولو قامونو د تاريخ په ارتقایي سفر کي دا ډول پړاونه لیدلي دي. د سياسي قيادت او روڼ آندو مسووليت دا جوړېږي، چې په  دې حالاتو کي د سنجېدګۍ لمن پرېنږدي او د سر د بقاء په مبارزه کي خپله منصبي قامي فریضه په ديانتدارۍ او ایماندارۍ تر سره کړي. د ا ستونزه هر څوکه نن د پښتنو قامي وجود او خدوخال فلجوي، خو داپه اصل کي د نړۍ د ټولو محکومو او محنت کشو اولسونو ستونزه ده. ددې لپاره په نړيوال تناظر کي د ټولو امن دوستو انسانانو mutual understanding ضروري دی. په دې ډول مبارزو کي طبقاتي بنيادونه له پامه غورځول پکار نه دي. پښتانه د خپل جغرافيایي موقعيت په حواله د نړيوال سياست د اثراتو نه ځان نه شي ژغورلی. خو په دې تناظر کي موږ د نورو جنګونو متحمل نه شو کېدی، ځکه نو د بچاو د سټرېټیجۍ ضرورت دی. د سر دبقاء مبارزه يو لازمي امر ګرځېدلی دی او په هم دې کي د پښتنو د وطن د دایمي امن راز پټ دی. ځکه چې دا دمنصبي فریضې د تر سره کولو وخت او د تاريخ د رغولوپړاو دی.                                                                                                      
نور  د مصلحتونو ګنجايش نشته. په دې وخت کي خاموش پاتي کېدل قامي جرم دی. پښتانه باید په زغرده فېصله وکړي چې هغوی ددې اوسني ژوند سره راضي دي او د تاريخ هر جبر پر ځان مني او که ددې ژوند د بدلولو او د تاريخ د جبر د مقابلې خواهش لري. اول الذکر اسان کار دی، صرف په يو شکر ايستلو کېږي. خو اخر الذکر کړاو او تکليف غواړي، علمي او ساينسي اپروچ او له نويو رجحاناتو برخمن سياسي تحریک غواړي.                              
پښتانه خو له خپل مشرتابه د بدلون غوښتنې په پرله پسې توګه کوي او په دې حقله د تنقید جمهوري حق هم بې درېغه استعمالوي. خو ولي دا نه ګوري چې د بدلون په حواله د هغوی ټولنیز قامي کردار څه دی؟
موږ هر کله د جبر په ضد او د خپلواکۍ اخيستلو لپاره د مزاحمت خبره کړې ده. مزاحمت او خپلواکي سره ګنډلي دي. خو ولي د مزاحمت لپاره په قام کي د يو پوخ شعور ضرورت دی. د يو پوخ شعور د نشتوالي له کبله د پښتنو مزاحمت کله هم منطقي نتیجې نه دي ورکړي. نن هم د مزاحمت په شا شعوري بېک ګراونډ ته کتل پکار دي. ددې نه علاوه وسايل هم اړين پامېږي او د بين الاقوامي تناظر سنجونه هم. د شعوري او اقتصادي بېک ګراونډ نه يو خواته په بېن الاقوامي تناظر کي د پښتنو رول مهم ګرځېدلی دی او د جغرافيایي موقعيت په حواله د نړيوالو بدلونونو د پېلامې اثرات هم له دې ځايه ښکاري. د ژور نظر لرونکو په وړاندې ددې خبرې هیڅ جواز نشته. چې امریکا څه غواړي هم هغه به کېږي بلکې امریکا به ددنيا خواهش ته ضرور ګوري. هم دا اوس په قاهره پوهنتون کي اسلامي نړۍ ته د اوباما تقریر ددې حقیقت څرګنده غمازي کوله چې امریکا خپل کلتوري روايات پر چا نه شي ورتپلی. د ښځو په برقعه پوشي کي هیڅ پسماندګي نشته. پسماندګي په بې علمي کي ده.                
دنيا بدله شوې ده، امریکا به هم ځان بدلوي.  نړيوال سياسي think tanks هم دې حقیقت ته رسېدلي دي، چې په افغانستان او نوره سیمه کي دبدلون نه بغېر په دنيا کي د امن په حواله بدلون نه شي راتلی.
د اساسي نوعيت سوال دا دی چې دبدلون په دې خواهش کي زموږ قامي سياسي اپروچ څه دی؟ په دې حواله که سړی خپله دېرش کلنه سابقه وګوري نو څرګندېږي، چې موږ کله هم  پر مستقلو او مستحکمو بنيادونو د بدلون په عمل کي برخه نه ده اخستې. موږ چې د لوی افغانستان غمیزه ژړله، نو د مستقبل خاکه مو ترې په ذهن کي نه جوړوله. جنګونه سياسي شعور پخوي، خو ولي موږ ددې دومره اوږدو جنګونو تېرولو نه پس هم د سياسي جهل نه راونه وتو. ځکه چې موږ په ماضي کي ښکېل پاتي وو. د مستقبل نفسيات مو نه لرل. د هغه وخت سياسي "دوراندېشي" او "پېشبيني" مو متنازعه ګرځولې وه. د يو "پرتمين بدلون" په سراب کي اوده وو، په دې نه وو خبر چې د غېر ساينسي خوبونو او حقیقت په منځ کي اوږدې فاصلې وي. نن هم دا عمل تکراروو، د اوسنيو روانو حالاتو په حواله زموږ اندازِ فکر اوس هم پر سطحي او افسانوي بنيادونو ولاړ دی. د سياسي منظرنامې په حواله د روان تنقید په شا چې کوم سوچ کارفرما دی، په هغه کي سياسي وژن کم او جذباتيت زيات دی.
موږ ته په اجتماعي لحاظ سنجېدګي پکار ده. د قامي تحریک د منظم ساتلو او افهام و تفهیم د فضاء د پېدا کولو  ضرورت دی. نور هم د تباهۍ خواته روان يو. جذبات پارول او غلط فهمۍ پېدا کول د سر د بقاء د روانې مبارزې کمزوري ګرځي. ریمارکس ورکول يو اسان کار دی، خو عملي ژوند د يو ډېر ګران ازمايش نوم دی. د پښتنو لپاره خو بېخي دا يو دوزخي ازمايش دی.               
زه وينم، چې حالات په تېزۍ سره داسي خواته روان دي. چې د افغانستان په شان په مستعمره پښتونخوا کي هم د قيادت نېستي راپېدا کوي . قامي مشران محفوظ نه دي. بې شمېره کومېټډ سياسي کارکنان وژل شوي دي . دا د ټول قام يوه شریکه الميه ده . خو ولي په دې حقله زموږ غبرګون تر اوسه هم بچګانه ده. د پېغور او پروپاګنډ لمن نه پرېږدو. د ژوند په هر اړخ کي هم دا غیرت مسله پلنوو. افغانستان هم دې رنځورو رويو وران کړ  او اوس دلته هم دا عمل تکرارو. سياسي مفسدينو راته لاسونه يو کړي دي . په مطبوعاتو کي نمايندګي نه لرو، د جيو خېلې مېډيا هر کردار د پښتون دښمنۍ او ترهګرۍ نه عبارت دی .  
ددې ټولو ناخوالو او نادودو په تناظر کي په قامي کچه د مستقبل نفسيات خپلول او د بدلون کړاو پر ځان منل به مو د نجات لار ګرځي. لازمي امر پامېږي، چې نور مو سياسي فکر د سطحيت او افسانويت نه ازاد کړو. د فرسوده او پسمانده رنځورو رويو په ځای د مهذب علمي چاپېريال واکمني ټينګول غواړي. د نويو حالاتو د چېلنج د مقابلې لپاره د تقلیدي نه بلکې د تخلیقي ذهنونو د لرلو ضرورت دی او د "باباګانو" پر قصیدو نه بلکې د " لمسيانو" پر صلاحيت انحصار پکار دی. په هم دې توګه يو نوي ژوند ته لار ايستل کېدی شي، ګني تباهي به مو مقدر ګرځي.
Khanzamankakar.kakar@gmail.com